Jump to content

اسلامي بانکوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلامي بانکوالی هغه بانکوالی ته ویل کیږي چې ټولې کړنې یې د اسلامي قوانینو (شریعت) له اصول سره برابر وي.

پېښلیک

اسلامی بانکوالی د 1970 میلادی کال په لمړ یو وختونوکی په ابتدایی بڼه منځ ته راغله او د 30 کلونو په ترڅ کی یی تر ډیره بریده پرمختگ وکړه. لمړی اسلامی بانک په کال 1963 کی د مصر په ډیره لری پرته سیمه کی په کار پیل وکړ. په پرله پسی توگه په کال 1975 کی د پرمختیایی اسلامی بانک بنسټ کیښودل شو چی بنسټیزه موخه یی په اجتماعی او اقتصادی برښو کی پرمختگ وو. یو ډیر بنسټیز فعالیت یی د سهامی سوداگریځو موسساتو کی گډون او د بسپنه ورکول تر څو په غړو هیوادونو کی د پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. او همدا شان ددوبۍ اسلامی بانک د بانکداری د لمړی قانون په اساس په همدی کال کی په منځنی ختیځ کی منځ ته راغلو. په کال 1983 پشپړ اسلامی بانکداری نظام په ایران کی وپیژندل شو او همدا رنگه د مالیزیا ولسی جرگی د اسلامی بانکداری قوانین تصویب کړل. روسته ددی څخه په کال 1984 د سوډان هیواد اسلامی بانکداری پخپل هیواد کی رایج کړه او په کال 1985 د اسلامی هیوادونو فقهی شورا OIC بشپړ اسلامی بانکداری نظام د بیمه د سیستم د پرمختگ لپاره اعلان کړ او روسته له دی په کال 1989 د سوډان د بانکداری نظام په بشپړه توگه اسلامی بانکداری ته راواوخته. په کال 1991 د حساب ورکوونی او د تفتیش اسلامی مالی موسسه AAOIFI تاسیس شوه چی دا سازمان یو مشورتی سازمان وو او د اسلامی بانکداری معیارونه یی وضع کول. په کال 2002 کی داسلامی مالی خدمتونهIFSB موسسه د مالیزیا په هیواد کی منځ ته راغله چی موخه یی د اسلامی صنعت استقراروو په وسیله د اسلامی معیارونو صدو. په کال 2005 د مالیزیا همدی بورد همدا معیارونه د اسلامی موسساتو د تطابق سره Basel 11 د چهارچوب سره معرفی کړه اوس دومره پرمختگ ئی کړی چی د نړی ډیر لوی بانکونه اسلامی محصولات عرضه کوی. پدا روستیو کی اسلامی بانکداری د مالیزیا او اندونیزیا هیوادونو له لوری غرب ته خوځیدلی. په کال 1975 کی ددی صنعت ارزښت په سلگونو زره امریکائی دالروته ورسیده. داسی توقع کیژی چی د اسلامی بانکداری دارائی په لنډ راتلونکی کی 20% وچته شی او په کال 2015, 2 تریلیونه امریکائی دالرو ته ورسیژی.

30 کاله پخواداسلامی بانکداری مفکوره صرف پوه هیله وه. د ډیرو پلټنو او زیارونو په پایله کی دوه نیمو لسیزوکی دا ښائی چی د اسلامی بانکداری منځ ته روړل نه تنها ممکن او کامیابه لارده بلکه د کار او موثر و سلطت مالی زریعه هم ده چی متعددو اسلامی بانکو نو په مختلفو اجتماعی او اقتصادی ټولنو کی په کار پیل کړی.ددا شان مالی موسساتو کړنی او تجربی په مختلفو هیوادونو کی لکه سوډان, مالیزیا , ایران او بحرین د سواگریزو بانکونو د بدیل لپاره کافی ده. د یادونی وړ ده چی غیر اسلامی بانکونه په ځانگړی توگه د غرب ډیر لوی بانکونه د اسلامی بانکداری د نظام څخه متاثره شوی دی او تر یوه بریده تری کار هم اخلی یعنی دا معنی ورکوی چی هغوی هم د وخت په تیریدو سره د اسلامی بانکداری نظام خوا ته راروان دی او ورځ په وځ ئی په اهمیت پوهیژی. د اسلامی بانکداری نظام کره لاسته راوړنی توپیر کوی د اسلامی بانکو نو د باراز د حجم سره خو دا ویلئ شو چی ددی صنعت تولیز ارز ښت 2500 بیلونه امریکایی دالر ا ټکل شوی چی په راتلونکی کی به د نورو پرمختگونو شاهدان هم ووسو.

پداسی حال چی اسلامی بانکداری نظام د مسلمانو مشتریانو د ستونزو حلول دی خو دا شان موسسی دینی او مذهبی ندی او د نورو مالی موسساتو په شان فعالیت کوی. اسلامی بانکداری نظام یو نړیوال شهرت ځانته غوره کړی او د نړی د نفوس یو پر پنځه وگړی اسلامی بانکداری نظام ته غوره والی ورکوی چی مختلف مالی محصولات د پیروونکو لپاره وړاندی کوی. د اسلامی بانکداری د نظام منځ ته راتگ څخه څو لسیزی تیری شوی چی په مختلفو هیوادونو کی د اسلامی بانکداری نظام پر مخ ځی. اوس ددی وخت رارسیدلی چی دا تجربه په افغانستان کی وارزه وو او پلی یی کړو.

اسلامي بانک پر سودي بانکونو باندې په لاندې دلايلو سره غوره والى لري

برابروالی

داسلامي بانک بنسټ پر عدل یابرابروالی ولاړدى او دپيسو ورکونکي (Depositors) او پانگه اچونکی (Investors) ترمنځ پوره انصاف مراعاتوي چې ترڅوددوی ترمنځ کومه ستونزمنه خبره یاشخړه رامنځ ته نه شي يعنې گټه او تاوان يې سره شريک وي په سودي سيستم کې ظلم دا دى چې پيسې ورکونکي ته ټاکلى سود ورکول کيږي او د اړونده پروژې په گټه پورې څه تړاو نه لري هغه گټه که زياته وي او که کمه د پيسو ورکونکي لپاره سود ټاکل شويدى او په ځينو حالاتوکې د پيسو ورکونکي حقيقي گټه د انفلاسيون له امله منفي هم شي یعنې دورکول شوې گټې دپیسوارزښت دپخواپه نسبت ډیرکم شیان اخستلای شي ځکه پدې سره دپيسو داخستنې قدرت کميږي يعنې پيسې بې قدره اوبې ارزشه کیږي ولې په اسلامي بانکې سیستم کې ددواړوخواوو زیان اوگټه په نظرکې نیول کیږي داسې نه کیږي چې دیوزیان دې په بل جزایاکاملا ورواچول شي

گټورتوب

په اسلامي بانکې سيستم کې تمويلول (Financing) دکار يا پرژې پر موثريت ولاړ دى. او يوازې هغو پروژو ته پانگه ورکول کيږي کومې چې ډيره گټه ولري ځکه چې بانک په خپله په گټه او تاوان کې شريک دى او که په کوم کار کې گټه ونه شي نو بانک هيڅ شى نه شي ترلاسه کولاى اوداسې فکر کوي چې باید په هغه ځای کې پانگونه وشي چې پکې دگټې احتمال دنوروپه نسبت زیات موجودوي بالعکس په سودي بانکي سيستم کې بانک د کاروبار له برياليتوب او گټې سره څه خاصه علاقه نلري ددوى هدف يوازې د خپلوپيسو سره له سوده ترلاسه کول دي. گټه که لږوشي که ډيره سود ټاکلى دى، او ددې لپاره چې ددى پيسې سره له سوده واپس شي دوى زيا ته گروي اخلي، او هغه چاته پور ورکوي کوم چې شتمن وي که څه هم هغه کار يا پروژه دکومې لپاره چې دغه سړي پور اخلي غير موثره يا بې فايدې وي،اوسودي بانک داهم نه گوري چې نوموړی شخص چې دبانک څخه یې پوراخستی کوم کاروبار پرې کوي ایادټولنې په گټه که دټولنې په زیان تمامیږي اوبله داچه په دې کارسره به دبانک حیثیت ته ضربه ورسږي اوکنه؟ مطلب دا چې بانک يوازې دپور اخستونکي (Credit Worthiness) د ضمانت ارزښت ته گوري، دکار له گټورتوب سره يې علاقه نه وي اودلچسپي په کې نه ښيي.

اقتصادي پیاوړتیا

څرنگه چې په اسلامي بانکي سيستم کې پيسې برابرونه (Deposit) او دپیسوپه کاراچول (Investment) د گټې او تاوان د شريکولو پر بنسټ ولاړ دي، نو ځکه پورونه (Liability) او شتمنى (Asset) دواړه بدلون منونکى دي اوثابت شکل نه لري، چې په دې کې هميشه تعادل اوبرابروالی برقرار وي. ددې لپاره چې دا موضوع څرگنده شي يو څه تشريح ته اړتيا لري، مونږ ته دا معلومه ده چې په سودي سيستم کې سود له مخکې ټاکل کيږي او دپيسو کارونکي به هرومرو همغه اندازه گټه ورکوي، نو په ځنې حالاتو کې چې دغه شخص همغه کاروبار يا کمپنۍ دکومې لپاره يې چې پيسې اخستې دي گټه ونکړي او دپيسو او ورسره د سود د ورکولو وخت راشي، بانک نوموړى شخص مجبوروي چې خپل کاروباراو يا کمپنۍ بنده کړي، سامان يې خرڅ کړي اودهرې لارې څخه چې وي باید پیسې پیداکړيترڅو ددوى پيسې ورکړى شي چې په دې وجه په ټولنه کې بيکاري نوره هم زياتيږي اوداکار دټولنې له پاره دغټ اقتصادي ټکان سبب گرزي اوډیر خلک ترې اغیزمن کیږي سربيره پر دې که چيرې مونږ سودي سيستم په نظر کې ونيسو نو سود په خپله د ناثباتۍ يو مهم عامل دى او هغه په دې ډول که چيرې په يوه هيواد کې سود لږ کم شي او يا په يوه بانک کې سود کم کړى شي، نو خلک خپلې پيسې له دې بانک څخه بل بانک او يا بل داسې هيواد ته نقلوي چې لوړ سود ورکوي او دغه دپيسو انتقال (Capital Flight) د داخلي اقتصادي سيستم د گډوډۍ او رکود باعث گرځي. له نيکمرغه چې په اسلامي بانکې سيستم کې گټه او تاوان سره شريک دي نو دگټې د نه کېدو په صورت کې بانک ته هيڅ هم نه ورکول کيږي او دهغه سړي کاروبار دوام مومي تر څو گټه وکړي.

اقتصادي پرمختگ (Growth)

اقتصادي پرمختگ هغه وخت ممکن دى چې دنوي تکنالوژي، پرمختللې بشري قوې او يا دکومي بلې وجې په اثر ديوه مملکت وسایل په ښه توگه استعمال شياو تولید زيات شي او په دې کار سره دخلکو د ژوند سطحه لوړيږي.

دنوې او پرمختللې تکنالوژۍ او د توليد نويو لارو پيداکول ډيرو تجربو او زيات لگښت ته اړتيا لري، ورسره دتاوان احتمال هم پکې زيات وي ځکه ځنې وخت نوي ايجاد شوې تکنالوژۍ او يا تجارتي توکي بازار نلري او يا ښه کارنکوي نو ددغه پورته ذکر شوو دلايلو په وجه صنعت کار ديته زړه نه ښه کوي چې په دې ډول پروژو باندې پانگه ولگوي ځکه که تاوان هم وشي دى به هرومرو سود او اصل پيسې بانک ته واپس ورکوي. خو څرنگه چې په اسلامي اقتصادي سيستم کې گټه او تاوان شريک دي نو صنعت کار او يا کاروبارکونکى په ډاډه زړه په نويو پروژو باندې پانگه لگولى شي ځکه د بانک او صنعت کار تر منځ گټه او تاوان دواړه شريک دي.

اقتصادیت

يوبې ساري او مهمه ځانگړتیا داسلامي بانکونو دهغه د اخلاقو دارزښت کامل والى دى.په بانکداري فعاليتونو کې اخلاقي ارزښت او ښه مورال نظر داسلامي بانکونو څخه نشي جدا کيداى او ددوى رويه بايد ثابته وي دهغو اخلاقي معيارونو سره چې داسلامي شريعت لخوا تعين شوي وي.په اسلامي بانکدارى کې تمويل د لرونکو اجناسو او خدماتو پورې محدود وي لکه د مروجه بانکدارى غوندې ندى چې په الکوليکي مشروباتو او داخلاق له نظره په نه قبلیدونکوخدماتو لکه قيمارخانه او نورو کې تمويل کړي.اسلامي بانکونه د مروجه بانکونو برعکس صرف د اعتبار ښه والۍ او د سود شرح معيار نه گڼي بلکې دهغه پرځاى دوى بايد اسلامي مورال او خلاق معيارونو څخه استفاده وکړي په تمويلولوکې دا داسلامي بانکدارى لپاره بل ښه والى دى چې داقتصاد په موثريت باندې ښه اثر درلودلاى شي ځکه په داسې ډول په ضرر لرونکې توليداتو او کارونو باندې مصرف کميږي اواسلامي بانکداري داپه نظرکې نیسي چې دبانک پیسې په غلط کاروبارکې استعمال نه شي

اړیکه نیول

بله مهه ځانگړتیا چې د اسلامي بانکداري د پرمختگ اساس جوړوي د امانت ايښودونکو سره د رابطې رلواواړیکې ساتلو څخه عبارت دى، دوى د خپل مشتريانو سره دپانگې اچونې پر ميدان باندې معامله کوي نه دا چې مخکې له مخکې څخه د سود يوه ټآکلي اندازه تعين کړى. دوى د امانت ايښودونکو پيسې په ښه فايده لرونکى پروژو باندې سرمايه گزاري کوي ديو ښه ستراتيژيک تحليل څخه وروسته ددې لپاره چې خپل امانت ايښودونکو ته ښه گټه بيرته ورکړي. او بل دا چې اسلامي بانک هغه خنډونه اوستونزې د هغوخلکو ترمنځ چې سپماکوي او هغو خلکو ترمنځ چې پانگه اچونه کوي ختموي او دوى حقيقي بازار ته نژدې کوي. داسلامي بانکونو دمنځگړیتوب فطرت نسبت مروجه بانکونو سره فرق لري او حقيقي بازار او په هغه کې ترقياتي تغير سره هم اهنگ دي اودوخت په تیریدلوسره اسلامي بانکونه دعصري تکنالوژۍ سره ځانونه عیاروي.اوسمهال په افغانستان کې نزدې 17 خصوصي بانکونه فعالیت لري چې ترډیره بریده یا په بشپړه توگه اویاهم په جزیي ډول دسودپه لعنت کې بوخت دی.که چیرته زمونږمرکزي بانک(دافغانستان بانک) داسې گام پورته کړي چې ورسره یوخالص اسلامي بانکي سیستم رامنځته کړي نوانشاالله چې زمونږه ملي اقتصادبه ډیرزرپیاوړتیا ترلاسه کړي اوهغه بحرانونه چې نن ورځ ورسره زمونږدهیوادبانکې سیستم مخ دی(دکابل بانک بحران) ترینه به خوندي وي اوپرته دکوم شک څخه که چیرته په ریښتیاهم داسلامي بانکدارۍ اصول اوپرانسیپونه عملي شي نوبانکې سکتوربه په هیوادکې په رښتیاسره ډیرپیاوړی شي

یادښتونه

سرچينه

د بينوا وېبپاڼه