سمبالښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه


لاندنې څرگندونې د سمبالښت بنسټیزې مانا گانې دي:

  1. سمبالښت یو بهیر دی.
  2. د سمبالښت مفهوم د انساني سازمانونو سمبالول دي.
  3. اغیزمن سمبالښت ، پرځای تصمیم نیونه او بیا غوښتل شوي پایلې ته رسیدل دي.
  4. د کاروړ سمبالښت ، منطقي ځانگړونې او مصرف ته وایی.
  5. سمبالښت په موخه لرونکو کړنو باندې راڅرخي.

غونډ انسانان د خپلو ګډو موخو دلاس ته راوړلو لپاره یو نظام ته اړدي تر څو وکولی شي ددې نظام په درشل کې په ګډه او ډله ییزه توګه خپلې موخې او هدفونه په اړینه توګه سمبال او لاس ته راوړي،چې دغه نظام ته اداري نظام وایی. نو کولی شو اداره په لاندې ډول تعریف کړو. هغه ټولنیز نظام چې دټولوپانګو (مالي،فزیکي،او بشري) په نطر کې نیولو سره د موخو او بریالیتیبونو دلاسته راوړلو لپاره په ګډه کار کوي اداره بلل کیږي. یو امریکایي عالم Woodrow Wilson بیا اداره داسي تعریفوي: "په سیستماتیک ډول دقانون طبیق ته اداره وایي" داچې نن ډېرۍ وګړي دافغانستان له اداري نظام نه سرټکوي علت یې همدا کیدلی شي چې زمونږ په اداري سیستم کې د قانون طبیق ډېر کم ترسترګو کیږی،او ځا ی یې رشوت،اختلاس ،خېل او خپل پالنې نیولی همدا وجه ده چې د اداري فساد دخبیثې دایرې شعاع ورځ په ورځ غوړیږي ،که دپورتني تعریف په رڼا کې مونږ دافعانستان نننۍ وضعې ته ځیرشونوهمدغه د قانون نیشتوالی دی چې دافغانستان کمزورې او سیاسي معامله ګره اداره نشي کولی په ټوله مانا سمبالښت،کنترول او منښت رامنځ ته کړي په هرحال چې خبره سیاست ته لاړه نشی راځم خپلی موضوغ ته.....

دادارې ډولونه[سمول]

ځینې پو هان چه دادارې په ډګر کې یې نومونه ډېر اخستل کیږی لکه هنری فایول،یوریکو، مکس ویبر،اونور پدې باوردي چې ټولې اداری په حقیقت کې یو شان بنسټیزي کړنې ترسره کوی، او ددوی ترمنځ یوازی د درجې توپیردی نه د ډول اوقسم مثلآ لویې او واړې اداره ،پرمخ تتلې یا کمه په مخ تللې ادارې خو ځینې بیا ادارې په لاندې دوو برخو ویشي • عامه اداره او • خصوصی اداره

عامه اداره[سمول]

عامه اداره هغې ادارې ته ویلی شو چې ددولت هغه فعالیتونه څیړی چې په ګروپی او ډله ییز ډول دموخو دبشپړونې په خاطر دهم غږی په فضا کې په ګډه کارکوي، او ددولت د (څه) او (څنګه) پالسي، تګ لارې څرګندوینه کوي چه هدف او موخه یې دملي ګټو خوندي توب او دملت د درد دوا باللی شو.

خصوصي اداره[سمول]

هغه نهادونه چې دټاکلو هدفونو دلاسته راوړو په موخه اقتصادي فعالیتونه پر مخ بیایي او دهیواد داقتصاد په وده کې هم رغنده ونډه لری. همدارنګه د ځینواداروکړنې په شخصۍ او ځانګړوګټو استوارې وي ،که ملت ته یې ګټه هم رسیږي د دوی آره (اصلي) موخه نه بلل کیږي .

دادرى تاريخچه[سمول]

انسان يواجتماعي موجوددى ، دادده فطري خاصيت دى چې په ټولنه کې ژوند کوي او ټولنيزروابط ساتي ، انسان په ټولنه کې يوشمير اړتياوى په انفرادي توگه ترسره کوي ، خوگڼ شمير کارونه په پردي توگه اجراکړى . نواړشوچې دلوى اجتماعي موسسى بنسټ کيږدي او ددى موسسى لخوائې پرمخ بوځي .

پدى توگه انسان امړى اداره رامنځ ته کړه او دخپلو همنوعانو سره ئې يوځاى دکار ويش ته ملاوتړله ، دانسان ژوند په تاريخ کې حتى ابتدائي ادارى ددوى په پرمختگ کې مهم رول ولوباوه. دوى ځانته رهبرغوره کړه ، رهبر ټولنى ته پلان جوړکړه سازماندهي ئې وکړه ، دندى ئې وويشلى ، منازعات ئې حل کړل . دبيلاروڅخه مخه ئې ونيوله ابتدائي قوانين اومقررات ئې وضع کړل ، او هغوى نظارت ئې وکړه . انسان داداري نظام په مرسته يوبل سره تفاهم وکړه او بالمقابل مفاهمى هم اداري نظام بشپړکړه . انسان دهماغه پيل څخه دپلان اهميت وپيزنده او پلان ئې جوړکړه . دادارې تاريخچه لرغوني مصر ، يونان، روم، اريايې ټولنى اوپارسيانوپورى رسيږي په مصرکى له ميلاد خخه ٤٠٠٠ کاله مخکى او له نن څخه ٦٠٠٠ کاله وړاندى داوبولگولو پروژى جوړى او تطبيق شوى . دهمدى يوکال په ٣٦٥ ورځوباندى وويشه او خپل اداري پلان ئې ورسره کړه لږوروسته بياله ميلاد څخه ٢٥٠٠ کاله مخکى دشمير سيستم ايجاد شو او ٣٠٧٠ کاله مخکى لمړنۍ احصايه رامنځته شوه، ورپسى له ميلاد څخه ١٥٠٠ کاله مخکى حضرت موسى (عليه السلام) دخپل واکمنۍ په حدودوکى يو ډول ابتدائي ادرى تشکيل جوړکړه چې پدغه تشکيل کې ئې دمراتبوسلسله هم وخوده چې ددغه پيغمبراداري نظام يوه نمونه نظام وکرځيده . پارسيانو خپله امپراطوري په ٢٠ ولايتونو وشلى وه دهرولايت په راس کې يووالي و.چې داهم يوډول ادري نظام و، په ابتدائي ټولنو کې انسانانو له وحشي ژونديوڅخه ځانونه په جمعي توگه ساتل دبيگانه قبايلو په وړاندى جمعي دفاع کو ل دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) له خوا داسلامي حکومت جوړول په هغه کې دمالياتو، زکات دبهرنيواړيکو تنظيم دسفيرانو استول او داسى نورپخپله دادارى او ددغه سترپيغمبر دپوهى او مدبرانه تدبير ښه مثالونه دي . له نن څخه (٢٧٠) کاله مخکى احمدشاه باباپه خپله پراخه امپراطورۍ کې يوه کلکه، منظمه، سالمه، اصولي او د قانو،پلان اوتشکيل لرونکى اداره جوړه کړى وه . خودغه رهبرزيات په جگړو کى بوخت پاتى شو، او اداري ريفورم ته ډيروزگارنه شو له بده مرغه له هغه څخه وروسته ورو ورو دافغانستان اداري نظام له بى نظمۍ اوفساد سره مخامخ شو. اميرعبدالرحمن خان قوي مرکزي اداره درلوده خو دادارى يوشمير عناصر او اهداف پکى نه و او صرف دغازي امان الله خان په دوره کى يو ځل بياادارى قوانينو او نظام ته په عصري بڼه تو جو وشوه، خوسقاوي اغتشاش ، دغه عصري ريفورمونه ضايع کړي ، دادى نن ورځ بيامونږ ته ثابته شوه چې ترڅو اداره جوړه نکړو او دادارى اصول دسالمى ادارى مشخصات احيانشي هيڅکله به دترقى په لور قدم اوچت نشي . توري او تارخي وياړونه وطن ته ابادي او سوکالي نه راولي ، بلکى صرف ښه مديريت او وړکدرونه اوچت ظرفيت اوبډايه بشري منابع وطن آبادولى شي . استقلال په ځان متکي کيدل او دژوند لوړى سطحى او درفاه حدته رسيدل په مديريت سره کيدلاى شي او بس. دبشري ټولنى او ږدتاريخ او زمونږ دخپل مملکت حالاتو وښوده چې هو ساينه خير او فلاح ابادي او ترقي صرف دادارى په جوړښت سره راتلاى شي

                                                                                      په درنښت 

لمړى فصل

اداره

ادارى تعريف : دادارى دعلم نامتو پوه Luther Gulik ادره داسى تعريف کړى ده .

اداره هغه علم او هنر دى چې يوزيات شمير خلک خپلى لارښوونى او کنترول لاندى راولي او هغوى ټول ديوگډ هدف او مقصد په لورى په ډله يزه تو گه سو ق کوي .

يا په ډله ايزه او جمعي تو گه دوگړه منظم کو او ديو معلو هدف او مقصد په لورى رهبري او سوق کو ل دادرى څخه عبارت دى .

دادارى لغت ( (Management له دوو برخو څخه جوړه شوى ده ١- Manage ( تنظيمول ) ٢- Ment (خلک ) پس دغه تنظيمو ل پرته دخپل منځي کلکو روابطو څخه امکان نه لري . اداره دحقوقو او سياسي علوله مخى په دوه ډوله ده

١- عمومي اداره ٢- خصوصي اداره



هغه منابع چى اداره يې په کاروړي ≡ ١- بشري منابع: لکه پرسونل ، متخصصين او خدماتي کارکوونکي.  : ٢-فريکي منابع: لکه تعميرات ، ماشينونه، ځمکه ، ددفتراثاثيه او داسى نور ٣- مالي منابع: لکه بوديجه اوهغه نقدي پيسى چې مونږ ته په واک کې وکول کيږي . ٤- غيرمحسوس منابع: لکه مهارتونه ،استعدادونه ،کسبي زده کړى او تجربى .

لکه چې مووويل اداره يوټولنيز نظم دى چې يوشمير وگړي دټاکلو مقاصدو ترلاسه کولو لپاره په هغه کې تنظيم شوى وي . ترڅووکولاى شي دخاصوقواعدو پربنايو دبل په مرسته ځان هدف ته ورسوي . نو دادارى ټولى برخى يو دبل سره داسى ارتباط پيدکوي چې په اسانۍ سره ديوواحد ارگان په توگه اهدافوته درسيدلو په خاطر کاروکړي . داچى اداره ديوسيستم حيثيت لري او سيستم ديوى محموعى څخه عبارت دى چې دڅوتشکيل شوو برخو چې يوځاى سره کارکوي ياپدى ډول که تاوان په يوه برخه کى پيداشي ټول سيستم زيانمن کيږي . ١- عمومي اداره : هغه اداره ده چى دټول هيواد په سطحه دبحث لاندى نيو ل کيږ ي . ٢- خصوصي اداره :چى ديوى موسسى ، پروژى او شرکت په سطحه کى تربحث لاندى نيول کيږي . دلته به عامه اداره په نظر کى ونيسو چې ځينى علماو هغه داسى تعريف کړى ده اداره : په لغت کى حاکميت ، تنظيم او په يوه کړۍ کى راوستلو ته وائى او په اصطلاح کى اداره دهغى قوى څخه عبارت دى چې ديو هراړخيز ى پاليسۍ او يوه منظم تشکيل په پام کى نيولو سره داړونده وظايفو دښه ترسره کولو لپاره لاره اواروي .

دعامه ادارى اهميت : دعامه ادارى اهميت دهغه ماشين په شان دى چې دماشين اړونده پرزى او ملحقات ټاکلوهدفونوته درسيدولپاره په حرکت او فعاليت راولي . کله چې ماشين ښه مکمل وي نور ملحقات فعاليتونه او حرکتونه هم په بري سره سرته رسيږي او ټاکلى هدف ته درسيدولاره ممکنه او اسانه کوي .

دادارى دپيژندنى مفهوم په اجتماعي ، سياسي ،اقتصادي او دعلم او تکنالوژى پرحالت پورى مربوط دى. يوه بشپړه اداره دچاروپه اداره کى دلاندى ټکوسرته رسولو ته ضرورت لري . ١- ددندو سپارل . ٢- تشويق او ترغيب . ٣- تعقيب اوڅارنه . ٤- دچاروپه اجراکى هماهنگي . ټول پورته ذکر شوي مواد په اداره کى اهميت لري خوتشويق او ترغيب او اهل ته دوظيفى سپارل زيات اهميت لري . دادارى دلاښه مؤثريت لپاره لاندى مهارتونه ديادونى وړدي.

١- انساني مهارتونه : ښه اداره کوونکى دخپل همکار او ترلاس لانى شخص پرځانگړتياووښه پوهيږ. دکار دښه والي لپاره له هغه څخه استفاده کول اوپه دوامداره توگه دنورو په اړه ښه معلومات راغونډوي او دهمدغو معلوماتو پربنسټ سم قضاوت کوي او انساني مهارتونه دافهام اوتفهيم او تشويق او څارنى لپاره ډيرگټوردي.

٢ – تخنيکي مهارتونه :ديو ه ناروغ دجراحي ،ديوى ودانۍ دجوړولواو ديوشعردليکلواو نوروټولوچارولپاره مهارتونوته ضرورت لري دهغو زده کول اړين دي.

٣- مفهومي مهارتونه : دغه مهارتونه اداره کوونکي ته ددى توان ورکوي چى موسسه ديوى مجموع په توگه وپيژني او همدارنگه درى پوه شي چې دمؤسسى بيلابيلى برخى څرنگه له يوى بلى سره اړيکى لري. او په يوه برخه کى بدلون په نوروبرخوباندى څه وړتاثيرات غورځوي او هغه مهارتونه اداره کوونکي ته توان ورکوي چې دمؤسسى او چاپيريال ترمنځ معقول ارتباط ټينگ کړي.






همدارنگه دلويوالي او کوچني والي ،دمسؤليتونو دوظيفى دډول له پلوه دهرکارکوونکي وظيفوي مسئوليتونه او دهرى ادارى هدفونه له يوبل نه توپيرلري .

ديوى سالمى ادارى مشخصات

١- په يوه سالمه اداره کى دمقرراتو ، قوانينو،لويحو او اصولو رعايت حتمي دى. ٢- بايداداري تشکيل دلازمواړتياوسره برابروي او دادارى له اهدافوسره سم اجرآت وکړي. ٣- دکارکوونکو په انتخاب، تبديلۍ اومعاشونوکى تعادل ،تخصص،گټورتوب ،اغيزمنتوب،انساني روابطواوکلتوي سطحى سره سم چلندوشي اودادارى دمراتبوسلسه مراعت شي. ٤- اداره بايدله تقلب (جال کارى)،استفاده جوى،رشوت اوبيوکراسۍ څخه پاکه وي. ٥- کاردکاراهل ته سپارل شوى وي . ٦- په اداره کى بايد هماهنگي ، دکنترول ښه سيستم او درهبرى له مقام څخه اطاعت موجودوي .

دادارى اساسي اصول

١- دهدف يووالى ٢- دمراتبو دسلسورعايت ٣- تخصص ٤- دامرصادرولودوحدت اصل ٥- دنظارت احاطه ( وسعت او بشپړتيا) ٦- دصلاحيت او مسئوليت اصل ٧- دتعادل مجوديت ٨- دنرمښت او انعطاف منلواصل او دکارونوتداوم ٩- اغيزمن کار

استخدامي چارى

ديوى ادارى تشوبستونو ته مناسب او متخصص کارکوونکي غوره کو او په کارگمارل په اتخدامي چاروپورى مربوط دي. څرنگه چې يوکارکوونکى په راتلونکو کى دچارومدير او دمسئوليت وړگرځي او دعامه ادارى يادملکي خدمتونو او ارگانونو کدري غړى ورڅخه جوړيږي چې دده تررهبرۍ لاندى به نورکارکوونکي ادارى اهدافوته سوق او رهنمائي کيږي نوځکه ډيرضروري ده چې استخدام کيدونکي اشخاص له څوپلوه ارزيابي شي .


١ – ددوى دذکاوت ازمايل ( Intelligence tests ) ٢ – ددوى داستعداد اوکاري ظرفيت ازمايل (Aptitude tests ) ٣ – دمسلکي قدرت ازمايل ( proficiency tests ) ٤ - ددندى اومسلک سره دعلاقى ازمايل ( Interest tests ) ٥ – دده دخپل کرکتر او شخصيت ازمايل ( personality tests )

سره ددى چې استخدامي چارى په اداراتو کى دکمبود بستونو ډکول دي خوپه ضمن کې دايو پراخه بحث دى او يواځى دافرادو په کارگمارل نه دي بلکى انتخاب ، انتصاب ، تبديلي ، دامتيازاتو څرنگوالى،سوانح او تقاعد هم داستخدامي چارو برخې وي يعنى داستخدام يوکمبود بست ته هم له ادارى دننه او هم له بهر څخه ديوفردغوره کو ل دي. په تيره بياغوره کول درقابت ، استعداد، پوهىاو تجربى له مخى کيږي داډول غوره کول کيداى شي . دنوروکدرونوجذبول او ياهم له بلى ادارى څخه تبديلول وي داستخدام دوضعيت دښه کيدو موخه داده چې داسى يوه سالمه اداره تکامل ومومي چې اصول پکى حاکم او مثمريت او مؤثريت ولري په هغه صورت کې چې له ادارى څخه بهر استخدامول منظوروي ، نو داړوند پست لپاره دکارموندلو اعلان خپريږي داستخدامي چارودغه برخه لاندينى درى بڼيى لري.

١ – په مستقيمه توگه : دلته په کارگومارونکى مستقيمادکارمندسره رابطه نيسي . ٢- په غيرمستقيمه توگه : دغه روش ډيرغوره بلل شوى. دلته دکمبود پست او دپام وړ بست لپاره په اخبارونو ، مجلو ، انټرنيټ او نورومطبوعاتي وسايلو کې دمربوطه ادارى اعلان خپريږي . هرڅوک چې په شرايطو برابر وي خپل غوښتنليک ،بيوگرافي او دتحصيل اسناد وړاندى کوي ، څومره چې کارته درخواست ورکوونکي زيات وي هغومره دښه کارمند دغوره کولو چانس زيات وي.

٣- په منځنۍ توگه : دلته داړونده ادارى داعلاناتو په تخته خبرتياځړول کيږي يادکارگرۍ اتحادي او دمامورينو ياداستخدام دمديريت دسپارښتنى له مخى افراد کارته داستخدام کيدولپاره رابلل کيږي .

زمونږ په هيواد کى ددويم روش په اساس دآزادى سيالۍ له لارى بستونه اعلان ته سپارل کيږي ، چې دلته دمربوطه بست نوم خصوصيت ، ددندو لايحه ، شرايط ، ددندى موقعيت ، دکارموندلو دفورمى دترلاسه کولو پته او امتيازات اعلان ته ورکول کيږي . ددرخواستونو ورکوونکي ټولو کانديدانو څخه يو دوه مرحله يې امتحان اخستل کيږي چې يويې تحريري او بل ئې سيده مرکه ده ددى لپاره چې داستخداموونکي لپاره دانتخاب عمليه اسانه شي له کانديد څخه دهغه (CV ) ستاينليکونه اونور غوښتل کيږي معمولا په (CV) کى ، مدني حالت ، قوم او نوم، دتحصيل درجى له وروستى تحصيلي درجى ترلمړنۍ، په سرچپه توگه ، ددندوسوابق ( له اخري نيټى ترپخوانۍ ) دژبو مهارتونه ، کمپيوټرسره بلدتيا، دمحاسبى او نورومسلکونودپوهى درجه او نورراځي . دستخداموونکى هغه مطالعه کوي او بيايې دمرکى په مهال کى په پام کى نيسي ، وروسته بياهغه کانديدان چې دپام وړپست داشغال اعظمي شرايط پوره کړى وي يو شارټ لست کى راوستل کيږي اوپه نهايت کى يوتن غوره کيږي . دغه تن دبشري قواوو فورمه ډکوي دخپل تحصيل دديپلوم فوتوکاپي ، صحي فورمه، دجنائي څانگى داستعلام او دتذکرى فوتوکاپي او عکسونه دستخداموونکى څانگى ته ورسپاري . کله چې نوموړى په دنده کى مقرر شو دکارله لايحى ډاډ حاصلوي . همکارانوته معرفي او ددفتروسايل ورته سپارل کيږي . نوموړى پخپل کاري چاپيريال کى په کارپيل کوي ، بايد ډيره توجه وشي چې نوى کارمندپه درنښت سره نوى دندى ته معرفي شي او دکارانگيره يې وهڅول شي او ترممکنه حده په لوړ پرسنټيژاو باحيثيته توگه همکارانوته وروپيژندل شي . مربوطه څانگه نوي مامورته سجل او سوانح برابروي او دامتيازاتو دورکړى فورمى ئې جوړوي اوکارمند دخپل صلاحيت په حدودو کى ددندى مسئوليت قبلوي . په کارپيل کوي. کله چې يونوى مامور په دنده کى مقررشي بايد ډاډمن شوچې ١ – دخپلى دندى پرلايحه پوه اوترلاسه کړى ئې ده . ٢ – ددندى لايحه دکاري چاپيريال په بدليدو او دوخت په پيريدو نوى کيږي . ٣ – هغه همکارانوته وپيژنۍ. ٤ – هغه دکاردپيل ډير ښه شرايط چمتوکړئ. ٥ – هغه ته ددندى اودکار دچاپيريال په هکله معلومات ورکړى ترڅو ادارى ته دوفادارۍ احساس وکړي. ٦ – هغه ته دمسئوليت ، هدفمندۍ او اعتبارډاډورکړۍ. ٧ – هغه متوجى کړئ چې ددفترمحرم اسناداو رازونه وساتي. په استخدامي چاروکى تبديلي او انتخاب هم راتلاى شي چې تبديلي دمامورپه خوښه يادلوړومقاماتوپه امرديوى ادارى څخه بلى ادارى ته دکميت او کيفيت ،کاري شرايطواو مسلک سره مشابهوبلى ادارى ته انتقاليږي. کله چې يوماموردلنډى مودى لپاره دنده پريږدي موقت منفک او که دايماددندى څخه لاړشي بايد ددندى څخه منفصل وگڼل شي او مربوطه څانگو ته ئى خبر ورکړل شي او له لوړو مرجعوڅخه ئى منفکي وغوښتل شي، که مامورمؤقتا مثلادتحصيل لپاره بهرته ځي مؤقتي منفک کيږي .


استعفى: کله چې يومامورله خپل پست څخه پخپله خوښه ځي او له ادارى سره روابط قطع کوي او مربوطه اداره موافقه ورسره کوي، مستعفي بلل کيږي . چې داهم داستخدام مديريت پورى اړه لري.

اخراج : زمونږ پخوانيواداروکى ميرزايانو موقوف هم ورته ويل. چې دماموريااجير له موفقى پرته دادارى لخوا دهغه له کاره لرى کول دي .

تعليق :له يوه پست څخه په موقت ډول ديوه مامورگوښه کيدل ياگوښه کول دي. کيداى شي اصلاحي اوتنبيهي بڼه ولري. کيدائى شي دادارى دتشکيل دپراخيدوياکميدو له امله هم وي .

تقاعد:دادارى له ثابت يايوه مؤقت پست څخه ديوه مامور درابطى بلکل پرې کيدل دي البته اجيرتقاعدنلري دتقاعد شرط دادى. چې هغه ته دتقاعدۍ امتيازورکول کيږي . استخدامي چارى او دهغوټول مراحل ديوى سالمى ادارى د رامنځته کولو شرط او دادارى يوه دنده ياعنصردى.

ارشيف: چى ټول اسناد دپرسونل پکى ساتل کيږي . داستخدام کانديدبايد په لانى توگه ځان مرکى ته چمتوکړي.

١ – خپل ظاهري صورت دخپل راتلونکي کار دآدابو سره برابرکړي، لازم لباس واغوندي او مرکى ته په فصاحت ځواب ووايې . 

٢ – دخپلى راتلونکى دندى په لايحه باندى ځان پوه کړي او دخپلى (CV ) کاپي ځان سره واخلي . ٣ – دمعلوماتو په ورکول کى صادق او سي او ريښتني معلومات ورکړي . ٤ – ځان ډاډه کړۍ چې مقابل لورى ستاسو په ځوابونو پوه شوې وي. ٥ – تاسى متوجى اوسۍ چې دپوښتنى په لړکى مرکه کوونکى يادستخدام کوونکى اداره غواړي ستاسى خصوصي ياشخصي اهدافوباندى هم پوه شي چې دهغوى ددنى سره موافق وي. ٦ – داسى څرگندکړئ چې تاسو دغى دندى سره واقعي غلاقه لرئ او ورته تحرک لرئ ، نه داچې داستاسوضمني يادوهم انتخاب دى. استخداموونکې اداره غواړي ستاسوله تحصيلاتو،تيروخت ، کاري تجربى،سلوک،راتلونکى مسئوليت پيژندنى ، په ځان ويساوالى درهبرئ دمهارتونواونوروڅخه خبرشي دوى دهمدى لپاره ستاسى (CV) په دقت سره گوري اوځوابونه مواوري . خوکوشش دې وشي چې لاندى اشتباهات ونشي.


١ – دخپل مخکيني آمر بدمه وائې ( يعنى که پخواتاسى چيرى کارکړې وي هلته ځان موفق وبولۍ) ٢ – مرکې ته به بى نظمه او بى سليقه بڼه مه ورځئ. ٣ – مرکى (مصاحبى) ته په خپل وخت ځان ورسوئ. ٤ – مرکه کوونکي ته مخامخ کينئ او دهغوى څيرى ته دقيق اوسئ. ٥ – ځان ستومانه ، تردد اوشکمن مه ښکاره کوئ بلکى مصمم اوسئ. ٦ – ځان هرکاره مه معرفي کوئ. ٧ – بده نه ده چې دپوره او ښه معاش سره علاقه ښکاره کړئ خوپه پيسو ډيرتاکيد مه کوئ. ٨ – مرکې دبرياليتوب په صورت کې ددندى قراردادپه دقت مطالعه کړئ ځان ورباندى پوه کړئ او بياوروسته هغه لاسليک کړئ. تجربوښودلي چې دپوهنتون نوي فارغان که څومره هم په انگليسي ژبه کې مهارت ولري ظاهري بڼه يې سمبال او په کمپيوتري پروگرامونو باندى حاکميت ولري خوپه اداره کې ددوې معلومات کم وي حتى درسمي اداري مقاهيمو په تعريف بلدنه وي . نولآزم دي چې هريو دادارى په هکله معلومات حاصل کړي ترڅوکامياب اوبرلاسى اوسي.

ځيني اصطلاحات : ١ – مامور: دآمر دقانوني امرهغه اجراکوونکې چې دمربوطه دندې داجرلپاره په اداره کې رسما توظيف شوى وي او درسمي دندې په مقابل کې دادارې څخه معاش اخلي . ٢ – کميسون ياکميټه : معمولا دادارى دباتجربه څوکسانوڅخه جوړه شوى دافرادو يوه ډله ده چې دآمر لخواټاکل کيږي ترڅو دادارى په اړوند ځينې ځانگړي کارونه اجرايادوڅاري ، کيداى شي موقتي وي اوياهم دايمي وي. دوى دخپل راپورپه ورکولو مکلف دي دايمي کميسون دمعاش مستحق دي. خومؤقتي کميسون دلنډى مودى په ترڅ کې ددندى له اجراوروسته منح کيږي لکه په يوه موضوع قضاوت ، ديوى اساس نامى ليکل ، ديوى څيړنى ترسره وکول . ديو پروتوکول دمسودې ليکل اونور . ٣ – رخصتي :يومامور په يوه کال کى لس ورځى ضروري رخصت ، شل ورځې دناروغئ ، شل ورځې تفريحي اوجمعى ، اخترونودحج ورځې دمراسمواودواده په مناسبت درخصتۍ مستحق دي. ولى ځينې شخصي ادارى دخپل پلان مطابق رخصتي لري .

٤ – بست :هغه درجه ده چې يومامودخپل لپاقت اووړتياپه صورت کې دخپل تحصيلي سند،تجربى،پوهى اوکفايت له مخى هغه ترلاسه کوي. ٥ – حاضري :هغه کتاب دى چې هرمامودمکلفيت له مخى په هغه کې هره ورځ دکارپه شروع او اخر کې لاسليک کوي او خپلې ادارى ته دخپل حضروالي ډاډورکوي. ٦ – رسيدات : هغه پاڼې چې مرسل اليه ته دليکونو درسيدلو دډاډ په خاطر په هغه کې دمرسل ياليږونکي ادارى مکاتيب ثبت اوليکل کيږي ، دغه پاڼى په مجلد بڼه دفترکى موجود وي او دډکيدوپه صورت کې دادارى په ارشيف کى ساتل کيږي . ٧ – وارده : داجرآتو،خبرتياواوکارهغه ليک چې له بهرڅخه ادارى ته رسيږي ، په وارده پاڼه کې دليک نومره ،نيټه اودخلص مطلب په شتون کې ئې دموضوع لنډيز اودهغه وارده گڼه ليکل کيږي . ٨ – مکتوب : هغه رسمي پاڼه ده چې ديوى ادارى له خوا ديوه مطلب دښودلو په خاطر يو بلى ادارى يامرجع ته رسمااستول کيږي . ٩ – فرمان :دجمهوررئيس هغه هدايت چې دمهمو موضوعاتو په هکله دجمهوررئس لخواصادريږي ، لکه دقوانينوتوشيح ،ديوشميراشخاصوټاکنه اوداسى نور. ١٠ – حکم : دجمهوررئيس هغه ليکلى هدايت دى چې دقوانينو،مقرراتواوددولت دبيلابيلوبرخواجراتوپه هکله صادرشوې وي. ١١- مصوبه : ددولت درياست دمقام ، دکابينې دغړو يادوزارت دمقام دغونډى دريپورټ کاپي ده . ١٢ – پيشنهاد:له قانون سره سم لوړو مقاماتو ته ديوشمير مسايلومطرح کو، ترڅو دهغو داجرااوترسره کيدو اجازه ترلاسه او له حکم سره سم اجرآت وشي. ١٣ – خلص سوانح : دافغانستان په اداروکې دايوکوچنى کتاب دى چې کارکوونکي ټول رسمي کيفيتونه دشخصي ژوند معلومات او ددندى په جريان کې تغييرات پکې ثبت کيږي او دمامور تعهدپاڼه او عکس هم پکې وي ، پدى کې دمامورټول رسمي اطلاعات درتبى اخستل ، مکافات ،مجازات ،تبديلي او نورپکى ثبت وي او دسوانجو مديريت کې ساتل کيږي . ١٤ – استعلام : دهغو مسايلو طرح کول چې دلوړ مقام له خوا ديوى وظيفى داجراکولو لپاره جوړيږي او له لوړمقام څخه نوروټيټو مراجعو ته ورکول کيږي او هغوى ئې جوابوي . ١٥ – اصول : هغه عام منل شوي معيارونه دي چې ټول ئې يوشانته په تطبيق کولو مکلف لکه رسمي وخت رعايت ، سهارومازيگر حاضري لاسليک کول اونور...... ١٦ – قواعد :يوڅه خاص دستورات اومقررات دي چې کيدائى شي دادارى بيلابيلوڅانگو تخصصونواو موقفونو لپاره وي . دابنسټيز رول لري خو دقانو ن حيثيت نه لري رعايت ئى ضروري دې . لکه : دځينو ځانگړى يونيفورم رعايت کول يادترافيکي نښو او اشارورعايت کول او نور....... ١٧ – قانون :دلاتيني کليمى (Kanoon ) څخه اخستل شوى او د( ک) تورى په عربي ژبه کې په (ق) بدل شوى او اکثرا مراد ورڅخه اساسي قانون وي په لغت کې اصل اومقياس ته ويل کيږي تعريف ئې داسى دې . قانون هغه دستورات ، مقررات او حکمونه دي چې دملي شورا او ددولت لخوا دټولنى دچارو داداره کولو او انتظام ساتلولپاره چې دهيواد داساسي قانون سره په تضاد او تناقص کې نه وي وضع شي. ياپه بل عبارت قانون هغه حقوقي قواعد دي چې داساسي قانو ن داجازى له مخى منحته راغلى وي. يايوه ملي او عامه قاعده ده چې داساسي قانون په رڼاکې دپارلمان ياملي شورا لخوا جوړيږي . ١٨ – اساسي قانون : هغه کتبي اوتدوين شوى نظام دى چې ددولت دلوړو ارکانو(اجرائيه ،مقننه ، قضايه ) ترمنځ مناسبات سمبالوي . ١٩ – دوسيه :ديوکود نمبر له مخى دکاري پروسى دسنادوراټولول دي ياپه بله وينا دوسيه ديوى ادارى حافظ بلل کيږي او بايد دقانو ني مصئونيت لرونکې وي ، بايد ثبت شوى وي او دلاسبري وړوي .

اداري فساد

پوهان وايې اداره هغه ټولنيز جوړښت دې چې ټاکلو اهدافو ته درسيدوپه خاطر دځانگړي قواعدو پربنسټ کارکوي ترڅوپه اسانۍ سره په لږوخت او رضايت پرلاسه شي. پورتني تعريف کې اهدافوته رسيدل ،قواعد،رساني،لږوخت او رضايت تنځه مهم ټکي دي. که هريوترلاسه نشي اداره نمگړى ده . مونتيسکووائي : فساديعنې ديوښه نظام څخه انحراف او يوشيطاني نظام جوړول ، له قوانينواواصولو سرغړونه هم فسادبلل کيږي . مثلا: کله چې مديران له خپل دريځ څخه ناوړه گټه اخلي او دژان ژاک او سوپروينادقدرت غوښتلو په جګړه کې فسادرامنځ ته کوي، ياکله چې يوعمومي تصميم (قانون يادقانون يوه برخه ،اجتماعي اخلاق، نورمونه اونورمنل شوي غيرمدرن اجتماعي معيارونه) دپيسو په ورکولو دځان په گټه بدل کړي چې ټول په خپل سرې توگه سرته رسول کيږي ، نوپدى توگه له موقف څخه دمديرناوړه استفاده او ديوه فرد،ډلى ياسياسي گوندپه گټه دعامى ادارى بدلون هم اداري فساددى.خودپيسوپه وړاندى غيرقانوني اجآت (رشوت) دعامى شتمنۍتوتالان(اختلاس) ،پى کفايتي،،دمجربوکدرونو او مسلکي پوهى نشتوالى ټيټ شخصيت (ناوړه کرکتر) ټول دفساد ډولونه دي. اداري فساد دقانون خلاف هغه عمل دى چې ددولتي کارکوونکو او دعامه خدمتونو دنورو مؤظفينو له خوادشخصي گټواو مقاصدو لپاره يادډله ايزو اهدافو په خاطر ترسره کيږي. يعنى دادارى له منابعو څخه ناوړه استفاده چې دټولنى دنارضايې سبب کيږي علتونه يې دادي. ١ – په کارونو کې بى تفاوتي . ٢ – له رسمي صلاحيتونو ناوړه استفاده . ٣ – په تخصصي چاروکې دمعلوماتو نشتوالى او دمهارت ټيټوالى . ٤ – دژوند دسطحى ټيټوالى . ٥ – قانون ته نه پاملرنه ، دکارنه اهليت او بى کفايتي. ٦ – ديوبل په چاروکې دبيلابيلواورگانومداخله . ٧ – په تشکيل کې غيرضروري اونامناسب زياتوالى اوکموالى . ٨ – نوروهيوادو ته دکدرونو تگ ٩ – غيرعادلانه معاشونه .

دفساد دمخنيوي لپاره لاندى ټکي پيشنهادشوي دي . ١ – دادرى په علم باندى دمامورينو ښه پوهول او هغوى ته داصولي او سالمى ادارى ورپيژندل دهغوى دپاک ضميراووجدان راويښول او دوى ته دسالمى ادارى دضرورت ښودل. ٢ – دمدني ارزښتونو معرفي اوترويج . ٣ – له ټولنى ، بشريت او دهيواد سره دمينى او وفادارى روحيي پياوړي کول. ٤ – دفساددگټى محدودول او دقانوني اجرآتودگټولوړول. ٥ – داخلي نظارت . ٦ – دشکاياتو اوريدل . ٧ – دوړتياپه نظرکى نيولو او دمديرانو ترمنځ دغرور او عزت نفس پياوړي کول. ٨ – دديموکراسۍ دټولو اصولو څخه پرځاى او مثبته دستفاده .


داداري اصلاحاتو اهداف په لاندى ډول دي. ١ – دهيواد اداري سيستم کې داصلاحاتو دتطبيق کولو له لارى ديوى سالمى ادارى جوړول . ٢ – دملکي خدمتونو تثبيت . ٣ – دهليت ، لياقت او وړتياله مخى دمامورينو استخدامول . ٤ – دمامورينو دفعاليت طرزدذاتي چارواساساتو تنظيمول . پس دادارى دښه کولو لپاره پکارده چې دملکي خدمتونو دمامورينو اړوندچاروکې له استخدامول ، دمعاشونو اوامتيازاتو ،حاضرى ، رخصتى، ترفيع ، تقاعد، او نوروچاروپه هکله پاليسي طرح کول او له هغى څخه دڅارنى ترسره کول همدارنگه په اداروکى دقانون داحکامو تطبيق کول ضروري دي.



دوهم فصل مديراومديريت

مدير:مديرهغه څوک دى چې دادارى واک وري .مدير په لغت کې اداره کوونکي ته وائي يعنى مدير هغه چاته ويل کيږي چې دخپل ټيم دکړو وړو مسئوليت ولري ښه مدير هغه دى چې دمديريت اصول دفن او علم په توگه او بيول ئى دهنرپه توگه وپيژني يعنى په مديريت کى علم او هنردواړه لازم او ملزوم دي . مديريت : هغه مرجع ، مقام ياشخص چې هدف ته درسيدلوپه خاطر دپلان جوړولو، سازماندهي ،هماهنگي ،تطبيق اوکنترول چارى اوواک په لاس کى ولري . دمديريت علم : دمديريت علم اوپوهه دهغى پوهى اوکړو وړو جوړښت دى چې دراټولونى له مخى دواقعيتونو دپوهيدلو په اړه منل شوى دى. دمديريت پوهه درياضي او کيميادپوهوپه شان پراخه او هراړخيزه نه ده او خاصى ځانگړتياوى لري. دمديريت هنر: دمديريت هنر دځاني ابتکاريوداسى ځواک دى چې دفعاليتونو په ترسره کولو کى دپوره وړتياڅرگندونى کوي او پرپيښو،ستونزواو احتمالاتو فکردځاني ابتکار ځواک ته پراختياورکوي ځکه نودپايلوتجربه ،ليدنه اومطالعه دکړو وړو په ماهرانه سرته رسولوکى پوره برخه لري دمديريت په هنرکى شيندل شوى برخى ديوکل په توگه اټکل کيږي او پدى کاربرى دمديريت هنري هدف او دهنرونو هنردى . ځکه چې بشري استعدادته سازمان ورکوي اودگټى لانى نيسي دمديريت هنرمونږپرى پوهه وي چې دبرياليتوب دترلاسه کولولپاره څه ډول پوره او گټور کاروکړي .

دعلمي مديريت بنسټونه : له علمي مديريت نه ديوى فلسفى او يومقياس په توگه دفترپه مديريت کى کاراخستلائ شو. په هردفترکى بايد دموخو پلانول او وړاندى کول تشريح شي. کاري او سازمان ورکوونکى هلى ځلې رامنځ ته شي هڅونى اوفعاليتونه ځانگړى او په کارولويږي او په دى ټولو چاروکى علمي مديريت بنسټونه دعمل وړدي .

دعلمي مديريت بنسټونه (اساسات) په لاندىډولدي. ١ – دهدفونوتشريح. ٢ – دستونزوسپړنه اوشننه . ٣ – دحل دلارى په باره کى څيړنه . ٤ – دپرسونل ټاکنه او زده کړه . ٥ – دپلان اوپروگرام جوړونه . ٦ – دکاردځواک دهمکارى لټونه .

دعلمي مديريت فن : په هنري توگه ديوکاردترسره کولو لاره خپلول فن بلل کيږي . دعلمي مديريت فن دالاندينى برخې لري . ١ – دمعياري دندو ټاکنه او څرگندونه . ٢ – دوخت اوهڅوپه برخه کې گرويزنه او څيړنه . ٣- په اداري چارواواداري جوړښت کې دځانگړيومسلکي فعاليتونو ترسره کول او پراختيا. ٤ – دنظروړلاروچاروښوونه . ٥ – دمعياري دندو په ترسره کولوکې دښولارودپراختيالپاره دفعاليتونو ښته . ٦ – دکره لاروله مخى دغړو ټاکنه . ٧ – دکاردځواک لپاره دکارچاپيريال ، سامان او دموادو معياري کول . ٨ – دکارکوونکو ترمنځ دښو اړيکو ټينگول په ! الف: پوهولوکې . ب : سالم اعتمادکې. ج: دتشويق اجرآت دپروگرامونو ترڅنگ دمناسب کاردشرايطوله لارى.

اداري(دفتري) مديريت دفتر:دفعاليتونودمرکزڅخه عبارت دى. دفتردفعاليتونو دسرته رسولو ځائ ته ويل کيږي .يادفترله هغه ځائ څخه عبارت دې چې هلته دفتري کارونه او ټاکلي اهداف ترسره کيږي . ياديوى مؤسسى ،ادارى،شرکت اوکوم بل ارگان هغه برخه ده چې هلته مربوطه فعاليتونه رهبري کيږي . پس دفتر هغه ځاى دى چې هلته ورځني اداري او دفتري چارى ترسره کيږي او په هغه کې پرته درسمي مربوطه پاڼواو دفتري وسايلو څخه نورڅه نه وي موجود.

په دفترکې لاندى ټکي ضروري دي ١ – ددفترظاهري وضع،نظم اوترتيب نه يواځې داچې ديوه مديردسليقې او ښه زوق نماينده گي کوي بلکى دکارونوپه ښه پرمخ بيولوکې هم رول لري. مثلٲ : پرميزباندى دکمپيوټر،دمکتوبونوټوکرۍ موفعيت،جنتري،دورځينوياداشتونو کتابچه او تخته نامنَظم کاري محيط ضعف ښکاره کوي . دښه نظم په موجوديت سره تاسو په فرعي شيانو دخت نه تيروئ. بلکى موهموچاروته ښه فرصت پيداکوئ خپلى مخى ته تقريبا د٢٠ ×٨٠ سانتي متروپه اندازه ځائ تل وزگارپريږدى اونوروسايل په منظم ډول ترتيب کړۍ. ٢ – ښه چلندغوره کړۍ چې هيڅ ډول غلط فهمي واقع نشي دخبروله ښه لهن څخه کارواخلئ. ٣ – فرهنگي ارزښتونه وپيژنۍ. ٤ – دنوروخبروته غوږ ونيسئ.

لارښوونه : لارښوونه په يوه مؤسسه يااداره کى گټورى موخى ته درسيدو په خاطر په يوه ټاکلي مهارت دټاکلو خلکوله لورى ورکولوڅخه عبارت ده . دلارښوونى لپاره بايدلاندى نقاط په نظرکى ونيسو. ١ – دمؤسسى دهرغړي نه دهمکارۍ غوښتنه . ٢ – په عمل او نظرکې دټولوکارکوونکو پرخه اخيستنه . ٣ – داداري کارکوونکو او دکاردډلودغړو ترمنځ دنيکواړيکو ټينگول . ٤ – دکارکوونکودهريوغړي هڅونه . ٥ – دداسى شرايطو برابرول چې هرغړى له خپل کارنه خوښ اوراضي وي. ٦ – دډله ايزو کارونو درامنځته کولوروحيه .

هڅونه (تشويق) هڅونه داسى يوعمل دى چې په ورسپارل شويوچاروکې ديوى ادارى دکارکوونکو اومنسوبينودغلاقمندۍ،شوق اوذوق دپيداکولوسبب گرځي . دمديريت له دندونه يوه داهم ده چې دادارى دکارکوونکودکارکولواوظرفيت سطحه لوړه کړي . له ټول توان او علاقمندئ نه کاراخستل هغه وخت رامنځ ته کيږي چې کارکوونکي په ښه توگه تشويق او وهڅول شي . هڅونه ددى لامل دى ، چې کارکوونکي ترخپلى وسى پورې ورسپارل شوې چارې په موخه وال اخلاص پرمخ بوځي ، په يوه اداره کې ترغيب اوتشويق ستررول لوبوي . نوهغه پايلى چې دترغيب پواسطه لاس ته راځي دادي. ١ – کارپه زړه پورى ډول ترسره کول . ٢ – سپارل شوې کارله حاصله اومطلبه ډک پاى ته رسيږي . ٣ – سپارل شوى کارپه خپل وخت ترسره کيږي .


ديومدير دپرمختگ عوامل : ١ – کاري وجدان ،صداقت،باوراو ددرناوې دفضاساتل. ٢ – دټيم په توگه دگروپي کاردروحيي لرل. ٣ – په کارونوکى شفافيت او دمفاهمى دمهارت لرل . ٤ – نوښتگر. دخپل کاري ظرفيت لوړول. ٥ – دخپل مسلک سره مينه او ادرى سره رابطى لرلوافتخار. ٦ – دښه تقسيم اوقات او ښه نظم لرل .

ديومديردناکامۍ عوامل : ١ – بې ځايه غرور،خودبيني اواحساساتي کيدل . ٢ – بې صلاحيتي ، له واقعيت او صداقت څخه لريوالى . ٣ – زياته محافظه کاري اوډيره باريک بيني. ٤ – بى اعتمادي ،ناوړه چلنداوله قونينو څخه سرغړونه . ٥ – بې نظمي ،دتقسيم اوقات نه لرل او له عنعناتو څخه سرغړونه . ٦ – لجاجت ، دوخت ضايعات اودادارى په وظايفو اومهارتونونه پوهيدل .






غونډه (جلسه ) غونډه عبارت دهغى ناستى څخه ده چې دگډوهلوځلومعلوماتواطلاعاتواوگډوتصميمونودنيولوپه خاطر جوړيږي چې بيلى بيلى بڼى لري. دمثال په توگه : الف: رسمي غونډه . ب : نارسمي غونډه . ج : درئيسه هيئت غونډه . د : ځانگړى غونډى (خصوصي غونډى) . هـ: کلنۍ غونډې .

غونډى ديوى ادارى دکاردگټورتياپه خاطر ډيرزيات ارزښت لري دعامل هيئت غونډى له ټولونه ارزښتناکى دي. څرنگه چې دهغى ټول غړي ټاکل کيږي او انتخابي دي نوهغوى ته ډيرى دندى اومسئوليتونه سپارل کيږي په ځينى وختوکى غونډه دومره وخت ونيسي چې ستړى کوونکى شي. داډول غونډى دڅومحدودوغړو په واسطه انحصاکيږي او هيڅ پايلى ته نه رسيږي . گټورمجلس (غونډه ) هغه ده چې گډون کوونکي ئې راضي او خوشحاله وي. او پدى پوهيږي چې هلى ځلى ئې رښتياهم دگټورکارونودترسره کولوپه خاطر دي.

دغونډو داغيزمنتوب عوامل : ١ – غونډى ته پوره چمتووالى لرل . ٢ – دهغو کسانوټاکل چې بايدغونډى گډون وکړي. ٣ – دغونډى دمناسبى اجنډا ترتيبول او دغونډى داهدافوښودل . ٤ – دغونډى لپاره مناسب وخت په نظرکى نيول. ٥ – په ښه توگه دعمل نتيجى ته ځيرکيدل . ٦ – دغونډى دوضع شوو مقرراتورعايتول لکه :دټليفون غلي کول . ٧ – له اجنډاڅخه بهرنه وتل اونور.....

درسمي غونډى مديريت : ١ – په پيل کى داجنډا اعلانول او راى گيري کول . ٢ – که نوي کسان موجودبايدهغه معرفي شي. ٣ – دجلسى په اصلي ټکوتمرکزاو دخبرولپاره نوبت نيول اودوخت رعايتول . ٤ – په پروتوکول کې دجلسى دجريان ثبتول . يعنى دغونډى گذارش بايدوليکل شي او مجلس بايد په داسى واضحو فيصلو پاى ته ورسيږي چې ټولوته دمنلووړوي . او فيصلى بايدوروسته دغونډى له پاى ته رسيدو مربوطه مراجعوته وليږل شي. ٥ – له اجنډا سره سم قدم په قدم غونډه پرمخ ولاړه شي او جلسه په ښوالفاظوپاى ته ورسيږي .

ديوه اداره چي اخلاق : دبشر په مادي اومعنوي ژوندانه کى اخلاق او اخلاقي ښيگڼى له خورا مهمواو اساسي نيکمرغيوڅخه يورکن دى ځکه داخلاقي ښيگڼواو عاجزانه خوى او ښه خلق په سيوري کى دټولنيزو اړيکو بنسټونه نه ټينگيږي . مينه ناک چارچلند چې ديو لړاخلاقي عقيدو پربنيټ صورت مومي او دژوندانه په کالبوت کى خوښي راولي او دانسان په زړه اوذهن کى دشخصي او ټولنيزژوندانه بهيراو لوړتياسمسوروي. دملتونواو قامونوپه ژوندانه کې داخلاقي خوبيوتاثيردومره زيات دي چې که هغه دټولنې دفرهنگي او انساني ژوندانه تومنه وبولو. مبالغه به مونه وي کړې. دتاريخ مطالعه مونږ ته دغه ټکي ثابتوي چې دبشري ټولنودبريواو برياليتوبونوعادل اخلاق دې. کوم آمرچې ديوى ادارى مسئوليت په غاړه لري ، دمادي انساني امکاناتوپه لارښوونه او اداره کې . ډيرووړوکارونواو نزاکتونوته اړدوي. ځکه دآمرداخلاقي رول ،دشورادجذبى په پيداکولو،اودانگيزوپه لمنځه وړلو. دواحدونوپه منسجم کولواو کارونوته چټکتياورکول. اونتيجې په لاس راوړل غيرقابل انکاردى.


وړاخلاق اومناسب چارچلن : ښه رويه اونيک اخلاق ديوانسان له مهمواو قيمتي پانگوڅخه دي په ژوندانه کې زمونږه زياترى ښيگڼې او برياليتوبونه دښويابدواخلاقوحاصل دې. ډيرى زړه سواندي ميندى شته چې دخپلوتوندو اخلاقوپه وجه حتى دخپلو اولادونودباوروړندي. ولى ډيربداوناوړه کسان شته چې په خپلوغوړه ماليوئې دخلکوپاملرنه ځانته اړولې اوخپلې موخې ته رسيدلې دي. دهرې ادارى دمرکزهستى وړاخلاق او چارچلنددې. هرڅومره چې يواداره چې پوه اومتخصص وي . پرته دښواخلاقودلرلو څخه نشي کولاى چې پرخپلوکارکوونکونفوذوکړي اومؤثرواقع شي په هغوڅيړنوکې چې په متحده ايا لاتوکې سرته رسيدلې داسى نتيجې په لاس راغلي دانجنيرانو او آمرينوبرياليتوب رمزپه سلوکې پنځلس دهغوې پرتخصص او په سلوکې اتيافيصده دهغوې ښواخلاقواو ښه چارچلن پورى تړلې دې. يوآمربايددنورودخبرواوکرداردزغملوتوان ولري او وکولاى شي دکارمندانواومراجعينوسره ښه خلق او نيک چارچلندوکړي، دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) زيات برى اوموفقيت داسلام دمبارک دين په خپرولو اودخلکو په راجذبولوکې دقرآنکريم هغه دستراو لوى خلق په درلودلوستائي و اوفرمائي. ((که دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) ښه خلق او نيک چارچلن نه وائ.نو په يقين سره خلک به له هغه څخه تښتيدل او هغه نشوکولاى دهغوپه منځ کې نفوذوکړي او هغوى هم دې درهبراولارښودپه توگه نه مانه .

عيب پټول: کوم کسان چې په يوه اداره يامؤسسه کې کارکوي دبيلابيلواستعدادونواو روحيو لرونکې دي ، يوڅوک دنوښت اوذوق خاوندوي اوبل له ښه استعداداو نوښت څخه بې برخې وي، ځينې ذکي او ځينې غبي وي. ځينې ژراو ځينې ډيروروسته پوهيږي ځينې زړه سواندې اوهمکاروي اوځينې بې تفاوته وي. دټول توپيرونه اوخصلتونه دبيلاپيلوعواملو په خاطروي چې هغوې دبحث ځائې دلته نشته. خودومره ويلاى شوچې پدغه توپيرونوکې يومهم علت ،روزنه اوروزنيزي چارې دي. چې په انسان کې دمثبتواومنفي خويونواو خصلتونوزيږنده ده . په اسنانانوکې دډيرونيمگړتياؤاو بديوعلت تربيتي نيمگړتياوې او فرهنگي کمزوۍ دي چې دغه نيمگړتياوى په اسانۍ سره له منځه وړائ نه شو. ولې آمردخپل توان او مسئوليت په کچه بايددنيمگړتياواونوافصودخپريدومخنيوې وکړي، مگرهغه څه چې ډيردپاملرنې وړدې هغه دادې چې دعيبونو اونمگړتياوسره څه ډول چلندوکړۍ آمرکولاى شي چې دعيبونوسره له لاس لاروچاروڅخه کارواخلي چې هم نمگړتياوې ليرى شي او هم دانسانانودشخصيت دجوړيدلوپه خاطر گامونه پورته شي او هم دچاپيريال دخوښۍ په فضا کې کوم زيان رامينځ ته نه شي ، چې دلته له يوڅولاروچاروڅخه يادونه کوو.

١ – آمربايددخپلوهمکارانودعيبونوله ښودلوڅخه چې دهغوى دشخصيت او روحيې دماتيدولامل گرځي ، په کلکه ځان وساتي ځکه چې دنمگړتياوافشاکول اودروحيوماتول نه يواځې داچې په ډيروبرخوکې گناه بلل کيږي بلکې دفعاليت اوکړنې تودچاپيريال په خواشينۍ تبديلوي. ٢ – که چيرې يوآمروغواړي خپلوټولوکارکوونکوته دهغوې ديوه عيب په لرلو خبردارى وکړي، بايددنوم اخستلوپرته ورته ټوله موضوع بيان کړي. ٣ – کله کله دکنائې ژبه دمخامخ ويلوڅخه څوچنده زياته اغيزمندوي اوآمردکنائې په ويلوکولائ شي خپل همکاران په ښه توگه خپلوعيبونوته متوجى کړي. ٤ – که چيرته لازم ؤچې ديوچاعيبونه ورته په گوته شي ندبايدهغه نيمگړتياوى ورته په ځانگړى دول وويل شي. ٥ – په ځينووختونودعيبونواو نمگړتياوى دبيان نولوپرمهال هغه ته دهغه خوئ هم ووائي. ٦ – کله کله دليرى کولوپه وخت په عامه توگه بدبدکارونه انتقادلاندى ونيسي ،نه يوځانگړې شخص .ځکه نويوآمربايدسترالعيوب وي. او په عيب پټولوکې دلوى خداى څخه مرسته وغواړي او څنگه چې الله (جل جلاله ) (ستارالعيوب ) دى هغه هم خپلوکارکوونکولپاره (ستارالعيوب )وي. هغه ډله آمرين چې دنوروعيبونه دهيڅ ډول پاملرنى په پام کې لولوپرته رسوا کوي، ياداچې دخپلوۍ لرلوښايسته خوى نه لري او ياداچې له لازمى تقوى څخه برخمن نه وي اوکله کله غواړي دنورودعيبونوپه بيانولواو دکمزوريوپه خپرولوکى خپل عيبونه پټ کړي. متل دى چې ״خپل عيب دولي مينځ اودبل عيب دکلي مينځ ״ .


په وعده وفا: وفاپه عهدديوى ادارى په چاپيريال کې يوله ډيرومهمواوله اهميت نه ډکومسئلوڅخه ده . ځکه چې آمرخپلوموخوته درسيدولپاره ،بايددباوراو د ډاډګيرنى دتقويې اوپراخيدوپه هکله زياته هڅه په کارواچوي ترڅو دهغه په سيوري کې له صميميت او آرامى څخه ډک فعاليت ترسره شي اوهغه اغيزناک عامل چې کولائ شي دهغه په لاس ته راوړلوکې باوراوسوکالي دپام وړرول ولري پروعدى وفااو دتړون سره تعهدکول دي. دتړون ماتول دناوړه خوى دزيانونوڅخه يوزيات چې دوعده خلافۍ څخه سرچينه اخلي کولائ شوپه لاندى څوجملوکې بيان کړو .

١ – دکارپه چاپيريال باوراو ډاډله مينځه وړي. ٢ – دافرادو ترمنځ دمينى اومحبت کى لطمه واردوي . ٣ – دادارى په فضاکې پريشانئ اوتزل زل مينځ ته راولي. ٤ – دبى اتفاقۍ اودوه مخۍ روحيې ته چې دوينااوعمل ترمنځ تضادمينځ ته راولي، وده ورکوي . ٥ – دانسانانوشخصيت او دادارى باورماتول . ٦ – دانسانانوعمرخوشى ضايع کوي،وړفرصت له مينځه وړي اوموجوده پانگه ختموي.

مهرباني اونرمښت : دآمريت له پاره له ځانگړو اړتياؤڅخه دمهربانۍ، لورينى اونرمښت ځانگړنه ده دغه خصوصيت يه آمرپه دى قادروي چې په مختلفوشرايطوکى دلازم شاته تگ خوى ولري .


انتقادمنل : 

يوه اداره چې بل صفت انتفادمنل دي. دادارى دعلم له نظره آمر يااداره چې بايدخپلوهمکارانواوپرسونل ته دانتقاد داجازه ورکړى . اوهغه انتقادونه چې دهغه په اداره کيږ ي په غور او حوصله گۍ سره مطالعه کړي ودى گوري که چيرته نيوکه ئى پرځائ وه په خپل اشتباه دى اعتراف وکړي . اود خپل حرکت تورى دې سم کړي . بايدپه يادولوچې هرانتقادحق ندى انتقاد کله حق وي اوکله هم ناحقه .

عدل کول: اداره چي بايدعادل وي او ټول اداري کارونه په عدل او انصاف سره سرته ورسوي . پد ى بناچې شخص له غلط قضاوت او رواني عقدوڅخه چې دټولنيزموقف دنشتوالي څخه منځ تهراغلى ځان وساتي ، ځکه چې تل هغه دخپلى رضاپه خاطر په ناندرواو خودخواهۍ لاس پورى کوي او دخپل مديريت په چاپيريال کې دانساني ټينگواړيکوپرځائ دهغه زيربنادگډوډۍ سره مخامخ کوي.

ديوه اداره چي منفي صفتونه اداره په اگاهانه لاروچارواوهنرمندانه ډول سره دادرى مادي او معنوي امکانات دهدف په لوپه يوه تشکيلات کې پرمخ بيائي او دنوروشخصي او ټولنيزو چاروپه شان اصول او ضوابط چې هرکله دغه ضوابط په ځير سره اجراشي ، نوموخى او هدف ته به په بيړه او ژر ورسيږي . ولى که چيرته ديوى ادارى چاپيريال خپله سلامتياله لاسه ورکړي ، نو منطيقي او اصولي ضوابط ديو لړهوائي او نفساني غوښتنو اوشخصي اغراضو تراغيزى لاندى راځي او وژونکې ناروغي او ورانوونکې آفت او بلابه دهغى ادارى لمن ونيسي ، انساني اړيکې به خړي پړى او ديووالي مزې به وشلوي او په پايله کې به ديووالي اولارښوونې په عامل به دتشکيلاتو کاروان دمطلوب خواته وروشي ، او آمر به دلارى به مينځ کې له ماتې اوناکامۍ سره مخامخ شي او دمسئوليت له ډگرڅخه به ويستل شي. دلته ددغى موضوع دروښانه کولولپاره هغه منفي صفتونه چې يوآمريااداره چي له پښو غورځوي اوهغه دنابودۍ کندى ته ورکشوي ، اشاره کوو. ١ – جبراو تحکم ٢ – ځان خوښي ٣ – لوى غوښتنه ٤- زيات ويل ٥ – ځان نه پيژندل يا بې ځايه غږيدل ٦ – له خلکونه بيلتون ٧ – پرضابطى باندى درابطى وړاندى والى ٨ – پرچاروکې ځيرنه کول .


١ – جبراوتحکم : يوه سالمه اداره دخلکو دخدمت او ديوى ټولنى دمشکلاتو او ستونزو درفع کولو لپاره کارکوي. په يوه انساني او اسلامي ټولنه کې دخلکو لپاره خدمت کول عبادت دى . نويوآمر ته پکاردي چې دهغو شيانو څخه چې دنابودولو لامل گرځي بايد په کلکه ځان وژغوري . داچې په يوه روغه بشري ټولنه کې يوآمر په پاک او خاص نيت او شوق سره وظيفه اجراکوي . نوبايد دبشر دوستۍ خوي او عادتونه د خپلوهمکارانو په وجود کې راولي . ترڅو چې کارونه دسوداگرانو او غلامانو په څيراجرانشي بلکى په دوستانه اومهربانه لارو چارو څخه کارواخلي ، او له خپلو همکارانو څخه پرته له کومى ويرى ،ډار، ريا او طمعى څخه مرسته وغواړي تجربوښودى ده چى هيڅ يوآمر ندى توانيدلى چې دزور،قدرت او حاکميت له لارى جبرا دکارونو دپرمختگ لپاره ،هغسى چې ښائى وړمطلوب په لاس راوړي. که څه هم په ځينو ځايونو کې زوراو قدرت رغنده رول لري او کارون يوڅه پرمخ بيولې شي ولى پايلى او روحي اورواني عواقب ئې په هماغه اندازه چې دکارنتيجه ده اداري چارواکوته ئى شديدى اوجبران نه منونکى ضربى ورکړې دي. معقول آمر هغه دى چې يواځى دحاکميت او آمريت په زورواکداري نه کزي بلکى هڅه کوي ترڅومناسبى لارى چارى ولټوي او دهمکارانو زړونه لاس ته راوړي .

٢ – ځان خوښي : يود ډيروبدو نفساني صفتونو څخه ځان غوښتنه ده . او هغه څوک پدغى ناروغۍ اخته وي دکندى په غاړه ولاړدي . اوکيدائ شي چې په يوغوړه مالى تعريف او يوخيرخواهانه پيشنهاد سره دحق او عدل له لارى څخه واوړي . دځان غوښتنى ياځان خوښۍ احساس معمولا ناپوهي او جهالت دى او څونگه ځان خوښى انسان پخپلو زياتو علمي نيمگړتياوو او کمزوريو باندى خبرنه وي ، خپل عمل او ويناورته ستره ښکاري او دځان خوښۍ په وحشتناکه تنگۍ کې بندپاتى کيږي ، آمر بايد دهر څه نه مخکى دفکر او عقل دينائې په تيزى او تندرستې سره سنبال وي . ترڅووکولاى شي چې خپل مسئوليت په زيآتى پراخ نظرى دامريت په چوکۍ جې دلارښوونى او هدايت اړخ لري پائ ته ورسوي . ولى کو شې چې دتفکر او دذهن ځلاتياره کوي دځان غوښتنې ناروغي ده . داچې ځان خوښي دډيروکارونو سره جوړه نده ، ولى دټولونه زياته له آمريت سره نه جوړيږي ځکه ددغه ډول خصلت راپيداکيدل په اداره کې ددى لامل گرځي چې دانسان اصول او قوانين مات رازرازگډوډۍ مينځ ته راشي او په پائ کې دتشکيلاتو سمسورتيااو پياوړتيا له منځه لاړه شي. دناوړه پيښو يوبل علت ځان غوښنه ده . چې دانسان څخه دانتقادمنلو ځواک له منځه وړي . او ځان خوښې انسان نشي کولاى پرخپل کمزوۍ باندى اعتراف وکړي .

٣ – لوى غوښتنه : دادارى بل آفت لوى غوښتنه ده چې دهم دځان غوښتنې او ځان لوړ گڼلوريښه لري. کولائ شي په ډير لږ وخت کې آمر دامريت ددندى څخه لاندى وغورځوي . او په تشکلاتو کې دزوال لارى چارى برابروي . هغه کسان چې پدى مرض اخته وي ځان ترټولو لوړ او ښه گڼي ا وپه بيلابيلو چلندونو کې دهغه څه نه چې قانو ن ټاکلې دي . ځان ترنورو زيات مستحق گڼي . ددغه ډول کړنې حاصل پرته له بې عدالتۍ او زورزياتۍ څخه بل شې ندي . ځکه کوم موقعيت اوخيالي شخصيت چې لوى غوښتونکې ئې ځان ته قايل دې . نودنورو مستحقو حقوق ترپښولانى کوي. ددغه ناوړه عمل بله ځانگړنه داده چې ځان ترقانون لوړگڼي او دغه شې کولاى شو په ډاگه دغه کسانو په کړنه دريځونو او موضوع گيريوکې وگورو. لوى غوښتنه دايثار له اصل سره چې دانسانيت يوله پرتمنيو مظاهرو څخه گڼل کيږي ضديت لري ، نولدى کبله لو غوښتنه انسان دانسانيت له سرحد څخه وباسي او بلى خواته ئى سوقوي . هرکله چې په آمرکې دلوى غغوښنې روحيه مينځ ته راشي او له مادي او معنوي امکاناتو څخه دگټى اخيستلو او زياتو غوښتنو هيله وکړي بايد ويي منو چې يوه لويه بلا او آفت دادارى لمن نيولى ده .

٤ – زيات ويل : يو بل لوى طوفان چې کولائ شي اداره او اداره چي څخه سرچينه اخلي له اندازى نه زيات هغه که منفي وي که مثبت دخلکو دکرکى او تنفر لامل گرځي . دراپور ورکولو پرمهال دمقاماتو درضايت حاصلولو په خاطر چې خپل شمير دکميت او کيفيت له احاظه داندازى نه زيات ښۍ، نه يواځى لوړ مقامات په پروگرام جوړونه اوقضاوت کې په اشتباه کې غورځوي ، بلکى يوه کلکه ضربه دنورو په حقوقوهم واردوي . بله داچې داخلاقو له نظره دروغ او غوړه مالۍ ته پراختيا ورکوي او په نتيجه کې غيرواقعي څرگندونى دادارتو او دستگاوو په نسبت خپل باور او اعتماد له لاسه ورکوي .



٥ – پيغورورکول : دروزنيز اصل يومهم شې په عمل کې اخلاص دې ، اخلاص يعنى دالله (ج) درضا لپاره کارونه اجرا کول ا و له هرډول ريا او تظاهره چې دعمل آفت دې ځان ساتل دي . په سالمه اداره کې مخلصانه عمل يوداسى عمل دې چې په هغه کې پاک او پاکيزه پرته خلکو ته دخدمت په لاره کې له مينى او محبت نه بل شى ندى . داخلاص آفت ، پيغورورکول دي. ځکه پيغورورکول نه يواځى دهمکارانو دمعنوي روحاني اومخلصانه عمل اغيزه له منځه وړي . او په اصطلاح هغه باطلوي ، بلکى دالله (ج) له نظره هم دهغه ارزښت او محتوى ټيټوي .

٦ – بى ځايه غږيدل : له هغومرضونو څخه چې يوآمر له پښو غورځوي ، او دکارونو په اجرااو پرمختگ کې دمانى او خنډ سره مخ کوي ، ځائ نه پيژندل دي هغه آمر چې دکارونوپه سرته رسولو کې دځاى دتشخيص ځواک نه لري ، پرته له دى چې په خپله اداره کې برى نه ترلاسه کوي ، بلکې استعدادونه او موجوده امکانات هم له منځه وړي دامرينو کارله دى لارى څخه دجراحي ډاکټر ته پاتى کيږي . دجراحي دډاکټر لمړى مرض تشخيصوي او وروسته خوږ ځاى په نښه کوي . او بياديو اړ طبي معايناتو او محاسباتو دجراحۍ وخت اوزمان اعلانوي ځکه چې دجراحۍ دعمل په پرمختگ او دناروغ دگټى لپاره زمان يومناسب رول لري . کوم امرين چې وخت او زمان نه پيژني او دکارونو له پائ ته رسيدو څخه دوخت نه مخکى په بيړه په عمل لاس پورى کړي او يادومره سست حرکت کوي چې وخت پرى تيريږي هيځکله بريالى کيداى نشي .

٧ – له خلکو نه بيلتون : دډيرواداره کوونکو لپاره دادارى چوکۍ لکه يولوى ديوال داسى دى چې دخلکو او ددوى ترمنځ راپورته کيږي ، او دارتباط دکړيو او پيوستون پرځاى ژور او ويروونکي خندقونه دخلکو او آمر ترمنځ مينځ ته راوړي دغه حالت چې کومى ناوړى پايلى په ځان پسى لري ، کله چې دخلکو او آمر ترمنځ دامريت مقام ديوى پردى په توگه وي يو لو ى آفت به دهغى ادارى لمن نيولى وي ، سالمه ادره به هيڅکله آمرته ددغه ډول ديوال او پردى اجازه ورنه کړي . له خلکو څخه بيلتون او پريکون کولاى شي ديوه ورانوونکي آفت په توگه آمر له ماتى او ناکامۍ سره مخامخ کړي.

٨ – پرضابطى باندى درابطى وړانى والى: هرکله چې دآمر چاپيريال دضابطى په ماتولو او دقانو ترپښولانى کولو ککړ او الوده او رابطى دضوابطو ځاى ونيسي او اداره دخيانت په آفتونو اخته کيږي . آمر بايد خپله ټوله هڅه دضابطو په اجرا کې مصرف کړي ځکه چې سستي او کله کله له ضوابطو څخه بى پروايي نه يواځى داجى هغه ديو قانو ن ماتوونکي په توگه معرفي کوي. بلکى درانشناسۍ له نظره دخپلو همکارانو ترمنځ دقانون ماتولو روحيه هم پياوړى کوي دقانون ماتولو ناروغي دساري ناورغيو او ژرانتقاليدونکو ناروغيو څخه هم ژرانتقال کوي . ډير کسان او پراخه ساحه ککړوي په ځانګړي ډول که دتشکيلاتو آمر په دى ناروغۍ اخته شي نو دانتقاليدو او څرگنديدو چټکتيا به ئى دوه برابره شي .

٩ – په چاروکې توجه نه کول : په چاروکې توجه نه کول هم دادارى دلمنځه وړو عامل دى. ځکه هغه آمر چې دچاروپه پائ دمنظمى روحى او پوره دقت خاوندنه وي . په ظاهردارۍ او تصنع کى اخته وي نو هغه په يوخطرناک مرض اخته کيږي چى دادمرگ سبب کيږي او دادارى ټول امکانات (دارومدار) او حيثيت نابودۍ سره مخامخ کوي . هغه آمر چې ټو ل امکانات ترسره کړې وي او کارنتيجه ڼى په مطلوب ډول وړاندى کړې نه وي . لږ ترلږه که مجازات نشي نو له ټولو هغه کسانو څخه چې ددغه کار بهير کى ئى ورسره گډون درلود . بايدعذر وغواړي. له دغوپورتني منفي صفاتو څخه چې موذکر کړى نو ر ډير منفي صفتونه شته چې دادارو او سازمانو نو اداره چيان يامسئولين ئى لري . دلته به يوڅه نور په لنډ ډول ذکر کړو .

١٠ – دځان ستاينه کول . ١١ – ډارن او متزل زل . ١٢ – کورکورانه پيښى کول . ١٣ – جنگ او جدال کول . ١٤ – پيغور ورکول او شخند ول . ١٥ – بى حوصلى کيدل . ١٦ – قهرجن او زرعصبي کيدل . ١٧ – خپه کيدل او گوښه گيري کول . ١٨ – بداخلاقي کول او بى ځايه فق وفق کول . ١٩ – دوه مخي اوسيدل . ٢٠ - لاپى شاپى وهل ، غوړه مال او بى فکره قول ورکول. ٢١ – دروغ ويل . ٢٢ – په وعده وفانه کول . ٢٣ – ډيره انديښنه کول . ٢٤ – دنورو په مخ کى دجاپه غوږ کى خبرى کول . ( دمجلس دآدابوخلاف کول ) ٢٥ – تبعيض کول . ٢٦ – زيات او نهى کول . ٢٧ – پخپله خوړل په خپله ځان مرکزگڼل او ځان حاکم او لوړگڼل . ٢٨ – دنورو په تحقير لاس پورى کول . ٢٩ – په بيړه او بى له فکره پريکړه کول . ٣٠ – دچاسره مشوره نه کول . ٣١ – بى لحاظه اوسيدل . ٣٢ – په کارونو کى بى تفاوت اوسيدل اوکمزورى روحيه لرل . ٣٣ – بى نظمه اوسيدل . ٣٤ – مردارخوري کول . ٣٥ – بى فکره ځواب ورکول . ٣٦ – اداري تشريفاتو ته زيات اهميت ورکول . ٣٧ – په خبروکى ادبي کول . ٣٩ – دلوى احساس لرل . او وړوکوالي احساس کول.




دمديريت مبادي(ريښه ) : دمديريت ريښه دځواک اوالهام يوځينۍ سرچينه ده چې دهغى په مرسته ټول فعاليتونه گټور او موښه لونکى پرمخ ځي . مديريت پنځه اصله (ريښى) لري چې په لاندى ډول دي. ١ – دهدفونو او پلانونو ټاکنه او هغوى ته رسيدل . ٢ – دسازمان رامنځته کول او مسئوليتونو ټاکل . ٣ – په فعاليتونو کى ديووالي او لورى ورکولو رامنځته کول . ٤ – دمعيارونو ترتيبول او دڅارنى بڼه رامنځ ته کول . ٥ – په سازمان کى دبيلو بيلو کارکوونکو ترمنځ دمرستى دروحيي رامنځته کول .


پلانونه : پلانونه دهغه معقول او منطقي فکر څخه عبارت دى چى موخى ته درسيدلو لارى چارى لټوي. په پلانونو کى دتيرو پيښو شويو او منځ ته راغليو پيښو له پايلو څخه کاراخستل کيږي او دهغوى له مخى راتلونکي پروگرامونه وړاندى کيږي. په پلان جوړولو کى دژور فکر او ډير غوڅخه کاراخستل کيږي ، ځکه چى بيړه او چالاکي دماتى او پاتى کيدو لامل گرځي او بايد مخ ئى ونيو ل شي . پلانول کوم بل شې ندى ، بى دتصميم نيولو خو البته بى له پلان جوړولو په ځانگړى تو گه هيڅ مطلب وړاندى کيدى نشي. دمديريت په کولو کى دپلان جوړولو او تصميم نيولو دواړه لغتونه يو معنى لي . يعنى يو دبل مترادف دي. دتصميم نيولو په کارکى دپلانولو لانديني څلو ر پړاوه عبارت دى له . ١ – دمشکل پيژندنه ٢ – دحل دلارى دښکاره کولو پراختيا ٣ – څيړنه ٤ – ښه ټاکنه


سازمان : سازمان هغه وسيله ده چې مونږ له عملي او سيستماتيکو لارو خپل هدف ته رسوي سازمان هغه ميکانيزم دى چې دهغى په مرسته موخه وال کړه وړه ،پاليسي او پروگرامونه دتطبيق وړگرځي . په سازمان کى لانديني کارونه هدف ته درسيد و په خاطر ترسره کيږي . ١ – دعمل کوونکو ځواک تيارول . ٢ – کارکوونکو ته ددندو وشنه . ٣ – دکارکوونکو په هغو کارونو کى چى په ځانگړى توگه ئى ترسره کوي ددفترونو سره ئى ديو رنگ ولى رامنځ ته کول . لدى امله ډگټورى ، باوري او حاصل ناکو پلانونو په خاطر بايد دسازمان طرحه او بڼه په ډير غورترسره شي ، ښه سازمان ورکونکى مدير يت په خپل بهير کى په لاندينيوپايلو برياترلاسه کولائ شي . ١ – دپوه او ذکي کارکوونکي لرل . ٢ – دځانگړي او گټور لورى ټاکل . ٣ – په وخت پوهول او پوهيدل . ٤ – دگټورى يورنگتيا رامنځته کول . ٥ – گټورنه څارنه . ٦ – هدف لرونکى لارښوونه . دسازمان ورکوني ، گټور او باوري مديريت دکاربهير دهربرخى په نسبت مرکزي رول لري .

دادارى دجوړښت بيلابيلى لارى : دادارى په جوړښت کې لانديني پړاوونه ددى په خاطرعملي کيږي چې اداره دهغى لوى ادارى په چوکاټ کى چى ورپورى تړلې دې داقتصادي خدمتونو دترسره کولو ديو مرکز او گټورى څانگى په توگه بدلون ومومي . دگټورواو هدف لرونکو کارونو ترسره کول لانديني پړاوونه لري. ١ – دادارى دفعاليت په خاطر داساسي ډلو جوړول . ٢ – په رامنځته شوې اجرائيوي څانګى کى دکاراو پلټنى دوړ پرسونل ټاکل . ٣ – په بيلوبيلو څانگو کې دبيلوبيلو کارونو دويش له پاره دلارشوونکو ډلو په توگه دجوړو شويوډلو ډلبندي. ٤ – دلازمو مهارتونو په نظرکى نيولو سره ددندو ټاکل . ٥ – دهرغړي دپوهى او استعداد سره سم دصلاحيتونو ورکول . ٦ – لازمى اسانتياوى ترلاسه کول ، يعنى دټاکليومعيارونو سره دکارکوونکو دپوهى دلوړ تيا په خاطر دداخل خدمت دتعليمي زده کړو دکورسونو جوړو ل.


دوسيه جوړونه : پاڼوته ځائ لرنه هغه کړه وړه دي چې تاسى کولاى شې دادارى ټول ريکارډ په ځانگړى توگه په هغه کې وساتى . پاڼو ته ځاى لرنه په وړترتيب داسنادو دساتلو ښه سيستم دى چې داړتياپروخت بى له وخت تيريدنى او ستړياپه اسانۍ ترى کاراخستل کيږي پاڼو ته ځاى لرنه دسندونو دزيرمه کولو ، ترتيب او تنظيم يوښه سيستم دى چې داړتياپه وخت کى بى ځاى پيداکيږي . پاڼو ته ځاى لرنه لانى گټى لري.

١ – داړتياپرمهال دمکتوبونو اجراکول . ٢ – دپاليسۍ غوره کول او دتصميم نيولو اسانتياوى. ٣ – په بيړنۍ توگه دکتنى او بياکتنى اسانتيا. ٤ – دمستندو شواهدو پاڼوته ځاى لرنه په لاندى توگه ويشل کيږي . الف: دگڼواو شميرله مخى. ب : دالفبادتوروله مخى . ج : دځاى او سيموله مخى . د  : دالفبااو شمير له مخى .

١ – دشمير له مخى دپاڼوځاى لرنه : پدى سيستم کې کولاى شو چې خپل فايل (دوسيه ) ياداښت ته شميره يانښه ورکړو . لکه : ١ – ٢ – ٣ - ......

٢ – دالفبادتوروسيستم : پدى سيستم کى کولاى شو چې خپلى دوسيى يا ياداښت دافبادتوروله مخى وښايو. لکه : الف – ب – ج – د - .......

٣ – دسيمو دټاکنى سيستم : پدى سيستم کې کولاى شو چې خپلى دوسيى ياياداښت دسيمى او منطقى دجغرافيائي شتوالي له مخى په ډلبندۍ وويشو او بيادهغى سره سمى دوسيې ترتيب کړو دغه ډول ويشنى او ډلبندۍ ته جغرافياوي ډلبندى وائى . ٤ – دالفبااو شميرى سيستم : پدى سيستم کې کولاى شو چې خپله دوسيه دالفباپه توريو،نښواو هم دشميرله مخى په نښوونوموولکه : الف -٢ ب -٣ ج..... دغه ډول ډلبندۍ دالفبادتورواو گڼودترکيب شوي سيستم په نامه يادولى شو.

اړيکى : دلوړرتبه منيجر څخه ټيټ رتبه او بيانوروکارکوونکو ته دپيغام ليږدول اړيکى نوميږي . اړيکى دخلکو ترمنځ دغوښتنو او هدفونو دترلاسه کولو او هغى ته دپراختياورکولو يوهنردى، په حقيقت کې اړيکى ددوه ياڅوتنو ترمنځ دمعلوماتو ، عواطفو او احساساتو په ورکړى راکړى ټينگاردى له دى امله اړيکى دادارى په تنظيم کې يوگټور او ضروري کاراو دپوره غوروړمنل شوى دى . اړيکى په اداري چاروکې داسانتياوپه رامنځ ته کولو کې د لاملونو څخه شمير ل کيږي ، بې له اړيکونه حقايق ،نه فکرونه او نه تجربى يوبل ته وړاندى کولاى شو. منيجر خپل فکرونه ، معلومات اونظريي داړيکو له مخى نوروته رسوي . دمديريت دچاروڅرنگوالى مخامخ دهغواړيکوپه څرنگوالي اوبڼى پورى تړلى چې دمنيجرله خواترسره کيږي ، يعنې دهغه احساس ، پوهه ، اوفکرنوروته نقلوي.

مالي او محاسبوي مديريت :


مخینه[سمول]

د سمبالگرو طبقه بندي[سمول]

په ټولیز ډول سمبالگر یا(managers) په دریو ډلو ویشل کیږي:

  1. په لوړه کچه سمبالښت
  2. په منځوي کچه سمبالښت
  3. په ټیټه کچه سمبالښت

سرچینې[سمول]

باندنې تړنې[سمول]