لنډه کيسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لنډه کیسه (په انگرېزي: Short story) يو نوی ادبي نثري ځېل دی، چې د پېژند آر نښه يې لنډوالی دی. د کيسې دغه لنډوالی کېدای شي چې يوازې ليکوال هغه وخت لاسته راوړي چې د کيسې منځپانگه سره داسې ونيښسېزي چې يوازې اړينې برخې يې وليکي. ډېر پوهان بیا په دې اند دي چې لنډه کیسه له آره له هغو نکلونو څخه راپيلېږي چې په تېرو وختونو کې به د خلکو په منح په شفاهي ډول یو بل ته کيدلې، په ځانگړي ډول ماشومانو ته. لنډه کیسه یو داسې فن دی چې ځان ته ښکلایز اصول او فني غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیکوالی) او د موادو فنکارانه اوډنه، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره د یوې انتباهي او هیجاني پایلې وي. کیسه باید له پیل څخه منطقي وي پلاټ او بیان یې منطقي ، کافي منسجم او له ولولو ډک وي. د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطري درک او ایډیاوو څخه جوړېږي .

د لنډې کيسې ليکلې بڼه د ډېرو پوهانو په اند د لمړي ځل لپاره په انگریزي ادبیاتو کې پیدا شوه چې د امریکا ځینې لیکوالان لکه (Edgar Allan Poe; Sherwood Anderson; F. Scott Fitzgerald; Ernest Hemingway, William Faulkner; Sinclair Lewis; Henry Slesar ) د يادونې وړ دي.

په افغانستان کې نکلونه چې د لنډې کیسې سره ډېر اړخ لگوي، له پخوا زمانو څخه دود دي. په اوسني وخت کې ډېر لیکوالان هڅه کوي چې لنډې کیسي ولیکي. افغان لیکوالان په دې ډگر کې بریاوې هم لري. په اوسنیو لیکوالو کې ایمل پسرلی، عبدالوکيل سوله مل شينواری، اکبر بری، محمود نظري، محمد صديق پسرلی، زرین انځور، غوث خیبري، سعدالدین شپون، اجمل اټک او ډېر داسې نور نومولی شو.


سرچينې


دا هم وگورئ

باندنۍ تړنې