د پښتو لنډو کيسو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

له کومې ورځې چې انسان ژوند پيل کړى له هماغې ورځې نه يې کيسې هم جوړې کړې او د ژوند جالبې پېښې يې د کيسو په بڼه له يوه نه بل ته لېږدولې دي؛ د ليک ترمنځ ته راتگ وروسته د انسان له ژوند سره تړلې داکيسې په څه ناڅه بڼه خوندي شوې او راپاتې شوې دي. فولکلوري کيسې د بشر ډېرې زړې کيسې دي چې د دوى زاړه اندونه، تحليلونه او نتيجه گيرۍ موږ ته رارسوي او د بشري راشو درشو زړې لارې راښيي چې اوس هم د نړۍ په زياتو ملتونو کې خوندي دي. د نننۍ لنډې کيسې يا افسانې فکر هم له همدې کيسو نه رازېږيدلي او د همدې فولکلوري کيسو پر مختللې بڼه ده. هو! نننۍ لنډه کيسه لومړى په لويديځ کې دود شوه او همهلته د دې کيسې هنري او ادبي اداڼه وټاکله شوه او فني چوکاټ ورته جوړ شو. خود دې معنىدا نه ده چې په ختيځ کې کيسه نه وه، بلکې په شرق کې هم کيسه ډېره زړه او لرغونې وه، پنچاتنترا يا پنچاکيانه چې د آريايي کيسو مجموعه ده تر دوو زرو کلونو زيات عمر لري، په دې موده کې يې د ژباړو له لارې تر شرق او غربه پورې ټوله دنيا تسخيرکړې ده او لومړنۍ پښتو ژباړه يې هم درې سوه کاله عمر لري چې افضل خان خټک په ١٢٢٨هـ ق کال کړې او بيا يې نورې درې ترجمې هم شوې دي. د پښتو په ليکلي ادب کې هم له لسمې هجري پېړۍ راپه دېخوا کيسې لرو او د پېښور د اخوند احمد د لنډۍ د اخوند احمد( چې په يوولسمه هجري پېړۍ کې يې ژوند کاوه) لنډې منثورې کيسې چې درې درې نيم سوه کاله پخوا ليکلې شوې د نننۍ کيسه ليکنې په چوکاټ کې ښه مطالعه پرې کېداى شي اوډېرې هغه باريکۍ په کې شته چې نننۍ کيسه ليکنه يې له موږ څخه غواړي؛ د ده د " ورک زوى څنگه پيدا شو ؟ " کيسه چې د يوسف "ع" د کيسې يوه برخه ده، د داسې کيسو يوه ډېره ښه نمونه ده چې ما په ١٣٦٤ لمريز کال په کتابي بڼه خپره کړې ده. پر دې سربېره زموږ زياتې اولسي فولکلوري کيسې چې موږ يې ملي کيسې بولو همدلته زموږ خلکو رامنځ ته کړې او د پښتني کلتور زېږنده دي، دا کيسې هم ځانگړى فني جوړښت لري چې د نننۍ لنډې کيسې زياتې منل شوې باريکۍ په کې شته. بيا هم هغه کيسه چې موږ يې نن "لنډه کيسه" بولو او د غرب د شارټ سټوري په پېښو او پيروۍ رامنځ ته شوې، په غرب کې له نولسمې پېړۍ څخه رانښليدلې او په پښتو کې د شلمې پېړۍ د پيل محصول ده. لنډې کيسې که په لويديځ کې هر څومره ځلک او بلک درلود خو پښتو ته په "شليدلې پڼه" کې د پښتو د لوى ليکوال راحت زاخيلي کره راغله او د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې يې د کيسې علاقمندانو ته پړونى له مخه لرې کړ؛ دا کيسه که هر څومره په زړو جامو او شليدلې پڼه کې وه خو پښتني ښکلا له ليرې په کې برېښېدله او هغه د ارواښاد الفت خبره : " په زړو جامو کې ما وليده حوره". " کونډه نجلۍ" هم د پښتو د دوهمې کيسې په توگه له راحت صاحب کره وزېږيده، دا کيسه هم د ناوړو او کرغېړنو دودونو په کړۍ کې راگېره وه خو د فن له نظره د يوې ښې کيسې خوبۍ په کې وې او تر دې راوروسته په پښتو کې لنډه کيسه دود شوه او د لرې او برې پښتونخوا له ډېرو ليکوالو کره وزېږيده او د کتابونو، مجلو، جريدو او ورځپاڼو غېږې يې ډکې کړې او بيا د راډيو او ټلويزيونو پر څپو هم سپره او خوره شوه. د شلېدلې پڼې په زوکړه کې اختلاف دى، ډېر ليکوال عقيده لري چې دا کيسه په ١٩١٨ کال له راحت صاحب کره هغه وخت وزېږيده چې " کونډې نجلۍ" يو کال پخوا د مشرې کيسې په توگه له ده کره سترگې پرانيستې وې او دا کيسې راحت صاحب د هغې د نهضت تر اغېز لاندې رامنځ ته کړې چې منشي پريم چند د شلمې پېړۍ د دوهمې لسيزې په پيل کې په سرحد کې د اردو افسانې په ليکلو سره پيل کړې ؤ. د ارواښاد سيد تقويم الحق کاکا خېل د معلوماتو له مخې دا کيسه د ١٩٠٨ کال ده: "راحت زاخيلي نه صرف ناول ليکل شروع کړل بلکې د شلېدلې پڼې (١٣٢٦هـ ق / ١٩٠٨ع) په نامه يې د افسانو ابتدا هم وکړه" او هم نوموړي محقق خپل د پښتو آثارو په کرونولوژيک فهرست کې دا کيسه د ١٩٠٨ کال په چاپي آثارو کې داسې راوړې ده: " "١٣٢٦هـ ق / ١٩٠٨ع اسرارالعارفين شير محمد هوتک، گلبڼ نعت عبدالحکيم، چاردروېش نعمت الله، شلېدلې پڼه راحت زاخيلى، ديوان احمد کلاچي". د ارواښاد تقويم الحق ليکنه له ليدنې سره اړه لري او په خپل فهرست کې راوړي آثار يې جنساً ليدلي نو ځکه باوري برېښي چې شليدلې پنه به يې په چاپي بڼه ليدلې وي او چې دا راوايت ومنو نو بيا د پښتو لڼدې کيسې د پريم چند د اردو کيسو په تعقيب او پيروۍ نه دي رامنځته شوې او تر هغې وړاندې يې سترگې غړولې دي. په هر حال په پښتو ادب کې لنډه کيسه ارواښاد استاد راحت پيل کړه او دى په لره پښتونخوا کې د پښتو هغه پياوړى ليکوال دى چې د پښتو د زاړه او نوي ادب د زنځيرونو د وصل او کوشير کړۍ يې په لاس کې دي. تر دې راوروسته د ابوالمعاني آزاد په " افغان" نومي مجله کې تر ١٩٢٦ کال را وروسته نورې پښتو کيسې هم نشر شوې چې يوه " د يوه مړي پيغام" تر سرليک لاندې د ده په خپل قلم ليکل شوې وه او بله " د نواب صيب اشنايي" تر سرليک لاندې وه چې سر بلند خان د بدرشو کښلې وه. په بره پښتونخوا يا اوسني افغانستان کې هم د نورو ډېرو نوښتونو او ادبي پنځونو ترڅنگ د لنډې کيسې پيل هم لوى استاد علامه حبيبي کړى او د ١٣١٢ لمريز(١٩٣٣ع) کال د طلوع افغان په کالنۍ کې يې " د سرو زرو گيند ( توپ) " تر سرليک لاندې يې يوه داستاني طرحه نشر کړه چې د لنډې کيسې نخښې او څرکونه پکې وو، د ١٣١٥ لمريز (١٩٣٦ع) کال د طلوع افغان په لومړۍ گڼه کې لوى استاد پوهاند حبيبي د " توريالۍ پښتنه" تر سرليک لاندې يوه حماسي کيسه خپره کړه چې د لنډې کيسې يوه بشپړه نمونه يې بللاى شو. تر دې وروسته په طلوع افغان کې گڼې ليکلې او ژباړلې لنډې کيسې نشر شوې او نورو ليکوالو د لنډو کيسو په ليکلو لاس پورې کړ خو زياتو يې نور مصروفيتونه درلودل او لنډې کيسې يې په ضمني توگه ليکلې چې په دې لړ کې د ارواښاد استاد گل پاچا الفت، سراج الدين سعيد، عبدالقدوس پرهېز، مولانا محمد شريف حبيبي، عبدالرحيم هاتف، غلام محى الدين زرملوال، ننگ يوسفزي، امان الله سېلاب، محمد صديق روهي، نصرالله حافظ، محمد يوسف ساپي او يو شمېر نورو کسانو نومونه اخيستلاى شو. تر ١٣٣٠ لمريز( ١٩٥١ع) کال راوروسته په افغانستان کې کيسه ليکنې ته ځانگړې پاملرنه وشوه او داسې کسان رامنځته شول چې پښتو کيسې ته يې اساسي کار وکړ، دغه کسان تر ډېره حده د نړۍ له نويو ادبياتو سره اشنا وو او داسې لنډې کيسې يې وليکلې چې زموږ په کيسه ليکنه کې يې نوې تجربې گڼلاى شو او په دې برخه کې دغه ليکوال د يادونې وړ دي: حبيب الله تږى، ميراجان سيال، نورمحمد تره کى، عبدالرؤف قتيل، سعدالدين شپون، غوث خيبرى، محمد موسى شفيق او يو شمېر نور. په دې کسانو کې د ارواښاد حبيب الله تږي يوه کيسه د " جړ وربل" په نامه ده چې کليوالي ژوند انځوروي، د ميراجان سيال لنډې کيسې " د پښتونخوا افسانې" په نامه خپرې شوې چې د پښتنو ژوند په خپله غېږه کې رانغاړي، د نورمحمد تره کي کيسې د نړيوال کمونيزم د مفکورې په پيروۍ طبقاتي ژوند ښيي، د سعدالدين شپون کيسې لکه د عزيز خان کڅوړه او د سمڅې ياران د پېښو او کرکټرونو نويې زاويه لري، محمد موسى شفيق څلور کيسې ليکلي چې د عبقريان په مجموعه کې له دري کيسو سره يو ځاى راغلې خوږ نثر او په زړه پورې داستاني جوړښت لري او ورسره د طنز مالگه پرې گډه ده؛ د قتيل صاحب لنډې کيسې چې په " ارمان" کې راغلې پښتني ژوند انځوروي د غوث خيبري لنډې کيسې تاريخ په خپله غېږه کې رانغاړي او تاريخي پېښې هنري کوي چې د " هغه وژړل" په مجموعه کې راغلې دي. د څلوېښت (١٣٤٠ / ١٩٦١ع) په لسيزه کې هم يو شمېر کيسه ليکونکي رامنځ ته شول لکه: سيداحسان الله هېر چې تر ټولو زياتې کيسې يې ليکلي او د کيسو ټولگه يې د " انځور" په نامه خپره شوې، عبدالله بختانى چې د کيسو مجموعه يې " د پښتو پت" په نامه ده، محمد دين ژواک چې کيسې يې پرونۍ هينداره نومېږي، کبرى مظهري چې " برښنا" يې خپره کړې ده، محمد ابراهيم عطايي، عبدالرزاق پالوال، دوست شينوارى، حبيب الله رفيع، محمد موسى معروفي، رازقي نړيوال، حبيب الله زړه سواند، محتاج متى زى، ظاهر افق، مجاور احمد زيار، امين افغانپور او يو شمېر نور. په لره پښتونخوا کې په راحت صاحب پسې د لنډې کيسې په ډگر کې ډېر کسان ودرېدل او خوږې کيسې يې وليکلې خو داسې کسان چې خپله ليکوالي يې کيسه ليکنې ته وقف کړې وي ډېر لږ وو، په دې کسانو کې مهدي شاه مهدي يو داسې ليکوال و چې لنډه کيسه ليکل يې خپل مسلک وگرځاوه او په مينه يې دې کار ته اوږه ورکړه، ده په کيسه ليکنه کې اوږده او پخه تجربه وکړه او خپله کيسه ليکنه يې د پرمختگ په لور روانه کړه، نښان يې لومړنۍ افسانوي تجربه وه، " د بوډۍ ټال" او "پت" يې ورپسې ټولگې وې، په "لاله گلونه" کې يې افسانو نوى رنگ غوره کړ او تور داغونه يې پښتو افسانه د نړۍ پرمختللې کيسې ته ورسوله اوپښتو کيسې ته يې نوي رنگونه او غورځنگونه ورکړل. په لره پښتونخوا کې د پښتو نو پياوړي کيسه ليکونکي هم رامنځته شول ما سټر کريم " ځولۍ گلونه" وليکل، پښتنې د سمندر خان تاريخي کيسې وې، څرخ د عايشه ملک ليکلې کيسې وې، چارگل د همېش خليل، درشهوار د عبدالرؤف نوشهروي او يوسف کاکا خېل تاريخي کيسې وې چې لوړ فني معيار يې هم درلود، " د محلونوخواکې"، "پاڼې پاڼې د طاهر اپريدي، " شندي گل " او " مورې تشتې" د اشرف حسين احمد، " نوى سحر" د مبارک سلطانه شميم، " هينداره " د زيتون بانو، انگازې د ارباب رشيد احمدخان، " درس عمل" د عبدالله جان اسير، " د کشميرغازي" د سعدالله جان برق، " پلوشې" د نادرخان بزمي، " کږې لارې" او " داغونه" د گل افضل خان، بلون" د قمرالزمان قمر او نور د پښتو کيسو په پانگه ور زيات شول. په افغانستان کې د ١٣٥٧ کال د ثور تر خونړۍ کودتا وروسته د پېښو ناڅاپي بدلون د لنډې کيسې پر فني او هنري اړخ ناوړه اغېزه وکړه له يوې خوا د لنډې کيسې فني ملا د طبقاتي مبارزې او سوسيالستي فلسفې د درنو موضوعاتو بار ور کمزورى کړاو له بلې خوا د جهاد په سنگر کې د جهادي ادب په ترڅ کې جهادي کيسې هم سترگې وغړولې چې موضوع لاهنري شوې نه وه او تشه په شعاري بنه رامنځ ته شوه خو ورو – ورو د کيسې فني اړخ هم وده وکړه، له دې نويو موضوعاتو سره اشنا شوه او په دې لړ کې نوې کيسې وليکلې شوې. له بلې خوا پېښور او کوټې ته د افغاني ليکوالو له مهاجرت سره د لرو او برو پښتنو ليکوالو ترمنځ ادبي راشې درشې او ادبي تبادلې هم پيل شوې چې دې هم د لنډې کيسې پر وده او د نويو تجربو په رامنځته کولو اغېز وکړ. په همدې ترتيب په لره او بره پښتونخوا کې انتقادي غونډو چې د ادبي ټولنو له خوا جوړېدې او لنډې کيسې يې هم تر څېړنې او ځيرنې لاندې نيولې د پښتو لنډې کيسې په فني وده کې ښه ونډه واخيسته او د لنډې کيسې پر موضوعي او فني جوړښت نوې تجربې وشوې، " علامتي کيسې" رامنځته شوې او د لنډو کيسو په خوند او رنگ کې بدلونونه راغلل. په دې ترتيب په پښتو ادب کې د لنډې کيسې سل کلن مزل د لنډې کيسې په سلهاوو ليکوال وروزل، په زرهاوو لنډې کيسې وليکلې شوې او د لنډو کيسو په سلهاوو ځانگړې ټولگې رامنځته شوې او د فن او موضوع له اړخه هم په دې منځ کې گڼې معياري کيسې چې له نړيوالو کيسو سره د پرتلنې او د هغوى ترڅنگ د ايښودنې وړدي، رامنځته شوې او پښتو لنډې کيسې د يوويشتمې پېړۍ په درشل پوخ پل کېښود او د نويو چټکو پخو او معياري گامونو د اېښودلو له پاره مخ په وړاندې مزل کوي چې زموږ د ادبي ژوند تاريخ جوړوي او په دې لاره کې زموږ د پښتني قلم گامونه شمېري.