زيتون بانو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زيتون بانو، يوه پښتنه ليکواله او اديبه

زيتون بانو (د ۱۹۳۸ زېږدي کال د جون ۱۸، - ) (په انگرېزي: Zaitoon Bano) د پښتونخوا د ښځينه شاعرانو، ليکوالانو او ډرامه ليکونکو له ډلې نه يوه مشهوره ليکواله ده چې د نوموړې گڼ شمېر ډرامې د پاکستان په ملي ټلويزون ښودل شوي.

مخينه

زیتون بانو د سید سلطان محمد لور چې په کال ۱۹۳۸ زېږدیز کې د پښتونخوا د خلیلو ټپې په مشهور کلی سپینه وړۍ کې زېږدلې ده. پلار یې سلطان محمد په خپله هم د پښتو ښه لیکوال او ښه شاعر و چې د عبدالقدوس تندر مشر زوی دی. مېرمن زیتون بانو ابتدایي زده کړې د پښور داسلامیه کالج په ښوونځي کې شروع کړي او د الزابت گلز لیسې څخه له لسم ټولگي نه فارغ شوې ده. د لوړو زده کړو لپاره فرنټیر کالج ته بریالۍ شوه او زده کړې یې د پښتو اکادمۍ څخه د ماسترۍ تر درجې ورسولي. مېرمن زیتون بانو د باچا خان د ملي نهضت خدایي (خدمتگاران) فعاله غړې وه.

زده کړې

دندې

چاپ شوي آثار

  1. هنداره - د لنډو کيسو ټولگه
  2. مات بنگړي - د لنډو کيسو ټولگه
  3. ژوندي غمونه - د لنډو کيسو ټولگه
  4. خوبونو - د لنډو کيسو ټولگه
  5. زما ډایري - د لنډو کيسو ټولگه
  6. نیزه وړی - د لنډو کيسو ټولگه

ناچاپه آثار

مړینه

اغلی زیتون بانو پر ۱۴م ستمبر ۲۰۲۱ میلادی کال له نیمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.


سرچينې

باندنۍ تړنې