حبيب الله تږی
اوږده ليکنه |
---|
ډاکټر حبيب الله تږی (په انگرېزي:Habibullah Tegey) يو افغان تاريخپوه، ژبپوه، ليکوال او څېړونکی وو. هغه د پښتو ژبې د فقة اللغته يا فېلالوژي د بنسټونو په بيانولو او ثابتولو کې ډېر زيار ايستلی دی. مخينهحبيب الله تږی د گل دولا خان زوی او د محمد نبي لمسی و. نوموړی د ۱۳۰۷ ل کال د ليندۍ مياشتې او د ۱۳۰۸ ل کال د تلې مياشتې تر مېنځ موده کې د کابل د شېوکي په سهاک نومي کلي کې زېږېدلی، چې د زېږون کره نېټه يې نه ده مالومه. [۱] زده کړېتږی پر ۱۳۱۸ ل کال د شېوکيو په لومړني ښوونځي کې شامل شوی او په ۱۳۲۴ ل. کال کې د همدغه ښوونځي نه بريالی فارغ شوی دی. تر لومړنيو او دويمو زده کړو وروسته بيا دارالمعلمين کې شامل شوی او يه ۱۳۳۱ ل. کال کې يې هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي دي. د دولسم ټولگي د بريليک نه وروسته بيا د کابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځي کې داخل شوی او په ۱۳۳۵ ل. کال کې له نوموړي پوهنځي نه په برياليتوب سره فارغ شوی دی. چاپ شوي آثار
سرچينې
باندنۍ تړنې
|