كوچنى شاهزاده
كوچنى شاهزاده | |
---|---|
(فرانسیسی: Le Petit Prince)[۱] | |
ليکوال | ايکزوپېري |
ژبه | پښتو |
هېواد | روسیه، مسکو |
د خپریدو نیټه | ۶ اپرېل ۱۹۴۳[۲] |
د خپريدو نيټه په پښتو | ۱۳۸۱ لمريز/۲۰۰۲ زېږدي کال |
المواقع | |
OCLC | 22583605 |
سمول ![]() |
آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن
کوچنی شاهزاده د فرانسي ليکوال انتوان دي سينت اکسيوپيري (۱۹۰۰-۱۹۴۴) هنري اثر دی چې له روسي ژبې څخه پښتو ژبې ته ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي راژباړلی دی .
د کتاب د منځپانگې په اړه
دا له اره يوه هنري کیسه ده چې فلسفي جنبه لري . کتاب داسې ښکاري چې هم د لویانو او هم د کوچنيانو لپاره وي . دغه اثر ليکوال پر ۱۹۴۲ ز کال ليکلی او تر ننه د نړۍ په گڼ شمېر ژبو ژباړل شوی دی . په کتاب کې پخپله د لیکوال رسمونه او انځورونه کارول شوي دي . ژباړن هم د ليکوال همدغه رسمونه راکاپي کړي او د کتاب له پښتو چاپ سره یې يو ځای چاپ کړي دي . په کتاب کې يوه تېروتنه دا شوې چې د کتاب پر دوتنه پخپله د ليکوال نوم نه دی راغلی . دا اثر ټول ۱۲۴ مخه لري چې د پېنځو سوو ټوکو په شمېر پخپله د ژباړن له خوا پر ۱۳۸۱ لمريز (۲۰۰۲) زېږدي کال په مسکو کې چاپ شوی دی . د کتاب د چاپ لگښت په روسيه کې د افغان روښانفکري ملي دموکراتيک نهضت د انسجام کومېټې ورکړی دی . ددې اثر د کمپيوټر چارې افغان دوست ترسره کړې دي . کتاب «د هېواد ټولو هغو گلاليو ماشومانو ته چې د جگړې لامله یې د ټولو بې برخيو توپان ته غېږه ورکړې ده» ډالۍ شوی دی .
اخځ
- کوچنی شاهزاده.
- ↑ Prose “Le Petit Prince” - MusicBrainz — د نشر نېټه: ۶ جولای ۲۰۲۱
- ↑ https://www.antoinedesaintexupery.com/personne/le-petit-prince-1943-2/