غاټول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د غاټول گل (گل لاله)

غاټول (په انگرېزي: Tulip) چې ځینې خلک یې خاټول هم بولي د سوسن کورنۍ چې په افغانستان او گاونډیو هېوادونو کې یې د لومړي کال لمانځلو یواځینې لامل گڼلی شو. ددې گل څه باندې ۱۰۰ تر ۱۵۰ مختلف ډولونه ثبت شوي. دا گل د نړۍ په هره برخه کې راشنه کېږي، مگر په خپل سر راټوکېدونکي گلانو سیمه یې بیا د مرکزي اسیا هېوادونه دي چې د وښو په څېر راشنه کېږي. د راټوکېدو موسم یې د پسرلي (بهار) موسم دی. دا گل په افغانستان، ترکیه، ایران، د اورال غرونو د سیندونو په سواحلو، د سوریې په لودیځه برخه، د خزر او تور سمندرگي پر څنډو، یونان، ایټالیا، اسپانیا او د شمالي افریقې د مدیترانه یي سمندرگي په غاړو راشنه کېږي. د بوټپوهنې له پلوه دا بوټي په دوه برخو وېشل شو: غټ روزل کېدونکي لاله گلان او کوشني خپلسري راټوکېدونکي لاله گلان. د خپلسري راټوکېدونکو گلانو په نسبت روزل شوي گلان د غټو پاڼو او جام لروکي وي. او همدارنگه مختلف النوعه گلان په کې پیداکېږي. غاټول گلان په ټولیزه توگه په څلورو ډلبندیو وېشل شوي: لومړی ژر گل نیونکي، دویم منځني کچ گل نیونکي، درېیم ځنډ گل نیونکي او څلورم یې نور ډولونه دي. له ۱۹۸۱ز کال راهیسي د هالېنډ هېواد پیاز لرونکو غاټولو د سلطنتي ټولنې له خوا ددې گلانو ډلبندي وشوه چې دا گلان یې د بوټي او د گل د پرانېستنې له مخې په ۱۵ ډلو ووېشل.

ددې گل پیاز (غوټه) راویستلو سره یو څو فرعي کوشنۍ (وړې) غوټي هم لري، چې هغه کوشنۍ غوټي له مورنۍ (اصلي) غوټي څخه په بېلولو او بل ځای کې نیالولو سره کولای شو ددې گل نسل زیات کړو.

د تولید او صادراتو له مخې هالېنډ په لومړي کتار کې راځي چې د پیازو دا غوټې نورې نړۍ ته صادروي.

د غاټول گل په افغانستان، ترکیه، هالېنډ، مجارستان، بلژیک او ایران کې د ملي گل په توگه پېژندل کېږي.

سور غاټول گل

نومونه[سمول]

د غاټول گل (لاله) له لال یا هماغه له لعل چې د سانسکرېټي ژبې ویي دی، څخه اخېستل شوی، چې د سور مانا ورکوي، څخه اخېستل شوی. نن سبا د غاټول (لاله) اصطلاح هغو گلانو ته کارول کېږي چې پیاز ډوله غوټه ولري. ددې گلانو علمي نوم تولیپا او د سوسنیانو له کورنۍ څخه دي. ددې گل جوړښت بشپړه کاسه او جام ته ورته ده. په دې کې شک نشته چې د لاله اصطلاح له لال څخه چې سره مانا ورکوي همدې د غاټول گل پورې تړې اصطلاح ده.

غاټول گل په اروپايي ژبو کې د Tulip او Tulpe تولیپه په نومونو یادېږي. ددې گل بڼه پگړۍ ته ورته ده، نو ځکه یې یې نوم هم له پگړۍ (ټولبند) څخه اخېستل شوی. په اغلب گومان ترورکي ژباړن اروپاییانو ته ددې گل په ورپېژندلو کې دا اصطلاح کارولي وي، او دا گل یې هغوي ته د پگړۍ ته ورته ستر او ول ول توصیف کړی وي. نو په همدې توگه اوس ددې گل نوم چې د ترکانو له خوا اروپایانو ته ورپېژندل شوی همدا تولیپه کېښودل شو.[۱][۲][۳]

غاټول په نورو سرچینو کې[سمول]

د بوټي اجزا[سمول]

گرد- د گل په انتني ډنډه نښتی گرد.
د غاټول گل دننه درې برخیزه شکل

ظاهر[سمول]


په وایرس ککړ غاټول
حافظي لاله
د ۷ له ډلې حاشیه‌لرونکی
د۸ ډلې څخه. ویریدي فلورا، رگ لرونکی، شین یې په منځنۍ برخو کې چې ددې گل له ځانگړنو یادول کېږي.
ژر رسېدونکي
  • Single early یو دانه یي ژر رسېدونکي: نسبتا لنډ بوټی چې له ۴۵–۱۵ سانټي مېټرو پورلې لوړوالې لري.[۴]
  • |Double early ژر رسېدونکی گڼ پاڼې لرونکی: د پاڼو شمېر یې له ۶ پاڼو ډېر وي.[۴]
منځني ډول رسېدونکي
  • Triumph پیروزي: د شمېراو انواعو له مخې د غاټول تر ټولو ستره ډله گڼل کېږي.[۴]
  • Darwin hybrid داروین دوه رگه: ددې بوټي لوړوالی ۷۰–۵۰ سانټي مېټره او مناسب دی.[۵]
ځانگړې بڼې

تاریخچه[سمول]

نقش لاله در سرای توپقاپی، دراستانبول


په هالېنډ کې د لاله کروندې

په فرهنگ او هنر کې[سمول]

نقش گل لاله بر روی یک پارچ سفالی ترکی

در زبان گل‌ها لاله بر اساس رنگ دارای معانی متفاوتی‌است. لالهٔ قرمز به معنای اعتراف به عشق،[۶] لالهٔ زرد به معنای عشق بی‌امید[۷] و لالهٔ سفید به معنای عشق از دست رفته‌است.[۸]


اقتصادي اهمیت[سمول]

نمایی از پارک کوکنهوف در هلند

لمنلیک[سمول]

  1. کينډۍ:ویب سایټ
  2. "لاله". لغت نامه دهخدا. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  3. کينډۍ:پک
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ کينډۍ:پک
  5. کينډۍ:پک
  6. کينډۍ:پک
  7. کينډۍ:پک

سرچینې[سمول]

بهرنی تړن[سمول]