عبدالمالک ریگی
عبدالمجيد ريګي یا (عبدالمالک ریگی) د ایران د بلوڅ بیلتونپالو لمړنی مشر وو چی د ایران سره یی د بلوڅو حقوقو لپاره تر مرگه پوری جګړه او مبارزه وکړه. نوموړی هغه کس وو چي ایران ته یي هر وخت دا خبره ور په زړه کول چی بلوڅان خپلواک خلک دی او ایران هیڅکله هم د هغوی حق په زوره نسی حاصلولای.
ریګي د کال (2000-څخه تر-2010 پوری د ایران هغه کمزوری وه چي د ختمولو لپاره یی ایرانیانو او د هغوی مشرانو شپه او ورځ پر ځان یو کړی وه او اخر یی د خپل پوځ او جاسوسانو په زور په الوتکه کي ګرجستان ته د تگ پر وخت ونیوی. ویل کیږی چی هغه 18 پاسپورټونه درلودل او 18 ژبي یې هم زده وې.
ژوند او کورنۍ
[سمول]عبدالمالک ريګي په ۱۳۶۲ کال کې د زاهدان په ريګي قبيله کې زېږېدلی دی. د IRNA د ادعا له مخي ریګي ښوونځي ته نه وو تللی او یوازې د څو کلونو لپاره یې په یوه سني دیني مدرسه کې زده کړې کړي وې، چې له هغه ځایه هم ويستل شو. ریګي په ۱۹ کلنۍ کې وسلې ته لاس واچاوه او خپل اصلي موخه یې په سیستان او بلوچستان کې د بلوڅو او سني خلکو د حقونو دفاع اعلان کړه.
ویل کیږي، چې ریګي د خپلو فعالیتونو له پیلولو مخکې د سیمې د سني عالمانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ورغلی وو، خو هغوی یې خبرو ته پام ونه کړ. ريګي ويلي وو، چې تهران ته څېرمه د خپلې ډلې د فعاليتونو له پيلېدو څه موده وروسته په تېروتنې سره ونيول شو، خو ونه پېژندل شو. د جندالله له لوري د یوه یرغمل شوي کس په وینا، ریګي هېڅکله هم له یوې شپې زیات په یوه ځای کې نه وو پاتې شوی او له نورو سره یې په دستکشو (لاس ماغو) باندپ ستړی مشي کول. [۳]
کورنۍ
[سمول]ریګي خپل یو ورور د سراوان په سیمه کې په وسله واله نښته کې له لاسه ورکړ. د عبدالغفور په نوم د هغه کشر ورور هم د سراوان په امنيه قوماندانۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. د هغه مشر ورور عبدالحمید ریګي په ۱۳۸۹ کال کي په زاهدانو کې اعدام شو. پاته درې وروڼه یې عبدالروف ، عبدالستار او عبدالغني نومیږي.
د ریګي مور او پلار اکثره د جندالله ډلې سره د بلوچستان په غرونو کې تګ راتګ کاوه. په ۱۳۸۸ کال کي د عبدالحمید ریګي د اعدام د ناسم خبر له خپریدو دوه ورځې وروسته د ریګي پلار د زړه د حملې له امله مړ شو.
د مرګ اوازه
[سمول]د ۱۳۸۴ کال د وري په مياشت په ۱۸ کیهان کي د یوه حیرانوونکي اقدام په ترڅ کې د «عبدالمالک ریګي» مړینه اعلان سوه. یوه ویډیو چې هغه يي ژوندی ښودلو د وري په 22 خپره شوه. د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت عامه اړیکو د ۱۳۸۵ کال د اپریل په ۱۶ نیټه دغه خبر رد کړ.
- ↑ سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20100403082842/http://www2.irna.ir:80/fa/news/view/menu-273/8812030116104455.htm. بياځلي سمون: ۲۰ اپريل ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: http://news.bbc.co.uk/2/hi/world/middle_east/10359415.stm.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs named:0
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- بلوڅان
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره