شېر زمان طايزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر شېر زمان طايزي

ډاکټر شېر زمان طايزي (د ۱۹۳۱ ز کال د نوامبر ۳ - د ۲۰۰۹ ز کال د ډيسمبر ۲۲) (په انگرېزي: Dr. Sherzaman Taizi) د پښتو ژبې يو تکړه شاعر، ليکوال، ژباړونکی، کره کتونکی، ډرامه ليکونکی او څېړونکی دی.

مخينه

ډاکټر شېر زمان طايزي د ۱۹۳۱ ز کال د نوامبر پر ۳ د پښتونخوا د پبو په سيمه کې زېږېدلی دی. په پښتو کې د ماسټرۍ خاوند دی، تر دې وروسته يې د زده کړې له سيمه ايز مرکز پېښور پوهنتون نه دوکتورا ترلاسه کړې. د هغه د دوکتورا تيزس د ۱۹۷۸ ز کال د شوروي پلوه ثور انقلاب په اړه په انگرېزي ژبه ليکل شوې ده.

دندې

  • په ۱۹۴۹ - ۱۹۵۴ ز کلونو کې د آرمي سرويس کورپس سره مامور.
  • په ۱۹۵۴ - ۱۹۷۷ ز کلونو کې د پاکستان د حکومت په استخباراتي څانگه کې.
  • په ۱۹۷۹ - ۱۹۸۰ ز کلونو کې د افغان مهاجرو د کمشنرۍ ليازون افسر.
  • په ۱۹۷۹ - ۱۹۸۰ ز کلونو کې د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالو ادارې UNHCR د ساتنې افسر او د پروگرام افسر.
  • په ۱۹۸۰ - ۱۹۹۱ ز کلونو کې د فرنټير پوسټ ورځپاڼې د مسؤل مرستيال.
  • په ۱۹۹۱ - ۱۹۹۵ ز کلونو کې د بي بي سي راډيو د تعليمي پروژې سره دنده.
  • په ۱۹۹۶ - ۱۹۹۷ ز کلونو کې د بي بي سي راډيو د تعليمي پروژې «نوي کور نوي ژوند» د درې ژبنۍ مجلې مسؤل مدير.
  • د قبايلي ښځو د ښېگڼې د تنظيم، مرستيال ريس او د همدغه تنظيم د درې مياشتينۍ نوي ژوند خپرونې ريس.

د پاکستان په استخباراتي څانگه کې د دندو پر مهال شېر زمان له ۱۵ کالو نه ډېر وخت په قبايلي سيمو کې تېر کړی، په هرې اېجنسۍ او سيمه کې پاتې شوی. همداراز له ۷ کالونو نه ډېر وخت په کابل کې په پاکستاني سفارت کې يې دنده هم سر ته رسولې.

ادبي ژوند

ډاکټر شېر زمان طايزي

شېرزمان طايزي د پښتو ژبې ادبي دايرې کې لا تر اوسه پورې د غمجن په نوم پېژندل کېږي. که څه هم چې هغه د پخوا نه ددغه نوم نه لاس په سر شوی او ددې پر ځای خپل کورنی نوم طايزي کاروي. ډاکټر طايزي يو پياوړی داستان ليکونکی دی. د يوه څېړونکي او پوهاند په څېر په انگرېزي ژبه کې د هغه ونډه د يادولو وړ ده، په ځانگړې توگه د افغانستان او افغاني چارو اړوند د هغه څېړنې نامتو دي.

The Area Study Centre, Peshawar University, considers his affiliation with the centre as an asset and his contribution to Pushto literature and knowledge about Afghanistan in English, undoubtedly, and numerous articles in Pushto, Urdu and English as highly commendable. In view of the above, the Area Study Centre (Russia, China and Central Asia), Peshawar, recommends him for a suitable decoration. د ښاغلي طايزي گڼ شمېر آثار په پښتو ژبه او په انگرېزي ژبه چاپ شوي، چې ځينې يې دلته وړاندې کۍږي:

چاپ شوي آثار

په پښتو ژبه

  1. ورشو (د شعرونو ټولگه).
  2. سوما (د شعرونو ټولگه).
  3. گلپاڼه (ډرامه).
  4. شپېلۍ (لنډې کيسې).
  5. گل خان (داستان).
  6. امانت (داستان).
  7. رحمان کارونه (داستان).
  8. غونډې (داستان).
  9. واده و نه شو (داستان).
  10. نره ژبه (د پښتو ژبې په هکله څېړنيزه ليکنه).
  11. داستان حنان او سفر (د داستاني توکو د ځانگړتياوو په اړه څېړنيزه ليکنه).
  12. د پښتو ليکدود يو سرسري جاج (د پښتو ليکدود په هکله څېړنيزه ليکنه).
  13. سقوط افغانستان (د انگرېزي ژبې نه پښتو ته ژباړه – The Fall of Afghanistan ليکوال صمد غوث)
  14. کړکېچ - پښتو ناول، چاپکال ۲۰۰۹ ز.

په انگرېزي ژبه چاپ شوي آثار

  1. Polar Bear (د ښاغلي محمد هاشم زماني د پښتو کتاب، قطبي خرس انگريزي ژباړه)
  2. The Pukhtun’ Unity (د محمد افضل خان د پښتو کتاب، قومي وحدت انگرېزي ژباړه)
  3. عابد خان: The Lost Ring of the Chain (د انور خان ديوانه د اردو کتاب ژباړه),
  4. رحمن بابا: د فکرو نو پياوړی انځورگر په انگرېزي ژبه (Rahman Baba: the Outstanding Painter of Thoughts)
  5. د ثور انقلاب: The Saur Revolution (په افغانستان کې د ۱۹۷۸ د ثور د کمونيستي انقلاب په هکله يوه څېړنيزه مقاله)
  6. افغانستان: د ډاکټر نجيب الله نه تر مجددي پورې (په دوه ټوکونو کې)
  7. افغانستان: A Clash of Interests,
  8. افغانستان: دولت او درې پلازمېنې
  9. افغانستان: Drug Menace in Central Asia,
  10. افغانستان: Landmine Menace in Afghanistan
  11. Bare-foot in Coarse Clothes (د دري ژبې نه د افغانستان د پخواني لومړي وزير ډاکټر حسن شرق د اثر ژباړه)
  12. باچا خان په افغانستان کې
  13. په امريکا کې د ترهگرو بريد او په افغانستان باندې د امريکا بريد.
  14. پټې توتيې او بربنډې څېرې (د حکمتيار د پښتو کتاب انگرېزي ژباړه).
  15. د هلمند د رود پر سر د افغانستان او د ايران شخړه (په انگرېزي ژبه د غلام رضا د فارسي کتاب ژباړه)
  16. د کابل شپې (د جنرال عمرزي د دري کتاب انگرېزي ژباړه).
  17. په کابل کې د استاد رباني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د اسلامي دولت د راپرځېدو لاملونه (د سيد عالم الدين عطسير د دري کتاب نه انگريزي ته ژباړه).
  18. په ۲۰۰۵ ز کال کې د افغانستان ټولټاکنې.

په پښتو او انگرېزي ژبه

  1. مورنۍ ژبه (The Mother Tongue).
  2. د پښتو ژبې نه انگريزي ژبې ته د خان عبدالغفار خان يا فخر افغان باچا خان ژوندليک، چې د باچا خان په څېړنيز مرکز کې تر چاپ لاندې دی.

د دغو گڼ شمېر آثارو تر څنگ په پښتو، اردو او انگريزي ژبو د ښاغلي طايزي په سلگونو مقالې، ليکنې او د کتابونو کره کتنې په ملي ورځپاڼو او مهالنيو کې هم خپرې شوې دي. د هغه د مطالعې او څېړنې اصلي ډگر افغانستان او د پښتو ادبيات دي.