Jump to content

شېرعلي اپريدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شېرعلي اپريدی
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
د مړينې نېټه
۱۱ مارچ ۱۸۷۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د مړينې لامل
hanging (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین

شېرعلي اپريدي (د مارچ په ۱۱، ۱۸۷۲ کې مړ شوی) يو پښتون هندي سرتېری و، چې په قتل محکوم شو او د انډامان ټاپو د پورټ بلير په جزايي کالونۍ کې بندي شو. [۱] [۲] هغه د ۱۸۷۲ کال د فېبرورۍ په ۸ مه د هند د وایسرای لارډ مایو د وژلو له کبله مشهور شو، برېتانوي سرچینو هغه "بې ډاره سرتېري بللو او د هر ډول خطرناکو عملياتو ترسره کولو لپاره به يې هغه ټاکه" .[۳]

لومړنی ژوند[سمول]

شېرعلي چې د اپريدي پښتنې قبيلې سره تړاو لري، په ۱۸۶۰ لسيزه کې د پنجاب په پوليسو کې د برېتانوي حکومت لپاره کار کړی دی. [۴] هغه د خیبر ایجنسۍ د تیرا درې څخه راغلی و او د پېښور کمشنر لپاره یې کار کاوه. [۵] هغه په امبالا کې په استعماري پوځ کې د سپرو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله. [۶] هغه د ۱۸۵۷ کال د هند د بغاوت په جریان کې په روهیلکنډ او اوده کې د صدارت په لښکرو کې دنده ترسره کړې. [۷] هغه په پېښور کې د سپاره سرتېري په توګه دنده ترسره کوله او د رینل ټیلر لپاره یې د سپاره شوي آرډرلي په توګه کار کاوه، چې شېرعلي ته یې آس، تومانچه او سند ورکړی و. [۸] شېرعلي د خپلو ښو اخلاقو له امله په اروپایانو کې مشهور و او د ټیلر د ماشومانو پالنه یې کوله. [۹]

شېرعلي اپريدي يو غل چې د ده اس او مېرمنې تښتولو هڅه يې کوله، وژلی وو.افریدي یو غل وژلی وو چې د هغه د څاروي او میرمنې د غلا کولو هڅه یې کوله، هغې ته د دې وژنې په مقابل کې بښنه او عفوه وشوه.[۲]

اندامان ته ترانسپورت[سمول]

په ۱۸۶۷ کې، حیدر چې د هغه د دوښمنانو څخه و په پېښور کې په رڼا ورځ د خپلې خور د ځورونې په تور وواژه. [۱۰] که څه هم هغه د بې ګناهۍ غوښتنه وکړه، هغه په ۲م اپریل ۱۸۶۷ کې د مرګ په سزا محکوم شو. د استیناف په جریان کې، د هغه سزا د یوه قاضي، ډګروال پولاک لخوا د عمر قید ته کمه شوه [۱۱] او هغه د انډامان او نیکوبار ټاپوګانو ته د بندي په توګه ولېږل شو، ترڅو خپله سزا پوره کړي. هلته د تګ څخه وروسته د ده د ښه چلند له کبله نوموړي ته اجازه ورکړل شوه چې په پورټ بلیر کې د حجام (نايي) په توګه کار وکړي. [۹]

د لارډ میو وژنه[سمول]

ریچارډ بورک، د میو شپږم ارل ، د ۱۸۶۹ څخه د هند وایسرای ، د ۱۸۷۲ په فېبرورۍ کې د انډامان او نیکوبار ټاپوګانو څخه لیدنه کوله. دا جزيره د هند د مجرمينو او سياسي بنديانو لپاره د برېتانیا د جزا کالونۍ په توګه کارول کېده لارډ میو د دې جزيري د مرکز د مقرراتو مسودې کې د پام وړ رول درلود. [۱۲] د فېبرورۍ په اتمه چې کله وايسراي تقريباً خپله معاينه بشپړه کړې وه او د ماښام په اوو بجو خپلې کۍتۍ ته راروان وو چې ليډي مايو هم په انتظار ولاړه وه نو شېرعلي اپريدی راښکاره شو او هغه يې په چړو ووهلو. [۱۳] شېرعلي سمدستي د دولسو امنيتي کسانو لخوا ونيول شو. لارډ میو ډېر ژر مړ شو. [۱۳] دا پېښه، چې د جزيرې د مسؤلينو پام يې ځانته راجلب کړ، د هیریټ د غره په لمن کې پېښه شوه. [۱۴]

وروسته[سمول]

د وايسراي وژنې، د هند د لوړ پوړي چارواکي، چې د برېتانوي واکمنۍ لخوا ټاکل شوي وو، په ټوله برېتانيا او برېتانوي هند کې د ټکان څپې راوپارولې. شېرعلي اپريدي غوښتل د خپلې سزا د غچ په توګه دوه برېتانوي وګړي، سپرنټنډنټ او وايسراى ووژني، چې د ده په اند د ده په حق کې يې زياتی کړی و. [۱۵] هغه ټوله ورځ انتظار وکړ او یوازې ماښام یې د وایسرای د وژلو فرصت وموند. هغه وویل چې د خدای په امر یې وژلی دی. [۹] هغه په ساده ډول د انځور لپاره ودرېد. [۱۳] په همدې وخت کې ځینې جهادي الهام لرونکي بندیان د اندامان په زندان کې وو، خو انګرېزانو د وایسرای په وژلو کې د دې بندیانو هیڅ تړاو ونه موند. [۹] شېرعلي اپريدی په مرګ محکوم شو او د وائپر ټاپو په زندان کې د ۱۸۷۲ کال د مارچ په ۱۱مه په دار وځړول شو. [۱۳]

داهم وګوره[سمول]

  • محمد عبدالله (هند)

سرچينې[سمول]

  1. Burke, Jim (2005). A History Of Burke in Ireland. Jim Burke. مخونه 27. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Journal. 1899. مخونه 301. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Invalid <ref> tag; name "Journal 1899" defined multiple times with different content
  3. Chick, N.A. (1872). In Memoriam : a Complete Record ... of All the Mournful Circumstances ... in Connection with the Assassination of the Late Earl of Mayo ... T. S. Smith. مخونه 42. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "The Murder of Lord Mayo 1872". andaman.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "The Murder of Lord Mayo 1872". andaman.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. تشه سرچينه (لارښود)
  7. Hussain, Hamid. "Tribes and Turbulance". defencejournal.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. James, Halen. "The Assassination of Lord Mayo : The "First" Jihad?" (PDF). IJAPS,Vol 5, No.2 (July 2009). لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ تشه سرچينه (لارښود)
  10. Francis, Neelam. "Independence Day 2023: 'There is no link between Lord Mayo's assassination and the Criminal Tribes Act'". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. James, Halen. "The Assassination of Lord Mayo : The "First" Jihad?" (PDF). IJAPS,Vol 5, No.2 (July 2009). لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. James, Halen. "The Assassination of Lord Mayo : The "First" Jihad?" (PDF). IJAPS,Vol 5, No.2 (July 2009). لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ تشه سرچينه (لارښود)
  14. (په 21 December 2005 باندې). [{{{url}}} {{{title}}}].
  15. Doyle, A.C.; Towheed, S. (2010). The Sign of Four. Broadview Press. مخونه 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4604-0172-9. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)

کتابتون[سمول]

  • فام داس (1937): د اندامان ټاپوګان.
  • پروفیسور سین د انضباطي سزا: د اندامان ټاپوګانو کې استعمار او محکوم ټولنه. د اکسفورډ پوهنتون پریس.

بهرنۍ اړیکې[سمول]

Media related to Sher Ali Afridi at Wikimedia Commons