سيد رحمن وگړپال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد رحمن وگړپال (۱۳۳۷ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت، د سره رود ولسوالي) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.


مخينه

حاجي سيد رحمان وگړپال حبيب د حاجي حبيب الرحمان زوی، پر ۱۳۳۷ ل ل کال د ننگرهار ولايت، د سره رود ولسوالۍ په خيراباد کلي كې زېږېدلى دى. منڅنۍ زده کړې يې د کابل په حبيبيه لېسه کې ترسره کړې او دغه لېسه يې پر ۱۳۵۴ ل ل کال پای ته رسولې ده. پر ۱۳۵۶ ل ل کال د مسلکي او لوړو زده کړو لپاره د پير روښان په ښوونتون (د ښوونکو د روزنې عالي موسسه) کې شامل او پر ۱۳۵۸ ل ل کال يې پای ته رسولی دی. د ښوونتون تر پای ته رسولو وروسته پر ۱۳۵۹ ل ل کال د رحمان مېنې په لېسه كې د ښوونكي په توگه پر دنده وگومارل شو. دا دنده يې تر ۱۳۶۳ ل ل کاله ترسره کړه. وگړپال په لېسه کې د دندې پر مهال په زرگونو زده کوونکي وروزل او ټولنې ته يې وړاندې کړل. نوموړي د یو لړ ناخوالو له کبله د ښوونکي دنده پر هماغه ۱۳۶۳ ل ل کال پرې ښووه.

کله چې په هېواد كې اکر (وضعه) ډېر ترېنگلی کېږي، سيد رحمان وگړپال خپلې پلرنۍ دندې ته، چې سوداگري ده، مخ اړوي چې له هماغه وخته تر دې دمه پر همدې دنده بوخت دى. وگړپال په هېواد کې د اويايمو لمريزو لېږدي کلونو د سختو جگړو او نامنۍ له لامله لکه د گڼ شمېر نورو افغانانو په څېر له هېواده بهر کډوالۍ ته اړوت او روسيې ته ولاړ. نوموړی څه کم او زيات ۸ کاله په مسكو كې د نورو کډوالو افغانانو په څېر د مساپرۍ ژوند وکړ. هغه هلته هم د سوداگرۍ پر چارو بوخت وو، خو د دې ترڅنگ پر ادب، په تېره پر شعر او شاعرۍ هم بوخت وو او په بېلابېلو مشاعرو کې يې گډون کړی دی. نوموړی له ۲۰۰۷ ز کاله راوروسته هېواد ته ستون او د گران افغانستان په جلال آباد کې مېشت شو.

مدني اکر

شاعر او ليکوال سید رحمان وگړپال پر ۱۳۶۲ ل ل کال واده کړی، اوسمهال ۷ اولادونه لري؛ د زامنو نومونه یې مړوند وگړپال، تسل وگړپال او اباسين وگړپال دي.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- هيلې لا غوټۍ دي (شعري ټولگه)، د ۱۳۷۷ لمريز کال پېښور چاپ.

۲- جل وهلي گلونه (شعري ټولگه).


ناچاپه نښيرونه يې

۱- د پگړ‎‎ۍ ول (شعري ټولگه).

۲- که ته نه وی (لنډې کيسې).


د شعر څو بېلگې يې

غزل

ما چې په ځان واخيست تهمتونه ستا- څه كه راكوي څوك پېغورونه ستا

څنگه دې پېغور په ځان وانخلمه - شونډې دې غوټۍ سترگې جامونه ستا

مه ږده په زړگي مې د ملهم پټۍ - پرېږده چې په كې وي پرهرونه ستا

دومره خيال يې ساته ما خو دركړلو - ډېر په كې پراته دي ارمانونه ستا

شك راته پېدا شي يارانه كې دې - كله چې راياد كړمه لوظونه ستا

دې دنيا كې دغه را په برخه شو - خيال كې جوړومه تصويرونه ستا


څلوريزه


دوطن د غرونو اوښکې چیري وړې د کابل سینه - په لیمو يې بدرگه که دې کې ځي د وطن مینه

موږ‎ ته ھیڅ نه دي راپاتې، وطن وران خو دومرہ وکه - امانت يې زړ‎ہ کې ساته زموږ‎ اوښکې اباسینه



سرچينې

۱- د سيد رحمان وگړپال دغه ژوندليک هغه پخپله د برېښنايي پوهنغونډ (ويکيپېډيا) کاروونکي ته سپارلی دی.