سيد بهاوالدين بهايي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
سيد بهاوالدين بهايي

سيد بهاوالدين بهايي يو افغان شاعر و.

مخینه

دهیواد خوږ ژبی شاعر دتصوف او عرفان لارښود بهايي جان چی مکمل نوم یی سيد بهاءالدين او تخلص یی بهايي جان دی دمرحوم سيد محمد يار اتش نفس زوی په کال 1272 هجری لمریز کی دزابل ولايت دشنکۍ ولسوالۍ په ملکزایو کلی کی دنیا ته راغلی پلاریی مرحوم سيد محمد يار اتش نفس د نقشبنديه طريقې پياوړى مرشد ،روحاني ، صوفی ،او شاعر وودشعر نمونه یی په اریانا دايرة المعارف کی چاپ شوی . دسيد بهايي جان آغا پلرونه او نيکونه له 900 سوه کلونو څخه راپدې خوا په افغانستان کي ميشت شوی چی د تاریخ په اوږدو کي یی دتصوف او عرفان ترڅنگ د دینی زده کړومرکزونه جوړ کړی او له همدی لاری خپل ولس او خلکو ته دخدمت جوگه شوی .

زده کړه

سيد بهايي جان په شپږ کلنۍ کي دزابل ولايت دشنکۍ ولسوالۍ دغنډانو په خانقا کي په زده کړو پيل وکړ دسمی له مشهور عالم حاجي ملاعبدالحميد نه يې ليک لوست زده کړل ، دفارسي مروج کتابونه ابتدایی فقه او ابتدايي صرف يې زده کړل او تر اتلس کلنۍ پوري يې فقه ، صرف نحو، ميراث اصول ، عقايد اونور فنون دخپلو مشرانو وروڼو سيدمحمد موسىٰ او د طريقت له لارښود شيخ مولانا ميانورمحمد آغوجاني صاحب څخه زده کړل او له اتلس کلنۍ څخه وروسته کندهارته ولاړاو هلته يې دتفسير اوقرائت علوم له مولوی شرف الدين او دغوث زمان سيد محمد عمرجان کندهاري څخه ، چي دده نسبي ورورهم وو حاصل کړل . او نور علوم يې په غزني کي دواغظ ولسوالۍ دچهارده له ملا صیب ملا محمدعلی اودغزني دارزو دکلی له ملاحاجي قربان نه ولوستل او وروسته دلوړو زدکړو له پاره دکابل د دارالخلافې دميزان التحقيق مدرسه ته شامل شو چي نوموړى دارالعلوم د هغه وخت دشرعاتو دپوهنتون حيثيت درلود.

تصوف اوعرفان

حضرت سيد بهايي جان دمعرفت او معنويت په آسمان کي لکه لمر وځليد او ټولوته فيض بښونکى شواو دژوندستره برخه يې دخپل نفس سره دمجاهد ت اوله خلق الله سره مرستې ته وقف کړې وه،اکثره وخت به يې په خلوت کي دخداى (ج) په ذکر ، ليک او لوست تېراوه . دبېلکي په توگه دده دلسگونو خلوتونو څخه ديوې ناستې يادونه کوو هغه داچي : د۷ اوو کالو اودري مياشتو په اوږدو کي د ۱۳۳۵ نه تر ۱۳۴۲ کاله پوري دغزني دروضې په خانقا کي په خلوت او عبادت بوخت ؤ او هم به دخلوت په دوران کي روژه وو خوراک به یی يوازي داوربشو يو ټوک ډوډۍ وه چي په دا د ده دهوډمن او ځواکمن رياضت یوه بیلگه وه .

د بهایی جان اثار او لیکنی

  1. دوه دفتر دېوان بهايي جان _ ناچاپ
  2. گلدسته :گلچين اشعار پښتو ، فارسي _ ناچاپ
  3. ساقي نامه نظم نثر فارسي . دچاپ کال ۱۳۹۶-3
  4. آسمان حُسن نظم ، نثر فارسي . د چاپ کال ۱۳۹۶
  5. مصطلحات صوفيه : چاپ کال ۱۳۹۶-5
  6. سمنگاني نظم ، نثر پښتو فارسي قلمي دليکنې تاريخ ۱۳۵۰ ش
  7. رساله اخلاق زنانه پښتو قلمي ناچاپ7
  8. رساله انسان کامل فارسي قلمي ناچاپ
  9. چلتارمدينه دليکنې تاريخ ۱۳۳۶ش چاپ شوی9
  10. ابرارمدينه پښتو،فارسي چاپ
  11. اسرارمدينه پښتو، فارسي ، ناچاپ
  12. انوار مدينه فارسي .ناچاپ-12
  13. برگ بهاري دليکنې تاريخ ۱۳۳۷ش چاپ
  14. دولسم دفتر پښتو ، فارسي نظم دلکنې تاريخ ۱۳۳۶ش ناچاپ
  15. روضةالشعرا : دليکنې تاريخ ۱۳۳۷ چاپ
  16. روضة العرافا: چاپ ۱۳۳۷ ش
  17. غزلباغ دليکنې تاريخ ش ۱۳۳۷ ناچاپ
  18. رودبارنى ۱۳۵۳ش چاپ
  19. نارنور داتش نفس خوارق دچاپ کال ۱۳۴۲ش
  20. بحرالانوار، رساله معرفي کرامات حضرت نانا صاحب دچاپ کال ۱۳۴۲
  21. جزيات قديمي قلمي ناچاپ
  22. کليات اول دفتر دليکنې تاريخ سال ۱۳۳۵ش چاپ
  23. کليات دويم دفتر ناچاپ
  24. چلتار بهايي فارسي ناچاپ
  25. چلتارمدينه قديمي دليکنې تاريخ ۱۳۴۱ش ناچاپ
  26. فرخاري قديم قلمي دليکنې تاريخ ۱۳۳۹ ش ناچاپ
  27. فرخاري جديد دليکنې تاريخ ۱۳۴۷ ش ناچاپ
  28. دغزني مناره قلمي ۱۳۳۸ ش ناچاپ
  29. نقلُ پتاسه قلمي ناچاپ
  30. چراغ المريدين دچاپ کال ۱۳۰۹ش
  31. مراسلات افغاني دليکنې تاريخ ۱۳۳۸ ش ناچاپ
  32. چهارده معصوم چاپ
  33. جزيات چاپ
  34. درة العاشقين چاپ
  35. رسائل سراپاٰى معشوق ناچاپ
  36. نکات واشارات ابرار مدينه چاپ
  37. وړه رساله دهرات دسفر واقعې او شرح ناچاپ
  38. ارغوان قلمي ناچاپ
  39. دسيدبهاي ي جان اواستاد خليل الله خليلي مناظره او مشاعره چاپ
  40. دسيدبهايي جان او تېجه سنگه مشاعره چاپ

مړینه

مرحوم بهایی جان صاحب زاده د ۱۳۵۱ لمريز کال دلړم دمياشتي په ۳۰ وفات او په غزنی کی دسلطان محمود غزنوي زیارت ته څیرمه دروضه په کلی کی خارو ته وسپارل شو

باندنۍ تړنې