سوېلي اروپا
ونگبڼه
د اروپا لويې وچې جنوبي سیمې ته سوېلي اروپا (southern europe) ویل کیږي.په دې اړه کوم روښانه تعریف نشته، مګراسپانیا ، پرتګال ، اېټالیا او یونان په دې سیمه کې شامل دي، یا دا په پراخه توګه د ټولو اروپایي هېوادونو په توګه پېژندل کېدی شي چې د مدیترانې سمندرګي په ساحلونو کې موقعیت لري. د فرانسې سویلي سیمه او د ترکیې درې سلنه برخه چې په اروپا کې شامله ده هم د دې اصلاحاتو له مخې د سوېلي اروپا برخه ګڼل کیږي.
دا سیمه په جغرافیه کې د اروپا د لویې وچې د سویلي نیمایي په توګه تعریف شوې مګر مالوم سرحدونه نه لري.
د ملګرو ملتونو ادارې په خپلو رسمي کړنو او خپرونو کې لاندې هېوادونه د سوېلي اروپا برخه ګڼي:

اسپانيا-
البانیا - اندورا
-
اېټاليا
بلغاريا- بوسنیا او هرزه ګوني
پرتگال
جبرالټر- سان مارینو
سربيا
سلووېنيا- کرویئشا
مالټا- مقدونيه
مونټينيګرو
یونان
اړونده مقالې
[سمول]- ختیځه اروپا
- لوېدیځه اروپا
- شمالي اروپا
- مرکزي اروپا