د مدیترانې سمندرګی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د مدیترانې سمندرګی له اتلانتیک سمندر سره نښلېدلی سمندرګی دی چې د مدیترانې د حوضې یا منطقې له خوا چاپېر کېږي او تر ډېره، ان په بشپړ ډول په وچه کې را ایسار دی: له شمالي لوري څخه د لویدیځې او سویلي اروپا او اناتولیا، له سویل څخه د شمالي افریقا او له ختیځ څخه د شام له لوري. دغه سمندرګي د لویدیځ تمدن په تاریخ کې مرکزي رول لرلی. په داسې حال کې چې ځینې مهال دغه سمندرګۍ د اتلانتیک سمندر برخه بلل کېږي، خو په معمول ډول هغه د جلا اوبو په توګه یادېږي. د ځمک پوهنې شواهد ښيي چې نږدې ۵.۹ میلیونه کاله وړاندې د مدیترانې سمندرګی له اتلانتیک سمندر څخه جلا شوی چې نږدې ۵.۳ میلیونه کاله وړاندې د زنکلین بیاځلي ډکېدو تر مهاله د مسینین کړکېچ/پېښې له امله د ۶۰۰۰۰۰ کلونو دورې لپاره وچ پاتې شوی.

د مدیترانې سمندرګی نږدې ۲۵۰۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۹۷۰۰۰۰ مایل مربع) سیمه پوښي چې د نړیوالې سمندریزې سطحې ۰.۷ سلنه کېږي، خو له اتلانتیک سمندرګي سره په نښلېدونکي جبل الطارق تنګي کې – هغه تنګ تنګی چې د مدیترانې سمندرګۍ له اتلانتیک سمندر سره وصلوي او د اروپا ایبري ټاپووزمه د افریقا له مراکش جلا کوي – یوازې ۱۴ کیلومتره (۹ مایله) پراخوالی لري. په سمندر پېژندنه کې ځینې مهال ورته ایروافریقن مدیترانې سمندرګی، د اروپا د مدیترانې سمندرګی یا د افریقا د مدیترانې سمندرګی، ویل کېږي څو په نورو ځایونو کې د مدیترانې له سیندونو سره یې توپیر وشي.[۱][۲][۳]

د مدیترانې سمندرګی په منځني ډول ۱۵۰۰ متره (۴۹۰۰ فوټه) ژوروالی لري چې تر ټولو ژوره نقطه یې په ایوني سین کې د کالیپسو ژوره نقطه ده چې ۵۲۶۷ متره (۱۷۲۸۰ فوټه) ژوروالی لري.

په لرغونې زمانه کې دغه سمندرګی د سوداګرو او مسافرو لپاره مهمه لار وه چې د سیمې د وګړو ترمنځ یې سوداګرۍ او کلتوري راکړې ورکړې ته لار برابروله. د مدیترانې د سیمې تاریخ د ګڼ شمېر معاصرو ټولنو د سرچینې او پراختیا اړوند پوهې په برخه کې ډېر مهم دی. د روم سترواکۍ د پېړیو لپاره په دغه سمندرګي باندې واک درلود.

د ساعت د عقربې د خوځښت پر بنسټ، د مدیترانې سمندرګي څخه چاپېر هېوادونه هسپانیه، فرانسه، موناکو، ایټالیا، سلوانیا، کرواسیا، بوسنیا او هرزګوینا، مونتینګرو، البانیا، یونان، ترکیه، سوریه، لبنان، اسرائیل، مصر، لیبیا، تونس، الجزایر او مراکش دي؛ مالتا او قبرس په دغه سمندرګي کې ټاپوییز هېوادونه دي. په دې سربېره د غزې تړانګه او د بریتانیا بهرني قلمرونه جبل الطارق او اکلتاري او داکیلیا په دغه سمندر کې سواحلي کرښې لري.

تاریخچه[سمول]

لرغوني تمدنونه[سمول]

د نړۍ یو شمېر لویو لرغونو تمدنونو چې په بشپړه توګه یې د لویدیځ کلتوري بنسټ جوړ کړی، د مدیترانې د سواحلو په نږدې کې موقعیت درلود چې د دغه سمندرګي نږدیوالي ورباندې د پام وړ اغیز درلود. دغه سمندرګي د اوږد مهال لپاره ګڼ شمېر ټولنو ته د سوداګرۍ، استعمار او جګړې لار او همدارنګه یې ورته خوراکي توکي (له کب نیونې او نورو سمندریزو خوړولو د ټول کولو له لاري) برابر کړي. [۴]

په لرغونې کلاسیکه دوره کې د مدیترانې سمندرګي دوه د پام وړ تمدنونه د یونان ښاري دولتونه او کنعانیان وو، دواړو په پراخه کچه د مدیترانې سواحل خپلې مستعمرې وګرځولې. وروسته کله چې اګوستوس د روم سترواکي رامنځته کړه، رومیانو د مدیترانې سمندرګی Mare Nostrum یا «زموږ سمندرګی» وباله. له دې وروسته د ۴۰۰ کلونو لپاره د روم سترواکۍ په بشپړ ډول په مدیترانې سمندرګي او له جبل الطارق څخه تر شام پورې یې د دغه سمندرګي په نږدې ټولو سواحلو کنټرول درلود.

د فارس لومړي داریوش، کله چې لرغونی مصر ونیو، هغه کانال یې جوړ کړ چې د مدیترانې سمندرګی یې له سره سمندرګي سره نښلوه. د داریوش دغه کانال دومره پراخوالی درلود چې د لرغوني یونان او روم دوه بېړۍ به د پرانیستي پاروګانو سره په یو مهال کې په کې تېریدلی شوې، همدارنګه په اوږدوالي یې څلور ورځې وخت نیو، څو له دغه کانال تېرې شي.[۵][۶][۷][۸]

منځنۍ دوره او سترواکۍ[سمول]

د لویدیځ روم سترواکي په ۴۷۶ ز کال کې وپاشل شوه. د لنډ مهال لپاره ختیځ یو ځل بیا واکمن شو، ځکه دروم ځواک په بیزانس سترواکۍ چې په ۴ مه پېړۍ کې د رومي سترواکۍ له ختیځې نیمايي څخه رامنځته شوې وه، دوام وموند. په اوومه پېړۍ کې بل ځواک رامنځته شو او د هغو دین، اسلام، ډېر ژر ټول ختیځ ته لار ومونده د امویانو تر واکمنۍ لاندې عربو د مدیترانې سیمې په ډېره برخه واک درلود او د هغو په ختیځ او سویلي سواحلو کې یې خپلې تلپاتې نښانې پرېښودې.

د عربو بریدونو د ختیځې او لویدیځې اروپا ترمنځ سوداګریزې اړیکې او د ختیځو آسیایي سترواکیو سوداګریز مسیرونه اخلال کړل. دغې چارې په غیر مستقیم ډول د کسپین/خزر سمندرګي له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې په وده کې اغېز درلود. له مصر څخه ختیځې نړۍ ته د غله جاتو صادراتو یوځل بیا لار ومونده. د ختیځې آسیا د سترواکیو تولیدات، لکه: ورېښم او درمل، له مصر څخه د یهودي سوداګرو او بېړۍ چلوونکو له خوا بندرونو لکه وینز او قسطنطنیې ته وړل کېدل. د وایکنګانو برید نور هم د لویدیځې اروپا سوداګرۍ له ستونزو سره مخ کړه او آن په ټپه یې ودروله. ورته مهال نورسمنانو بیا له ناروې څخه تر سپین سمندرګي پورې سوداګرۍ ته وده ورکړه او له هسپانیې او مدیترانې څخه یې د لوکسو توکو سوداګري هم وکړه. بیزانسانو د اتمې پېړۍ په نیمايي کې د مدیترانې د شمال ختیځې برخې کنټرول یوځل بیا ترلاسه کړ. [۹]

په اناتولیا کې د عثماني سترواکۍ ودې دوام درلود او په ۱۴۵۳ ز کال کې د قسطنطنیې په فتح کولو سره یې بیزانسي سترواکي له منځه یووړه. عثمانیانو په ۱۶ مه پېړۍ کې په دغه سمندرګي ډېر کنټرول ترلاسه کړ او او د فرانسې په سویل (۱۵۴۳-۱۵۴۴ز کلونو)، الجزایر او تونس کې یې خپلې پوځي اډې خوندي وساتې. باربروسا، مشهور عثماني بېړۍ چلوونکی چې پروزا جګړه یې وګټله د دغې واکمنۍ نښان بلل کېږي. د جربا جګړه(۱۵۶۰ زکال) په مدیترانې سمندرګي کې د عثماني سترواکۍ د واک اوج و. د اروپايي هېوادونو د سمندریز ځواک په زیاتېدو سره هغوی د عثمانیانو د پراختیا مخه ونیوله او په لپانتو جګړې (۱۵۷۱ ز کال) سره یې د عثماني سترواکۍ سمندري ځواک وارزوه. دا وروستۍ سمندري جګړه وه چې د ګالي بېړیو (لرغونې جنګي بېړۍ وې) ترمنځ ترسره شوه.[۱۰][۱۱][۱۲]

یووېشتمه پېړۍ او کډوالي[سمول]

په ۲۰۱۳ زکال کې د مالتا ولسمشر د مدیترانې سمندرګی، په دغه سمندر کې د کډوالو د بېړیو په چپه کېدو سره د ګڼ شمېر کډوالو د غرق کېدو له امله «هدیره» وباله. د اروپايي پارلمان مشر مارتین شولتز په ۲۰۱۴ ز کال کې وویل چې د اروپا د کډوالۍ پالیسي «د مدیترانې سمندرګی په هدیره بدل کړی»، همدارنګه یو آذربایجاني چارواکي هم دغه سمندرګی «د خښولو ځای... چېرې چې وګړي مري» بللی.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۲۰۱۳ ز کال کې په لمپدوزا سیمه کې د کډوالو د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته، د ایټالیا حکومت پرېکړه وکړه چې «Operation Mare Nostrum» عملیاتو ته په اجازې ورکولو سره په مدیترانې سمندرګي د ګزمې کولو ملي سیسټم چې د کډوالو سره د بشردوستانه مرستې او د کډوالو د قاچاقیانو د نیولو نظامي عملیات دي، پیاوړی کړي. په ۲۰۱۵ ز کال کې له یو میلیون څخه زیاتو کډوالو د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته ځانونه رسولي.[۱۶]

ایټالیا له نورو اروپايي هېوادونو څخه ډېر د اروپايي کډوالو له کړکېچ اغېزمنه ده. له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې له ۷۰۰۰۰۰ زیاتو کډوالو ځان ایټالیا ته رسولی، چې ډېری یې د افریقا د سویلي صحرا وګړي دي.[۱۷][۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. "Mediterranean Sea". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Microsoft Word – ext_abstr_East_sea_workshop_TLM.doc" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Researchers predict Mediterranean Sea level rise – Headlines – Research – European Commission". Europa. 19 March 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. David Abulafia (2011). The Great Sea: A Human History of the Mediterranean. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rappoport, S. (Doctor of Philosophy, Basel). History of Egypt (undated, early 20th century), Volume 12, Part B, Chapter V: "The Waterways of Egypt", pp. 248–257 (online). London: The Grolier Society.
  6. Davidson, Tom (11 April 2019). "Archaeologists discover 3,600-year-old shipwreck that sunk in a storm". mirror. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Turkish archaeologists discover world's 'oldest' Bronze Age shipwreck off Antalya coast". DailySabah. 8 April 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Turkey: 3,600-year-old shipwreck found in Mediterranean". www.aa.com.tr. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Couper, Alastair (2015). The Geography of Sea Transport. د کتاب پاڼي 33–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-35150-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Balard, Michel (2003). Bull, Marcus Graham; Edbury, Peter; Phillips, Jonathan (المحررون). The Experience of Crusading, Volume 2 – Defining the Crusader Kingdom. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 23–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-78151-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Housley, Norman (2006). Contesting the Crusades. Blackwell Publishing. د کتاب پاڼي 152–54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-1189-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Brundage, James (2004). Medieval Italy: An Encyclopedia. Routledge. د کتاب پاڼې 273. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-94880-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Schulz: EU migrant policy 'turned Mediterranean into graveyard'". EUobserver. 24 October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Novruz Mammadov: The Mediterranean become a burial ground". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Migrant deaths prompt calls for EU action". Al Jazeera – English. 13 October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Over one million sea arrivals reach Europe in 2015". UNHCR – The UN Refugee Agency. 30 December 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "What will Italy's new government mean for migrants?". The Local. 21 May 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 18 July 2017 باندې). African migrants fear for future as Italy struggles with surge in arrivals. Reuters.