سقراطي پوښتنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوکراتي پوښتنې(Socratic maieutics) نوم ورته له سوکرات نه وروسته ورکول شوی دی. نوموړي يو تعليمي مېتود وکاروه، چې له خپلو زده کوونکو نه په پوښتنې کولو سره يې د ځوابونو په پيداکولو باندې تمرکز وکړ. د اپلاتون له نظره چې د سوکرات له زده کوونکو نه و، سوکرات باور درلود چې د فکري پوښتني منظم تمرين زده کوونکی يا عالم ته د دې توانايي ورکوي، چې نظريه وازمايي او د دې وړ اوسي چې، د دې نظريو اعتبار معلوم کړي. اپلاتون د تدريس دا سخت يا ټينګ مېتود د دې خبرې د تشرېح کولو لپاره څرګند کړ، چې ښوونکی د دې لپاره چې زده کوونکی اړ کړي چې د علم تر ټولو لوړه کچه تر لاسه کړي، يو عمومي ناخبره سلوک په نظر کې نيسي. پر همدې بنسټ يو زده کوونکی د دې وړتيا لري چې مغايرتونه تر لاسه، نامناسب يا نيمګړې نظريې بيا پيدا او په جدي ډول اړين فکر مشخص کړي. [۱][۲][۳]

سوکراتي پوښتنه، د منظمې پوښتنې کولو يوه بڼه ده، چې کولی شي په ډېرو برخو او د زياتو موخو لپاره د فکر لټولو په موخه وکارول شي، په ګډون د دې چې پېچلې نظريې راوڅپړي، د شيانو حقيقت ته ورسېږي، مسئلې او ستونزې خلاصې کړي، انګېرنې راښکاره کړي، مفاهيم تحليل کړي، هغه څه چې پرې پوهېږو او يا هغه چې پرې نه پوهېږو، يو له بله بېل کړي، د فکر منطقي پایلې تعقيب يا بحثونه اداره کړي. سوکراتي پوښتنه، د هغې بنسټ پر اساس ده، چې فکر کوونه ساختمان شوی منطق لري او بنسټيزو فکرونو ته اجازه ورکوي چې وپوښتل شي. سوکراتي پوښتنې، په خپله له پوښتنې نه د بېلولو کیلې دا ده چې، لرغونی يا پخوانی په ترتيب، منظم او ژور وي او په عادي ډول په بنسټيزو مفاهيمو، اصولو، نظريو، مسئلو يا ستونزو تمرکز کوي. [۴]

سوکراتي پوښتنه، په تدريس کې راجع کېږي او په زده کړو په ځانګړي ډول په وروستيو دوو لسيزو کې يې د يوه مفهوم په توګه عمومي منښت تر لاسه کړي دی. ښوونکي، زده کوونکي يا بل هر هغه څوک چې په ژوره سطحه د فکر په پلټنه کې لېوال وي، کولی شي سوکراتي پوښتنې جوړې، په هغوی کې ځان بوخت کړي. سوکراتي پوښتنه او نور ډولونه يې په pshychotherapy کې په پراخه توګه کارول شوې دي. [۵]

د ښوونې او روزنې علم(پیداګوژي)[سمول]

کله چې ښوونکي په تدريس کې سوکراتي پوښتنه کاروي، موخه يې کېدای شي دا وي چې د زده کوونکي فکر وپلټي، په ورکړل شوې مقالې، مسئلې يا موضوع د زده کوونکي د پوهې پراخوالی معلوم کړي، چې د زده کوونکو لپاره سوکراتي پوښتنه جوړه کړي يا له زده کوونکو سره مرسته وکړي، چې يو مفهوم يا د استدلال کرښه تحليل کړي. دا وړانديز شوی دی، چې زده کوونکي بايد د سوکراتي پوښتنې ترتيب زده کړي، تر څو دوی په سختو مسئلو، د نورو د فکر په پوهېدنې او ټاکلو او د هغو مفاهيمو په تعقيبولو کې ورنه ګټه پورته کول پيل کړي، چې دوی او نور يې فکر کوي. په حقيقت کې سوکرات په خپله فکر وکړ، چې پوښتنه د تدريس يوازينۍ د دفاع وړ بڼه وه.  

ښوونکي کولی شي، سوکراتی پوښتنې په تدريس کې لږ تر لږه د دوو موخو لپاره وکاروي:

  • په ژوره توګه د زده کوونکي فکر وپلټي، له زده کوونکو سره مرسته وکړي، چې هغه څه چې پرې پوهېږي او هغه چې نه پرې پوهېږي، تر منځ يې توپير کول پيل کړي (او له دوی سره مرسته وکړي چې، په پړاو يا پروسس کې معنوي ټيټوالي ته وده ورکړي).
  • د زده کوونکو وړتياوو ته وده ورکړي، چې سوکراتي پوښتنې وپوښتي،له زده کوونکو سره مرسته وکړي چې دسوکراتي خبرو پياوړي وسايل وپلټي، دوی په دې ډول کولی شي چې دا توکي يا وسايل په ورځني ژوند (د ځان او نورو په پوښتلو) کې وکاروي. په دې برخه کې ښوونکي کولی شي، د پوښتنې کولو کړنلارې هغسې جوړې کړي، چې دوی له زده کوونکو غواړي چې سيالي وکړي او په کار واچول شي. له دې ورهاخوا، د ښوونکي اړتيا چې په سيده يا مستقيم ډول زده کوونکو ته تدريس کړي، ژورې پوښتنې څه ډول جوړې او وپوښتي. د دې تر څنګ زده کوونکي تمرين ته اړتيا لري، چې په خپله د پوښتنې کولو وړتياوو ته وده ورکړي.

سوکراتي پوښتنې په زده کړه کې د پوښتنې اهميت په ډاګه کوي. دا د سيستماتيک (منظم) او ټوټه شوي فکر تر منځ توپير کوونه رانغاړي، په داسې حال کې چې پر اشخاصو فشار واردوي چې د خپل علم او نظريې په رېښو وپوهېږي. هغه زده کوونکي چې په تعليمې تنظيماتو کې د سوکراتي پوښتنې د کارونې ملاتړ کوي، بحث کوي چې سوکراتي پوښتنه له زده کوونکو سره مرسته کوي چې فعال او خپلواک زده کوونکي جوړ شي. د هغو سوکراتي پوښتنو بېلګې، چې په زده کړيزو تنظيماتو کې د زده کوونکو لپاره کارول کېږي:

  1. زده کوونکي چمتو کول، چې خپل فکر روښانه کړي او د خپل فکر مبدا یا اصليت راوڅېړي. د نمونې په ډول: تاسې ولې دا وايئ؟، ايا نور يې تشرېح کولی شئ؟
  2. د انګېرنو په اړه د زده کوونکو هڅول. د مثال په ډول: ایا دا همېشنی حال دی؟، ولې فکر کوئ، چې دا انګېرنه دلته ده؟
  3. د بحثونو لپاره د بنسټ په توګه د ثبوت برابرول. د نمونې په توګه: تاسې ولې دا وايئ؟ ایا په دې ثبوت د شک کولو لپاره دليل شته؟
  4. د متبادلو نظر وړ ټکو او فکري اړخونو او د مخالفتونو تر منځ د شخړو موندل يا څرګندول. د بېلګې په ډول: ضد يا مخالف بحث څه شی دی؟ ایا کوم چا دې ته په بله طريقه کتلي يا ورته کتلی شي؟
  5. پایلې او عواقب څېړل. د ساري په توګه: مګر که چېرې .... رامځته شي، نوره څه پایله به ولري؟ ..... څه ډول او په ..... اغېزه کوي؟
  6. د پوښتنې پوښتل
  7. د بېلګې په ډول: ولې فکر کوې چې ما هغه پوښتنه وکړه؟، پوښتنه ولې مهمه وه؟، ستاسو له پوښتنو کومه يوه يې مطلوبې پایلې ته رسېدلې ده، چې تر ټولو زياته ګټوره وي؟

سرچينې[سمول]

  1. Jacques Brunschwig, Geoffrey Ernest Richard Lloyd (eds), A Guide to Greek Thought: Major Figures and Trends, Harvard University Press, 2003, p. 233.
  2. "What is Socratic Questioning". Starting Point - Teaching Entry Level Geoscience. Carleton College. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "What is Socratic Questioning". Starting Point - Teaching Entry Level Geoscience. Carleton College. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Paul, Richard; Binker, A.J. (1990). Critical Thinking: What Every Person Needs To Survive in a Rapidly Changing World. Foundation for Critical Thinking. د کتاب پاڼې 360. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-944583-08-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Paul, Richard; Binker, A.J. (1990). Critical Thinking: What Every Person Needs To Survive in a Rapidly Changing World. Foundation for Critical Thinking. د کتاب پاڼې 360. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-944583-08-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)