Jump to content

سر ډونالډ سټوارټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سر ډونالډ سټوارټ
sir Donald Martin Stewart (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Forres (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ مارچ ۱۸۲۴ — ۱۸۲۴[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۶ مارچ ۱۹۰۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
اړين معلومات
جګړه
جوړښت
جایزې

فیلډ مارشال سر ډونالډ مارټین سټیوارټ، لومړی بارونیټ (1 مارچ 1824_ 26 مارچ 1900) په بریتانوي هند کي د هندي پوځ یو لوړ پوړی افسر وو. نوموړي په 1854 کي د شمال لویدیز سرحد ته د اکا خیل په عملیاتو کي جګړه وکړه، ورپسې یې په 1857 کي د هندي بغاوت په ځواب کي برخه واخیستل او د انډامان ټاپوګانو د جزایي تصفیې د قوماندان په توګه د دندي ترسره کولو وروسته یې د انګلیس - افغان په دویمه جګړه کي د کویټي د فوځ د قومندان په توګه دنده سرته ورسول. د کویټي د قومندانۍ په دنده کي هغه د بولان له لاري کوټې ته لاړ او له هغه ځایه یې د 1879 په جنوري کي ځان کندهار ته ورساوه. سټیوارټ د ۱۸۸۰ کال د مارچ په میاشت کي له کندهار څخه کابل ته یو ستونزمن تګ وکړ، او په لاره کي یې د احمد خېلو او ارزو تر جګړو وروسته د افغانستان په شمال کي ستره پوځي او ملکي قومانده په لاس کي واخیسته. هغه د ۱۸۸۱ کال د اپریل په میاشت کي د هند لوی درستیز او په ۱۸۹۳ کال کي د هند د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا غړی سو. [۲]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ The Peerage person ID: p38455.htm#i384548.
  2. Chisholm 1911.