Jump to content

د احمد خیلو جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د احمد خیلو جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۹ اپرېل ۱۸۸۰ (۱۸۸۰) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
ګډونوال

د احمد خېلو جګړه د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې په ترڅ کي وسوه. یاده جګړه د ۱۸۸۰ کال د اپرېل په ۱۹ مه د افغانستان په مرکزي برخه کي د کندهار او کابل تر منځ په لویه لاره کي د افغان قبایلو او برتانوي امپراتورۍ د پوځیانو تر منځ ترسره سول.

د ۱۸۸۰ کال د مارچ په ۲۷ نیټه ډګر جنرال ډونلډ سټوارټ د ۷۲۰۰ کسیز ځواک سره د افغانستان په سویل کي له کندهار څخه کابل ته روان سو، تر څو په افغانستان کي د برتانوي قومندان جنرال رابرټز ملاتړ ته ځان ورسوي.

د احمد خیلو د جګړې انځور

د ۱۸۸۰ کال د اپرېل پر ۱۹ نېټه د احمد خېلو کلي ته په ۲۳ ميل (۳۷ kم) فاصله کي هغه ځای چیري چي سړک تنګ سوی وو، د غونډیو په اوږدو کي د شاوخوا 12000 څخه تر 15000 پوري د افغانانو یو ځواک ځای پر ځای سوی وو او همدغه د بریتانوي لښکر لپاره ګواښ رامنځ ته کړ. سیمي ته د رسېدو سره سم کله چي سټیوارټ د جګړې لپاره خپل سړي ځای په ځای کول پیل کړل، د افغان قومونو یوه ډله له غرونو رابهر او برید یې وکړ. یاد برید تر مکمله چریکي بڼه درلوده او چي څنګه افغانانو یرغل وکړ سمدستي پر شا ولاړه. [۱] د وسایلو د نشتون له کبله افغانانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، او له 2000 څخه تر 3000 پورې شهیدان سول، خو برتانوي او هندي ګډ فوځ یوازي 17 مړي او 124 ټپیان ورکړه.

تر برید وروسته انګریزان مخ په وړاندي ولاړه او غزني ښار یې وپرځاوه. [۱]

دې بریا په افغانستان کي د بریتانوي لښکر مورال سخت قوي کړ او په کابل کي خوشالۍ ترسره کړې." [۲]

د ۱۸۸۰ کال د اګست په میاشت کي کله چي برتانوي ځواکونو کندهار ته د تګ پر مهال له احمد خېلو تېرېدی، هلته یې د انګریزي پوځیانو قبرونه چي یوازي یې هډوکي یې پراته وه وموندل. [۳]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Robson, Brian (2007). The Road to Kabul: The Second Afghan War 1878-1881. Stroud: Spellmount. pp. 192–197. ISBN 978-1-86227-416-7.
  2. Roberts, Sir Frederick (1897). Forty-one Years in India. London: Macmillan & Co. p. 463.
  3. Roberts, Sir Frederick (1897). Forty-one Years in India. London: Macmillan & Co. p. 480.