سرفراز خان عقاب خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرفراز خان عقاب خټک (زوکړه ۱۹۱۱ زېږدي کال، خيبر پښتونخوا - مړینه ۱۹۸۴ زېږدي کال) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او ژباړن وو.


مخينه[سمول]

سرفراز خان عقاب خټک د ١٩١١ زېږدي کال د کوزې پښتونخوا په چارسده سيمه کې زېږېدلى وو. هغه لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې په ښوونځي کې پای ته ورسولې. تر دې وروسته د پنجاب په پوهنتون کې شامل شو او پر ١٩٢٩ زېږدي کال يې دا پوهنتون پای ته ورساوه. سرفراز خان تر دې وروسته په عليگړ اسلامي پوهنتون کې شامل او پر ١٩٣٣ ز کال کې يې هلته په لومړۍ پوړۍ (درجه) (ايم- اى) تر لاسه کړه.

ښاغلی عقاب خټک د هند تر ويش وروسته بيا د خپل ژوند تر پايه په پوهنيزو او څېړنيزو کارونو بوخت وو. څېړنپوه زلمي هېوادمل په خپل کتاب «خوشال نامه» کې د سرفراز خان خټک د پوهنيزو او څېړنيزو کارندتياوو په اړه داسې يادونه کړې ده: «سرفراز خان عقاب خټک ددغو لوړو پېشو ترڅنگه د پراخې مطالعې خاوند، له تحقيق سره علاقمند د تنقيد طرف دار وو، د شعر قريحه يې درلوده. د ژوند په ټولو مراحلو کې يې په دې لاره کې نه ستړى کيدونکي خدمتونه کړي دي.»

ليکوال سرفراز خان عقاب خټک نږدې ۴۰ نښيرونه (اثاره) لري. له دغو اثارو سره خدای بښلی عقاب په سلگونه څېړنيزې مقالې په اردو، پښتو او انگريزي ژبو کښلې دي، چې په پښتو، قند، غونچه، رهبر، نورو مجلو او هم د شهباز او بانگ حرم او نورو ورځپاڼو کې چاپ شوې دي.

مړینه[سمول]

او په ١٩٨٤ز کال يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

چاپ شوي نښيرونه[سمول]

۱- تاريخ خټک (څېړنه په اوردو ژبه).

۲- کليات.

۳- لوی بوټان (ناول).


اخځليک[سمول]

۱- https://rohi.af/news/16433

۲-http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/7448

۳-https://www.tolafghan.com/articles/13727

۴- https://tatobaynews.com/archives/50958 Archived 2020-10-29 at the Wayback Machine.‎