سردار محمد نادر نعیم
سردار محمد نادر نعیم خان زوکړه ۱۹۶۵م کال) د سردار محمد عزیز خان زوی د سردار محمد نعیم خان لمسی او د افغانستان د لومړنی ولسمشر سردار محمد داود خان وراره دی. نوموړی د مور له لوری د محمد ظاهر شاه لمسی کیده.
| محمد نادر نعیم | |
|---|---|
| سردار محمد نادر نعیم خان | |
| خپلواک سیاستوال | |
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۱۹۶۵ کابل |
| تابعیت | |
| لقب | شهزاده |
| کورنۍ | د بارکزیو لړۍ |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال |
| سمول |
|
کورنۍ
[سمول]سردار نعیم خان د افغانستان د وروستې شاهی او لومړنۍ ولسمشریزې کورنۍ غړی وو د نوموړی د مور پلار محمد ظاهر شاه د خپل پلار محمد محمد نادر شاه له مرګ وروسته په افغانستان څلویښت کاله شاهی حکومت وکړ. همدارنګه د نوموړی تره سردار محمد داود خان چې د محمد ظاهر شاه نه یې د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې واک نیولی وو د افغانستان لومړنی ولسمشر وو. محمد ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان او کورنۍ یې د بارکزیو (بارکزي) له قوم څخه وو.
ژوند
[سمول]له دې مخکې چې په ۷ د ثور د حفیظ الله امین په مشرې د سردار داود خان په وړاندی کودتا وشي محمد نادر نعیم تر شپږم ټولګی د کابل په استقلال لیسه کې زده کړې وکړی له هغې وروسته نوموړی انګلستان ته مهاجر شو چې له کابو دیرش کالو وروسته د خپل پلار جسد سره کابل ته ستون شو. نوموړی د خپل نیکه محمد ظاهر شاه ترڅنګ په ارګ کې د ولسمشر کرزی ترڅنګ پاتی شو، اما د خپل نیکه له مرګ وروسته له ارګ بهر خپلواک سیاسي ژوند پیل کړ. سردار نعیم خان د ولسمشر کرزی په امر د سردار محمد داود خان په ګډون د خپلې کورنۍ ۱۸ غړي چې د ثور کودتا پرمهال وژل شوي وو وموندل او د رسمي مراسمو سره یې خاورو ته وسپارل.
