سردار محمد عزيز خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار محمد عزيز خان

سردار محمد عزيز خان (۱۸۷۷ ز. - ۶ د جون، ۱۹۳۳ ز.) يو افغان ديپلومات و. هغه د افغانستان د پاچا امير حبيب الله خان سکرتر او له ۱۹۱۷ ز. تر ۱۹۱۹ ز. پورې د افغانستان د باندنيو چارو وزير او د المان او روسيې لپاره د افغانستان سفير و.

مخينه

سردار محمد عزيز خان د سردار محمد يوسف خان او مستوره بېگم مشر زوی و. هغه د هند په دېره دهن کې پيدا شوی و. نوموړی لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان پلار و. همداراز هغه د افغانستان د پاچا سردار محمد نادر شاه مشر ورور او د محمد ظاهر شاه تره هم و. هغه د خپل د تره (سردار محمد آصف خان) لور خورشيد بېگم سره واده کړی و او څلور ځامن او څلور لوڼې يې درلودې.

ځامن

  1. سردار محمد داود خان
  2. سردار محمد شفيع خان (په ماشومتوب کې مړ شوی)
  3. سردار محمد رحيم خان (په ماشومتوب کې مړ شوی)
  4. سردار محمد نعيم خان

لوڼې

  1. زوبيده بېگم د سردار غلام فاروق خان مېرمن
  2. معصومه خانم (په ځوانۍ کې مړه شوې)
  3. امنه خانم (په ځوانۍ کې مړه شوې)
  4. عايشه جان

زده کړې

سردار محمد عزيز خان په هند کې زده کړې ترلاسه کړي وې.

مړينه

سردار محمد عزيز خان چې کله په برلېن کې د افغاني محصلينو د لومړنۍ ډلې مربي په توگه مسافر و نو د يو افغان محصل چې نوم يې سيد کمال و، لخوا ووژل شو. د هغه مړی يې افغانستان ته راوړ او د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.