سردار محمد نعيم خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار محمد نعيم خان
سردار محمد نعيم خان

سردار محمد نعيم خان (۱۹۱۱ ز. - ۲۷ د اپرېل، ۱۹۷۸ ز.) د سردار محمد داود خان ورور او د محمد ظاهر شاه د تره ځوی. او امريکا لپاره د افغانستان پخوانی سفير و.

مخينه او زده کړې

سردار محمد نعيم خان د سردار محمد عزيز خان زوی او د سردار محمد داود خان کشری ورور و. هغه د افغانستان په حبيبيه او استقلال لېسو کې خپلې لومړنۍ او دويمې زده کړې کړي وې. هغه په ۱۹۳۴ ز. کې د محمد نادر شاه مشرې لور زوهره بېگم سره واده کړی و او يو زوی او لور ترې پاتې دي. د زوی نوم يې سردار محمد عزيز نعيم او د لور نوم يې زرمينه بېگم دی.

دندې

نوموړی له ۱۹۳۰ ز. - ۱۹۳۲ ز. پورې د افغانستان د باندنيو چارو په وزارت کې د سياسي چارو عمومي ريس په توگه دنده ترسره کړې بيا يې له ۱۹۳۲ ز. - ۱۹۳۴ ز. پورې په روم کې د افغانستان د سفير په توگه دنده درلوده. له ۱۹۳۴ ز. - ۱۹۳۵ ز. پورې د افغانستان د باندنيو چارو مرستيال وزير پاتې شوی. له ۱۹۳۵ ز. - ۱۹۳۶ ز. پورې د افغانستان د لومړي وزير لومړی مرستيالۍ دنده يې هم ترسره کړې. له ۱۹۳۶ ز. - ۱۹۳۷ ز. د افغان ملي بانک عمومي ريس پاتې شوی. له ۱۹۳۷ ز. - ۱۹۴۶ ز. د تعليم و تربيې وزير او بيا له ۱۹۵۳ ز. - ۱۹۶۳ ز. د افغانستان د باندنيو چارو وزير و. له ۱۹۴۰ ز. - ۱۹۴۶ز. او بيا له ۱۹۵۳ ز. - ۱۹۶۳ ز. پورې د لومړي وزير مرستيال و. له ۱۹۴۶ ز. - ۱۹۴۷ ز. د سېنټ جېمز سفير او له ۱۹۴۸ ز. - ۱۹۵۰ ز. د امريکا لپاره د افغانستان سفير پاتې شوی و.

مړينه

کله چې په افغانستان کې د خلق او پرچم گوندونو د داود خان د جمهوري نظام په وړاندې پوځي کودتا وکړه نو سردار محمد نعيم خان د خپل ورور محمد داود خان او د هغه د کابينې او کورنۍ د گڼ شمېر غړو سره يو ځای ووژل شو.