سردار محمد عزيز نعيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عزيز نعيم

عزيز نعيم د محمد نعيم زوى له نن څخه 64 كاله مخكې په 1317 ل كال په كابل ښار په شاهي كورنۍ كې دې نړۍ ته سترگې وغړولې.

عزيز نعيم لومړنۍ زده كړې په شاهي دربار او وروسته په استقلال ليسه كې تر سره كړې، د لوړو زده كړو په بهير كې او هېواد ته د ښه چوپړ كولو له مخې كابل پوهنتون ته لاړ او هلته يې د حقوقو پوهنځى ولوست. عزيز نعيم سره له دې چې هر پوهنځي ته يې د تلو وړتيا لرله، خو خپل هېواد او ولس ته د حقوقو د تر لاسه كولو لپاره يې د حقوقو پوهنځى ولوست. عزيز نعيم په كابل پوهنتون كې د حقوقو له پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته خپلو زده كړو ته دوام وركړ او په دې لړ كې امريكا او انگليستان ته لاړ.

استاد عزيز نعيم د لوړو زده كړو له تر لاسه كولو وروسته سملاسي هېواد ته ستون شو او د هېواد په ابادۍ او د نوي نسل په روزلو كې يې پوره ونأه واخيسته او د كابل پوهنتون په حقوقو پوهنځگي كې يې د تاريخ د استاد په توگه په كار پيل وكړ، تر ډېره يې دغه دنده په ښه علاقه او مينه پر مخ بيوله.

د قسمت خبره ده، استاد عزيز نعيم په 1356ل كال په لندن كې د افغانستان د سفارت سكرتر وټاكل شو؛ نو هورې لاړ. كله چې په 1357ل كال د غوايي خونړۍ كودتا وشوه او د لسگونو زرو بې گناه هېوادوالو د بندي كولو او وژلو په خونړۍ لړۍ كې د سردار محمد داود خان ټوله كورنۍ په شهادت ورسول شوه؛ خو عزيز نعيم د شهيد محمد داود خان د كورنۍ يوازينى شخص دى چې د غوايي په كودتا كې د غوبل څخه ژوندى پاتې شو، د غويي له كودتا وروسته يې له دندې لاس واخيست او هلته په لندن كې جلاوطنه پاتې شو.

سردار عزيز نعيم په جلا وطنۍ كې ارام كېنناست، بلكې خپلو ملي ازادي بښوونكو مبارزو ته يې دوام وركړ، له هېواده بهر له خپرېدونكو مطبوعاتو سره يې خپله مبارزه د قلم په مټ توده وساتله، په مجاهد ولس او نورو خپرونو كې يې وخت پر وخت ليكنې راغلې، نړيوالو مطبوعاتو ته يې د افغانستان د حالاتو د رونگولو په اړه وخت پر وخت ليكنې كولې، مركو او تبصرو يې دغه لړۍ توده وساتله.

استاد عزيز نعيم په خپله يوه وروستۍ مركه كې چې له اسمايي مجلې سره يې كړې، افغانستان د حالاتو په اړه خپل ملي دريځ د خپلو ازادي بښونكو مبارزو په لړ كې داسې روښانه كوي:

جبههْ متحد، اين فرزند اّنچه كه به نام دولت اسلامي ياد مي گرديد پيش از اين كه تشكيل شود و هنگاميكه “دولت اسلامي” صرف به نام بر قسمت اعظم خاك افغانستان حاكميت داشت، به جاى شوراهاى قلابى “حل و عقد” و “هرات” براى بقاى خويش، بايد به اساس تقسيم اوقات قبلاً تعيين شده، بعد از مدت چهار ماه مى گذاشت كه حكومت موقت زمينه را براى سازماندهى اّيندهْ افغانستان مساعده سازد. برعلاوه، منسوبين دولت اسلامي حتى الامكان كوشيدند تا اختلافات نژادى، قومي، زبانى و مذهبى را دامن زنند، اينان همچنان نتوانستند كه حاكميت سرتاسرى را نه تنها در افغانستان تامين كنند، بلكه پايتخت نيز در نتيجه به چندين حوزه بين تنظيم هاى رقيب تقسيم گرديد، ظهور طالبان در حقيقت عكس العمل در برابر همچو بى سر و سامانى بود!

چيز فهمان ما و اّنانى كه امروز ملت افغانستان بر اّنان حساب مى كنند، به جاى ســــنجــــــــش و اّماده گى دراز مدت براى اّيندهْ كشور ما، به خاطر دفع الوقت دست به چاره هاى عمدتاً كوتاه مدت زدند، چاره هاى كه قبل از پياده شدن به ساحهْ عمل، شرايط زمانى اّن سپرى مى گرديد و مجال تطبيق نمى يافتند. تا هنوز هم چنان كه ملاحظه مى شود، اينان نتوانسته اند پلتفورم خود را تعين كنند و نصب العين و طرز العمل اّن را به راه اندازد.

با اين بررسى با كمال تاسف بايد گفت كه در نتيجه واقعات اخير در كوتاه مدت، ميان مدت و دراز مدت، افغانستان عزيز ما شاهد بحرانهاى دوامدار و خلاى قدرت مركزى خواهد بود و كشور ما را در مصيبت هاى مزيد غوطه ورخواهد ساخت!

ولى، با ايمان خلل ناپذير به اين واقعيت تاريخي كه افغانستان هرگز نمى ميميرد، هر چند كه وقتاً در خريطهْ دنيا از نظر پنهان مى شود، يقيناً در اّينده فرزندانى در كشور ما ظهور خواهند كرد كه مانند ميرويس نيكه و احمده شاه بابا باز افغانستان را زنده خواهند ساخت. نميدانم همچو اّينده نصيب نسل ما خواهد بود يا خير؟

رښتيا چې هم استاد عزيز نعيم پر افغانستان [خلل ناپذير] ايمان درلود، خو ارمان چې دغه هيله يې ترسره نه شوه. خو مخكې له دې چې د ميرويس نيكه او احمد شاه بابا په څېر شاه زلميان د هېواد د ابادۍ أگر ته راووځي استاد عزيز نعيم له دې نړۍ سترگې پټې كړې.

هو، د ميرويس نيكه او احمدشاه بابا په ملتپال او هېوادپال مېړني به پيدا شي او زموږ ولس او هېواد په له دغو غميزو څخه وژغوري.

استاد عزيز نعيم د ورپېښې ناروغۍ له امله د يكشنبې په ورځ د جون پر 23 په لندن كې له دې نړۍ سترگې پټې كړې.

انا لله و انا اليه راجعون د استاد عزيز نعيم جنازه كابل ته راوړل شوه او د مرنجان په هديره كې خاورو ته وسپارله شوه.