ريچارد اون ويزسېکر
ريچارډ کارل فريهر اون ويزسېکر(Richard Karl Freiherr von Weizsäcker) (جرمني: [ˈʁɪçaʁt fɔn ˈvaɪtszɛkɐ]، د ژوند موده يې د ۱۹۲۰ ز کال د اپرېل له ۱۵ څخه د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري تر ۳۱ نېټې پورې) د عيسوي ديموکراتيک اتحاد (CDU) يو الماني سياستپوه و، چې له ۱۹۸۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۴ز کال پورې يې د جرمني د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د Weizsacker په اشرافي کورنۍ کې چې د المان د اشرافيت يوه برخه وو، زېږېدلی دی او خپلې لومړنۍ عمومي هڅې يې د المان په Evengelical کليسا کې تر سره کړې. له ۱۹۵۴ ز کال راهيسي، د المان د عيسوی ديموکراتيک اتحاد (CDU) د غړي په توګه ، نوموړی د ۱۹۶۹ ز کال ټاکنو کې، د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو. نوموړي تر هغه وخته پورې د Bundestag د غړي په توګه خپل واک ساتلو ته دوام ورکړ، چې د ۱۹۸۱ ز کال ايالتي ټاکنو څخه وروسته د لويديځ برلين د واکمن ښاروال په توګه وټاکل شو. Weizsäcker په ۱۹۸۴ ز کال کې د المان د فدرالي جمهوريت د ولسمشر په توګه وټاکل شو او په ۱۹۸۹ ز کال کې د دويمې دورې لپاره يو ځل بيا وټاکل شو. نوموړی او Theodor Heuss تر اوسه د المان د فدرالي جمهوريت يوازيني دوه ولسمشران دي، چې دوه بشپړې پينځه کلنې دورې يې خدمت وکړ. د ۱۹۹۰ز کال د اکتوبر پر ۳ مه نېټه د ولسمشر په توګه د خپلې دويمې دورې پر مهال، نوموړي د المان ديموکراتيک جمهوريت پينځه ايالتونه په رسميت وپېژندل او ختيځ برلين د جرمني له فدرالي جمهوريت سره يو ځای شو، چې له امله يې Weizsäcker د بيا يو شوي المان ولسمشر شو. ويزسېکر (Weizsäcker) د المان تر ټولو نامتو ولسمشر ګڼل کېږي، چې په ځانګړي ډول د خپلې بې پلوۍ له امله لوړ درنښت لري. د نوموړي اخلاقو يا کړو وړو زياتره وخت هغه د خپل ګوند له ملګرو په ځانګړي ډول د اوږد مهاله صدراعظم هيلمټ کوهل (Helmut Kohl) سره په توپير او امتياز کې ګاڼه. Weizsäcker د خپلو ويناوو له امله نامتو و، په ځانګړي ډول د هغې وينا له امله چې د ۱۹۸۵ ز کال د می پر ۸ مه نېټه يې د دويمې نړيوالې جګړې د پای په ۴۰ کليزه کې په اروپا کې وړاندې کړه. د نوموړي پر مړينه باندې يې ژوند او سياسي فعاليت په پراخ ډول وستايل شول، چې له ډلې يې نيويارک ټايمز نوموړي ته«د خپل ملت د اخلاقي شعور يوه ساتونکي» نوم ورکړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲] د ژوند لومړي وختونه[سمول]کوچنيوالی، ښوونځی او کورنۍ[سمول]ريچارد اون ويزسېکر (Richard von Weizsacker) د ۱۹۲۰ ز کال د اپرېل پر ۱۵ مه نېټه په نوې ماڼۍ (New Palace) سټټګارټ (Stuttgart) کې زېږېدلی دی، چې د Weizsäcker کورنۍ د يوه غړي Ernst von Weizsäcker او د هغه د مېرمنې Marianne von Graevenitz زوی دی. مور يې (Marianne) د Wurttemberg د پاچهۍ د پلي نظام د يوه جنرال Friedrich von Graevenitz (۱۹۲۲ – ۱۸۶۱ز کلونه) لور وه. Ernst von Weizsäcker يو مسلکي سيستوال او په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې په باندنیو چارو وزارت کې يو لوړ رتبه چارواکی و. د څلورو ماشومانو تر ټولو کوچني Weizsäcker دوه وروڼه درلودل، چې يو يې فزيک پوه او فيلسوف Carl Friedrich von Weizsäcker او بل يې Heinrich von Weizsäcker نومېده، چې د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې په پولينډ کې د يوه پوځي په توګه ووژل شو. خور يې Adelheid (۲۰۰۴ – ۱۹۱۶ز کلونه) له Botho-Ernst Graf zu Eulenburg-Wicken (۱۹۴۴ – ۱۹۰۳ ز کلونه) سره واده وکړ، چې په ختيځ پروس کې يو ځمکوال و. د ريچارد نيکه Karl von Weizsäcker د Wurttemberg د پاچهۍ لومړی وزير و او په ۱۸۹۷ز کال کې د اشرافيت درجې ته ورسېد او په ۱۹۱۶ ز کال کې د Baron اشرافي لقب ميراثي سرليک ته پورته شو. په ۱۹۱۸ز کال کې يې رسمي دنده لږ وړاندې له دې څخه پای ته ورسېده، چې پاچهي د ۱۹۱۹-۱۹۱۸ ز کلونو د المان اوښتون کې له منځه لاړه. که څه هم د راتلونکو کلونو پر مهال، نوموړي په پخواني شاهي ماڼۍ کې يوه څانګه ونيوله، چې لمسی يې هملته په بامبوټۍ کې وزېږېد. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶] دا چې پلار يې يو مسلکي سياستوال و، نو Weizsäcker د خپل کوچنيوالي ډېره برخه په سويس او سکندناويا کې تېره کړه. ياده کورنۍ له ۱۹۲۰ز کال څخه تر ۱۹۲۴ز کال پورې Basel کې، له ۱۹۲۴ ز کال څخه تر ۱۹۲۶ ز کال پورې په کوپنهاګن کې او له ۱۹۳۳ ز کال څخه تر ۱۹۳۶ ز کال پورې Bern کې واوسېدله، چې ريچار په کې د کېرچنفيلډ په نوم د ليسې برابر سویسي ښوونځي (Swiss Gymnasium Kirchenfeld) کې ګډون وکړ. نوموړې کورنۍ په برلين کې د ۱۹۱۹ او ۱۹۳۳ ز کلونو تر منځ او يو ځل بيا له ۱۹۳۶ ز کال څخه د دويمې نړيوالې جګړې تر پايه پورې، د Wilmersdorf د Fasanenstrabe په يوه اپارتمان کې ژوند وکړ. Weizsäcker د خپل لومړني ښوونځي د درېيم ټولګي د پاتې کېدنې وړتيا لرله او د نهه کلنۍ په عمر په Wilmersdorf کې د Bismarkck-Gymnasium په نامه (ننني Goethe-Gymnasium) په نوم منځني ښوونځي ته شامل شو. هغه وخت چې نوموړی ۱۷ کلن و، د اکسفورډ په Balliol College کې د تاريخ او فلسفې د زده کړې په موخه يې انګليستان ته يون وکړ. نوموړي په لندن کې د پاچا څلورم جورج (George VI) د تاج پر سر کولو مراسم وکتل. Weizsäcker د فرانسوي ژبې د پرمختګ په موخه د ۳۸/۱۹۳۷ ژمني سمستر د فرانسې په Grenoble پوهنتون کې تېر کړ. نوموړی هملته په ۱۹۳۸زکال کې د پوځ لپاره رابلل شوی و او د خپل Reichsarbeitsdienst د پيل کولو په موخه په همدې کال کې بېرته المان ته ولاړ. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱] دويمه نړيواله جګړه[سمول]د دویمې نړيوالې جګړې له پيل څخه وروسته Weizsäcker د المان له پوځ سره يو ځای شو او په وروستني ډول په زېرمه (reserve) پوځونو کې د جګړنۍ مرتبې ته پورته شو. نوموړی د خپل ورور Heinrich له کنډک (د Potsdam نهم پلي کنډک) سره يو ځای شو. نوموړی د جګړې په هماغه لومړۍ ورځ له خپل کنډک سره له پولې هاخوا پولينډ ته تېر شو. د Weizsäcker ورور Heinrich د جګړې پر دويمه ورځ له نوموړي څخه سل میتره لرې ووژل شو. Weizsäcker ټوله شپه، د خپل ورور جسد ته تر هغې وکتل، چې راتلونکی سهار يې پر ښخولو وتوانېد. د نوموړي کنډک چې پراخه برخه يې اشراف او د پروس محافظه کاران وو، د جولای د ۲۰ دسيسه کې د هټلر پر وړاندې د خپلو ۱۹ سپاهيانو په ګډون د پام وړ ونډه ولوبوله. په خپله Weizsäcker له خپل ملګري Axel von dem Bussche سره، د ۱۹۴۳ ز کال په ډسمبر کې په ورته [کاليو] پلټنه کې د هټلر د وژلو په هڅه کې مرسته وکړه، چې Bussche يې برلين ته په يون پاڼو سره چمتو کاوه. ياده هڅه بايد هغه وخت له منځه تللی وی، چې ورته کالي د يو هوايي بريد په واسطه له منځه ولاړل. د ۱۹۴۴ ز کال په جون کې د Bussche په ليدنه باندې Weizsäcker هم د جولای د ۲۰ مې لپاره له تهدېدونکو پلانونو څخه خبر و او نوموړي ته يې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ، مګر پلان په پای کې بې پايلې شو. Weizsäcker څه موده وروسته، د جګړې وروستۍ نهه مياشتې د ځور يا کړاو په توګه تشرېح کړلې. نوموړی په ۱۹۴۵ ز کال کې په ختيځ پروس کې ټپي شو او Stuttgart کې خپل کور ته ولېږدول شو، چې د جګړې پای په Constance جهيل کې له کورنۍ کروندې څخه وګوري [وڅاري]. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷] زده کړې، واده او لومړنی کاري ژوند[سمول]Weizsäcker د جګړې په پای کې په Gottingen کې د تاريخ برخه کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ او د حقوقو د لوستنې په موخه يې کار پيل کړ، مګر په فزيک او ديني پوهه کې يې هم ویناوې تر لاسه کړې. په ۱۹۴۷ز کال کې هغه مهال چې پلار يې Ernst von Weizsäcker له نيول شوې فرانسې څخه د يهودانو په شړنه يا تبعيد کې د خپلې ونډې له امله د وزارتونو محاکمه کې مدافعه کوونکی و، ريچارد اون ويزسېکر (Richard von Weizsäcker) د نوموړي د مرستيال مدافع سلاکار په توګه خدمت وکړ. نوموړي خپل لومړنی بشپړ وړ حقوقي وکالت [مرتبه] (Staatsexamen) په ۱۹۵۰ ز کال کې او دويم په ۱۹۵۳ ز کال کې تر لاسه او په پای کې يې په ۱۹۵۵ ز کال کې خپله دکتورا (doctor juris) تر لاسه کړه. نوموړي په ۱۹۵۳ ز کال کې له Marianne von kretschmann سره واده وکړ. دوی هغه وخت سره وکتل، چې نوموړې د ښوونځي ۱۸ کلنه نجلۍ او Weizsäcker ۳۰ کلن و. Weizsäcker په ۲۰۱۰ ز کال کې ياد واده، د خپل ژوند د تر ټولو غوره او ځيرکه پرېکړې په توګه بيانوي. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰] سرچينې[سمول] |
- ↑ پیوستون : 118766570 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w23nmn — subject named as: Richard von Weizsäcker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/142036002 — subject named as: Richard von Weizsäcker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Richard Karl Freiherr von Weizsäcker — Merkelstiftung person ID: http://merkelstiftung.de/Familie/Familiendaten/getperson.php?personID=I19954&tree=PWMerkel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ catalog code: 11002466 — د نشر نېټه: ۱۳ اپرېل ۲۰۱۸ — سرليک: Stammdaten aller Abgeordneten des Deutschen Bundestages
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1823984 — subject named as: Richard Von Weizsäcker (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Richard-von-Weizsacker — subject named as: Richard von Weizsacker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Richard von Weizsäcker — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/818732e53ef54f23b6fc45cb4bbc20fd — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/weizsäcker-richard — subject named as: Richard von Weizsäcker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12028823n — subject named as: Richard von Weizsäcker — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=richard;n=von+weizsacker — subject named as: Richard von Weizsäcker
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=vonweizsackr — subject named as: Richard Von Weizsäcker
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=65968 — subject named as: Richard von Weizsäcker — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/114546 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000010754 — subject named as: Richard Freiherr von Weizsäcker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ https://www.bundespraesident.de/DE/Die-Bundespraesidenten/Richard-von-Weizsaecker/richard-von-weizsaecker-node.html
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118766570 — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12028823n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Augstein, Franziska (15 April 2010). "Erster Bürger seines Staates" (په الماني ژبه کي). Süddeutsche Zeitung. د لاسرسينېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Gauck würdigt "großen Deutschen"" (په الماني ژبه کي). Deutschlandfunk. 11 February 2015. د لاسرسينېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Saxon, Wolfgang (په 31 January 2015 باندې). Richard von Weizsäcker, 94, Germany's First President After Reunification, Is Dead. The New York Times.
- ↑ (په 11 February 2015 باندې). Er ist immer unser Präsident geblieben. Frankfurter Allgemeine Zeitung
- ↑ "Richard von Weizsäcker (1984–1994)". bundespraesident.de. Bundespräsidialamt. د لاسرسينېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Rudolph 2010، ص. 24.
- ↑ Hofmann 2010، ص. 19.
- ↑ Hofmann 2010، ص. 23.
- ↑ Weizsäcker 1997، صص. 49–51.
- ↑ Weizsäcker 1997، ص. 71.
- ↑ Hofmann 2010، ص. 30.
- ↑ Weizsäcker 1997، صص. 72–73.
- ↑ Rudolph 2010، ص. 25.
- ↑ Finker, Kurt (1993), "Das Potsdamer Infanterieregiment 9 und der konservativ militärische Widerstand", in Kroener, Bernhard R. (المحرر), Potsdam. Staat, Armee, Regiment, Berlin الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Weizsäcker 1997، ص. 91.
- ↑ Weizsäcker 1997، ص. 95.
- ↑ Weizsäcker 1997، ص. 90.
- ↑ Rudolph 2010، ص. 39.
- ↑ Rudolph 2010، ص. 40.
- ↑ "Lehrstuhl für Volkswirtschaftslehre – Finanzwissenschaft und Industrieökonomik" (په الماني ژبه کي). Technical University of Munich. د لاسرسينېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Richard von Weizsäcker: Seine Familie war bis zuletzt bei ihm" (په الماني ژبه کي). B.Z. Berlin. 1 February 2015. د لاسرسينېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Marianne von Weizsäcker" (په الماني ژبه کي). Bundespräsidialamt. د لاسرسينېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 15 June 2008 باندې). Richard von Weizsäcker trauert um seinen Sohn.
- ↑ "Chefarzt: Prof. Dr. med. Fritz von Weizsäcker". schlosspark-klinik.de (په الماني ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Richard von Weizsäcker: Ein Zeuge des 20. Jahrhunderts" (په الماني ژبه کي). Bayrischer Rundfunk. 31 January 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسينېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 27 March 2010 باندې). Odenwaldschule: Familie Weizsäcker bricht Schweigen. Spiegel Online.
- ↑ (په 20 November 2019 باندې). Was wir über den tödlichen Angriff auf Fritz von Weizsäcker wissen. Der Spiegel.
- ↑ (په 20 November 2019 باندې). Son of former German President Richard von Weizsäcker stabbed to death. BBC News.
- ↑ Weizsäcker 1997، صص. 98–102.
- ↑ Hofmann 2010، ص. 88.
- ↑ Rudolph 2010، ص. 61.
- ↑ Rudolph 2010، ص. 54.
- Pages with script errors
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 2015م وفاتونه
- 31 جنوري وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کي چي د الماني (de) ژبې سرچينې موجودې دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره