کوپنهاګن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


کوپنهاګن (په انګلیسي: Copenhagen) د ډنمارک پلازمېنه او تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښار دی. د ۲۰۲۲ز کال د جنوري په ۱ یې د وګړو شمېر ۸۰۵،۴۰۲ تنو ته رسېده (۶۴۴،۴۳۱ د کوپنهاګن په مېنه، ۱۰۳،۶۰۸ د فرېدریکسبرګ، ۴۲،۷۲۳ د تارنبي، او ۱۴،۶۴۰ د دراګور په مېنه کې). دغه ښار د کوپنهاګن د پراخې سیمې (له ۱،۳۳۶،۹۸۲ نفوس سره) او د کوپنهاګن لویې سیمې (له ۲،۰۵۷،۱۴۲ نفوس سره) مرکز دی. کوپنهاګن د زیلنډ ټاپو په ختیځ ساحل کې واقع شوی دی؛ د ښار بله برخه په آماګر کې پرته ده او د سویډن له مالمو څخه د اورېسند تنګۍ په واسطه جلا شوې ده. د اورېسند پُل دغه دوه ښارونه د اوسپنۍ پتلۍ او واټ له‌لارې سره نښلوي.[۱][۲][۳]

کوپنهاګن په لومړیو کې د ویکینګانو کب نیونې کلۍ ؤ چې په لسمه پېړۍ کې د اوسني ګمېل ستراند په ګاونډیتوب کې تاسیس شو؛ کوپنهاګن د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې د ډنمارک پلازمېنه شوه. د اوولسمې پېړۍ له پیل سره سم، دغه ښار د بنسټونو، دفاعي سیسټمونو او وسله‌والو ځواکونو له‌لارې خپل موقعیت د قدرت د یوه سیمه‌ییز مرکز په توګه ټینګ کړ. د رنسانس په ترڅ کې، دغه ښار عملاً د کالمار اتحادیې د پلازمېنې په توګه وټاکل شو، چې د سلطنت مقر ؤ او په یوې شخصي اتحادیه کې یې له سویډن او ناروې سره (چې د ډنمارک پاچاهانو له‌خوا اداره کېدل) د اوسنۍ نوردیک سیمې پر ستره برخه حکومت کاوه. له پنځلسمې پېړۍ څخه د شپاړلسمې پېړۍ تر لومړیو پورې، دغه ښار د ۱۲۰ کلونو لپاره د اتحادیې تر نامه لاندې د سکاندیناویا کلتوري او اقتصادي مرکز په توګه وغوړېده، ترڅو چې سویډن د یوه پاڅون له‌لارې له اتحادیې ووت او اتحادیه منحل شوه. په اتلسمې پېړۍ کې د طاعون خپرېدا او اورسوځېدنې له‌امله، دغه ښار د بیا پراختیا دورې ته لاړ. په دغه دوره کې د فرېدریکس‌ستادېن مهمه سیمه ورغېدله او د سلطنتي تالار او د ښکلو هنرونو سلطنتي اکاډمۍ په څېر فرهنګي بنسټونه تاسیس شول. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې دغه ښار د لا نورو ناورینونو شاهد ؤ، کله چې هوراتیو نلسون د دانو-ناروې پر سمندري لوا برید او ښار یې بمبار کړ؛ له هغو وروسته د ډنمارک په طلایي پېر کې ښار بیا ورغاول شو او کوپنهاګن ته یې نیوکلاسیکه مهندسۍ بڼه ورکړه. کلونه وروسته، د دوه‌یمې نړیوالې جګړې په پای کې، د پنځو ښاري اورګاډلارو په اوږدو کې، چې د ښار له مرکز څخه غځېدلې دي، د «Finger» پلان د استوګنځیو او سوداګریو پراختیا ته وده ورکړه.

د یوویشتمې پېړۍ له پیل راهیسې، کوپنهاګن په بې‌ساري ډول ښاري او کلتوري پراختیا وموندله، چې د دغې پراختیا اسانتیاوې پر موسسو او بېخ‌بناوو باندې د پانګونې له‌لارې رامنځ‌ته شوې. دغه ښار د ډنمارک کلتوري، اقتصادي او دولتي مرکز دی؛ د کوپنهاګن د ونډو بازار د شمالي اروپا یو ستر مالي مرکز ګڼل کېږي. د کوپنهاګن اقتصاد په خدماتي سکټور کې، په تېره بیا په معلوماتي ټکنالوجي، درمل جوړونې او سوچه ټکنالوجۍ کې د تشبثاتو، په چټکۍ سره وده وکړه. د اورېسند پُل له بشپړېدو راهیسې، ګوپنهاګن ورځ په ورځ د سویډن له سکانیا ولایت او تر ټولو لوی ښار «مالمو» سره، چې د اورېسند سیمه تشکیلوي، نږدې کېږي. د بېلابېلو سیمو نښلوونکي پُلونو، پارکونو، مېله‌ځایونو او ساحلي برخې ښار ته د ښکلا منظره ورکوي. د کوپنهاګن سیاحتي سیمې، لکه د تیوولي باغونه، د اوبو کوچنۍ ښاپېرۍ مجسمه، د امالینبوګ او کریستینزبورګ ماڼۍ، د روزنبورګ کلا، د فرېدریک کلیسا، بورسېن او ډېري موزې، رسټورانتونه او شپې کلوپونه د سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی.

د دغه ښار د لوړو زده‌کړو موسسې، د کوپنهاګن پوهنتون، د ډنمارک تخنیکي پوهنتون، د کوپنهاګن سوداګرۍ پوهنتون او د کوپنهاګن د معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنتون دي. د کوپنهاګن پوهنتون په ۱۴۷۹ز کال کې تاسیس شو او د ډنمارک تر ټولو پخوانی پوهنتون دی. د کوپنهاګن فوټبال کلپونه، د اف.سي کوپنهاګن او د بروندبي آی‌اف دي. د کوپنهاګن د اوږدې ځغاستې کلنۍ سیالۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پیل شوې. د دغه ښار وګړي د بایسکېل ډېر خوښوي.

موویا د حمل او نقل یو عمومي شرکت دی چې پرته له بورنهولم څخه، د ډنمارک ټولې ختیځې برخې ته خدمات وړاندې کوي. د کوپنهاګن مترو په ۲۰۰۲ز کال کې جوړه شوه او د کوپنهاګن په مرکز کې فعالیت کوي. سربېره پر دې، د کوپنهاګن S اورګاډی، لوکاتوګ (خصوصي رېل) او د ساحلي کرښې شبکه، د کوپنهاګن مرکز لېرو پرتو سیمو سره نښلوي. د کوپنهاګن هوایي ډګر «کاستروپ» نومېږي، چې په میاشت کې 2.5 میلیونه مسافرانو ته خدمات وړاندې کوي او د نوردیک هېوادو تر ټولو زیاته ګڼه‌ګوڼه لري.

جغرافیه[سمول]

کوپنهاګن د اورېسند سیمې یوه برخه ده، چې په ډنمارک کې د زیلنډ، لولاند فالستر او بونهولم او په سویډن کې له سکانیا څخه جوړه شوې ده. دغه ښار د زیلنډ ټاپو په ختیځ ساحل کې پروت دی، چې یوه برخه یې په آماګر ټاپو او یو شمېر طبیعي او مصنوعي ټاپوګانو کې واقع شوې ده. کوپنهاګن په ختیځ کې له اورېسند سره پوله لري، او دا هغه تنګي ده چې ډنمارک او سیډن سره جلا کوي او شمال سمندرګۍ له بالتیک سمندرګي سره نښلوي. د سویډن مالمو او لندزکرونا ښارونه کوپنهاګن ته سم مخامخ پراته دي. د سړک له‌لارې، کوپنهاګن د مالمو په ۴۲ کیلومترۍ (۲۶ مایلۍ) شمال‌لوېدیځ، د ناستوېد په ۸۵ کیلومترۍ (۱۸۳ مایلۍ) شمال‌ختیځ، د اودېنسې په ۱۶۴ کیلومترۍ (۱۰۲ مایلۍ) شمال‌ختیځ، د اېسبرګ په ۲۹۵ کیلومترۍ (۱۸۳ مایلۍ) ختیځ او د آرهوس په سویل‌ختیځ کې واقع شوی چې د «Sjællands Odde» په واسطه د سمندري او واټونو له‌لارې سره وصل دي. [۴][۵][۶]

توپوګرافي[سمول]

د ښار مرکزي سیمه اواره او ټیټه ارتفاع لرونکې اراضي لري چې د کنګل د وروستي پېر مورنونو په واسطه رامنځ‌ته شوې ده، په داسې حال کې چې د شمال او لوېدیځ لوړې سیمې د سمندر له سطحې څخه تر ۵۰ مترو (۱۶۰ فوټه) پورې ارتفاع لري. د والبي او برونسهوج مایلو سیمو ارتفاع ۳۰ مترو (۹۸ فوټه) ته رسېږي، چې له شمال‌ختیځ څخه سویل‌لوېدیځ خوا ته د غځېدلو درو له‌لارې سره جلا کېږي. د کوپنهاګن «سورتېدم سو»، پېبلینګه سو او سانکت جورجېنس سو جهیلونه د ښار مرکز ته نږدې واقع شوي دي.[۷]

کوپنهاګن د آهک ډبرو د اورتک قشر پر مخ پروت دی چې شاوخوا ۶۰ تر ۶۶ میلیونه کاله پخوا په دانیا پېر کې رامنځ‌ته شوی دی. د سلندیان پېر څه ناڅه شنه شګه هم شتون لري. په دغه سیمه کې د ځمکې د پوړونو لږشمېر ښویېدنه هم هم شتون لري، تر ټوله مهمه یې د کارلسبرګ ځمکې ښویېدنه ده چې له شمال‌لوېدیځ څخه سویل‌ختیځ خوا ته د ښار له مرکز څخه تېرېږي. د کنګل وروستي پېر په ترڅ کې، طبیعي یخچالونو سطحه وتوږله او په ۱۵ متره (۴۹ فوټه) پنډوالي سره یې د مورنونو یو قشر رامنځ‌ته کړ. [۸][۹]

ساحلونه[سمول]

آماګر ستراندپارک، چې په ۲۰۰۵ز کال کې پرانېستل شو، په ۲ کیلومتره (۱ مایله) اوږدوالي سره یوه اوږده مصنوعي ټاپو ده چې ۴.۶ کیلومتره (۲.۹ مایله) ساحل لري. د ښار له مرکز څخه یې واټن د بایسکېل ۱۵ دقیقې او د مترو د څو دقیقو لار ده. په کلامپنبورګ کې، د کوپنهاګن ښار له مرکز څخه کابو په ۱۰ کیلومترۍ کې، د بېلویو ساحل پروت دی. د دغه ساحل اوږدوالی ۷۰۰ مترو (۲،۳۰۰ فوټو) ته رسېږي چې هم ژغورونکې ډله او هم د خوږو اوبو شاورونه لري.[۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Copenhagen" Archived 22 January 2018 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. "Regioner, landsdele og kommuner. v 1.0: 2007–". dst.dk. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The average Dane". dst.dk. مؤرشف من الأصل في ۰۸ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "What is the Øresund Region?" (په ډېنمارکي ژبه کي). Øresund. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Copenhagen (København), Denmark". Danishnet.com. مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Google maps
  7. "København – geografi". Den Store Danske. 
  8. "København – geologi". Den Store Danske. 
  9. Lars Nielsen; Alexander Lassen; Hans Thybo (2005). "Carlsbergforkastningen" (PDF) (په ډېنمارکي ژبه کي). Geoviden. د کتاب پاڼي 8–11. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Stranden" (په ډېنمارکي ژبه کي). Amagerstrand. مؤرشف من الأصل في ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Bellevue Beach". visitcopenhagen.com. Wonderful Copenhagen. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)