Jump to content

پر پولنډ برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر پولنډ برید چې د سپټمبر د عملیاتو، پولنډي جګړې، په ۱۹۳۹ زکال کې د پولنډ جګړه او په ۱۹۳۹ زکال کې د پولنډ دفاعي جګړه هم بلل کېږي د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۱۹۳۹ زکال د اکتوبر تر ۶مې نېټې پورې د پولنډ په جمهوریت باندې د نازي جرمني، د سلواک جمهوریت او شوروي اتحاد ګډ برید و چې د دویمې نړیوالې جګړې بنسټ یې کېښود. جرمني له شوروي اتحاد سره د مولوتوف – ریبنتروپ هوکړې له لاسیک یوه اونۍ او د شوروي اتحاد د عالي شورا له خوا د دغې هوکړې له تائید یوه ورځ وروسته د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په دغه هېواد برید وکړ. شورویانو هم ورباندې د سپټمبر په ۱۷مه نېټه برید وکړ. دغه جګړه د اکتوبر په شپږمه نېټه وروسته له هغه پای ته ورسېده چې بشپړ پولنډ د جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ د پولو اړوند هوکړې له مخې دواړو هېوادونو ته الحاق شو. [۱][۲][۳]

جرمني ځواکونو د ګلایویتس پېښې راتلونکی سهار له شمال، سویل او لویدیځ څخه په پولنډ برید وکړ. د جرمنانو په خوا کې سلواکیايي ځواکونه هم د شمالي لوري څخه مخکې ولاړل. د ورماخت (د نازي جرمني پوځ) په مخکې تګ سره پولنډي ځواکونو د جرمني او پولنډ په پوله له خپلو عملیاتي اډو څخه په ختیځ کې خپلو دفاعي کرښو ته شاتګ وکړ. د سپټمبر میاشتې د نیمايي پر مهال په بزورا جګړه کې د پولنډیانو ماته د جرمني د بشپړې بریا لامل وګرځېده. له دې وروسته پولنډي ځواکونو سویل ختیځ لوري ته شاتګ وکړ او هلته یې د رومانیايي سرپل د اوږد مهالې دفاع لپاره چمتوالی ونیو او سربېره پر دې یې د فرانسې او بریتانیا مرستې ته هم تمه لرله. د سپټمبر په ۳مه نېټه بریتانیا او فرانسې له پولنډ سره د خپلو شته هوکړو له مخې د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ؛ خو له پولنډ سره یې ډېره محدوده مرسته وکړای شوه. فرانسې په سار برید کې د جرمني په ډېرې یوې کوچنۍ برخې برید وکړ، ورته مهال د پولنډ پوځ وړاندې له دې چې بریتانوي ځواکونه اروپا ته ورسېږي په بشپړه توګه مات شول او په دې سره د بریتانیا ګڼ شمېر سرتېري د سپټمبر تر پایه په فرانسه کې پاتې شول.

د سپټمبر په اوولسمه نېټه د شوروي سرو پوځونو د پولنډ په ختیځ برید وکړ، دا له کرزن کرښې هاخوا قلمرو و چې د مولوتوف – ریبنتروپ د پټ تړون له مخې یې د شوري په «نفوذي حوزې» کې موقعیت درلود. دغې چارې د پولنډ دفاعي طرحه له منځه یووړه. له دویمې جبهې سره په مخ کېدو، د پولنډ دولت دې پایلې ته ورسېد چې د رومانیا له پل څخه دفاع ناشونې ده او په دې سره یې بې پلوه رومانیا ته د ټولو ځواکونو د بېړنۍ تخلیې امر صادر کړ. د اکتوبر په ۶مه نېټه په کوک جګړه کې د پولنډ له ماتې وروسته د جرمني او شوروي ځواکونو په بشپړه توګه پولنډ ونیو. د دغه برید بریا د پولنډ دویم جمهوریت ته پای ټکی کېښود په داسې حال کې چې پولنډ هېڅکله هم په رسمي ډول تسلیم نه شو. [۴]

د اکتوبر په اتمه نېټه د نظامي مدیریت له پیلنۍ دورې وروسته جرمني په مستقیم ډول د پولنډ لویدیځې برخې او همدارنګه پخوانی آزاد ډانزیګ ښار ځانته الحاق کړل او په پاتې نورې برخې یې د نوي تاسیس شوي عمومي دولت تر کنټرول لاندې پرېښودې. شوروي اتحاد بیا نوې خپلې کړې برخې ځانته په اړوندو، د بلاروس او اوکراین په جمهوریتونو کې ادغام کړې او هلته یې له ځنډ پرته په شوروي سازۍ کار پیل کړ. له دغې جګړې وروسته د پولنډ مقاومت کوونکو پټو سازمانونو د پولنډ د پخواني دولت د قلمرو دننه پولنډي مخفي دولت جوړ کړ. ډیری هغه تبعیدي پوځیان چې له پولنډ څخه تېښتې ته اړ شوي و په لویدیځ کې د پولنډ له وسله وال پوځ سره یو ځای شول چې په تبعید کې پولنډي دولت ته وفاداره پوځ و.

مخینه[سمول]

له دې وړاندې د هېټلر بهرنۍ پالیسي وکولای شول چې د پولنډ او فرانسې ترمنځ اړیکې کمزورې کړي او هڅه یې وکړه چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د یوې همکارې جبهې د جوړولو په موخه پولنډ د کمینټرن ضد هوکړې ته را وبولي. که چېرې پولنډ له شوروي اتحاد سره د جګړې اړوند هوکړه کړې وای په خپلو ګاونډیو شمال ختیځو هېوادونو، اوکراین او بلاروس کې ورته یو شمېر ځمکې ورکول کېدلې، خو پولنډیانو بیا دا فکر درلود چې د دوی هېواد به د دغې چارې له امله تر ډېره بریده جرمني ته اړوند وي او د هغو د ترلاس لاندې یو دولت په توګه به عمل کوي. پولنډیان له دې څخه ویرېدل چې له دې امله به د دوی خپلواکي له ګواښ سره مخ شي؛ ځکه چې له تاریخي پلوه هېټلر له وړاندې په ۱۹۳۰ زکال کې د پولنډ لپاره د خپلواکۍ حق غندلی و او لیکلي یې و چې پولنډیان او چکسلواکیایي وګړي «هغه کړکېچن خلک دي چې د سوډان یا د هند له وګړو یو پني زیات ارزښت نه لري. څه ډول هغوی کولای شي د خپلواکو دولتونو حقونه ځان ته وغواړي؟».[۵][۶][۷][۸]

د ډانزیګ د آزاد ښار وګړي په کلکه سره له جرمني سره د الحاق کېدو پلویان وو، دا د پولنډ په قلمرو کې د ډیری هغو په خټه جرمني وګړو په څېر وو چې جرمني ته اړوند د ختیځ پروس سیمه یې له پاتې رایش څخه جلا کوله. پولنډي دهلېز (کوریډور) هغه سیمه جوړوله چې له ډېرې مودې راهیسې یې پر سر پولنډ او جرمني له یو بل سره دعوا لرله او ډیری پولنډیان په کې استوګن وو. دغه کوریډور د ورسای هوکړې څخه وروسته د پولنډ برخه ګرځېدلی و. له دې سره هم د ډانزیګ بندري ښار او د هغو د چاپېرو برخو (د ډانزیګ آزاد ښار په ګډون) جرمني وګړو غوښتل بېرته له جرمني سره یوځای شي. د دغه ښار ډیری وګړي په خټه جرمنان وو چې د ورسای له هوکړې وروسته له جرمني څخه جلا او په اسمي ډول یې یو خپلواک ښار جوړ کړی و. هېټلر د دې په هڅه کې و چې له دغې موضوع څخه د جګړې لپاره د پلمې په توګه ګټنه وکړي او له ۱۹۱۸ زکال وروسته ځمکني زیانونه معکوس کړي؛ همدا و چې هغه په ډېرو مواردو کې جرمنۍ ملت پالنې ته مخه کړه او ژمنه یې وکړه چې په یاد کوریډور او همدارنګه په ډانزیګ ښار کې مېشت اقلیت جرمني وګړي به «آزاد» کړي. [۹]

جرمني دغه برید د ۱۹۳۹ زکال دفاعي جګړه بلله، ځکه چې هېټلر څرګنده کړه چې پولنډ په جرمني برید کړی او «په پولنډ کې جرمني وګړي له خونړیو تاوتریخوالو او همدارنګه د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کېږي. هغه لویې پوله ئیزې سرغړونې چې د یو لوی ځواک لپاره د زغملو وړ نه دي دا ثابتوي چې پولنډیان نور نه غواړي جرمني اړخ ته درناوی ولري». [۱۰]

په مونیخ کې له هوکړې وروسته پولنډ له جرمني سره د چکسلواکیا په تجزیه کې ونډه واخیسته، په داسې حال کې چې دغه موضوع د هوکړې برخه نه وه. چکسلواکیا ته یې د ۱۹۳۸ زکال د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه ضرب الاجل وټاکه چې د چسکي تیه شین سیمه وسپاري او چکسلواکیا هم د اکتوبر په لومړۍ نېټه ومانه. د دغې سیمې ډیر وګړي پولنډیان و چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د پولنډ او چکسلواکیا ترمنځ د هغو پر سر شخړې دوام درلود. د پولنډ له خوا د سلواکیا د قلمرو الحاق (د چادتسا، اوراوا او سپیسز سیمو یو شمېر کلي) بیا وروسته د سلواکیا د دولت لپاره پلمه جوړه کړه چې له جرمني سره په برید کې لاس یو کړي. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۹۳۹ زکال د مارچ په ۳۱مه نېټه پولنډ له بریتانیا او فرانسې سره پوځي اتحاد وکړ او باور یې درلود چې د جرمني له خوا د ګواښ د شتون په صورت کې به د هغوی په ملاتړ وکولای شي له خپلې خپلواکۍ او ځمکمنۍ بشپړتیا دفاع وکړي. بل پلو د بریتانیا لومړي وزیر نویل چمبرلین او د بهرنیو چارو وزیر لارډ هالیفاکس هیله من وو چې له هېټلر سره به د ډانزیګ (او احتمالا د پولنډي کوریډور) اړوند هوکړې ته ورسېږي. چمبرلین او ملاتړي یې باوري و چې کولای شي له جګړې مخه ونیسي، دوی تمه لرله چې جرمني به د ډانزیګ په لاسته راوړو آرامه شي او نور پولنډ به یوازې پرېږدي. بل پلو په مرکزي اروپا کې د جرمني ځایګی له ګواښ سره مخ و. هېټلر د مۍ میاشتې پر مهال په یوې شخصي ناسته کې څرګنده کړې وه چې ډانزیګ ورته دومره مهمه موضوع نه ده، بلکې د لبنسراوم (د حیاتي فضا د موندنې) سیاست برخه دی.[۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Czesław Grzelak, Henryk Stańczyk: Kampania polska 1939 roku. Początek II wojny światowej. Warsaw Oficyna Wydawnicza Rytm, 2005, p. 5, 385. ISBN 83-7399-169-7. (in Polish)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Collier, Martin, and Pedley, Philip Germany 1919–45 (2000) p. 146
  4. Sanford 2005، مم. 20–24.
  5. "The Nazification of Germany". University of South Florida. 2005. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Kimmich, Christoph M. (1 January 1969). "The Weimar Republic and the German-Polish Borders". The Polish Review. 14 (4): 37–45. JSTOR 25776872. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Majer, Diemut (2003). "Non-Germans" under the Third Reich: the Nazi judicial and administrative system in Germany and occupied Eastern Europe with special regard to occupied Poland, 1939–1945. JHU Press. مخونه 188–189. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801864933. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. A ridiculous hundred million Slavs : concerning Adolf Hitler's world-view, Tadeusz Manteuffel Institute of History Polish Academy of Sciences, Jerzy Wojciech Borejsza p. 49, Warsaw 2017
  9. The Second World War: Volume 2 Europe 1939–1943, Tom 2 Robin Havers p. 25
  10. . German Army Attacks Poland; CitiesBombed, Port Blockaded; Danzig Is AcceptedInto Reich. The New York Times.
  11. Nowa Encyklopedia Powszechna PWN 1997, vol. VI, 981.
  12. Zahradnik "Korzenie Zaolzia. Warszawa – Praga – Trzyniec", 16–17.
  13. Gawrecká "Československé Slezsko. Mezi světovými válkami 1918–1938", Opava 2004, 21.
  14. "World History in Context – Document". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Indiana University. "Chronology 1939". League of Nations Archives, Palais des Nations. Geneva: indiana.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. A World at Total War: Global Conflict and the Politics of Destruction, 1937–1945, Roger Chickering, Stig Förster, Bernd Greiner, p. 97