روډیارډ کیپلېنګ
روډیارډ کیپلېنګ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ممبای [۲][۳] |
مړینه | لندن |
تابعیت | برېتانيا [۴] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | ادبيات ، خبريالي [۵]، شعر [۵] |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جوزف روډیارډ کیپلېنګ (زوکړه: د ۱۸۶۵ زکال د ډسمبر ۳۰ مه – مړینه: د ۱۹۳۶ زکال د جنوري ۱۸ مه) انګلیسي ناول لیکونکی، د لنډو کیسو لیکونکی، شاعر او ژورنالېست و. نوموړی په بریتانوي هند کې وزېږېد هغه ځای چې د نوموړي د ډېری آثارو الهام بخښونکی و. [۶]
د کیپلېنګ په داستاني آثارو کې د ځنګل د کتاب ډیالوژي (The Jungle Book، ۱۸۹۴ زکال؛ The Second Jungle Book، ۱۸۹۵ زکال)، Just So Stories (۱۹۰۲ زکال) او د هغه سړی چې پاچا به شي (The Man Who Would Be King؛ ۱۸۸۸ زکال) په نوم نورې لنډې کیسې په کې شاملېږي. د هغه په اشعارو کې «Mandalay» (۱۸۹۰ زکال)، «Gunga Din» (۱۸۹۰ زکال)، «The Gods of the Copybook Headings» (۱۹۱۹ زکال)، «The White Man's Burden» (۱۸۹۹ زکال) او «If—» (۱۹۱۰ زکال) شاملېږي. نوموړی د لنډو کیسو په برخه کې د یو نوښتګر په توګه ګڼل کېږي. د ماشومانو اړوند د هغه کتابونه کلاسیک دي؛ چې د هغه یو منتقد «همه کاره او ځلېدونکې داستاني ډالۍ» بللې دي. [۷][۸][۹][۱۰]
کیپلېنګ د نوولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د بریتانیا یو له مشهورو لیکوالانو څخه و. هنري جیمز ویلي «کیپلېنګ شخصا پر ما د یو نابغه او له ټولو هغو ځیرکو کسانو څخه چې ما تر اوسه پېژندلي؛ د توپیر لرونکي کس په توګه اغېز کړی». په ۱۹۰۷ زکال کې نوموړي د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه؛ په دې سره نوموړی په انګلیسي ژبه د اثارو لومړنی لیکوال دی چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړې؛ همدارنګه د ۴۱ کلونو په عمر د دغې جایزې په ترلاسه کولو سره تر نن ورځې پورې د دغې جایزې تر ټولو ځوان ترلاسه کونکی دی. له دې سربېره نوموړی د بریتانیا د اشعارو د جایزې او همدارنګه څو ځله د افتخاري نښانونو د ترلاسه کولو لپاره غوره شوی خو دواړه یې رد کړي. په ۱۹۳۶ زکال کې د مړینې وروسته د هغه اېرې د ویسټ منیسټر کلیسا په سویلي اړخ کې د نورو شاعرانو په خوا کې خښې شوې. [۱۱][۸][۱۲]
د کیپلېنګ شهرت د هغه مهال د سیاسي او ټولنیز چاپېریال له مخې بدلون درلود. د هغه اړوند مخالفو نظریاتو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې شتون درلود. ادبي منتقد داګلاس کر لیکلي «[کیپلېنګ] تر اوسه هغه لیکوال دی چی کولای شي له شوره ډکو مخالفتونو ته الهام وروبخښي او دا ستونزمنه ده چې په ادبي او کلتوري تاریخ کې دې د هغه ځای ډک شي. له دې سره د اروپايي سترواکیو د دورو په شاته تلو سره نوموړی د دغو سترواکیو د تجاربو د یوه بې ساري او بحث پارونکی مفسر په توګه پېژندل کېږي. دغې چارې او د هغه خارق العاده داستاني ډالیو نوموړی په هغه ځواک اړولی چې باید ورباندې حساب وشي».[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
ماشومتوب
[سمول]روډیارډ کیپلېنګ د ۱۸۶۵ زکال د ډسمبر په ۳۰ مه د بریتانوي هند د بمبۍ په ریاست کې وزېږېد. نوموړی د الیس کیپلېنګ (کورنی نوم یې مک ډونالډ) او جان لاکووډ کیپلېنګ زوی و. د هغه مور الیس (چې د مک ډونالډ له مخکښو څلورو خویندو څخه وه) یوه ژوندۍ زړې مېرمن وه چې د لارډ ډوفرین په خبره، «خواشیني او مېرمن کیپلېنګ نه شي کېدای په یوه خونه کې یوځای واوسي». جان لاکووډ کیپلېنګ مجسمه جوړونکی، د خټینو توکو طراح او همدارنګه په بمبۍ کې د Jamsetjee Jeejebhoy د هنرونو د ښوونځي مدیر او په دغه ښوونځي کې د مجسمه جوړونې ښوونکی و.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
جان لاکووډ او آلیس په ۱۸۶۳ له یو بل سره لیدلی و او د انګلستان د سټافورډ شایر سیمې په روډیارډ ساحل کې یې ورته د واده وړاندیز کړی و. دوی دواړو واده وکړه او په ۱۸۶۵ زکال کې یې وروسته له هغه هند ته کډه وکړه چې جان لاکووډ د هنرنو په ښوونځي کې د استادۍ دنده ومنله. دوی تر دې کچې د روډیارډ ساحل د ښکلاوو تر اغېز لاندې راغلي و چې په خپل لومړي زوی باندې یې د جوزف روډیارډ نوم کېښود. د الیس دوه نورو خویندو هم له هنرمندانو سره واده وکړ: جورجیانا له نقاش اډوارډ برن جونز او اګنس له اډوارډ پوینټر سره واده وکړ. د هغې دریمه خور لوئیزا د کیپلېنګ د تر ټولو نږدې خپلوان یا د هغه د لومړي خاله زوی سټنلي بالډوین مور وه چې له ۱۹۲۰ مې لسیزې څخه یې تر ۱۹۳۰ مې لسیزې پورې درې ځله د بریتانیا د محافظه کار لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. [۲۴][۲۵]
کیپلېنګ د بمبئی د J.J. هنرونو د ښوونځي په چاپېریال کې وزېږېد چې د کلونو لپاره د دغه ښوونځي د مشر استوګن ځای و. په داسې حال کې چې په دغه ښوونځي کې یوه لرغونې ودانۍ د هغه د زیږون ځای په توګه یادېږي خو کېدای شي په دغه ځای کې د هغه د زېږېدو اصلي ودانۍ لسیزې وړاندې ویجاړه شوې وي او دا یې پر ځای جوړه شوې وي. یو شمېر تاریخ لیکونکي او چاپېریال ساتونکي په دې باور دي چې دغه کور د هغه ځای څرګندونه کوي چې د کیپلېنګ زېږون ځای ته نږدې دی، ځکه چې دا د کیپلېنګ له زېږون څخه څه باندې ۱۵ کاله وروسته په ۱۸۸۲ زکال کې جوړ شوی. داسې هم ویل کېږي چې په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې کیپلېنګ له J.J. ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال د دغه ښوونځي مشر ته همداسې ویلي. [۲۶][۲۷][۲۸]
د برنیس ام. مورفی په خبره، «د کیپلېنګ والدینو ځانونه «انګلیسي – هندیان» بلل [هغه اصطلاح چې په ۱۹مه پېړۍ کې په هند کې د استوګنو بریتانوي الاصله وګړو لپاره کارول کېده] دوی همدغه ډول خپل زوی هم باله، له دې سره چې هغه د خپل ژوند ډېره برخه بل چېرې تېره کړې وه. د هویت پیچلي مسائل او ملي وفاداري د نوموړي په کیسو کې څرګنده ده».[۲۹]
په بریتانیا کې زده کړې
[سمول]په بمبئی کې د کیپلېنګ د «پیاوړې روښنایۍ او تیارې» ورځې هغه مهال پای ته ورسېدې چې نوموړی پنځه کلن و. هماغه ډول چې په بریتانوي هند کې دود وه، نوموړی او درې کلنه خور یې الیس («تریکس») بریتانیا – د بریتانیا ساوت سي، پورتسموث – ته یووړل شول څو له هغې جوړې سره ژوند وکړي چې په بهر کې یې د میشتو بریتانویانو ماشومان را لویول. په راتلونکو شپږو کلونو کې (د ۱۸۷۱ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۸۷۷ زکال تر اپرېل میاشتې پورې) دوی له دغې جوړې – کیپتان پرایس اګار هالووی چې یو مهال د سوداګریز سمندري ځواک افسر و او سارا هالووی – سره د سوت سي د څلورم کمپبېل واټ په لارن لوج کې د هغوی په کور کې واوسېدل. کیپلېنګ دغه ځای د «ړنګ کور» په توګه یاد کړی.[۳۰][۳۱][۳۲]
کیپلېنګ په خپل لیکلي ژوند لیک کې چې ۶۵ کاله وروسته خپور شو دلته یې خپل ژوند په وحشت سره یاد کړی او څرګنده کړې یې ده چې آیا د هغه ظلم او بې توجهۍ ترکیب چې په دغه ځای کې یې له مېرمن هالووې څخه تجربه کړی و کېدای شي د هغه د ادبي ژوند د ژر پیل کېدو لامل وي، «که چېرې تاسو د یو اووه کلن یا اته کلن ماشوم ورځنۍ چارې (په ځانګړې توګه هغه مهال چې غواړي خوب وکړي) په متقابله توګه وارزوی؛ هغه په رضایت لرونکې توګه له ځان سره مخالفت کوي. که چېرې هره تېروتنه د یو دروغ په توګه مطرح شي او په سهارنۍ کې یې یادونه وشي نو بیا ژوند آسانه نه دی. زه د زور ویلو مشخصه کچه پېژنم، خو دا حساب شوې شکنجه کول و – هم له مذهبي او هم له علمي اړخه. له دې سره دغې چارې زه اړویستلم څو هغه درواغو ته چې ژر ویل یې ماته اړین ښکارېدل پام وکړم او دا چاره زما په ګمان زما د ادبي هڅې بنسټ و».[۳۳]
تریکس بیا په لورن لوج کې لږ ښه ژوند درلود. مېرمن هالووی تمه لرله چې تریکس به بالاخره د هغې له زوی سره واده وکړي. له دې سره دوی دواړو په انګلستان کې هېڅ خپلوان نه لرل چې وکولای شي د هغوی لیدنې ته ولاړ شي.
د ۱۸۷۷ زکال په پسرلي کې آلیس له هند څخه راوګرځېده او خپل ماشومان یې له لارن لوج څخه وویستل. کیپلېنګ یاده کړې چې «څو ځله مې مې ګرانې خاله له ما وپوښتل ولې مې چاته وه نه ویل چې دلته زما سره څه ډول چلند شوی. ماشومان له حیواناتو څخه زیات څه نه وايي، ځکه هغه څه چې دوی ته رسېږي هغوی یې د تل لپاره پر ځان مني. همدارنګه هغه ماشومان چې ورسره ناوړه چلند کېږي هغوی تل د بندي کېدو دا واضح انځور له ځانه سره لري چې د دغو اسرار په افشا کولو به ورسره مخ شي». [۳۴][۳۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118562290 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118562290 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118562290 — http://web.archive.org/web/20170323100843/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/rudyard-kipling — آرشيف اصل
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/c9prs2zw087p291 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۴ مارچ ۲۰۱۶
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990004353 — د نشر نېټه: ۲۷ فبروري ۲۰۲۴
- ↑ The Times, (London) 18 January 1936, p. 12.
- ↑ "The Man who would be King". Notes on the text by John McGivering. kiplingsociety.co.uk.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Rutherford, Andrew (1987). General Preface to the Editions of Rudyard Kipling, in "Puck of Pook's Hill and Rewards and Fairies", by Rudyard Kipling. Oxford University Press. ISBN 0-19-282575-5
- ↑ Rutherford, Andrew (1987). Introduction to the Oxford World's Classics edition of 'Plain Tales from the Hills', by Rudyard Kipling. Oxford University Press. ISBN 0-19-281652-7
- ↑ James Joyce considered Tolstoy, Kipling and D'Annunzio the "three writers of the nineteenth century who had the greatest natural talents", but that they "did not fulfill that promise". He also noted their "semi-fanatic ideas about religion, or about patriotism". Diary of David Fleischman, 21 July 1938, quoted in James Joyce by Richard Ellmann, p. 661, Oxford University Press (1983) ISBN 0-19-281465-6
- ↑ Alfred Nobel Foundation. "Who is the youngest ever to receive a Nobel Prize, and who is the oldest?". Nobelprize.com. p. 409. خوندي شوی له the original on 25 September 2006. بياځلي په 30 September 2006.
- ↑ Birkenhead, Lord. (1978). Rudyard Kipling, Appendix B, "Honours and Awards". Weidenfeld & Nicolson, London; Random House Inc., New York.
- ↑ Lewis, Lisa. (1995). Introduction to the Oxford World"s Classics edition of "Just So Stories", by Rudyard Kipling. Oxford University Press. pp. xv–xlii. ISBN 0-19-282276-4
- ↑ Quigley, Isabel. (1987). Introduction to the Oxford World's Classics edition of "The Complete Stalky & Co.", by Rudyard Kipling. Oxford University Press. pp. xiii–xxviii. ISBN 0-19-281660-8
- ↑ Said, Edward. (1993). Culture and Imperialism. London: Chatto & Windus. p. 196. ISBN 0-679-75054-1.
- ↑ Sandison, Alan. (1987). Introduction to the Oxford World's Classics edition of Kim, by Rudyard Kipling. Oxford University Press. pp. xiii–xxx. ISBN 0-19-281674-8
- ↑ Douglas Kerr, University of Hong Kong (30 May 2002). "Rudyard Kipling." The Literary Encyclopedia. The Literary Dictionary Company. 26 September 2006.
- ↑ Carrington, C.E. (Charles Edmund) (1955). Rudyard Kipling: His Life and Work. Macmillan & Co.
- ↑ Flanders, Judith. (2005). A Circle of Sisters: Alice Kipling, Georgiana Burne-Jones, Agnes Poynter, and Louisa Baldwin. W. W. Norton and Company, New York. ISBN 0-393-05210-9
- ↑ Gilmour
- ↑ Rutherford, Andrew (1987). General Preface to the Editions of Rudyard Kipling, in "Puck of Pook's Hill and Rewards and Fairies", by Rudyard Kipling. Oxford University Press. ISBN 0-19-282575-5
- ↑ "My Rival" 1885. Notes edited by John Radcliffe. kiplingsociety.co.uk
- ↑ Gilmour, p. 32.
- ↑ thepotteries.org (13 January 2002). "did you know..." The potteries.org. بياځلي په 2 October 2006.
- ↑ Kastan, David Scott (2006). The Oxford Encyclopedia of British Literature Volume 1. Oxford University Press. p. 202.
- ↑ Sir J. J. College of Architecture (30 September 2006). "Campus". Sir J. J. College of Architecture, Mumbai. خوندي شوی له the original on 28 July 2011. بياځلي په 2 October 2006.
- ↑ Ahmed, Zubair (27 November 2007). "Kipling's India home to become museum". BBC News. بياځلي په 7 August 2015.
- ↑ Aklekar, Rajendra (12 August 2014). "Red tape keeps Kipling bungalow in disrepair". Mumbai Mirror. بياځلي په 7 August 2015.
- ↑ Murphy, Bernice M. (21 June 1999). "Rudyard Kipling – A Brief Biography". School of English, The Queen's University of Belfast. له اصلي څخه خوندي شوی په 14 November 2012. بياځلي په 6 October 2006.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ Kipling, Rudyard (1935). "Something of Myself". له اصلي څخه خوندي شوی په 23 February 2014. بياځلي په 6 September 2008.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Pinney, Thomas (1995). "A Very Young Person, Notes on the text". Cambridge University Press. بياځلي په 6 March 2012.
- ↑ Kipling, Rudyard (1935). "Something of Myself". له اصلي څخه خوندي شوی په 23 February 2014. بياځلي په 6 September 2008.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ Carpenter, Humphrey and Prichard, Mari. (1984). Oxford Companion to Children's Literature. Oxford University Press. pp. 296–297. ISBN 0192115820.
- ↑ Kipling, Rudyard (1935). "Something of Myself". له اصلي څخه خوندي شوی په 23 February 2014. بياځلي په 6 September 2008.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link)
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- Pages using the JsonConfig extension
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- CS1 maint: bot: original URL status unknown