Jump to content

روډولف روکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روډولف روکر
روډولف روکر
روډولف روکر

د شخص مالومات
پيدايښت
ماینڅ [۱][۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 19 سپټمبر 1958 (85 کاله)[۳]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
نيويارک [۲]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای پاريس (۱۸۹۲–۱۸۹۵)

ماینڅ (–۱۸۹۲) لندن برلين نيويارک (۱۹۳۳–۱۹۳۷)  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ

تابعیت جرمني [۲]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
خوځښت انارشي-اتحادیه پالنه (انارکو-سینډیکالیزم) ،  ټولنيز انارشيزم   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

یوهان روډولف روکر (۲۵ مارچ ۱۸۷۳ – ۱۹ سپټمبر ۱۹۵۸ زکال) جرمنی انارشېست لیکوال او فعال و. نوموړی د ماینتس په یوه صنعتګره رومن کاتولیک کورنۍ کې وزیږېد.

پلار یې د هغه د ماشومتوب او مور یې د هغه په نوې ځوانۍ کې مړه شوه. له همدې امله یې یو څه موده په یتیم خانه کې تېره کړه. په ځوانۍ کې یې په کښتۍ کې د کابین د کاریګر په توګه کار وکړ او بیا د یو ټایپوګرافر شاګرد شو. هغه وړاندې له دې چې د انارشېستانو لکه میخائیل باکونین او پیټر کروپوتکین تر اغېز لاندې راشي له کارګري ټولنې سره مل او د جرمني په سوسیال دیموکرات ګوند کې شامل شو. له نورو لیبترین/آزادي غوښتونکو ځوانانو سره د جرمني له سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) وویستل شو او انارشېستي فعالیتونه یې له جرمني څخه پاریس ته د تېښتې لامل وګرځېدل، چېرې چې هغه له انارشیستي سندیکالېستي او یهودي نظریاتو سره په اړیکه کې و. په ۱۸۹۵ زکال کې لندن ته کډه شو. په لیورپول او نورو ځایونو کې له لنډي مهالي پاتې کېدو پرته هغه د دوه لسیزو څخه زیات وخت لپاره د لندن په ختیځ کې پاتې شو او د Arbeter Fraynd نشریې د اېډیټ کولو، د انارشېزم د مخکښو متفکرینو د نظریاتو د څرګندونکي او د لندن د جامو د صنعت د اعتصاباتو د مدیریت کولو په ګډون یې په ییدېش ژبه باندې په انارشېستي صحنه کې د کلیدي څېرې په توګه رول ولوباوه. په لندن کې هغه د ییدېش مخینې لرونکې اوکرایني الاصلې انارشېستې میلي ویتکوپ سره مشترک ژوند پیل کړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د یو پردي دښمن په توګه ونیول شو او د جګړې په پای کې هالنډ ته تبعید شو.

په ۱۹۲۰ مه ز لسیزه کې هغه تر ډېره په جرمني کې استوګن و، چېرې چې هغه د جرمني د کارګرانو د آزادې سندیکالیستي اتحادیې (FAUD) او د هغو د څانګې Der Syndikalist  یو له معمارانو او همدارنګه د کارګرانو د نړیوال بنسټ (IWA) بنسټګر وګرځېد. هغه په مخ پر زیاتېدوني ډول د ملت پالنې او فاشېزم څخه اندېښمن و (هغه په دغه دوره کې په خپل شاهکار اثر نشنلېزم او کلتور باندې کار وکړ) او په ۱۹۳۳ زکال کې له جرمني څخه متحده ایالاتو ته لاړ. په متحده ایالاتو کې هغه په ییدېش Freie Arbeiter Stimme ډله کې فعال و او په ځانګړې توګه یې په لیبرترین/ازادي غوښتونکو زده کړو او د هسپانیا له انقلاب سره په همغږۍ د هغو د فاشیستي او ستالینیستي دښمنانو سره په مخالفت کې ونډه لرله.

د هغه کلاسیک آثار نشنلېزم او کلتور او انارکو – سندیکالېزم په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې خپاره شول. هغه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې له دواړو لورو سره مخالفت وکړ د یو فاشیست ضد په توګه یې په دویمه نړیواله جګړه کې له متفقینو ملاتړ وکړ. له جګړې وروسته هغه د امریکا د آزادۍ د مخکښانو په نوم د خپلو مقالو ټولګه چې په متحده ایالاتو کې یې د لیبرال او انارشېست مفکورې تاریخ بیانوه؛ خپره کړه، هغه دغه لیدلوری چې راډیکال تفکر د امریکا له تاریخ او کلتور سره پردی دی او یوازې کډوالو دلته راوړی؛ له منځه یووړ. نوموړی د سپټمبر په ۱۰ مه نېټه په موهګان مستعمره کې ومړ. [۴]

لومړنی ژوند

[سمول]

روډولف روکر د ۱۸۷۳ زکال د مارچ په ۲۵ مه د جرمني د هسن په ماینتس سیمه کې (اوس مهال راینلنډ – فالنس) وزېږېد. هغه د لیتوګرافر ګئورګ فیلیپ روکر (۱۸۴۵ – ۱۸۷۷ زکال) او د هغه د مېرمنې انا مارګریتا چې کورنی نوم یې نومان و (۱۸۶۹-۱۸۸۷ زکال، د هنریس نومان لور)، له څلورو ماشومانو څخه یو و. (د هغه خویندې او وروڼه فیلیپ، ۱۸۷۰ – ۱۸۷۳ زکال؛ کاترییا باربارا، ۲۰ مارچ ۱۸۷۰ – ۳ اپرېل ۱۸۷۰ زکال؛ او فریدریش، زیږون ۱۸۷۷ زکال وو). دغه کاتولیک کورنۍ چې ډېره معتقده نه وه، دیموکراتیک او پروس ضد دودونه یې لرل چې د روکر له نیکه څخه ورته پاتې و، هغه چې د ۱۸۴۸ زکال په انقلاب کې یې ونډه لرله. له دې سره د روکر له زیږون څلور کاله وروسته د هغه پلار جورج فیلیپ په ۱۸۷۷ زکال کې مړ شو. له دغې پېښې وروسته د هغه کورنۍ د خپلې مور د کورنۍ په مرسته وکولای شول، له بې وزلۍ ځان وساتي. د روکر ماما او د هغه پدرخوانده کارل رودولف نومان چې د جرمني د سوسیال ګوند پخوانی غړی و د هغه لپاره د پلار تشه ډکه کړه او د هغه فکري وده یې هدایت کړه. د روکر د خپل ښوونځي د ښوونکي له میتود څخه بد راتلل او هغه یې یو «بې زړه مستبد» باله. له همدې امله هغه یو بېنوا زده کوونکی و. [۵]

د ۱۸۸۴ زکال په اکتوبر کې د هغه د مور نوی مېړه لودویګ بامګارتنر د هغوی له کورنۍ سره یوځای شو. دغه واده رودولف ته د ارنست لودویګ هاینریش په نوم یو پرکټی ورور ور په برخه کړ چې ورسره نږدې اړیکې یې نه لرلې. روکر یو ځل بیا هغه وخت روحي ضربه ولیدله چې مور یې د ۱۸۸۷ زکال په فبروري میاشت کې مړه شوه. وروسته له هغه چې د مور نوي مېړه (پلندر) یې نوی واده وکړ، روکر یتیم خانې ته یووړل شو. [۶][۷]

روډولف روکر چې د کاتولیک یتیم خانې له غوښتل شوي بې قیده او شرطه اطاعت څخه ستړی شوی و او جنجال غوښتونکی فکر یې موندلی و له یتیم خانې وتښتېد. لومړی ځل هغه د ماینز چاپېر ځنګلونو کې پاتې شو او ځینې مهال به ښار ته د خوړو موندلو په موخه تله؛ چې بیا درې ورځې وروسته وموندل شو. دویم ځل هغه مهال چې نوموړی ۱۴ کلن و هغه د یتیم خانې د دغې غوښتنې په غبرګون چې د حلبي ساز شاګرد شي، په Düsseldorfer Dampfschiffahrtsgesellschaft بېړۍ چلوونکي شرکت کې د بېړیو په کابین کې شاګرد شو. هغه د خپل زېږون ځای څخه داسې ځایونو لکه روتردام ته له سفر خوند اخیست. وروسته له هغه چې بېرته راوګرځېد هغه د ټایپوګرافۍ شاګردي ته مخه کړه څو د خپل ماما کارل په څېر ټایپوګراف شي.[۸][۹]

لومړنۍ سیاسي چارې

[سمول]

کارل یو پام وړ کتابتون درلود چې هر ډول سوسیالیستي ادبیات په کې شاملېدل. روکر په جرمني کې د بیسمارک د متمرکزې سترواکۍ د فدرالېست مخالف کنستانتین فرانتز، مارکسیزم ضد سوسیالېست یوګن دورینګ چې نظریاتو یې انارشېستي بڼه لرله،  د یوشمېر ناولونو لکه د ویکتور هوګو د «بدبختانو» او د ادوارد بلامی د «شاته کتو» په نومونو ناولونو او همدارنګه د یو شمېر سنتي سوسیالیستي ادبیاتو لکه د کارل مارکس د سرمایې اثر او د فردیناند لاسل او اګوست ببل د لیکونو تر اغېز لاندې راغی. روکر سوسیالېست شو او په منظم ډول به یې خپل نظریات له نورو سره شریکول. د هغه کارورکوونکی لومړنی کس و چې سوسیالېزم ته واوښت. [۱۰][۱۱]

هغه د خپل ماما د اغېز له امله د جرمني له سوسیال دیموکرات ګوند سره یوځای شو او په ماینتس کې د ټایپوګرافانو په کارګري ټولنه کې فعال شو. هغه د دولتي ځپلو له امله د ۱۸۹۰ زکال په ټاکنو کې د فرانتس یوست په ګټه د نیمه مخفي ټاکنیز کمپاین د ترسره کولو په موخه چې په رایشتاګ کې د ماینتس - اوپنهایم سیمې څوکۍ وګټي؛ دواطلب شو. له دې امله چې دغه څوکۍ ډېره جنجالي وه، د ګوند مخکښو څېرو لکه اګوست ببل، ویلهلم لیبکنشت، ګئورګ فون وولمار او پاول سینګر له دغه ښار څخه لیدنه وکړه څو له یوست سره مرسته وکړي او همدارنګه روکر چانس پیدا کړ له دوی سره خبرې وکړي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سیاسي ځایګی

[سمول]

روکر تر ډېره د یو انارکو – سندیکالېست په توګه توصیف کېږي ځکه د دغه لیدلوري لپاره یې کلیدي مقدماتي متنونه او همدارنګه یې د FAUD لپاره سندیکالیستي اساسات ولیکل. هغه همدارنګه د کروپوتکین په څېر انارشیستي کمونیستانو ته نږدې و. له دې سره پاول اوریچ څرګندوي چې هغه یو پلورل شوی بی صفته انارشېست و چې باور یې درلود انارشیستي فکري مکتبونه «یوازې مختلف اقتصادي میتودونه» بیانوي او همدارنګه پر باور یې د انارشېستانو لومړنۍ موخه د «انسانانو د فردي او ټولنیزې آزادۍ» رامنځته کول دي. [۱۶]

آثار

[سمول]

کتابونه

  • نشنلېزم او کلتور
  • انارکو – سندیکالېزم: تیوري او عمل
  • د هسپانیا تراژیدي
  • انارشېزم او انارکو سندیکالېزم

مقالې

  • انارشېزم او شورویېزم
  • فدرالېزم
  • مارکس او انارشېزم

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118601687  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118601687 — د نشر نېټه: ۱۳ نومبر ۲۰۲۴
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6765hnp — subject named as: Rudolf Rocker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Dorfman 1950، م. 363.
  5. Krämer 2002, pp. 315–316; Wienand 1981, p. 17; Graur 1997, pp. 16, 22.
  6. Wienand 1981, pp. 20, 28; Graur 1997, p. 17.
  7. Graur 1997، م. 17.
  8. Krämer 2002, p. 316; Wienand 1981, p. 30; Graur 1997, p. 18.
  9. Graur 1997، مم. 17–18.
  10. Krämer 2002, pp. 316–317; Wienand 1981, pp. 34–38; Graur 1997, pp. 20–21.
  11. Graur 1997، م. 21.
  12. Krämer 2002, p. 318; Graur 1997, p. 22.
  13. Krämer 2002, pp. 318–321; Graur 1997, pp. 22–34.
  14. Graur 1997, pp. 34–36; Wienand 1981, pp. 77–80, 95–96.
  15. Krämer 2002, pp. 321–323; Graur 1997, pp. 39–41; Wienand 1981, pp. 110–112.
  16. Avrich 2006، م. 7.