Jump to content

ټولنيز انارشيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ټولنيز انارشيزم، د انارشيزم هغه څانګه ده، چې انفرادي خپلواکي په دوه اړخېزې مرستې پورې تړلې ګڼي. د ټولنيزې ګډوډۍ پلوی فکر پر ټولنه او ټولنيزې برابرې باندې د خپلواکۍ او ځاني خپلواکۍ د بشپړونکو په توګه ټينګار کوي. ټولنيز انارشيزم بيان آزادۍ له لارې د دې توازن د تر لاسه کولو هڅه کوي، چې په نامتمرکز فدراليزم کې په فکر او مرسته کې د غبرګون په ازادۍ سره ساتل کېږي. Subsidiarity په غوره ډول داسې راپېژندل شوي دي، چې:«يو څوک بايد له وګړو څخه ونه وځي او ټولنې ته هغه څه وکړي، چې د خپل تشبث يا صنعت له لارې يې تر لاسه کولی شي. او دا چې «هر ټولنيز فعاليت بايد له خپل طبيعت څخه وي، چې د جسم ټولنيز غړي ته مرسته چمتو کړي او هيڅکله يې ويجاړ او جذب نه کړي» يا دا شعار «د خلکو له لاسونو څخه توکي مه اخلئ». [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

ټولنيز انارشيزم، د انارشيزم حاکمه بڼه ده. ټولنيز انارشيزم د يوې نښې يا اصطلاح په توګه د فرد پلوي انارشيزم پر وړاندې د هغې نظريې د تشرېح کولو په موخه کارول کېږي، چې په انارشيست نظريه کې پر ټولنپالونکې او اشتراکي اړخونو باندې ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د ډلې فکر او ډله ییز سمون يا مطابقت سره مل د ټولنپالونکي اصالت واک خوښونکو بڼو سره مخالفت کوي، چې د فرديت او ټولنيزيت تر منځ د پخلاتوب لېوالتيا لري. خپلواکي، د کارکونکي ځاني مديريت، زده کړې او پياوړتيا ټولو باندې په ټولنيز انارشيزم کې ټينګار شوی دی؛ په داسې حال کې چې ناقانونه واک په کې د پلټنې او څارنې له لارې له منځه ځي. د «do it yourself» ذهنيت په ټولنيز ډګر کې د زده کړو هڅو سره يو ځای دی. ټولنیز انارشيزم د اوسني او راتلونکي توليدي خصوصي ملکيت برخه په داسې ټولنيز ملکيت د بدلولو او کارولو پلوي کوي، چې د پانګه وال توليد او د کار د نابرابر مزد د ځايناستي په توګه ورڅخه ګټه اخيستل کېدلی شي. د ټولنيز انارشيزم پلوۍ فکر توکو ته د اسانه لاسرسي او د عامه ګټو د شريکولو له لارې د انفرادي پياوړتيا د وړاندې کولو په موخه د ټولنيز ملکيت پلوي کوي، په داسې حال کې چې شخصي ملکيت ته درناوی کوي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ټولنيز انارشيزم يوه چترۍ اصطلاح (umbrella term) ګڼل کېږي، چې په اصلي ډول د (anarcho-communism)، د اشتراکي اصولو پلوی انارشيزم او ځيني وختونه د دوه اړخيز اصالت د پانګه وال څخه مخکې اقتصادي موډلونو ته ويل کېږي. دا کولی شي نادولتي اداره شوي متحد د ګډو ګټو د ساتنې سوسياليستي ټولنه، د دوه ګوني ځواکک صنعتي ديموکراسي او اقتصادي ديموکراسي يا همدارنګه د کارکوونکو متحد ټولنې او د کارکوونکو او مستهلکينو شوراګانې راونغاړي، چې د اوسني دولتي نظام ډېره برخه ځای پر ځای کوي، په داسې حال کې چې بنسټيز حقونه ساتل کېږي.له دې سره سره ټولنيز انارشيزم د anarcho-syndicalism [د انارشيزم او د صنفي اتحاديو د اصولو د پېروۍ ګډ اصالت] د سوداګرۍ اتحاديې د نږدې کېدلو لار، د دريځ پلوۍ او specifism او د ټولنيزې هڅې تګلارې او د ټولنيزې چاپيرپوهنې چاپيريالي فلسفه هم شاملوي. ټولنيز انارشيزم د يوې اصطلاح په توګه په ازاد فکرۍ (libertarianism)، ازاد فکره سوسياليزم او کيڼ اړخې ازاد فکرۍ سره رانغاړل کېږي، چې د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې وروسته  له هغې له فردي اصالت انارشيزم څخه د بېل انارشيزم په توګه راپورته شو، چې anarcho-communism د حاکم ميلان په توګه د اشتراکي انارشيزم ځاي ناستی شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ټولنيز انارشيزم، د انارشيزم د اشتراکي اصولو د پلوي يا سوسياليستي څانګې په توګه تشرېح شوی دی او همدرانګه د انارشيزم له سوسياليست سره تړلې هغې بڼې وړاندې کوي، چې د انفراديت پلوي انارشيزم له لوري له ليبرال سوسياليست څانګې سره په توپير وړاندې شوي دي. سره له دې د دغو ډله ايزو يا کمونيستي انارشيزم پلويو له ډلې يو څو يې د بنسټپال انفراديت پر بنسټ د خپلو نظرياتو ملاتړ کړی دی. دوی ډله ايز اصالت يا کمونيزم ته د انفرادي خپلواکۍ د درک کولو لپاره د تر ټولو غوره ټولنيز نظام په سترګه ګوری. د فرد پالنې – سوسياليست ورته نظريې وېش هم ځکه مخالف دی، چې د فرد پلوۍ انارشيزم په پراخه ډول سوسياليستي دی او يو بل اغېزمنوي. Carl Landauer د فرد پالونکي او ټولنيز انارشيستانو تر منځ توپير په دې ډول لنډيز کړی دی، چې «کمونيستي انارشيستان د فرد د اړ کولو په موخه د ټولنې هيڅ حق نه مني. دوی د خپل دې باور له مخې د انارشيستي فرد پلويو سره توپير لري، چې نارينه که چېرې تېري څخه ازاد شي، د کمونيستي ډول وړتيا ټولنو ته به ننوځي، په داسې حال کې چې بله څانګه پر دې باور ده، چې خپلواک شخص به د ګوښه کېدنې (تجريد) يوه لوړه درجه غوره وګڼي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

کتنه

[سمول]

انارشيزم پلوی سوسياليزم، anarcho-socialism او سوسياليستي انارشيزم اصطلاحګانې ټولنيز انارشيزم ته کارېدونکې اصطلاحګانې دي، مګر د انارشيزم د زياتره پلويانو له لورې ځکه رد شوي دي، چې دوی په عمومي ډول ځان د ازاد فکرۍ دود سوسياليستان ګڼي او هغه مهال نا اړين او وارخطا کوونکي ښکاري چې د ازاد فکرۍ يا بې دولته سوسياليزم پر وړاندې د اقتدار خوښونکي يا دولتي سوسياليزم لپاره د هم معنا (مترادف) په توګه ونه کارول شي. انارشيزم په تاريخي ډول په سوسياليستي او د پانګه والۍ ضد خوځښت سره د بازار ضد انارشيستانو او د بازار پلويو انارشيستانو تر منځ د شته اصلي وېش سره مشخص شوي دي. د بازار ضد انارشيستان د اقتصادي پلان جوړونې د يو څه نامتمرکز بڼې او د بازار پلوي انارشيستان د پانګه والۍ ضد د بازار سوسياليزم څخه ملاتړ کوي. يادې اصطلاحګانې په اصلي ډول د anarcho-capitalism او هغو پوهانو له لورې کارول کېږي، چې د دواړو تر منځ د توپير کولو په موخه anarcho-capitalism پېژني. همدارنګه انارشيستان د ورته دلايلو له امله د کيڼ اړخي انارشيزم او ښي اړخي انارشيزم ډلبندي هم رد کوي او انارشيزم ته د بنسټ پال کيڼې څانګې يا لرې کېڼ نظريې په توګه ګوري. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

په داسې حال کې چې د anarcho-capitalist نظريات پوهان او پوهان انارشيزم په دوه اړخيز ډول ځانګړي انفراديت انارشيزم (کاپيټليزم) او ټولنيز انارشيزم (سوسياليزم) باندې وېشې، د انارشيزم پلوي نظرپوهان او پوهان دا نه مني. انارشيستان د انفرادي انارشيزم او ټولنيز انارشيزم تر منځ دا ډول هڅه نه ويني، چې په دوه اړخيز ډول د ځانګړي په پرتله د بشپړونکي په توګه ګڼل کېږي، د دوی توپير د دوی د بشپړونې په پرتله په اصلي ډول د انارشي د تر لاسه کولو د وسيلو پر بنسټ دي. ځيني انارشيستان بحث کوي، چې د انارشيزم دننه هڅه د سوسياليستانو او پانګه والو تر منځ نه ده، مګر د انارشيستانو او نا انارشيستانو تر منځ ده. [۴۰][۴۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Baldelli, Giovanni (1971). Social Anarchism. Aldine Atherton. Retrieved 31 March 2019.
  2. Bookchin, Murray (1995). "Social Anarchism or Lifestyle Anarchism: An Unbridgeable Chasm". The Anarchist Library. Retrieved 31 March 2019.
  3. Suissa, Judith (2001). "Anarchism, Utopias and Philosophy of Education". Journal of Philosophy of Education 35 (4). pp. 627–646. doi:10.1111/1467-9752.00249.
  4. McKay, Iain (18 June 2009). "An Anarchist FAQ". Stirling: AK Press.
  5. Ehrlich, Howard J. (2013). "The Best of Social Anarchism" Archived 31 March 2019 at the Wayback Machine.. See Sharp Press. Retrieved 31 March 2019. See also his Social Anarchism journal.
  6. Owens, Connor (25 February 2016). "Why "Social" Anarchism?". The Anarchist Library. Retrieved 31 March 2019.
  7. Pius XI, Pope (15 May 1931). Quadragesimo anno. §79.
  8. Jennings, Jeremy (1993). "Anarchism". In Eatwell, Roger; Wright, Anthony (eds.). Contemporary Political Ideologies. London: Pinter. p. 143. ISBN 978-0861870967. "[A]narchism does not stand for the untrammelled freedom of the individual (as the 'anarcho-capitalists' appear to believe) but, as we have already seen, for the extension of individuality and community."
  9. McKay, Iain, ed. (2012). An Anarchist FAQ. Vol. I/II. Stirling: AK Press. ISBN 978-1849351225.
  10. Franks, Benjamin (August 2013). Freeden, Michael; Stears, Marc (eds.). "Anarchism". The Oxford Handbook of Political Ideologies. Oxford University Press: 393–394. doi:10.1093/oxfordhb/9780199585977.013.0001. Individualisms that defend or reinforce hierarchical forms such as the economic-power relations of anarcho-capitalism [...] are incompatible with practices of social anarchism. [...] Increasingly, academic analysis has followed activist currents in rejecting the view that anarcho-capitalism has anything to do with social anarchism.
  11. "Misconceptions of Anarchism". Spunk Library. In Dolgoff, Sam (1986). Fragments: A Memoir. Refract Publications.
  12. Ostergaard, Geoffrey (1991). "Anarchism". A Dictionary of Marxist Thought. Blackwell Publishing. p. 21.
  13. Peacock, Adrian (1999). Two Hundred Pharaohs, Five Billion Slaves. London: Ellipsis.
  14. Goodwin, Barbara (2007). Using Political Ideas. John Wiley & Sons.
  15. Berkman, Alexander (1929). What Is Communist Anarchism?. "The revolution abolishes private ownership of the means of production and distribution, and with it goes capitalistic business. Personal possession remains only in the things you use. Thus, your watch is your own, but the watch factory belongs to the people".
  16. "Anarchism". In Gaus, Gerald F.; D'Agostino, Fred, eds. (2012). The Routledge Companion to Social and Political Philosophy. p. 227. "In its oldest sense, it is a synonym either for anarchism in general or social anarchism in particular".
  17. Ostergaard, Geoffrey (2008). "Anarchism". The Blackwell Dictionary of Modern Social Thought. Blackwell Publishing. p. 14.
  18. Bookchin, Murray (1995). Social Anarchism Or Lifestyle Anarchism: An Unbridgeable Chasm. AK Press.
  19. "Anarchism". In Gaus, Gerald F.; D'Agostino, Fred, eds. (2012). The Routledge Companion to Social and Political Philosophy. p. 227. "The term 'left-libertarianism' has at least three meanings. In its oldest sense, it is a synonym either for anarchism in general or social anarchism in particular. Later it became a term for the left or Konkinite wing of the free-market libertarian movement, and has since come to cover a range of pro-market but anti-capitalist positions, mostly individualist anarchist, including agorism and mutualism, often with an implication of sympathies (such as for radical feminism or the labor movement) not usually shared by anarcho-capitalists. In a third sense it has recently come to be applied to a position combining individual self-ownership with an egalitarian approach to natural resources; most proponents of this position are not anarchists".
  20. "An Anarchist FAQ" by various authors. "No, far from it. Most anarchists in the late nineteenth century recognised communist-anarchism as a genuine form of anarchism and it quickly replaced collectivist anarchism as the dominant tendency. So few anarchists found the individualist solution to the social question or the attempts of some of them to excommunicate social anarchism from the movement convincing".
  21. Boyd, Tony; Harrison, Kevin, eds. (2003). "Marxism and Anarchism". Understanding Political Ideas and Movements. Manchester University Press. p. 251. ISBN 978-0719061516.
  22. McKay, Iain, ed. (2012). "Section G – Is Individualist Anarchism Capitalistic?". An Anarchist FAQ. Vol. II. Stirling: AK Press. ISBN 978-1849351225.
  23. Franks, Benjamin (August 2013). Freeden, Michael; Stears, Marc (eds.). "Anarchism". The Oxford Handbook of Political Ideologies. Oxford University Press: 385–404. doi:10.1093/oxfordhb/9780199585977.013.0001.
  24. Carson, Kevin (2017). "Anarchism and Markets". In Jun, Nathan J. (2017). Brill's Companion to Anarchism and Philosophy. Brill. p. 81. ISBN 978-9004356894.
  25. Baginki, Max (May 1907). "Stirner: The Ego and His Own". Mother Earth (2: 3). "Modern Communists are more individualistic than Stirner. To them, not merely religion, morality, family and State are spooks, but property also is no more than a spook, in whose name the individual is enslaved—and how enslaved! [...] Communism thus creates a basis for the liberty and Eigenheit of the individual. I am a Communist because I am an Individualist. Fully as heartily the Communists concur with Stirner when he puts the word take in place of demand—that leads to the dissolution of property, to expropriation. Individualism and Communism go hand in hand."; Novatore, Renzo (1924). "Towards the Creative Nothing"; Gray, Christopher (1974). Leaving the Twentieth Century. p. 88; Black, Bob (2010). "Nightmares of Reason". "[C]ommunism is the final fulfillment of individualism. [...] The apparent contradiction between individualism and communism rests on a misunderstanding of both. [...] Subjectivity is also objective: the individual really is subjective. It is nonsense to speak of "emphatically prioritizing the social over the individual," [...]. You may as well speak of prioritizing the chicken over the egg. Anarchy is a "method of individualization." It aims to combine the greatest individual development with the greatest communal unity".
  26. Kropotkin, Peter (1901). "Communism and Anarchy". "Communism is the one which guarantees the greatest amount of individual liberty—provided that the idea that begets the community be Liberty, Anarchy [...]. Communism guarantees economic freedom better than any other form of association, because it can guarantee wellbeing, even luxury, in return for a few hours of work instead of a day's work."; Truda, Dielo (1926). "Organisational Platform of the Libertarian Communists". "This other society will be libertarian communism, in which social solidarity and free individuality find their full expression, and in which these two ideas develop in perfect harmony."; "My Perspectives". Willful Disobedience (2: 12). "I see the dichotomies made between individualism and communism, individual revolt and class struggle, the struggle against human exploitation and the exploitation of nature as false dichotomies and feel that those who accept them are impoverishing their own critique and struggle."; Brown, L. Susan (2002). The Politics of Individualism. Black Rose Books; Brown, L. Susan (2 February 2011). "Does Work Really Work?".
  27. McKay, Iain, ed. (2012). "Appendix: Anarchism and 'anarcho'-capitalism". An Anarchist FAQ. Vol. I/II. Stirling: AK Press. ISBN 978-1849351225.
  28. Landauer, Carl (1960). European Socialism: A History of Ideas and Movements. University of California Press. p. 127.
  29. Iverson, Stan. (1968). "Sex and Anarcho-socialism". Sex Marchers. p. 57. "Libertarian Socialism, or if you please, anarcho-socialism [...]".
  30. Walford, George (1979). Ideologies and Their Functions: A Study in Systematic Ideology. pp. 139–145.
  31. McNally, David (1993). "'Proudhon did Enormous Mischief': Marx's Critique of the First Market Socialists". Against the Market: Political Economy, Market Socialism and the Marxist Critique. Verso.
  32. Sturgis, Amy H. (2003). Presidents from Hayes Through McKinley: Debating the Issues in Pro and Con Primary Documents. Greenwood Publishing Group. p. 106. "Composed of many differing strains of thought (such as mutualism, anarcho-individualism, anarcho-socialism, and anarcho-communism), anarchism revolves around the concept of noncoercion and the belief that force is illegitimate and unethical".
  33. Ostergaard, Geoffrey (2008). "Anarchism". The Blackwell Dictionary of Modern Social Thought. Blackwell Publishing. p. 14.
  34. Busky, Donald F. (2000). Democratic Socialism: A Global Survey. Greenwood Publishing Group. p. 2. ISBN 978-0275968861. The same may be said of anarchism: social anarchism—a nonstate form of socialism—may be distinguished from the nonsocialist, and, in some cases, procapitalist school of individualist anarchism.
  35. Bylund, Per (19 March 2019). "The Trouble With Socialist Anarchism". Mises Institute. Retrieved 31 March 2019.
  36. Thagard, Paul. 2002. Coherence in Thought and Action. MIT Press. p. 153.
  37. Brooks, Frank H. (1994). The Individualist Anarchists: An Anthology of Liberty (1881–1908). Transaction Publishers. p. xi. ISBN 978-1-56000-132-4.
  38. Kahn, Joseph (2000-08-05). "Anarchism, the Creed That Won't Stay Dead; The Spread of World Capitalism Resurrects a Long-Dormant Movement". The New York Times.
  39. Moynihan, Colin (2007-04-16). "Book Fair Unites Anarchists. In Spirit, Anyway". The New York Times.
  40. Galleani, Luigi (1925). "The End of Anarchism?". The Anarchist Library. Retrieved 2 May 2019.
  41. Malatesta, Errico (1924). "Note to the article "Individualism and Anarchism" by Adamas". The Anarchist Library. Retrieved 2 May 2019.