د ۶۰۶ لاره (افغانستان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ۶۰۶ لاره ، چې د دلارام-زرنج لویې لارې په نوم هم پیژندل کیږي، په رسمي توګه د NH49 په نوم هم یادیږي، [۱]  د افغانستان په نیمروز ولایت کې [۲]یو ۲۱۸ کیلومتره سړک دی چې د افغانستان دلارام ولسوالۍ د ایران له پولې سره نښلوي. مخالفه لاره د افغانستان زرنج ته څېرمه جنوب لور ته ځي. دا په افغانستان کې یو له مصروف سړکونو څخه دی [۲] او د ایران او پاتې آسیایی ملکونو ترمنځ د سوداګرۍ مهمه لاره برابروي. دا سړک د هند د سرحدي سړکونو سازمان لخوا جوړ شوی و.

د دلارام – زرنج لویه لار، چې د ۶۰۶ لارې په نوم هم یادیږي، په افغانستان کې ۱۳۵ مایل اوږد دوه لین سړک دی، چې د نیمروز ولایت زرنج د ایران پولې ته څېرمه ښا ولایت له دلارام سره نښلوي. [۳] دا سړک د افغانستان-ایران پوله په دلارام کې د کندهار-هرات لویې لارې سره نښلوي، کوم چې د A01 له لارې د افغانستان نورو لویو ښارونو سره نښلوي. د ۶۰۶ لاره د دلارام او زرنج ترمنځ د سفر وخت له ۱۲-۱۴ ساعتونو څخه یوازې ۲ ساعتونو ته کموي.

له زرنج څخه دا لویه لار د پولې بل خوا کې د ایران له زابل ښار سره نښلوي. زابل له چابهار بندر سره د ښه سړک له لارې وصل دی. په دې توګه دغه لویه لار په وچه کې تړلي افغانستان ته د عربي سمندر او فارس خلیج ته د لاسرسي لپاره یوه بدیل لاره برابروي، د دې پر ځای چې یوازې د ډیورنډ کرښې هاخوا پر پاکستاني لارو تکیه وکړي. "سړک د پاکستان د هرې لارې په پرتله خورا لنډ او ډیر باثباته دی، چې دا شاید افغانستان ته د رسیدو ترټولو ګټوره وسیله وي." [۴]

لاره[سمول]

د ۶۰۶۰ لاره شمالي ترمینل د دلارام بازار په لویدیځ پای کې د دلارام له حلقوي سړک سره نښلوي. سویلي ترمینل د ایران پولې ته څېرمه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته څېرمه پروت دی. دغه سړک د دلارام ، چخانسور ، خاش رود او زرنج له ولسواليو څخه تېرېږي. دا دلارام سره نږدې د ۵۱۵ لارې (هغه لاره چې له دلارام څخه بکوا ولسوالۍ ته او بیا فراه ښار ته رسیږي) سره یو ځای کیږي.

مهم ټکي[سمول]

  • شمالي ټرمینس (دلارام په لویه لاره 1):

تاریخ[سمول]

هند په ۲۰۰۹ ز کال کې د ۶۰۶ لاره په نوم د سړک په جوړولو کې مرسته وکړه چې د 152 ملیون ډالرو په لګښت د افغانستان سره د سوداګرۍ پر مهال پاکستان څخه تیر نشي. په دې پرمختګونو کې د سړک پخول شامل وو، خو په افغانستان کې د جګړې له امله په سیمه کې پرله پسې جګړو د سړک د جوړولو مخه ونیوله.

دغه لویه لاره د هند د سرحدي سړکونو سازمان (BRO) لخوا ډیزاین او جوړه شوې وه. دغه لویه لاره د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په ۲۲مه نیټه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د خلکو پر مخ پرانیستل شوه.

د ۳۰۰ څخه ډېر د BRO انجینیران او تخنیکران په پروژه کې ګمارل شوي و، د دوی د امنیت لپاره 70 د هند - تبت سرحدي پولیسو (ITBP) پرسونل شتون درلود.

د لویې لارې د جوړولو کار په ۲۰۰۵ کال کې پیل شو، خو د پرله پسې د بریدونو له امله یې پرمختګ ورو و. په دې بریدونو کې د سړک پر غاړه ۱۳۵ [۵] کسان وژل شوي چې ۱۲۹ یې افغانان او ۶ یې هنديان دي. په وژل شویو کسانو کې د BRO دوه کارکوونکي او د ITBP څلور کارکوونکي شامل دي.

یادښتونه[سمول]

  1. "Application of Road Numbering System National Highway", Error in webarchive template: Check |url= value. Empty. The Ministry of Public Works (October 16, 2015)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bego, Bruno J. "Engineers Enhance Security Along Main Route Keeping Helmand Open" Archived 2013-03-16 at the Wayback Machine., Afghanistan International Security Force website, August 30, 2011. Retrieved on September 10, 2011.
  3. (په 2009-01-23 باندې). India hands over strategic highway to Afghanistan. The Hindu. Archived 2009-02-03 at the Wayback Machine.
  4. (په 2012-07-24 باندې). America's way out of dependence on Pakistan: Iran. The Christian Science Monitor
  5. (په 2007-01-27 باندې). India takes a slow road. Asia Times Archived 2022-01-22 at the Wayback Machine.