منځپانگې ته ورتلل

د ژبو کورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په نړۍ کې د ژبو بېلابېلې کورنۍ

د ژبو کورنۍ د ژبو هغه ټولگي دي اړوندې موجودې ټولې ژبې په اصل کې د يوې ژبې څخه نورې ژبې زېږېدلې او جوړې شوي وي، مثال په توگه پښتو، فارسي، بلوڅي، گليلکي، وغيره دا د هند-ايرانۍ کورنۍ سره تړلې ژبې دي بلخوا عربي، عبراني، آرامي او نورې سامي ژبې او اوردو، سيندي، پنجابي، مراټي، گوجراتي، راجستاني او داسې نور هند-اريایي ژبې دي.

د ژبو بېلابېلو کورنو کې ويشل

[سمول]

که دا وويل شي چې د نړۍ ټولې گڼې ژبې د يوې څخه جوړې دي نو سمه خبره به وي. اصل کې په نوې ژبې د فاصلې سره په وجود کې راځي، لکه په يوه سيمه کې يوه ژبه ده خو چې څومره د هغې ژبې غړي زياتېږي هغومره د مختلفو سيمو په خبرو اترو په انداز کې او په قواعد (گرامر) کې هم بدلون راشي حال دا چې ژبه يوه وي، ددې مثال دی چې کوم پښتانه په شمال کې اوسېږي دي (لکه پېښور، مردان، دير، سوات، چارسده، جلال آباد، اسد اباد، مهترلام، او داسې نورو ځایونو کې) هغوي د "ښ" تلفظ "خ" کوي او د "ږ" تلفظ "گ" کوي خو کوم پښتانه چې په سوېلي سيمو کې مېشت دي (لکه کندهار، هلمند، نيمروز، بلوچستان، جنوبي پښتونخوا، او داسې نور) هغوی د "ښ" او "ږ" تلفظ په خپله اصلي بڼه کوي. همدا رنگه د وخت او فاصلې سره د نړۍ بېلابېلو ژبو کې بدلون راځي، په لومړي کې خو يوه ژبه گڼل کېږي خو چې کله بدلون ډېر زيات شي نو بيا ځان ته ځان ته نوې ژبې ترې جوړې شي.

کله چې په يو څو ژبو کې مشترک (یو ډول) ځانگړتیاوې وي نو هغه په يو ټولگي کې تړل کېږي هغه خصوصيات تاريخ، د گړدود (د ویلو لهجه و انداز) يا قواعد هم کېدای شي، کله کله داسې هم کېږي چې ځینې نوې ژبې د يوې داسې ژبې څخه جوړې شي چې هغه د يوې کورنۍ سره نوي تړل شوي همدا سبب دی چې کله کله د ژبو په بېلابېلو کورنیو باندې وېشل يو گران کار جوړ شي، لاندې د ژبو د بېلابېلو کورنیو لړليک ورکړ شوی دی. دا د ايتهنولوگ سره سم دی، ياد ولرئ چې د ژبو ټولگي ددې لپاره نه جوړېږي چې تفرقات پېدا کړای شي بلکې دا ددې لپاره وي چې په اسانه سره مونږ ددې ژبو او ددې د خصوصياتو په اړه ولولو. په دې نړۍ کې داسې ژبې هم موجودې وی چې اوس بيخي ورکې شوي دي يعنی د هغه مړې ژبې اوس بيخي څوک نه وايي. ځیني ژبې ډېرې لوی هم شته چې د 4 سوه مليونو څخه زياتو خلکو مورنۍ ژبې دي او ځینې وړې ژبې هم شته چې د يو څو سوو خلکو مورنۍ ژبې دي

لړليک

[سمول]

لاندې د 7,313 ژبو کورنۍ ورکړ شوي دي. دا لاندې لړليک يواځي د هغو ژبو دی چې درجه بندي چې ايتهنولوگ کړې ده، په دې کورنیو کې ورې او لویې ټولې کورنۍ شاملې دي، او په دې کورنیو کې د ژبو لس کورنۍ داسې دي چې د هغو ژبې د نړۍ 99% وگړي وايي د دغو لسو څخه علاوه دا نورې وړې کورنۍ دي

د ژبو بېلابېلې کورنۍ
شمارد ژبو کورنۍانگرېزي نومد ژبو شمېر (ايتھنولوگ)د دې ژبې ويونکو شمېر
1سویلي اسیايي ژبېAustro-Asiatic languages1699
2سویلي جزایري ژبېAustronesian languages1,2685
3اسټرالیایي ژبېAustralian languages263-
4اسکيمو۔اليوت ژبېEskimo-Aleut languages11-
5اشاري ژبېSign language3-
6افرو۔اسیایي ژبېAfro-Asiatic languages3754
7الطای ژبېAltaic languages667
8انډيماني ژبېAndamanese13-
9اورالي ژبېUralic languages3910
10باسک ژبېBasque languages3-
11پاپوای ژبېPapuan languages840-
12پټکيرن ژبېCant languages1-
13جاپاني ژبېJapanese languages12-
14جدا ژبېIsolate languages40-
15جوکاغيري ژبېYukaghir Languages2-
16چکوچي۔کمچاتکي ژبېChukotko-Kamchatkan languages5-
17چيني۔تبتي ژبېSino-Tibetan Languages4032
18خواسان ژبېKhoisan languages27-
19خود ساخته ژبېArtificial language3-
20ډراويدي ژبېDravidian languages736
21رطانه ژبېPidgin languages18-
22شمالي قفقازي ژبېNorth Caucasian languages34-
23طرشي اشاراتي ژبېDeaf sign language121-
24نا ډلبندي ژبېUnclassified languages78-
25پخوانۍ امريکي ژبېAmerind languages993-
26کادای ژبېTai-Kadai languages768
27کارتويلي ژبېKartvelian languages5-
28کريول ژبېCreole languages86-
29گډې ژبېMixed languages21-
30مونگميای ژبېHmong-Mien Languages35-
31نایجر۔کانگو ژبېNiger-Congo languages1,5143
32ناديني ژبېNa-Dene languages47-
33نيلو۔صحرایي ژبېNilo-Saharan languages204-
34هندو۔اروپایي ژبېIndo-European languages4631
35يانيسای ژبېYeniseian Languages2-