اشاروي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اشاروي ژبې (چې د نښو د ژبو په توګه هم پېژندل کېږي) هغه ژبې دي چې د معنی د انتقال په موخه له بصري – لاسي لارو چارو ګټنه کوي. اشاروي ژبې له غیر لاسي عناصرو سره د لاسي بیان په ترکیب کارول کېږي. اشاروي ژبې هغه بشپړې طبیعي ژبې دي چې ځانګړی ګرامر او کلمات لري. اشاروي ژبې نړیوالې نه دي او معمولا په متقابله توګه د درک وړ نه دي؛ په داسې حال کې چې د مختلفو اشاروي ژبو ترمنځ یو لړ ورته والي شتون لري. [۱][۲]

ژب پوهان دواړه کلامي او اشاروي ارتباطات د ژبې له طبیعي ډولونو بولي، په دې معنی چې دواړه ډوله د اوږد مهاله او انتزاعي بهیر په ترڅ کې رامنځته شوي او د وخت په اوږدو کې یې له کره پلان لرلو پرته وده کړې. اشاروي ژبه نه باید د بدن له ژبې سره چې د غیرکلامي ارتباط ډول دی یو شان و انګېرل شي. [۳]

هر چېرې چې د کڼو ټولنې شتون لري، اشاروي ژبې د ارتباطي وسیلې په توګه پراختیا موندلې او د کڼو د سیمه يیز کلتور هسته یې جوړه کړې ده. په داسې حال کې چې اشارې تر ډېره د کڼو او یا هم د هغو کسانو له خوا چې په سمه توګه نه اوري کارول کېږي؛ خو هغه کسان چې اورېدلی شي هم له هغو ګټنه کوي، لکه (تقویتي او ځای نیونکی ارتباط) هغه کسان چې نه شي کولاي په فزیکي توګه خبرې وکړي، هغه کسان چې د یو شمېر ستونزو یا شرایطو له امله له ویل کېدونې ژبې سره ستونزه لري یا هغه چې د کورنۍ غړي یې کاڼه دي لکه اولادونه یې او یا هم کاڼه شوي لویان.

په ټوله نړۍ کې د اشاروي ژبو کره شمېر نه دی مالوم. په عموم ډول هر هېواد خپله اصلي اشاروي ژبه لري او یو شمېر نور هم له یوې زیاتې اشاروي ژبې لري. د Ethnologue د ۲۰۲۱ زکال په نسخه کې د ۱۵۰ اشاروي ژبو نوملړ راغلی، په داسې حال کې چې د اشاروي ژبو د جوړښتونو SIGN-HUB اطلس بیا د ۲۰۰ اشاروي ژبو نوملړ راوړی او څرګندوي چې له دغو زیاتې اشاروي ژبې شتون لري چې تر اوسه مستند شوې یا کشف شوې نه دي. له ۲۰۲۱ زکال راهیسې هندي اشاروي ژبه په نړۍ کې تر ټولو ډېره کارېدونکې اشاروي ژبه ده چې  Ethnologue هغې ته د نړۍ د ۱۵۱ ډېرو ویونکو ژبو په نوملړ کې ځای ورکړی. [۴][۵][۶]

یو شمېر اشاروي ژبې په رسمیت هم پېژندل شوې دي. [۷]

ژب پوهان، طبیعي اشاروي ژبه له یو شمېر هغو نورو سیسټمونو څخه جلا بولي چې له وړاندې جوړ شوي او یا هم له هغو سرچینه اخلي، لکه د ویل کېدونکې ژبې لپاره اختراع شوي لاسي کوډنه، کورنۍ نښانې، «د ماشونې نښانې» او هغه نښې نښانې چې له غیر انساني مخکښانو څخه زده شوې دي.

تاریخچه[سمول]

د کڼو کسانو ټولګو د تاریخ په اوږدو کې له اشاروي ژبې ګټنه کړې. د اشاروي ژبې څخه د ګټنې یو له لومړیو مکتوبو اسنادو څخه چې له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ ته اړوندیېږي د افلاطون په کراتیلوس کتاب کې راغلی؛ چېرې چې سقراط وايي: «که چېرې موږ غږ او ژبه نه لرلاي او غوښتل مو چې یو بل ته څه ووایو، آیا دا کار مو نه کاوه چې د خپلو لاسونو، سر او د وجود د نورو غړو په ښورولو نښې رامنځته کړو، هماغه ډول چې اوس مهال یې ګونګیان کوي؟»[۸]

تر ۱۹ مې پېړۍ پورې ډېری هغه څه چې د تاریخي اشاروي ژبې په اړه پېژندل شوي لاسي الفبا (د ګوتو د املا سیسټم) ته محدود کېږي چې د ویل کېدونې ژبې د کلماتو د انتقال د اسانتیا په موخه د ژبې د مستند کولو پر ځای د اشاروي ژبې په اډانه کې اختراع شوي. ویل کېږي چې پدرو پونس دلئون (۱۵۲۰- ۱۵۸۴ زکال) لومړنۍ لاسي الفبا ته پراختیا ورکړې. [۹]

په ۱۶۲۰ زکال کې خوان پابلو بونت Reducción de las letras y arte para enseñar a hablar a los mudos (د حروفو کمول او ګونګو کسانو ته د خبرو ورزده کولو د هنر) په نامه خپل اثر په مادرید کې خپور کړ. دا د اشاروي ژبې د فونیټیک لومړنۍ معاصره رساله وه چې کڼو کسانو ته په شفاهي ډول د لاسي الفبا د ور زده کولو ډول په کې وړاندې شوی و. [۱۰]

په بریتانیا کې لاسي الفبا د ګڼ شمېر موخو لپاره کارول کېده، لکه د پټو ارتباطاتو، عمومي ویناو یا له کڼو کسانو سره د ارتباط په موخه. په ۱۶۴۸ زکال کې جان بولور د «ماسټر بابینګټون» په نامه کوڼ کس چې د لاسي الفبا په کارونه کې یې بشپړ مهارت درلود په دې توګه توصیف کړ چې «کولای شي د خپلو ګوتو په بندونو سره کار وکړي» او آن مېرمن یې کولای شي په تیاره کې د لمس کولو (tactile signing) څخه په ګټنې له هغه سره په آسانۍ خبرې کړي.[۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۶۸۰ زکال کې جورج دالګارنو د Didascalocophus یا د کوڼ او ګونګ ښوونکي په نامه خپل اثر خپور کړ چې په هغو کې یې کڼو کسانو ته د زده کړو ورکولو ډول له دې ډلې «آرترولوژیک» الفبا چې په کې حروف د چپ لاس د ګوتو مختلفو بندونو او ورغوي ته په اشاره کولو وړاندې کېدل؛ ښوولی و. د یو مهال لپاره له آرترولوژي سیسټم څخه د وګړو د خبرو اورېدو په موخه ګټنه کېدله. یو شمېر نورو بیا دا څرګندوله چې د دغه میتود ریښه د اوګام لومړنۍ لاسي الفبا ته اړوندېږي.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

چارلس دلا فین په ۱۶۹۲ زکال کې خپل هغه کتاب خپور کړ چې په کې یې د الفبا داسې سیسټم توصیف کړی و چې په هغو کې د وجود یو غړي ته اشاره د هغو لومړي حرف ته د نغوتې کولو په معنی و (د بېلګې په توګه Brow=B) او واول یا غږ لرونکي حروفو بیا د ګوتو په څوکو کې ځای درلود. هغه دغه ډول کوډونه هم د انګلیسي او هم د لاتین لپاره تشرېح کړل. [۱۸][۱۹][۲۰]

تر ۱۷۲۰ زکال پورې د بریتانیا لاسي الفبا لږ تر لږه د هغه اوسنۍ ډول خپل کړی و. د دغې الفبا څخه رامنځته شوي نور ډولونه په هند، اسټرالیا، نیوزلنډ، یوګانډا او سویلي افریقا کې د بریتانیا په پخوانیو مستعمراتو، همدارنګه د پخوانۍ یوګوسلاویا په جمهوریتونو او ایالتونو، په کارائیب کې په ګرانډ کیمن ټاپو، اندونیزیا، ناروې، جرمني او متحده ایالاتو کې د کڼو د ټولنو (یا لږ تر لږه د هغی په ټولګیو کې) له خوا کارول کېدل. [۲۱]

فرانسوي Charles-Michel de l'Épée په اتلسمه پېړۍ کې خپله لاسي الفبا خبره کړه چې تر نن ورځې پورې په فرانسې او شمالي امریکا کې تر ډېره بریده بې بدلونه پاتې شوې ده. په ۱۷۵۵ زکال کې Abbé de l'Épée په پاریس کې د کڼو ماشومانو لومړنی ښوونځی جوړ کړ؛ لاورنټ کلرک د هغو له پام وړ مشهورو فارغینو څخه و. کلرک له توماس هاپکینز ګالودت سره متحده ایالاتو ته لاړ او هلته یې په ۱۸۱۷ زکال د کانتیکات په هارتفورډ کې د کڼو امریکايي ښوونځی تاسیس کړه. د ګالودت زوی اډوارډ ماینر ګالودت په ۱۸۵۷ زکال کې په واشنګټن ډي سي کې د کڼو لپاره ښوونځی پرانیست چې په ۱۸۶۴ زکال کې د کڼو په ملي کالج واوښت. دغه کالج چې اوس مهال د ګالودت د پوهنتون په نامه پېژندل کېږي په نړۍ کې د کڼو کسانو لپاره د لیبرال هنرونو یوازنی پوهنتون دی. [۲۲][۲۳]

اشاروي ژبې په عمومي ډول د هغو ځایونو له ویل کېدونو ژبو سره چې هلته رامنځته شوې هېڅ اړیکې نه لري. د اشاروي او ویل کېدونې ژبې ترمنځ همغږیتوب ډېر پېچلی دی او له ویل کېدونې ژبې څخه ډېر مربوطه هېواد ته اړوندېږي. د بېلګې په توګه په اسټرالیا، کاناډا، نیوزلنډ، بریتانیا او متحده ایالاتو کې تر ډېره انګلیسي ژبه کارول کېږي خو امریکايي اشاروي ژبه (ASL) چې په متحده ایالاتو او کاناډا کې ترې ګټنه کېږي له فرانسوي اشاروي ژبې اخیستل شوې ده؛ په داسې حال کې چې درې نور هېوادونه بریتانیا، اسټرالیا اونیوزلنډ له خپلې اشاروي ژبې ګټنه کوي چې له ASL سره هېڅ اړیکه نه لري. ورته ډول د هسپانیا او مکسیکو اشاروي ژبه له دې سره چې هسپانوي ژبه د دواړو هېوادونو ملي ژبه ده له یو بل سره ډېر توپیر لري، همدارنګه په بولیویا کې کارېدونکې اشاروي ژبه د نورو ټولو هسپانوي ژب ویونکو هېوادونو څخه ډېر توپیر لري او د ASL پر بنسټ ده. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Sandler, Wendy; & Lillo-Martin, Diane. (2006). Sign Language and Linguistic Universals. Cambridge: Cambridge University Press.
  2. "What is Sign Language?". مؤرشف من الأصل في ۱۳ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. E.g.: Irit Meir, Wendy Sandler, Carol Padden, and Mark Aronoff (2010): Emerging Sign Languages. In: Marc Marschark and Patricia Elizabeth Spencer (eds.): The Oxford Handbook of Deaf Studies, Language, and Education, Vol. 2, pp. 267-280.
  4. Eberhard, David M.; Simons, Gary F.; Fennig, Charles D., المحررون (2021), "Sign language", Ethnologue: Languages of the World (الطبعة 24th), SIL International, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hosemann, Jana; Steinbach, Markus, المحررون (2021), Atlas of Sign Language Structures, SIGN-HUB, د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. What are the top 200 most spoken languages?, Ethnologue
  7. Wheatley, Mark & Annika Pabsch (2012). Sign Language Legislation in the European Union – Edition II. European Union of the Deaf.
  8. Bauman, Dirksen (2008). Open your eyes: Deaf studies talking. University of Minnesota Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8166-4619-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nielsen, Kim (2012). A Disability History of the United States. Boston, Massachusetts: Beacon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-080702204-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pablo Bonet, J. de (1620) Reduction de las letras y Arte para enseñar á ablar los Mudos. Ed. Abarca de Angulo, Madrid, ejemplar facsímil accesible en la "Reduction de las letras y arte para enseñar a ablar los mudos". Miguel de Cervantes Virtual Library. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), online (Spanish) scan of book.
  11. John Bulwer's "Chirologia: or the natural language of the hand.", published in 1644, London, mentions that alphabets are in use by deaf people, although Bulwer presents a different system which is focused on public speaking.
  12. Wilkins, John (1641). Mercury, the Swift and Silent Messenger. The book is a work on cryptography, and fingerspelling was referred to as one method of "secret discoursing, by signes and gestures". Wilkins gave an example of such a system: "Let the tops of the fingers signifie the five vowels; the middle parts, the first five consonants; the bottomes of them, the five next consonants; the spaces betwixt the fingers the foure next. One finger laid on the side of the hand may signifie T. Two fingers V the consonant; Three W. The little finger crossed X. The wrist Y. The middle of the hand Z." (1641:116–117)
  13. Bulwer, J. (1648) Philocopus, or the Deaf and Dumbe Mans Friend, London: Humphrey and Moseley.
  14. Dalgarno, George. Didascalocophus, or, The deaf and dumb mans tutor. Oxford: Halton, 1680.
  15. See Wilkins (1641) above. Wilkins was aware that the systems he describes are old, and refers to Bede's account of Roman and Greek finger alphabets.
  16. "Session 9". Bris.ac.uk. 2000-11-07. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Montgomery, G. (2002). "The Ancient Origins of Sign Handshapes". Sign Language Studies 2 (3): 322–334. doi:10.1353/sls.2002.0010. https://www.jstor.org/stable/pdf/26204860.pdf. 
  18. Moser, Henry M.; O'Neill, John J.; Oyer, Herbert J.; Wolfe, Susan M.; Abernathy, Edward A.; Schowe, Ben M. (1960). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Historical Aspects of Manual Communication"]. Journal of Speech and Hearing Disorders 25 (2): 145–151. doi:10.1044/jshd.2502.145. PMID 14424535. 
  19. Hay, A. and Lee, R. (2004) A Pictorial History of the evolution of the British Manual Alphabet. British Deaf History Society Publications: Middlesex
  20. Charles de La Fin (1692). Sermo mirabilis, or, The silent language whereby one may learn ... how to impart his mind to his friend, in any language ... being a wonderful art kept secret for several ages in Padua, and now published only to the wise and prudent ... London, Printed for Tho. Salusbury... and sold by Randal Taylor... 1692. کينډۍ:OCLC
  21. Daniel Defoe (1720). "The Life and Adventures of Mr. Duncan Campbell"
  22. Canlas, Loida (2006). "Laurent Clerc: Apostle to the Deaf People of the New World". The Laurent Clerc National Deaf Education Center, Gallaudet University.
  23. "How Sign Language Works". Stuff You Should Know (په انګلیسي ژبه کي). 2014-02-06. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ethnologue report for language code: bfi". Ethnologue.com. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "SIL Electronic Survey Reports: Spanish Sign Language survey" (PDF). Sil.org. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "SIL Electronic Survey Reports: Bolivia deaf community and sign language pre-survey report" (PDF). Sil.org. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lucas, Ceil, Robert Bayley and Clayton Valli. 2001. Sociolinguistic Variation in American Sign Language. Washington, DC: Gallaudet University Press.
  28. Lucas, Ceil, Bayley, Robert, Clayton Valli. (2003). What's Your Sign for PIZZA? An Introduction to Variation in American Sign Language. Washington, DC: Gallaudet University Press.