Jump to content

اچين ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د اچين ولسوالۍ نه مخ گرځېدلی)
اچين ولسوالۍ
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۰۵′۲۲″شمال ۷۰°۴۰′۵۹″ختیځ / 34.0894°شمال 70.683°ختيځ / 34.0894; 70.683 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
افغان ملی اردو په اچین ولسوالي کي
د اچين ولسوالۍ انځور
د اچين ولسوالۍ انځور
د اچين ولسوالۍ انځور

اچين ولسوالۍ
اچين ولسوالۍ

هيواد افغانستان   ويکيډاټا کې (P17) ځانګړنې بدلې کړئ
مرکز کهي   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۰۵′۲۲″شمال ۷۰°۴۰′۵۹″ختیځ / 34.0894°شمال 70.683°ختيځ / 34.0894; 70.683   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
سيمه ننګرهار ولايت   ويکيډاټا کې (P131) ځانګړنې بدلې کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 1403 متر   ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
نور معلومات
اوقات يو ټي سي ۴:۳۰+   ويکيډاټا کې (P421) ځانګړنې بدلې کړئ
جیو کوډ 7053262[۲]  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ

اچين ولسوالۍ د ننگرهار ولايت په سوېل کې د شينوارو د لويې ولسوالۍ د سوېل لوېديځ په ۱۵ کيلومترۍ کې د ختيځ طول البلد په ۷۰ درجو ۴۱ دقيقو او ۵۷ ثانيو کې او د سهېلي عرض البلد په ۳۴ درجو ۴ دقيقو او ۵۶ ثانيو کې پرته ولسوالۍ ده.

دا ولسوالۍ د سمندر له سطحې څخه ۱۰۰۰ متره لوړوالی لري او د دغې ولسوالۍ هواره ۴۶۳ کيلومتره مربع ده. د اچين ولسوالۍ ختيځ کې د شينوارو لويه ولسوالۍ، لوېديځ کې سپين غر، سهېل کې د کوټ ولسوالۍ او لوېديځ کې يې د نازيانو ولسوالۍ پرته ده. د نومړې ولسوالۍ د کرنې مځکې لږې دي، خو ډېرې کرهڼيزې دي. د دغې ولسوالۍ په اهمو کښتونو کې جوار، غنم، اوربشې، کچالو او وريجې راځي. د ځينو سيمو هوا يې په ژمي کې سړه او په دوبي کې معتدله ده. خلک يې کچرېو آسونه، خره، غواوې، اوزې، مېږې او نور څاروي ساتي. په دغې ولسوالۍ کې يو شمېر اهم کانونه هم شته چې د ډبرو سکاره او شوکاڼې (تالک) دي. د دې ولسوالۍ اکثره غرونه په ځنگلونو پټ او د خلکو کاروبار يې د لرگيو سوداگري ده. د اچين ولسوالۍ درې روغتيايي مرکزونه، د هلکانو درې لېسې او لس لومړني ښوونځي لري چې په دغو ښوونځيو کې دوه د نجونو ښوونځي شامل دي.

د اچين کلي

دا ولسوالۍ د لاندينيو کلو نه جوړه شوې:

  1. وچ کوټ
  2. سروبي
  3. سنگوړۍ
  4. نرگس دره
  5. چينه
  6. گرگوخېل
  7. باغ دره
  8. دمگل رحيم دادخېل
  9. حيدرخېل
  10. پيخي خوړ
  11. ده سرک
  12. ميدانک
  13. هجوم کلا
  14. کوزه
  15. بره پيخه
  16. پيخه اچين
  17. کهی
  18. کوشتل
  19. باندر
  20. تريلی گردي
  21. بټن
  22. اسدخېل
  23. سره کلا
  24. لندی
  25. انځری
  26. چهل گزی
  27. صندوق
  28. لوخۍ
  29. بهرام خېل
  30. کنډر



داهم وګوری

د امریکا د ۲۰۱۷ کال د ننگرهار هوايي برید په همدي ولسوالي کی تر سره سو امریکا په هغه برید سره خپل تر ټولو لوی میزایل وازمایه چی هغه ازموینی ته یی دداعش سره د جګړۍ نوم ورکړ .

سرچينې

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. پیوستون : 7053262  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported