دریم جورج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دریم جورج
(انګلیسي: George III د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دریم جورج
دریم جورج

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ مې ۱۷۳۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 29 جنوري 1820 (82 کاله)[۷][۸][۳][۴][۵][۶][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي[۱۲]
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت عقل زوال (العقد 1800–)[۱۳]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه د مکلنبورګ – سټرلیټز شارلوټ (۸ سپټمبر ۱۷۶۱–)[۱۴][۱۵]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد څلورم جورج[۱۴]
څلورم وېلیام[۱۴]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶]
آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
دریم جورج
دریم جورج

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دریم جورج (جورج ویلیام فردریک؛ ۴ جون ۱۷۳۸ – ۲۹ جنوری ۱۸۲۰ زکال) د ۱۷۶۰ زکال د اکتوبر له ۲۵ مې نېټې څخه د لویې بریتانیا او ایرلنډ پاچا و چې د ۱۸۰۱ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه د دواړو پاچاهیو له یو موټي کېدو وروسته په ۱۸۲۰زکال کې تر خپلې مړینې پورې د لویې بریتانیا او ایرلنډ د متحدې پاچاهۍ پاچا شو. هغه ورته مهال وړاندې له دې چې د ۱۸۱۴ زکال د اکتوبر په ۱۲ مه د هانوفر پاچا شي؛  د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې د برانشوایک – لونبورګ منتخب شاهزاده او دوک و. هغه د هانوفر کورنۍ پاچا و، خو د خپلو مخکنیو دوه نور پاچایانو پر خلاف په لویه بریتانیا کې زېږېدلی و، انګلیسي یې لومړنۍ ژبه وه او هېڅکله یې هم هانوفر ته سفر وه نه کړ. [۱۷][۱۸]

د جورج ژوند او سلطنت؛ چې د دغې کورنۍ د پخوانیو پاچایانو په پرتله اوږد و، په خپل قلمرو، د اروپا په ډېرو برخو او همدارنګه د افریقا امریکا او آسیا په لرې پرتو سیمو کې د یو لړ پوځي نښتو له مخې مشخص کېږي. د هغه د واکمنۍ په لومړیو کې لویې بریتانیا فرانسې ته د اووه کلنې جګړې په ترڅ کې ماته ورکړه او په اروپا، شمالي امریکا او هند کې په مخکښ هېواد واوښته. له دې سره یې ډېر ژر په امریکا کې د امریکا د خپلواکۍ د جګړې له امله ډېرې خپلې مستعمرې له لاسه ورکړې. د انقلابي او ناپلیوني فرانسې پر وړاندې له ۱۷۹۳ زکال څخه پیل شوې جګړې په ۱۸۱۵ زکال کې په واټرلو جګړه کې د ناپلیون په ماتې سره پای ته ورسېدې. په ۱۸۰۷ زکال کې یې د بریتانوي سترواکۍ له خوا په اطلس سمندر کې د غلامانو سوداګري منع کړه.

جورج د خپل ژوند په وروستیو کې په مکررې او بالاخره دایمي رواني ناروغۍ اخته شو. له دې سره چې هغه مهال ویل کېدل چې هغه په دوه قطبي اختلال یا د پورفیري په نامه د وینې په ناروغۍ اخته دی، خو د ناروغۍ لامل یې نامالوم پاتې شو. جورج په ۱۸۱۰ زکال کې په بشپړه توګه خپله روغتیا له لاسه ورکړه او مشر زوی شاهزاده ولز راتلونکی کال نایب السلطنت شو. هغه مهال چې په ۱۸۲۰ زکال کې دریم جورج ومړد هغه نایب السلطنت د څلورم جورج په توګه پاچا شو. [۱۹]

لومړی ژوند[سمول]

جورج د ۱۷۳۸ زکال د جون په څلورمه په نورفولک ماڼۍ کې چې په سنت جیمز څلور لارې کې یې موقعیت درلود وزېږېد. هغه د دویم جورج لمسی او د ولز د شاهزاده فریدریک او د ساکسګوتا د اګوستا مشر زوی و. هغه چې د زیږون له عادي مهال دوه میاشتې وړاندې وزېږېد؛ ډېره لرې ښکارېده چې ژوندی دې پاتې شي له همدې امله د زیږون په ورځ توماس سکر چې د سنت جیمز کلیسا مشر او همدارنګه د اکسفورډ کشیش و هغه ته د تعمید غسل ورکړ. یوه میاشت وروسته سکر په نورپولک ماڼۍ کې هغه ته د ټولو پر وړاندې یو ځل بیا د تعمید غسل ورکړ. [۲۰][۲۱][۲۲]

له جورج څخه یو سالم، محتاط او شرمناک ماشوم جوړ شو. د دوی کورنۍ لستر ته کډه وکړه چېرې چې جورج او کوچنی ورور یې شهزاده اډاورد چې د یورک او البانیا دوک شو د خصوصي ښوونکو تر نظر لاندې زده کړې وکړې. د هغوی کورنۍ لیکنې ښيي چې هغه تر اته کلنۍ پورې کولای شول په انګلیسي او جرمني دواړو ژبو خط ولیکي، وه یې لولي او همدارنګه د هغه مهال د سیاسي پېښو اړوند نظر ورکړي. هغه لومړنی بریتانوي پاچا و چې په سیستماتیک ډول یې علوم مطالعه کړل. [۲۳][۲۴]

له کیمیا او فزیک سربېره د هغه په زده کړو کې ستورپوهنه، ریاضیات، فرانسوي ژبه، لاتین، تاریخ، موسیقي، جغرافیا، سوداګري، کرهڼه او اساسي قوانین شامل و؛ همدارنګه یې یو شمېر ورزشي او ټولنیزې چارې لکه ګډا، توره وهنه او اسپ زغلونه زده کوله. د هغه ټولې مذهبي زده کړې انګلیکان وې. [۲۵][۲۶]

پاچا دویم جورج د ولز له شهزاده کرکه لرله او او له همدې امله یې له خپلو لمسیانو سره چندان علاقه نه لرله. له دې سره شهزاده د ۴۴ کلونو په عمر په ناڅاپي ډول د سږو د ناروغۍ له امله ومړ او زوی یې جورج د پاچاهۍ وارث شو او د ادینبورګ د دوک عنوان ورته له پلاره په ارث پاتې شو. هغه له دې وخته وروسته د خپل لمسي سره لیوالتیا پیدا کړه او درې اونۍ وروسته یې جورج د ولز شهزاده وټاکه. [۲۷][۲۸]

د ۱۷۵۶ زکال په پسرلي کې، هغه مهال چې جورج ۱۸ کلنۍ ته نږدې و؛ پاچا ورته په سنت جیمز ماڼۍ کې د یو لوی ځای وړاندیز وکړ، خو جورج دغه وړاندیز رد کړ ځکه مور یې او د هغې معتمد لارډ بوت چې وروسته یې د هغه د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ ورته مشوره ورکړه چې دغه وړاندیز رد کړي. د جورج مور چې اوس د ولز د شهزاده کونډه وه جورج یې په کور کې وساته څو هغه په کلکو اخلاقي ارزښتونو سمبال کړي. [۲۹][۳۰][۳۱]

واده[سمول]

په ۱۷۵۹ زکال کې جورج د ریچمونډ د دریم دوک چارلز لنوکس له خور، سارا لنوکس سره کلکه لیوالتیا پیدا کړه؛ خو لارډ بوث ورته مشوره ورکړه چې دوی سره نه برابرېږي او هغه هم د واده په اړه فکر کول پرېښودل. هغه ولیکل: «زه د یو لوی ملت د خوشبختۍ او یا بدبختۍ په موخه دنیا ته راغلی یم او باید د خپلو غوښتنو پر خلاف عمل وکړم». له دې سره د برونزویک - ولفنبوتل له شهزادګۍ سوفیا کارولین سره د جورج د واده اړوند د پاچا هڅې د هغه او د مور له مقاومت سره یې مخ شوې. [۳۲][۳۳][۳۴]

راتلونکی کال جورج د ۲۲ کلونو په عمر هغه مهال چې بابا یې دویم جورج په ناڅاپي توګه د ۱۷۶۰ زکال د اکتوبر په ۲۵مه د ۷۷ کلنۍ د کالیزې له پوره کېدو دوه اونۍ وړاندې ومړ واک ته ورسېد. د یوې مناسبې مېرمنې لپاره د هغه لټون زیات شو. د ۱۷۶۱ زکال د سپټمبر په اتمه د سنت جیمز ماڼۍ په شاهي کلیسا کې پاچا د مکلنبورګ – سترلیتز له شهزادګۍ شارلوټ سره چې د لومړي ځل لپاره یې د واده په ورځ ولیدله؛ واده وکړ. جورج هېڅکله معشوقه نه لرله (د خپل نیکه او د هغه د زامنو پر خلاف) او دغې جوړه تر هغه مهاله چې ده ته رواني ناروغي پیدا شوه له خوشاله ژوند برخمنه وه. [۳۵][۳۶]

دوی ۱۵ ماشومان لرل چې ۹ یې هلکان او شپږ یې نجونې وې. په ۱۷۶۲ زکال کې جورج د باکینګهام کور (هغه سیمه چې اوس د باکینګهام ماڼۍ نیولې) د یو کورني استراحت ځای جوړولو په موخه وپېره. د هغه نور استوګن ځایونه کیو ماڼۍ او وینزر قلا وه. د سنت جیمز ماڼۍ هغه د رسمي ګټنې لپاره وساتله. هغه ډېر سفرونه نه کول او خپل ټول ژوند یې د انګلستان په سویل کې تېر کړ. په ۱۷۹۰ مه لسیزه کې پاچا او کورنۍ یې خپله رخصتي د ویموث په دورست کې تېرې کړې چې له همدې امله یې په انګلستان کې د یو ساحلي استراحت ځای په توګه محبوبیت وموند. [۳۷][۳۸][۳۹]

وروستي کلونه، ناروغي او مړینه[سمول]

پاچا جورج د ۱۸۱۰ زکال په وروستیو کې هغه مهال چې محبوبیت یې اوج ته رسېدلی و او له وړاندې یې د سترګو د پردې ناروغي لرله او له روماتېزم رنځېده؛ په رواني اختلال اخته شو او په شدیده توګه ناروغ شو. د هغه له نظره دغه ناروغي ورته د خپلې کوچنۍ او تر ټولې ګرانې لور شهزادګۍ املیا د مړینې له امله پیدا شوې وه. [۴۰][۴۱][۴۲]

هغه د خپل څلورم زوی شاهزاده ادوارد له مړینې شپږ ورځې وروسته د ۱۸۲۰ زکال د جنوري په ۲۹ مه د شپې په ۸:۳۸ بجو په وینزر قلا کې د سږو د پړسوب له امله ومړ. په هغه ګران زوی شهزاده فریدریک چې د یورک او البانیا دوک و؛ د مړینې پر مهال له ده سره و. د دریم جورج مړی د دوه ورځو لپاره د ویر لپاره په تخت اېښی و او د هغه د جنازې او خښولو مراسم د وینزر قلا په سنت جورج کلیسا کې د فبروي په ۱۶ مه ترسره شول. [۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. https://rkd.nl/explore/artists/30950 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷
  2. George III of the United Kingdom
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bv7dnp — subject named as: George III of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1981 — subject named as: George III — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10078.htm#i100777 — subject named as: George III Hanover, King of Great Britain — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/georg-georg-iii — subject named as: Georg III. (Großbritannien) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. https://rkd.nl/explore/artists/30950 — د نشر نېټه: ۲۶ اگسټ ۲۰۱۷
  8. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/George-III — subject named as: George III — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034840.xml — subject named as: Jordi III d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19037 — subject named as: Đuro III. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=16949 — subject named as: Đuro III. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/EBchecked/topic/1357487/Frederick-Augustus-duke-of-York-and-Albany — سرليک: Encyclopædia Britannica
  13. https://dx.doi.org/10.7861/CLINMEDICINE.15-2-168
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ سرليک: Kindred Britain
  15. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10078.htm#i100777 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  16. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۲۰ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  17. "George III". Official website of the British monarchy. Royal Household. 31 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Brooke, p. 314; Fraser, p. 277.
  19. Butterfield, p. 9.
  20. Hibbert, p. 8.
  21. The Third Register Book of the Parish of St James in the Liberty of Westminster For Births & Baptisms. 1723–1741. 24 May 1738.
  22. کينډۍ:London Gazette
  23. Brooke, pp. 23–41.
  24. Brooke, pp. 42–44, 55.
  25. کينډۍ:Cite ODNB (Subscription required).
  26. Sedgwick, pp. ix–x.
  27. کينډۍ:London Gazette
  28. Hibbert, pp. 3–15.
  29. Brooke, pp. 51–52; Hibbert, pp. 24–25.
  30. Bullion, John L. (2004). "Augusta, princess of Wales (1719–1772)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. doi:10.1093/ref:odnb/46829. Retrieved 17 September 2008 (Subscription required).
  31. Ayling, p. 33.
  32. Ayling, p. 54; Brooke, pp. 71–72.
  33. Ayling, pp. 36–37; Brooke, p. 49; Hibbert, p. 31.
  34. Benjamin, p. 62.
  35. "George III". Official website of the British monarchy. Royal Household. 31 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. کينډۍ:Cite ODNB (Subscription required).
  37. Ayling, pp. 85–87.
  38. Watson, p. 549.
  39. Ayling, p. 378; Cannon and Griffiths, p. 518.
  40. Baer, George III (1738–1820), December 22, 2021
  41. Brooke, p. 156; Simms and Riotte, p. 58.
  42. Brooke, p. 612.
  43. "Our history". The Crown Estate. 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Hibbert, p. 86; Watson, pp. 67–79.