د مکلنبورګ – سټرلیټز شارلوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مکلنبورګ – سټرلیټز شارلوټ (صوفیا شارلوټ؛ زوکړه: د ۱۷۴۴ زکال د مۍ ۱۹مه – مړینه: د ۱۸۱۸ زکال د نومبر ۱۷مه) له پاچا دریم جورج سره د واده کولو له امله د ۱۷۶۱ زکال د سپټمبر له ۸مې نېټې څخه په ۱۸۱۸ زکال کې د هغه د مړینې تر مهاله د لویې بریتانیا او ایرلنډ ملکه وه. دواړو پاچاهیو د جورج د پاچاهۍ پر مهال د ۱۸۰۰ زکال د اتحادیې د قانون له مخې شخصي اتحاد درلود چې بیا د ۱۸۰۱ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه ادغام شوې. په دې سره شارلوټ د لویې بریتانیا او ایرلنډ د متحدې پاچاهۍ ملکه شوه. د جورج د مېرمنې په توګه نوموړې د ۱۸۱۴ زکال د اکتوبر تر ۱۲مې نېټې پورې هغه مهال چې د هانوفر ملکه شوه د برانشویک – لونبورګ (هانوفر) انتخاب کوونکی مېرمن هم (الکتریس) وه. شارلوټ د اوږد مهال لپاره د بریتانیا ملکه وه چې ۵۷ کاله او ۷۰ ورځې یې خدمت وکړ.

شارلوټ د شمالي جرمني د دوک نشینې مکلنبورګ – سټرلیټز سیمې په واکمنه کورنۍ کې وزیږېده. په ۱۷۶۰ زکال کې ځوان او مجرد دریم جورج ته د بریتانیا تاج او تخت په میراث پاتې شو. له دې امله چې شارلوټ کوچنۍ جرمنۍ شاهزادګۍ وه او له سیاست سره یې چندان لیوالتیا نه لرله، جورج هغه د ځان لپاره مناسبه وګڼله او په ۱۷۶۱ زکال کې یې ورسره واده وکړ. د دوی اړیکې ۵۷ کاله دوام درلود او ۱۵ ماشومان یې وزیږېدل چې له دغو څخه ۱۳ یې تر لویوالي ژوندي پاتې شول. په دغو کې دوه راتلونکي بریتانوي پاچایان، څلورم جورج او څلورم ویلهلم، سلطنتي شهزادګۍ شارلوټ چې وروسته د وورتمبرګ ملکه شوه او همدارنګه شاهزاده ارنست اګوستوس شامل وو چې اګستوس بیا د هانوفر پاچا شو.

شارلوټ د هنرونو ملاتړې او اماتوره بوټي پېژندونکې وه او د کیو باغونو په پراختیا کې یې مرسته وکړه. هغې بریتانیا ته د کریسمس ونه ور معرفي او په ۱۸۰۰ زکال کې یې د کریسمس د جشن پر مهال په وینزر ماڼۍ کې د ماشومانو لپاره دغه ډول یوه ونه تزئین کړه. هغه د خپل مېړه له جسمي او رواني ناروغیو څخه ځورېده چې دغو ناروغیو د پاچا د ژوندانه په وروستیو کې دایمي بڼه ومونده. شارلوټ له فرانسوۍ ملکې ماري آنتوانت سره نږدې اړیکې لرلې او په ډېر احتمال سره د فرانسې انقلاب د هغې پر عواطفو پریمانه فشار راووړ. د هغې مشر زوی، جورج په ۱۸۱۱ زکال کې د خپل پلار د شدیدې ناروغۍ له امله د سلطنت نایب وټاکل شو. شارلوټ د ۱۸۱۸ زکال په نومبر میاشت کې په داسې حال کې مړه شوه چې جورج زوی یې د هغې په خوا کې و. دریم جورج د هغې له مړینې نږدې یو کال وروسته ومړ، په ډیر احتمال سره نوموړی د خپلې مېرمنې له مړینې ناخبره و.

لومړنی ژوند[سمول]

صوفیا شارلوټ د ۱۷۴۴ زکال د مۍ په ۱۹مه وزیږېده. هغه د مکلنبورګ د دوک او د میرو د شهزاده، چارلز لوئیس فریدریک (۱۷۰۸- ۱۷۵۲ زکال) او له ساکس – هیلډبورګهاوزن څخه د هغه د مېرمنې شهزادګۍ الیزابت آلبرتین (۱۷۱۳- ۱۷۶۱ زکال) کوچنۍ لور وه. مکلنبورګ – سټرلیټز د روم د سپېڅلې سترواکۍ په اډانه کې د جرمني د شمالي برخې کوچنۍ دوک نشینه سیمه وه. [۱]

د دوک چارلز ټول ماشومان د میرو په لاندنۍ قلا (Unteres Schloss) کې وزیږېدل. د دیپلماتیکو راپورونو پر بنسټ په ۱۷۶۱ زکال کې د دریم جورج سره د کوژدنې تر مهاله شارلوټ «په منځنۍ کچه زده کړې» کړې وې. نوموړې د یوې انګلیسي اشرافي نجلۍ په توګه تربیه شوې وه. هغې د بوټو پوهنې، طبیعي تاریخ او ژبو اړوند ابتدایي زده کړې له خصوصي ښوونکو څخه ترلاسه کړې وې، خو ډیری زده کړو یې د کورنۍ په مدیریت او مذهبي چارو تمرکز درلود – د وروستي مورد په برخه کې یې له یوه کشیش سره زده کړې کړې وې. یوازې وروسته له هغه چې ورور یې آډولفوس فریدریک په ۱۷۵۲ زکال کې دوکي تاج او تخت ته ورسید هغې د شهزادګۍ توب د چارو او درباري ژوند په برخه کې تجربه ترلاسه کړه.[۲][۳][۴][۵]

واده[سمول]

دریم جورج د خپل پلار دویم جورج له مړینې وروسته د لویې بریتانیا پاچا شو؛ دغه مهال نوموړي ۲۲ کاله عمر درلود او لا یې واده نه و کړی. د هغه مور، له ساکس – ګوتا څخه شهزادګۍ اګوستا، او همدارنګه د هغې مشاورینو ډېره لیوالتیا لرله چې د جورج واده وکړي. د مکلنبورګ سټرلیټز ۱۷ کلنه شهزادګۍ شارولوټ له دې امله چې د شمالي جرمني په یوه کم اهمیته دوک نشینه سیمه کې را لویه شوې وه د هغه لپاره د یوې بالقوه مېرمنې په توګه غوره شوه ځکه چې د سیاست په ډګر کې یې هېڅ تجربه نه لرله او همدارنګه په ګوندي دسیسو کې ښکېله نه وه. دغه چاره بیا وروسته ثابته هم شوه؛ جورج د خپل ډاډ ترلاسه کولو په موخه له واده لږ وروسته هغې ته امر وکړ چې په سیاسي چارو کې دې «لاسوهنه نه کوي»، هغه امر چې شارلوټ پرې ډېره خوښه وه او له هغو څخه یې پیروي کوله.  [۶]

پاچا د ۱۷۶۱ زکال په جولای میاشت کې د معمول دود له مخې له نوموړې سره د واده کولو خپل هوډ خپلې شورا ته اعلان کړ، همدا و چې د ارل هارکوټ په مشرۍ یوه ډله جرمني ته ولاړه څو انګلستان ته په سفر کې د شهزادګۍ شارلوټ بدرګه وکړي. دوی د ۱۷۶۱ زکال د اګست په ۱۴مه سټرلیټز ته ورسېدل او راتلونکې ورځ د شارلوټ د ورور، دوک آډلفوس څلورم فریدریک له خوا خپل حضور ته ومنل شول؛ دغه مهال نوموړي د شارلوټ د واده هوکړه خپله او د بریتانیا د پاچا له اړخه لارډ هارکوټ او نورو لاسلیک کړه. له درې ورځني عمومي جشن وروسته د ۱۷۶۱ زکال د اګست په ۱۷مه شارلوټ له خپل ورور، فریدریک او له بریتانیا څخه راغلو میلمنو سره یوځای د بریتانیا پر لور حرکت وکړ. دوی د اګست په ۲۲مه کوکسهاون ته ورسېدل، چېرې چې دوی ته یوه کوچنۍ بېړۍ په تمه وه څو هغوی انګلستان ته ورسوي. سفر له ستونزو سره مل و؛ دغه ډله په سمندر کې له دریو طوفانونو سره مخ شوه، خو بالاخره د سپټمبر په اوومه هارویچ ته ورسېده. هغوی له ځنډ پرته د لندن پر لور حرکت وکړ، شپه یې په ویتهام کې د لارډ ابرکورن په استوګنځي کې تېره کړه او د راتلونکې ورځې د غرمې په ۳:۳۰ بجو په لندن کې سنټ جیمز ماڼۍ ته ورسېدل. پاچا او د هغه کورنۍ د باغ په دروازه کې د هغوی هرکلی وکړ او په دې سره دا د زوم او ناوې لومړنی ملاقات و چې ترسره شو.

د دوی له را رسېدو نږدې شپږ ساعته وروسته یعنې د همدغې ورځې (د ۱۷۶۱ زکال د سپټمبر ۸مه) د ماښام پر ۹ بجو شارلوټ له پاچا دریم جورج سره واده وکړ. د واده مراسم د سنټ جیمز ماڼۍ په سلطنتي کلیسا کې د کانټربري د لوی کشیش توماس سکر له خوا ترسره شول. د واده په مراسمو کې یوازې سلطنتي کورنۍ، هغه میلمنو چې له جرمني څخه راغلي و او ډیر کم شمېر نورو میلمنو ګډون درلود. [۷]

ملکه توب[سمول]

شارلوټ د خپل واده په ورځ په انګریزي خبرې نه شوې کولای. له دې سره هغې په ډېرې چټکتیا ژبه زده کړه، په داسې حال کې چې په بشپړه توګه یې په جرمنۍ لهجه خبرې کولې. له شاهدانو څخه یوه ویلي، «هغه په پیل کې ډیره شرمېدونکې وه، خو د هغو کسانو ترمنځ به یې بیا ډېرې خبرې کولې چې هغوی به یې پېژندل». [۸]

له واده څخه یې نږدې یو کال وروسته د ۱۷۶۲ زکال د اګست په ۱۲مه لومړی ماشوم جورج، د ویلز شهزاده وزیږېد. د دوی د ګډ ژوند په اوږدو کې ۱۵ ماشومان وزیږیدل چې یوازې له دوو څخه پرته (اوکتاویوس او الفرد) یې نور ټول تر لویوالي ژوندي پاتې شول.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په بریتانیا کې یې د ژوندانه د لومړي کال پر مهال له خپلې خواښې اګوستا سره اړیکې خرابې شوې، اګوستا لامل وګرځېده چې نوموړې له بریتانوۍ ټولنې سره په جوړ راتلو کې له ستونزو سره مخ شي. اګوستا د دربار په سختو آدابو باندې په ټینګار د هغې د ټولنیزو اړیکو په ټینګښت کې مداخله کوله. سربېره پر دې اګوستا د شارلوټ په چاپېر کې ډیری کارکوونکي په خپله خوښه وګمارل څو هغې ته د شارلوټ د چلن اړوند راپور ورکړي همدا و چې شارلوټ خپلو جرمنیو ملتیا کوونکو ته مخه کړه چې په دغو کې هغې ته تر ټولو باور وړ ژولیان فون شوالنبرګ وه. [۱۳][۱۴]

پاچا په کلیوالي سیمو کې له تفریح کولو او اسپ زغلونې څخه خوند اخیست او تر ډېره پورې یې دا غوره ګڼله چې که چېرې امکان ولري د خپلې کورنۍ استوګنځای د ریچمونډ په کیو کلیوالي ښار کې وساتي. هغه د غیررسمي او آرامه کورني ژوند پلوي و چې دغه چاره د هغه د یو شمېر هغو درباریانو د ناخوښۍ لامل وګرځېده چې د سلطنت د دبدبې له څرګندولو او سختو پروتوکولونو سره عادت شوي و.[۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Harvp
  2. Wurlitzer, Bernd; Sucher, Kerstin (2010). Mecklenburg-Vorpommern: Mit Rügen und Hiddensee, Usedom, Rostock und Stralsund. Trescher Verlag. د کتاب پاڼې 313. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3897941632. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Harvpکينډۍ:Pages needed
  4. Fitzgerald 1899، ص. 7.
  5. Fraser 2005، ص. 16.
  6. Jean L. Cooper and Angelika S. Powell (2003). "Queen Charlotte from her Letters". University of Virginia. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Harvp
  8. Fraser 2005، ص. 17.
  9. "Charlotte, Queen of England". Encyclopedia Britannica. 
  10. Holt 1820، ص. 251.
  11. "St. James's, May 6". The London Gazette (12437): 1. May 1783. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Weir 2008، ص. 300.
  13. Westminster: Buckingham Palace, Old and New London: Volume 4 (1878), pp. 61–74. Date accessed: 3 February 2009
  14. Walford, Edward (1878). "Westminster: Buckingham Palace". Old and New London. 4. London: Cassell, Petter & Galpin. د کتاب پاڼي 61–74. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. In 1775 the property was legally settled, by Act of Parliament, on Queen Charlotte (in exchange for Somerset House, [...]); and henceforth Buckingham House was known in West-end society as the "Queen's House." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Harvpکينډۍ:Pages needed
  16. Fraser 2005، ص. 23.