څلورم وېلیام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
څلورم وېلیام
(انګلیسي: William IV)
(الماني: Wilhelm IV د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
څلورم وېلیام
څلورم وېلیام

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ اگسټ ۱۷۶۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 20 جون 1837 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار دریم جورج [۷]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور د مکلنبورګ – سټرلیټز شارلوټ [۷]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک پاچا
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
څلورم وېلیام
څلورم وېلیام

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

څلورم ویليام (ویلیام هینري د ۱۷۶۵ ز کال، د اګست له ۲۱مې نه د ۱۸۳۷ زکال د جون تر ۲۰ مې پورې) د انګلستان او آیرلنډ پاچا او د ۱۸۳۰ ز کال د جون له ۲۶ مې نه تر ۱۸۳۷ ز کال پورې تر خپلې مړينې د هانوور د کورنۍ پاچا تېر شوی دی. د درېیم جورج دریم زوی، وېلیام د خپل مشر ورور څلورم جورج ځایناستی شو، چې د برېتانیوی هانوور کورنۍ وروستی پاچا او له پای نه دویم واکمن و.

ویلیام په ځوانۍ کې په شاهي سمندري ځواک کې خدمت ترسره کړ، چې ډېر وخت يې په شمالي امریکا او کارابین سیمو کې تېر کړ، چې وروسته یې د سمندري ماڼو شاه لقب ترلاسه کړ. هغه په  ۱۷۸۹ ز کال کې د کلارنس او سینت اندریو د ډوک لقب تر لاسه کړ. په ۱۸۲۷ ز کال کې هغه د برېتانیا د لومړي ستر امیر البحر په توګه له ۱۷۰۹ ز کال وروسته وګومارل شو. لکه څرنګه چې د هغه دوه مشران وروڼه مخکې تر دې چې کوم مشروع وارث شاته پرېږدې، له نړۍ سترګې پټې کړې، نو هغه د ۶۴ کلونو په عمر تخت په میراث یووړ. د نوموړي د واکمنۍ په اوږدو کې ډېر اصلاحات تر سترګو کېږی، لکه: د بېوزلانو د قانون اصلاحات، د ماشومانو د کار محدودیت، نږدې په ټوله برېتانوي سترواکۍ کې د غلامۍ پای او د ۱۸۳۲ ز کال د اصلاحاتو د قانون پر بنسټ، د برېتانیا د ټاکنو په سیستم کې د سمون راوستول. که څه هم وېلیام د خپل ورور او پلار په شان په سیاست کې ښکېل نه و، خو هغه د برېتانیا وروستی واکمن و، چې د پارلمان د ارادې پر خلاف يې لومړی وزیر وتاکه. نوموړي د المان سلطنت ته یو لنډمهاله لیبرال اساسي قانون وړاندې کړ.    

ویلیام د خپلې مړینې په مهال هېڅ ژوندی مشروع ماشوم نه درلود، خو د ممثلې ډوروتیا جاردون، چې له هغې سره یې شل کاله ګډ ژوند کړی و، له لسو نامشروع ماشومانو نه یې آته ژوندې درلودل. هغه د خپل ژوند په وروستيو کې واده کړ او په ښکاره توګه د  ساکس-میننګن شهزادګۍ ادیلېد ته وفاداره پاتې شو. په برېتانیا کې د وېلیام ځایناستې د هغه ورېره ویکتوریا شوه او د هانور په کورنۍ کې یې ورور ارنسټ اوګوستوس ځایناستی شو.  

مخکینی ژوند[سمول]

ويلیام د ۱۷۶۵ ز کال د اگست په ۲۱ مه د سهار په لومړیو ګړیو کې د بکنګم  په ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې د پاچا درېیم جورج او ملکې شارلوټ درېیم بچی او زوی و. هغه دوه مشر وروڼه درلودل، د والس شهزاده، جورج  او شهزاده فریدریک ( د یارک ډوک) او تمه نه وه چې د تاج وارث شي. هغه د ۱۷۶۵ ز کال د سپټمبر په ۲۰ مه د  سینټ جیمز ماڼۍ د لویې شورا په خونه کې د تعمید غسل ترلاسه کړ. د هغه مذهبي پالونکي د پاچا له خویندو او وروڼو نه وو: شهزاده ویلیام هنري، د ګلوسیستر ډوک او شهزاده هنري  (چې وروسته د کومبرلند ډوک شو) او شهزادګۍ اوګوسټا، د برونسوېک-ولفینبوتل وارثه دوچس. [۸][۹]

ویلیام د خپل لومړني ژوند ډېره برخه په ریچمند او کیو په مانۍ کې تېره کړه، چې په هغه ځای کې نوموړی د خپلو خصوصی ښوونکو له لوري زده کړې ترلاسه کړې. په دیارلس کلنۍ کې هغه په شاهي سمندري ځواک کې د محصل په توګه یوځای شو او په  ۱۷۸۰ ز کال کې یې د کیپ سنیټ وینسټ په جګړه کې برخه واخیسته. په سمندري ځواک کې د هغه تجربې، له نورو محصلانو نه لږ توپیر درلود، خو د نورو ماڼوګانو په پرتله په بېړۍ کې ،هغه د ښوونکي ملتیا درلوده. نوموړي خپله ونډه په پخلي کې تېره کړه او په جبل الطارق کې د بېړۍ له ملګرو سره د الکولو د څښاک په شخړه کې یوځای ونیول شو او وروسته له هغه چې هویت يې په ډاګه شو، په بېړه له توقیف نه آزاد شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ویلیام د امریکا د خپلواکۍ جګړۍ په ترڅ کې په نیویارک کې دنده ترسره کوله، چې د برېتانیا شاهي کورنۍ یوازینی غړی و، چې تر امریکایي انقلاب پورې او د هغه په اوږدو کې یې له امریکا نه لیدنه وکړه. کله چې ویلیام په امریکا کې و، جورج واشنګټن، د هغه د تښتولو دسیسه منظوره کړه، چې داسې يې لیکلي و:

ستاسو په پلان کې د نوښت روحیه ، د دوی په هستوګنځاینو کې د هغوی غالفګیره کولو او د شهزاده وېلیام هنري او امیرالبحر ډیګبي د راوستلو لپاره د ستاینې وړ ده او تاسو زما له اړخه واک لرئ چې، له وخت سره سم، هر هغه ډول چې ستاسو پرېکړه اجازه درکړي، هر ډول تګلاره کارولای شئ. زه په بشپړ ډول ډاډمن یم، چې اړینه نه ده چې تاسو ته د شهزاده یا د امیر البحر کسانو ته د سپکاوي او بی عزتۍ په اړه خبرداری درکړم ... [۱۵]

دسیسه بی له کومې پایلې وه، برېتانویان له هغې خبر شول او ویلیام ته یې ساتونکي وګومارل، چې له هغه مخکې نوموړی د نیویارک په شاوخوا کې بی له ساتونکو ګرځېده. د ۱۷۸۱ ز کال په سپتمبر کې، ويلیام د منهاټن د والي رابرتسن په کور کې شاهانه مجلس جوړ کړ، چې ښاروال ډوید متیوس، امیرالبحر ډګبی او جنرال ډیلنسي په کې ګډون درلود.[۱۶][۱۷]

ویلیام په ۱۷۸۵ ز کال کې بریدمن او په راتلونکي کال کې یې د اچ ام اس پیګاسوس کپتان شو. د ۱۷۸۶ ز کال په وروستيو کې، هغه په ویسټ اندیز کې، د هوراتيو نیلسن تر مشرۍ لاندې ځای پر ځای شو، چې هغه د وېلیام په اړه داسې لیکلي و: " د هغه په مسلکي لیکه کې، زه ډاده یم چې هغه د سمندري ځواک په نوملړ کې د دوه پر درېیمه  کسانو نه اوچت دی او د هغوجګپوړو او لوړ رتبه منصبدارانو درناوی کوي، زه په سختۍ سره د هغه انډول پېژنم. " دوی غوره ملګري وو او تر دېره حده هر ماښام یې ډوډۍ یو ځای خوړله. د نیلسن په واده کې ویلیام ناوې ته په لاس ورکولو ټینګار کاوه. هغه په ۱۷۸۸ ز کال کې د اچ ام اس اندرامودا د بېړۍ قومانده ترلاسه کړه او په راتلونکي کال کې د اچ ام اس والینت قوماندانۍ پر مهال یې د مرستیال امیر البحر په توګه ترفیع وکړه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ویلیام غوښتل چې د خپلو مشرانو وروڼو په څېر د ډوک لقب ترلاسه کړي او ورته پارلماني امتیاز ترلاسه کړي، خو پلار یې زړه نا زړه و. ویلیام په خپل پلار د فشار راوستلو په موخه، ګواښ وکړ چې په ډیون کې به د توتنس ټاکنیزې حوزې په استازیتوب د بریتانیا د ولسی جرګې لپاره درېږي. درېیم جورج چې د خپل زوی په دې ناوړه کار ډکه وخوړه، هغه ته یې د ۱۷۸۹ ز کال د مې په ۱۶ مه د کلارنس او سینت اندریو د دوک (شهزاده) ، هم د منسټر د ایرال (زړور سرتېرې) لقب ورکړ  او څرګنده یې کړه “ زه ښه پوهېږم ،دا بله رایی ده چې مخالف لوري ته اضافه شوه”. د ویلیام سیاسی مخینه بی ثباته او لکه د وخت د نورو سیاسیونو په څېر یې په کوم ځانګړي ګوند پورې تړاو نه درلود، خو بیا هم په عامه توګه، د خپلو مشرانو وروڼو په څېر، خپل ځان یې د ویګز متحد کړ، چې د خپل پلار له سیاسي درېځ سره په ټکر کې وو.  [۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118632906  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-IV-king-of-Great-Britain — subject named as: William IV — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1984 — subject named as: William IV — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10085.htm#i100850 — subject named as: William IV Hanover, King of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wilhelm-wilhelm-iv-20 — subject named as: Wilhelm IV. (Großbritannien) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=64653 — subject named as: Vilim IV. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ سرليک: Kindred Britain
  8. Ziegler, p. 12.
  9. کينډۍ:London Gazette
  10. Ziegler, pp. 13–19.
  11. Ziegler, pp. 23–31.
  12. Allen, p. 29 and Ziegler, p. 32.
  13. Ziegler, p. 29.
  14. Ziegler, p. 33.
  15. George Washington writing to Colonel Ogden, 28 March 1782, quoted in Allen, p. 31 and Ziegler, p. 39.
  16. Allen, p. 32 and Ziegler, p. 39.
  17. Sabine, William H. W., المحرر (1956). Historical Memoirs of William Smith. III. New York: Arno Press. د کتاب پاڼي 446–447. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ziegler, pp. 54–57.
  19. Ziegler, p. 59.
  20. Somerset, p. 42.
  21. Ashley, Mike (1998). The Mammoth Book of British Kings and Queens. London: Robinson. د کتاب پاڼي 686–687. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84119-096-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ziegler, p. 70.
  23. Memoirs of Sir Nathaniel Wraxall, 1st Baronet, p. 154 quoted in Ziegler, p. 89.
  24. Allen, p. 46 and Ziegler, pp. 89–92.