دارالامان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Darulaman
دارالامان
Darulaman
Darulaman
Darulaman

Map
کورډېناټونه: ۳۴°۲۸′۰۰″شمال ۶۹°۰۷′۰۰″ختیځ / 34.46666667°شمال 69.11666667°ختيځ / 34.46666667; 69.11666667   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
Country  افغانستان
Province کابل ولایت
پراخوالی
وروستي مالومات

دارالامان د افغانستان د کابل په سویل لویدیځه څنډه کي یوه سیمه ده چي د 6 ناحيې یوه برخه جوړوي. یاد ښارګوټی یو پلان شوی ښار و چي په 1920 کي د پاچا امان الله خان په واکمنۍ کي رامنځ ته سو. امان الله خان هڅه وکړه چي دارالامان په یوه نوي عصري پلازمینه بدل کړي، [۱] او د سړکونو، پلونو او نورو زیربناوو د جوړولو لپاره یې الماني شرکتونه او انجینران هم وګمارل. [۲] دغه سیمه له کابل سره نږدې په ۱۶ کیلومتره فاصله کي د دارالامان سړک له لاري نښلي او یو اوږد مستقیم بلیوارډ چي د یو شنونکي لخوا "شاید د پلازمینې کابل ترټولو غوره کوڅې" په توګه وي لري. [۳] د کابل – دارالامان ترانسپورټ یوه تنګه رېل پټلۍ هم د همدې بلوارډ له لارې جوړه سوې وه. [۴]

د دارالامان په سیمه کي د دارالامان ماڼۍ ، د افغانستان ملي موزیم او د تاج بیګ ماڼۍ په ګډون ګڼ شمېر ودانۍ او ماڼۍ جوړې سوي دي. خو په 1929 کي امان الله خان د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ د تر لاسه کولو او انګلیسي توطیې پر اساس ګوښه سو، او یاد پلان سوی ښار هیڅکله بشپړ او پلازمینه نسول. د دارالامان اوسنی ودانۍ د رسمي کاروني لپاره اوس هم استعمالیږي. د اشرف غني د واک ته رسېدو سره سم په جمهوري دولت کي له ۲۰۱۵ کال راهیسي د افغانستان د پارلمان ودانۍ په دارالامان کې وه. [۵] همدارنګه د امید سبز په نوم یو ښارګوټی له دارالامان څخه لویدیځ ته په درې کیلومتره کي په ۲۰۱۰ کال کې جوړ او پرانیستل سو.

ورته لیکني[سمول]

  1. Conflict in Afghanistan: A Historical Encyclopedia by Frank Clements
  2. . 23 October 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  3. . August 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  4. . 26 December 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  5. . 25 December 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)