حبيب الرحمن (مهدي قريشي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د ادبي تاريخ په غېږه کې زيات شمېر ليکوال او شاعران روزل شوي او پالل شوي دي. هغوی هر يو په خپلو ليکنو او څېړنو کې د خپل مهال حالات او شرایط غبرګ کړي او تر موږه يې رارسولي دي. نوي نسل ته د هغوی د ليکنو لوستل او دهغه مهال له شرایطو څخه د ځان خبرول له ګټې خالي نه دي. چې حبيب الرحمن مهدي قريشي هم د هغو له ډلې څخه يو ده.

مخینه[سمول]

حبيب الرحمن مهدي قريشي په ۱۲۸۵ هـ. ش کال کې د لغمان ولايت د مهترلام ښار اړوند د هرمل د قريې په صوفيانو بانډه کې زېږېدلی. پلار يې ميرزا حضرت گل او نيکه يې محمد گل هم د خپل وخت ديني عالمان او تکړه ليکوالان ول.

زده کړي[سمول]

ارواښاد مهدي قريشي لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپلو والدينو څخه تر سره کړي. مهدي قريشي د اسلامي علومو ګڼ شمېر کتابونه لوستي دي. هغه صرف، نحوه، منطق، حکمت، فقه، حديث، تفسير او د نورو دوديزو علومو زده کړې تر لاسه کړې وې.

دندي[سمول]

حبيب الرحمن مهدي قريشي په بېلابېلو دولتي دندو ګومارل شوی او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې دندې تر سره کړي دي.

اثار[سمول]

استاد حبيب الرحمن مهدي د منظومو او منثورو آثارو ډېر په زړه پوري کتابونه ليکلي او زيات شمېر ځانګړي آثار يې چاپ شوي دي چې مهم يې د:سلطنت عشق رحماني کتاب دی. د نوموړي ګڼ شمېر نور آثار لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. مرحوم مهدي په اردو، فارسي او عربي ژبو هم بلد وو. د همدغو ژبو په مرسته هغه د يوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توګه هڅه کوله او د ډېرو شيانو په راز يې ځان پوه کړی و

مړینه[سمول]