تنګ غارو
تنګ غارو د افغانستان د کابل ولایت اړوند د هندوکش په غرنۍ لړۍ کي یوه تنګه سیمه ده، چي د کابل سیند له همدې ځایه په تېرېدو سره ختیځ لوري ته بهېږي. [۱] د کابل-جلال آباد سړک د یاد سیند سره موازي د غره له کندي سره تېر سوی دی. [۲] دلته د سړک جوړولو چاري په ۱۹۴۰ لسیزه کي پیل او په ۱۹۶۰ لسیزه کي بشپړي سوې، چي [۲] [۳] د کرکچې په غونډیو کي د لرغوني لتابند له لاري جوړ، او کابل او جلال اباد له پاکستان سره نښلوي.
د تنګ غارو سیمه او په څنګ کي یې سړک دواړه ستر ستراتیژیک اهمیت لري، او افغانستان له پاکستان او روسیې سره نښلوي. [۴] [۵] په افغانستان کي د وروستيو جګړو او پرله پسې ترافيکي پيښو په لړ کي د زياتي کاروني له امله دغه لاره او شاوخوا سيمي ډيري زيانمني او وخت پر وخت تړل سوي دي. [۲]
ځمکنئ جوړښت
[سمول]د ځمکپوهني پر اساس که څه هم چي ددې تنګۍ دوه میلیونه کاله کیږي، خو په سیمه کي د غرنیو ډبرو مخینه 250 میلیونه کلونو ته رسیږي.
- ↑ Scheffel, Richard L.; Wernet, Susan J., eds. (1980). Natural Wonders of the World. United States of America: Reader's Digest Association, Inc. p. 369. ISBN 0-89577-087-3.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Gladstone, Cary (2001). Afghanistan Revisited (in انګليسي). Nova Publishers. ISBN 9781590334218.
- ↑ Hodder-Williams, Richard; McLachlan, Keith (2013-12-16). Land-locked States of Africa and Asia (in انګليسي). Routledge. ISBN 9781135254100.
- ↑ Quinn, Joyce A.; Woodward, Susan L. (2015-02-03). Earth's Landscape: An Encyclopedia of the World's Geographic Features (in انګليسي). ABC-CLIO. ISBN 9781610694469.
- ↑ McColl, R. W. (2014-05-14). Encyclopedia of World Geography (in انګليسي). Infobase Publishing. ISBN 9780816072293.