تانبه:کندهار/Intro

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Location on the world map

کندهار (په دري: قندهار) د افغانستان دويم لوی ښار دی چې د افغانستان په جنوب کې د ارغنداب رود په دره کې پروت دی او د کندهار د ولايت مرکز دی. دغه ښار تقريبًا ۴۵۰،۳۰۰ نفوس لري. کندهار د افغانستان د تجارتي مرکزونو څخه يو مهم مرکز دی او د مالوچو (پنبې، پختې) او وچو مېوو د برار (توليد) هم ښار دی. په کندهار کې يو نړيوال هوايي ډگر هم شته.چی دد کندهار نړيوال هوايي ډگر په نامه دی . په اوس وخت کې دغه هوايي ډگر د ناټو هډه ده. دغه هوايي ډگر چې په ۷۰ کلونو کې جوړ شوی په منځنۍ آسيا کې تر ټولو لوی هوايي ډگر دی . د کندهار ښار په څلورمه مخ زېږيزه پېړۍ کې د ستر سکندر لخوا تاسيس شوی. ستر سکندر دغه ښار ته د اسکندريا نوم ورکړ. چي بیا ارآکوزیا، اوروسته بیا په نوي وختو کي کندهار ته راواوښت. لرغوني زمانه:کندهار تر ۳۰۵ کال عيسوي سنې مخکې د سلوکيانو حکمران په لاس کې وو. په ۳۰۵ عيسوي سنې مخکې کال کې سېلوکوس نيکاتور پر پنجاب بريد وکړ او اردو يي د هندي حکمران د چندر گپت موريا لخوا ماته وخوړله. تر جگړې وروسته سلوکوس نيکاتور او چندر گپت موريا يو د شولې تړون لاسليک کړ او د تړون په اساس سلوکوس نيکاتور چندر گپت موريا ته جنوبي افغانستان ورکړ او چندر گپت موريا ۵۰۰ فيلونه سيلوکوس نيکاتور ته وړکړ. په ۲۶۰ کال عيسوي سينې مخکې اشوک د خپل ورورونو تر وژلو وروسته د هندوستان حکمران شو. کله چې اشوک پر شاهي تخت کښيناست نو د کالنگا پر پاچايي يي بريد وکړ. اشوک تر خونړي جگړې وروسته د هندوييزم په ځاي يې بوديزم غوره کړ. اشوک په ډبره کي خپل هدايت نامه هک کړ. دغه هدايت نامه چې په آرامي او يوناني ژبو کې ليکل شوي دي په کندهار کې پيدا شو. په ۷ پېړۍ عربي پوځ کندهار ته ورسېده او په افغانستان کې اسلامي دوره پېل شوه.