بېديانۍ پيشو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Felis margarita
صحرايي پيشو
مملکه ژوی
بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
خېل تی لرونکي ځناوران
ډله داړونکي ځناوران
تیره پيشيانې

بېديانۍ پيشو (په لاتين: margarita margarita ) په انگرېزي ژبه :( Sand Cat )د شډل پيشيانو څخه تر ټولو کوچنۍ پيشو ده چې په سوهېلي آفريقا (شمالي) ، نژدې ختیځ او منځنۍ آسيا کې په ځانگړي ډول په بېديا کې په شگلنه سیمه او غرنیو سیمو کې ژوند کوي.

ځانتياوې[سمول]

بېديانۍ شډله پيشو په ۱۸۵۸ زېږیز کال کې د Catalogue des mammifères et des oiseaux په کتاب کی د فرانسوي ځناور پوه او عسکر ویکټور لوخې لخوا وڅېړل شوه. وزن یی ۲ – ۳ کیلوگرامه ده. لوړوالی یی ۳۰ سانتیمتر او اوړدوالي یی ۵۷ سانتیمتر دی. صحرایی پيشو نرمی وړۍ لری چی رنگ یی پولادي یا ريگي وی. عمر یی ۱۳ کلو ته رسېدلای سی صحرایی پيشو حشره، څرموښکۍ او مرغان ښکار کوي خو نوموړي پيښو زهرجن ماران هم ښکار کولای سی. دغه شډله پيشو په آفريقا کې په لیبیا، چاډ او مراکش کې او په آسیا کې په ایران، پاکستان، افغانستان، عربستان، اردن او عراق کی ژوند کوي او د اسلامي حدیثو په رڼا کې په ټوله ییزه توگه د پیشو په هکله ډېر دودونه بيا شوي چې پیشو یې ناولې نده گڼلې . د بېلگې په توگه ځینې احادیث داسې وايي

حدیث بخاري او مسلم (۳:۵۵۳ ) څخه دود دی چې وايي :[سمول]

د الله (ج) ستر پیغمبر او محبوب محمد (ص) ووېل : يوه ښځه د يوې پیشو پر سر الله (ج) په جهنم کې وربړوله او اور کې یې ځکه واچوله چې پیشو ته نه دا چې خواړه نه و ورکړي بلکې هغه یې په يو ځای کې بنده ساتلې وه چې بیا په لوږه کې مړه شوه . د اسلام پیغمبر (ص) پخپل حدیث کې زياتوي : چې الله (ج) ډېر ښه پوهېږي او هغې ته يې ووېل چې تا نه يوازې پیشو مړه نکړه لا دې ورپسې ورتړلی و او آزاده دې پرې نښوده چې د ځمکې پر مخ خوځندکې يې خوړلي وای .

د متقون ۲.۱۳ حدیث څخه دود دی چې وايي :[سمول]

يحيی زما لپاره د مالک څخه ، اسحاق ابن ابي تلحا څخه ، حُمیده بنت ابي عُبیده ابن فروا چې د هغې د مور ورېندار کبشه بنت کعب ابن مالک نومېده ، هغه چې د ابو قتادا الانصاري د ځوی ښځه وه هغې ته يې ووېل : چې يو ځل ابو قتادا د هغې (د ځوی د ښځې ) لیدو ته ورغی ، هغې د ابو قتادا الانصاري په لاسونو د اودس لپاره اوبه وراچولې ، چې سمدستي يوه پیشو راغله او د دغه اودس د اوبو څخه يې څښل غوښتل ، هغه هم ورته د څښلولپاره اړونده تالۍ يا چلمچي ورټيټه کړه چې پيشو يې په اسانه وڅښي ، کبشې بنت کعب ابن مالک ورته اوبه ورتوی کړې نودلته د خپل د خُسر له خولې وايي : قتادا راته مخ راوگرځاوه او وې وېل : آيا ته زما په دې کړو حېښه حیرانه شوې؟ ، وايي : هو ! هغې ځواب ورکړ . هغه يې مې ځواب کې ووېل : د الله(ج) ستر پيغمبر (ص) ويلي و چې پيشو کیخنه (ناولې) نه وي ځکه هغه انسانانو سره اُنس نژدېوالی غوره کوي . يحيی د مالک له خولې څخه وايي : د پیشو په ساتلو کې کومم ضرر نشته تر هغه چې د هغې خوله ناولې نه وي .

د مومنانو د مور عایشې (رض) څخه راوړل شوی د مسلم کتاب څخه وايي:[سمول]

داؤد ابن صالح ابن دینار په تمار کې د خپلې مور له خولې داسې وېلي و : د هغې مينځې (ښځینه غلامې) يوه ورځ هغې ځان سره د هریسې په نوم خواږه (پوډين) عايشې ته په داسې حال کې راوړه چې لمونځ يې کاوه . عایشې په اشارې مینځې ته په ځمکې ايښودو ووېل . دلته يوه پيشو راغله او يو څه یې ترې وخوړل ، کله چې عایشې لمونځ خلاص کړ نو هغې له هماغه يوه ځايه په لوښي کې خواږه وخوړل . او وېوېل : د خدای (ج) پيغمبر (ص) ويلي و چې : دا ناولی ندی ، دا له تاسو څخه يوه ده چې شاوخوا مو راتاوېږي . دې سره یې نور ووېل: ما رسول الله (ص) ولیده چې اودس يې په هاغو اوبو کې کاوه چې د پیشو څخه پاتې شوې وې .

  1. د داؤد کتاب څخه د جابر ابن عبدالله له خولې څخه راوړل شوی حیث دی :

پیغمبر (ص) د پیشو پېرل (پیسې پرې ورکول) ناروا گڼلي .


د بېديانۍ پيشو ډولونه[سمول]

سرچینې[سمول]

د پیشو سره د اُنس او نږدېوالي احادیث په انټرنټ کې