اېف – ۱۶

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
F-16 Fighting Falcon
اېف - ۱۶
د الوتکې استعمالونکي امریکایی هوایی ځواک
د الوتکې جوړونکي لاکهیډ مارټین
د الوتکې قیمت ۱۸،۰۰۰،۰۰۰ ډالار

اېف – ۱۶ (په انگرېزي: F-16 Fighting Falcon) د جت څو مقصدېزه یوه امریکایی برید کونکي الوتکه ده چی د مځکني او هوایی هدفونو د منځه وړلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه الوتکه کولای شي په شپه کی او د باران په وخت کی جگړه وکړي. نوموري الوتکه چی د ۷۰ کلو څخه په امریکا او ترکیې کی د جنړال ډائینامکس او لاکهیډ مارټین د الوتکو جوړونکي په صنعتي فابریکو کی جوړ شوي دی په نړۍ کی د هوایی ځواکونو تر ټولو پراخه وسله ده. په اوس وخت کی ۲۴ هېوادونه د اېف - ۱۶ د الوتکې څخه کار اخلی او نور هېوادونو هم غواړي دغه الوتکې رانيسي.

تاریخ

د اېف – ۱۶ یرغل کونکي الوتکه په ۷۰ کلو کی جوړه شوه او لمړنی الوتنه یی په ۱۹۷۴ کال کی ترسره شوه. امریکایی هوایی ځواک د دغی الوتکې څخه په رسمي ډول د ۱۹۷۸ کال څخه کار اخلی. تر اوسه پورې ۴،۵۰۰ الوتکې جوړې شوې دي. په ۷۰ کلو کی لمړنی الوتکې اروپایی هېوادونو ته صادرې شوې. په ۱۹۷۹ کال کی د اېف – ۱۶ الوتکې ایران او اسرائیل ته عرضه شوې. رضا شاه پهلوی د امریکانانو سره تړون لاسلیک کړ خو امام خمیني تر اسلامي انقلاب وروسته دغه تړون لغو وکړ. کله چی په افغانستان کی جگړه پېل شوه نو امریکا په مرکزي آسیا کې د شوروی د آغېزې څخه خطر احساس کړ. په ۱۹۸۳ کال کی امریکایی حکومت هوډ وکړ چی پاکستان ته عصري الوتکې ورکړي. په ۱۹۸۳ کال کی ۳۴ الوتکې د پاکستان د هوایی ځواک لاس ته ورغلې او پاکستان د دغو الوتکو څخه د سرحد د څارلو لپاره کار اخیست. په ۱۹۸۱ کال کی د آېف – ۱۶ اسرائیلی الوتکې عراقی اټمي بټۍ ویچاړ کړه.