انسان په تنگسه کې(مرستندویه موسسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انسان په تنگسه کې
Člověk v tísni
هېواد د چېک جمهوریت
پیدایښت ۱۹۹۲
د کارکونکو شمیر ۷۳۵ تنه
د موسسې ډول غیر حکومتي موسسه
مشر Šimon Pánek

انسان په تنگسه کې (په انگرېزي: People in Need په چېکي: Člověk v tísni) د چېک جمهوریت یوه غیرحکومتي، بشر دوسته او تعليمي (دزده کړي) مرستندویه موسسه ده چې په ۱۹۹۲ کال کې په پراگ کې جوړه شوه او د منځنۍ اروپا تر ټولو ستره موسسه هم ده. د دي موسسې مشر شیمون پانېک (Šimon Pánek) دي. نوموړي موسسه ژمن دي چې په بېلا بېلو برخو کې د خلکو له غوښتنو سره سم د بیارغونې کارونه، د خوارو او غریبو خلگو د ژوند د کچی لوړتیا، د پوهنې او روزنی د سطی لوړتیا، د بشری حقوق ملاتړ او د پناه وړونکو له مرستو سره تر سره کړي. د دي موسسې کارکونکو تر اوسه پورې په ۵۰ هېوادو کې کار کړي دي.

انسان په تنگسه کې مرستندویه موسسه په افغانستان کې[سمول]

انسان په تنگسه کې موسسه په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال څخه راهیسی فعالیتونه لري. دغه موسسه نه یوازې بشر دوستي موسسه ده بلکه هم اوږدمهالې سترونزې لکه تعلیم (ښوونه او روزنه) ، د كليوالى پراختيا، د خوارو او غریبو خلگو د ژوند د کچی لوړتیا حل کوي. انسان په تنگسه کې موسسه په افغانستان کې په کابل او مزار شریف کې مهم مرکزونه لري خو څو دفترونه د بلخ، سمنگان، ننگرهار، پکتیا او هرات په ولايتونو کې هم شته.