ارشو بنګش
ارشو بنګش (انگرېزي: Irshu Bangash) په ۵ د جولائی، ۱۹۹۲ لمريز کال کې زېږېدلی. د پاکستان د فلمي صنعت ډايريکټر[۱] موسیقي پروډیوسر دی. چی د پیښور، خیبر پښتونخوا، پاکستان سیمې سره تعلق لري.[۲] هغه د خپل لومړي نړيوال فلم "پراجيکټ پشاور" له کبله مشهور دی, دی يې په خپله ډايرکټر او فلم جوړوونکی دی او د "جینز فلمز" له خوا جوړ شوی دی.[۳][۴] دهغه فلم په درېوو هېوادونو کې د امريکا متحده ايالتونه، هالینډ او پاکستان او په اردو، انګریزي، ډچ او پښتو ژبو کی جوړ شوی دی. د "پراجيکټ پشاور" څخه وروسته هغه د پاکستان د فلم صنعت تر ټولو ځوان ډايريکټر په توګه هم مشهور دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] وختي ژوند او زدکړه[سمول]بنګش د پېښور انجوګانو سره د مستندو او لنډو فلمونو په اړه کار کړی دی. په ۲۰۱۴ کال کې هغه په پېښور کې په "ریډ کریسنټ" سفیر شو. له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د پېښور د ډېرو موسیقي ټولو سره د ګیتارست, سينماټاګرفګر او ډايريکټر په توګه کار دی. "معز او ارشو" د معز الدين مھمند او ارشو بنګش یوه موسیقی ډله چې معز په کی د سندرغاړی او موسیقۍ جوړولو په توګه رول لوبوي[۱۲][۱۳] او ارشو بنګش موسیقي په صوتي ګیټار, برقي ګیتار او ډیجیټل سافټویر په مرستې سره جوړوي.[۱۴][۱۵][۱۶] مشهورې سندری[سمول]د هغه لومړنۍ رسمي سندره د سندرغاړي په توګه "ښايسته وطن" - (ښکلی هېواد) د پېښور د مختلفو هنرمندانو، فعالینو او موسیقارانو په همکارۍ سره په ۱۶ د دېسمبر، ۲۰۱۵ د پېښور پر پوځي ښوونځي بريد ته ډالي کړې وه.[۱۷] دویمه مشهوره سندره "بادشاهي" د معز الدين مھمند سره وه، د هغه سندره چې دوی "بادشاهي" لپاره غوره کړې وه د مشهور شاعر خان عبدالغني خان لخوا لیکل شوې وه.[۱۸] د خیبر پښتونخوا حکومت دوی ته د خان عبدالغني خان د غزلونو په اړه په خپله خوښه د لومړي البم "لټون د غنی" البم جوړولو ډالۍ وړاندې کړه.[۱۹][۲۰] باندنۍ تړنې[سمول]
بهرنۍ اړیکې[سمول]
|
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P800
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- فلم ډايريکټران
- پاکستانی ډايريکټران
- پښتانه سندرغاړي
- پښتونخوا سندرغاړي
- پښتانه
- پاکستاني سندرغاړي
- سندرغاړي