Jump to content

ابوذر غفاريؓ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوذر جندب بن جنادة الغفاري (چي په ۳۱ هجري یا ۳۲ هجري کال کي وفات سوی دی) د رسول اکرمﷺ یو له هغه اصحابانو څخه وو، چي په لمړیو کي یې اسلام قبول کړ. ویل کیږي چي هغه څلورم یا پنځم کس وو چي اسلام یې قبول کړ، او یو له هغو کسانو څخه ګڼل کېدی چي په مکه کي یې د پیغمبر له هجرت دمخه په ښکاره توګه اسلام ته غاړه کښېښوده.

Abu Dharr al-Ghifari
أَبُو ذَرّ ٱلْغِفَارِيّ (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
ناجوت ارزښت ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۶۵۱[۱] — ۰۶۵۲[۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Al-Rabadha (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
preacher (en) ژباړلmuhaddith (en) ژباړلسوداګر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

د روایاتو پر بنسټ له اسلام نه مخکې ابوذر غفاري د توحید منونکی شخصیت وو، او د بتانو عبادت یې هغه وخت هم نه کاوه. [۵] نوموړي د بدر او احد له غزاوو وروسته مدینې ته هجرت وکړ [۶] او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په راتلونکو جګړو کي شریک پاته سو.[۷]

ابوذر له عمر بن الخطاب سره یو ځای د بیت المقدس د فتحي شاهد پاته سوی وو، او په شام کي یې ژوند کاوه. په شام کي د اوسېدلو پر مهال د معاویة بن ابي سفیانؓ او ابوذر ترمنځ یو شمېر اختلافات رامنځ ته سول چي له امله یې ابوذر د عثمان بن عفانؓ په امر د مدینې له ښار سره استوګنه غوره کړه. په مدينه کي تر څه وخت تېرولو وروسته کله چي هلته هم اختلافاتو سر پورته کړ، ابوذر الرابعه سیمي ته ولاړی، او هلته په 31 هجري يا 32 هجري کي وفات سو. تر مړیني وروسته یې د جنازې لمونځ عبدالله بن مسعود ورکړ، [۸] او پخپله یې خاورو ته هم وسپاره. [۹]

ابوذر یو عالم او پاک نفسه صحابي وو، او د اصحابو په منځ کي یې د ریښتنولي، پوهي او حق وینا له امله ځانګړی نوم درلود.

  1. Islamskiy enciklopedicheskiy slovar (in روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  2. ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12273901s. Subject named as: Ǧundab ibn Ǧunādah Abū D̲arr al-Ġifārī. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: Gran Enciclopèdia Catalana. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): 0000342. Subject named as: Abū Ḏarr al-Ġifārī. Publisher: Grup Enciclopèdia. اثر ژبه: کاتالونيايي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: IdRef. IdRef پېژند: 096637005. Retrieved: ۲ مې ۲۰۲۰. Publisher: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. ابن الجوزي (2012). صفة الصفوة. دار الكتاب العربي. p. 211.
  6. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named مولد تلقائيا2
  7. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named الذهبي1
  8. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named أسد
  9. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named :4