د مکې فتح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مکې سوبه د مکې د سوبې کيسه د اسلام د تاريخ خوږه کيسه ده او په عين حال کې د اسلام د پېغمبر د سپېڅليو موخو څرګندونکې او د ښو اخلاقو ښوونکې ده. په دې څپرکي کې به پر ډاګه شي،چې پېغمبر اکرم او پليوني يې د حديبې پر تړون ولاړ وو او د قريشو ښکاره نفاق او خيانت به د تړون په پلي کولو کې ووينئ. د تاريخ دا برخه چې څېړل کېږي؛نو د وروستي او سرسخت دښمن ځپلو ته د پېغمبر اکرم تدبير او هوښيار سياست به درته بيا وښوول شي. تاسې به ووياست دې اسماني سړي،چې د خپل عمر کومه برخه يې د نړۍ په کوم پوځي پوهنتون کې تېره کړې نه وه،چې د تکړه بولندوى په څېر يې د سوبې نقشه داسې جوړوله، چې بې له وينې تويېدنې يې برى پر برخه شي او بالاخره د تاريخ دا برخه د پېغمبر اکرم انسانپاله څېره راښيي او په دې برخه کې به ووينئ دا ستر انسان څرنګه له دښمنه له غچ اخستنې تېرېږي او عمومي بښنه اعلانوي.؟ په پخوانيو څپرکيو کې مو وويل،چې پر شپږم هجري کال د قريشو او مسلمانانو ترمنځ تړون لاسليک شو،چې ددې تړون په دريېمه ماده کې راغلي وو: (( مسلمانان او “قريش” له هر ټبر سره تړون لاسليکولاى شي.)) د همدې مادې له مخې،پېغمبر اکرم د “خزاعه” له ټبر سره تړون وکړ او پېغمبراکرم د هغوى د اوبو،خاورې،ځان او مال دفاع پر غاړه واخسته او د “بني کنانه” ټبر،چې د “خزاعه” پخوانى دښمن و او په ګاونډ کې يې پروت و، له قريشو سره تړون وکړ. دا تړون د لسو کالو لپاره و.ددې تړون له مخې،دواړو لوريو حق نه درلود پر يو بل وسله وال بريد وکړي او يا خپل هم ژمني په يو بل پسې راوپاروي. له دې تړونه دوه کاله ووتل او دواړو اړخونو په سوله او سوکالۍ کې ژوند کاوه،چې مسلمانان بل کال په پوره ازادۍ د خداى د کور زيارت ته ولاړل. پېغمبر اکرم پر اتم هجري کال په “جمادي الاولى” کې ۳۰۰۰ کسيز لښکر “شام” ته ولېږه،چې د اسلام مبلغان يې وژلي وو. د اسلام لښکر سره له دې، چې روغ رمټ راستون شو او يوازې درې افسران او څو سرتېري يې ووژل شول؛خو چې څه تمه وه، ګوتو ته يې رانه وړه او د اسلام د لښکر جګړه د ترپ او خرپ په څېر وه و او ددې خبرې اوازه،چې د قريشو مشرانو ته ورسېده؛نو ډاډه يې کړل او و يې انګېرله،چې د اسلام پوځي ځواکونو جنګي روحيه بايللې ده؛نو ځکه يې هوډ وکړ د سولې او ارامۍ چاپېريال ګډوډ کړي.

قريشو لومړى د “بنوبکر” په ټبر کې وسله وويشله او را ويې هڅول،چې د شپې د”خزاعه” پر ټبر، چې د مسلمانانو هم ژمني وو بريد وکړي او ځينې يې پکې ووژني. قريشو هم د شپې د “خزاعه” پر ضد په دې جګړه کې ګډون کړى و او له دې لارې يې د حديبيې تړون تر پښو لاندې کړ،چې د شپې پټ بريد د “خزاعه” د ټبر،چې ځينې ويده او ځينې پر عبادت بوخت ول ووژل او ځينې يې اسيران کړل او ځينو خپل کور کلى پرېښود او مکې ته ولاړل،چې د عربو د امن سيمه وه او هغوى،چې مکې ته راغلي وو،د “بُديل بن ورقاع” کور ته ولاړل او د خپلې قبيلې دردوونکې کيسه يې ورته تېره کړه.(۳۴۰)

د “خزاعه” غم ځپلو خلکو د دې لپاره چې پېغمبر اکرم ته د خپل مظلوميت غږ ورسوي؛ خپل مشر “عمرو سالم” پېغمبر اکرم ته ولېږه. هغه مدينې ته راغى او نېغ جومات ته ولاړ او په خلکو کې ودرېد. خپل مظلوميت يې د شعر په بڼه څرګند کړ او پېغمبر اکرم د تړون له مخې ورته وويل: (( ملاتړ به دې شو.)) د ټبر مشر خپل شعر داسې پېل کړ:

((د څښتن استازيه! د قريشو مشرکان،لسو کلو ته د جګړې نه کولو لاسليکوونکي،نيمه شپه ځينې د اوبو تر غاړې ويده او ځينې د خداى پر عبادت بوخت وو او بې پناه او بې وسلى وو او قتل عام شو.))
 دې شاعر د مسلمانانو د عواطفو او غيرت پارونه زياته کړه:
((حال دا چې مسلمانان وو، قتل عام شو.))

د ټبر د مشر عاطفي او هڅوونکيو شعرونو خپل کار وکړ. پېغمبر اکرم ورته د ټولو مسلمانانو په مخکې وويل:((عمرو سالمه! مرسته به دې وکړو.)) “عمرو سالم” د پېغمبر اکرم دې پرېکنده ژمنې ډاډمن کړ،چې پېغمبراکرم به ډېر ژر له قرېشو د “خزاعه” د ټبر غچ واخلي؛خو هېڅکله يې تصور نه کاوه،چې د پېغمبر اکرم دا هوډ به بېخي د قريشو جرړې راوباسي.

ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې “بديل” او “رقاع” او د “خزاعه” د ټبر ځينې کسان ،پېغمبر اکرم ته راغلل او د “خزاعه” د ټبر ځپلو ته د “بني بکر” له ټبر سره يې د قرېشو له مرستې خبر کړ او بېرته مکې ته ستانه شول.

قريش د پېغمبر اکرم هوډ وار خطا کړل “قريش” پر خپل کار ډېر پښېمانه شول او پوه شول د حديبيې تړون يې تر پښو لاندې کړى دى؛نو ځکه قريشو د پېغمبر اکرم د غوسې سړولو او د سولې پر تړون د ټينګار او د “مغازي واقدي” (۲/۷۹۲) د وينا له مخې، د تړون د اوږدولو لپاره يې خپل مشر “ابوسفيان” مدينې ته راولېږه چې هر څنګه وي قريشو ته د اوړو پوزه جوړه کړي.

هغه د مدينې پر لور روان شو او په “غسقان” کې يې د “خزاعه” د ټبر له مشر سره وکتل او و يې پوښت:((ايا په مدينه کې وې؟ او له دې پېښو دې “محمد” هم خبر کړى دى؟))
 ورته يې وويل: ((د خپل ټبر د غم ځپليو تسلۍ ته تللى وم او بېخي مدينې ته نه يم تللى.))

دا خبره يې وکړه او د مکې پر لور روان شو؛خو “ابوسفيان” د اوښ پچې راواخستې او پکې يې د مدينې د کجورو زړى وکوت او پوه شو، چې له پېغمبر اکرم سره يې کتلي دي. “ابوسفيان” مدينې ته روان شو او نېغ د خپلې لور “ام حبيبه”، چې د پېغمبر اکرم ښځه وه کور ته ولاړ. غوښتل يې د پېغمبر اکرم پر توشک کېني؛خو لور يې ترې راټول کړ. “ابوسفيان” خپلې لور ته وويل: ((توشک دې زما وړ و نه ليد او که خپل پلار دې ددې توشک وړ ونه کوت؟))

 ورته يې وويل: (( دا د پېغمبر اکرم ځانګړى توشک دى او ته کافر يې او ما و نه غوښتل کافر  او ناولى پر پاک توشک کېني.))

دا د هغه سړي د لور منطق دى،چې شل کاله يې پرله پسې د اسلام ضد خوځښتونو مشري پر غاړه وه او د ډېرو وينو د تويونو لامل و؛ خو دا ستره مېرمن،چې د اسلام په ښوونځي کې روزل شوې وه او ديني عقايدو دومره خوله وره کړې وه، چې خپل پلار يې پر اعتقادي دلايلو وغانده. “ابوسفيان” د خپلې لور په خبره خپه شو او پېغمبر اکرم ته ورغى ،چې له پېغمبر اکرم سره پر تړون د ټينګار او اوږدېدو په باب خبرې وکړي؛خو پېغمبر اکرم يې ځواب ور نه کړ؛يعنې پېغمبر اکرم يې پر خبره بېخي غوږ و نه ګراوه. “ابوسفيان” د پېغمبر اکرم له څو يارانو سره خبره وکړې،چې پېغمبر اکرم راضي کړي؛خو دې سپارښتنو هم هېڅ ګټه ونه کړه. په پاى کې د حضرت “علي” (ک) کور ته ورغى او ورته يې وويل: (( په دې ښار کې د نسب له اړخه راته ته نږدې يې؛نو”محمد” ته مې سپارښتنه وکړه.))

حضرت “علي” (ک) ورته وويل:((موږ د پېغمبر اکرم په پرېکړو کې ګوتې نه وهو.))
“ابوسفيان”،چې له حضرت “علي” (ک) نهيلى شو؛نو د حضرت “علي” (ک) پر مېرمن حضرت فاطمې بي بي يې سترګې ولګېدې،چې له “حسنينو” لوبوي.
“ابوسفيان” د “زهرا” بي بي د عواطفو راپارولو ته وويل: ((د پېغمبر لورې! شونې ده زامنو ته دې ووايې د مکې خلکو ته پناه ورکړي او،چې دا نړۍ وي،د عربو ښاغلې شي.))
“زهرا” بي بي،چې د “ابوسفيان” له خيرن نيته خبره وه، وويل: (( دا خبره په پېغمبر اکرم پورې اړه لري او زما زامن اوس مهال ددې کار واک و وړتيا نه لري.))

“ابوسفيان” يو ځل بيا حضرت “علي” (ک) وويل:(( “علي”!په دې باب راته لازمې لارښوونې وکړه.))

حضرت “علي” (ک) ورته وويل:((ذهن ته مې ځانګړې لار نه راځي؛ خو که جومات ته ولاړ شې او مسلمانانو ته امان ورکړې.))
“ابوسفيان”: ((دا کار به ګټه ولري؟))
حضرت “علي” (ک): ((دومره زياته  نه؛خو بې له دې مې ذهن ته بله لار نه راځي.))

“ابوسفيان”، چې د حضرت “علي” (ک) پر پاکۍ او صداقت پوه و، د هغه وړانديز يې ومانه او د مدينې په جومات کې يې وړانديز پلى کړ. له جوماته راووت، پر اوښ سپور شو او مکې ته روان شو . هغه چې د قرېشو مشرانو ته د خپل کار ګزارش وړاندې کاوه؛ نو د حضرت “علي” (ک) خبره رامنځ ته شوه او ويې ويل:((ما د”علي” په خوله او لارښوونه په جومات کې مسلمانانو ته پناه ورکړه.))

په غونډه کې ناستو ورته وويل: (( ايا پېغمبر دې پر کار نيوکه وکړه؟)) ويې ويل: ((نه!))
ورته وويل شول:((“علي” درسره ټوکې کړې دي؛ځکه پېغمبر دې پناه ورکولو ته بيخي پام نه دى کړى او يو اړخيز تړون هېڅ ګټه نه لري.))
بيا يې پرله پسې جرګې وکړې،چې د مسلمانانود غوسې سړولو بله لار راپيدا کړي.(۳۴۱)

جاسوس ونيول شو پېغمبر اکرم د مکې د سوبې او د قرېشو راپرځولو ته د عمومي جهاد اعلان وکړ،چې د اسلام د پرمختګ په مخکې تر ټولو ستر ګواښ او خنډ و. پېغمبر اکرم له خدايه غوښتل د قريشو له جاسوسانو دې دا خبره پټه وساتي. د رمضان د مياشتې په سر کې له شاوخوا ډېر سرتېري په مدينه کې راټول شول، چې تاريخ ليکونکيو يې په اړه ليکلي دي:

(( مهاجر: ۷۰۰ تنه  له ۳۰۰ اسونو او له درې بيرغو سره.

انصار: ٤٠٠٠تنه له ۷۰۰ اسونو او له ډېرو بيرغونو سره. د “مزينه” ټبر: ۱۰۰۰ تنه له ۱۰۰ اسونو او ۱۰۰۰ زره او له او ۳ بيرغونو سره. د “اسلم” ټبر: ۴۰۰ تنه ۳۰ اسونه او دوه بيرغه. د “جهينه” ټبر: ۸۰۰ تنه، ۵۰ اسونه او ۴بيرغه. د “بني کعب” ټبر: ۵۰۰ تنه، درې بيرغه،چې د لښکر نور سړي د “غفار” ، “اشجع” او “بني سليم” له ټبرونو وو. )) (۳۴۲) “ابن هشام” وايي: د اسلام د لښکر شمېر لسو زرو ته رسېده. له “بني سليم” نه اوه سوه تنه او ځينې وايي،چې ۱۰۰۰ تنه ، د “غفار” له ټبره ۴۰۰ تنه، له اسلم نه ۴۰۰ تنه، له مزينه نه ۱۴۰۰ تنه او پاتې له مهاجرو، انصارو او د هغوى له هم ژمنو د “تميم” ، “قيس” او “اسد” له ټبرونو وو. دې موضوع عملي کولو ته د اسلامي حکومت ځواکونو مکې ته تللې ټولې لارې تر څارنې لاندې ونيوې. تګ راتګونه هم کابو شول. د اسلام ځواکونه لاخوځېدلي نه وو، چې حضرت جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( د مسلمانانو په ليکو کې يو ساده سړى دى،چې قريشو ته يې ليک ليکلى او له بريده يې خبر کړي دي او د “سارا” په نامه ښځې ته يې پيسې ورکړي، چې قريشو ته يې ورسوي.)) “سارا” د مکې له ډمو وه او کله يې د مړيو په غونډو کى ويرونه کول. د بدر له جګړې وروسته، په مکه کې ېې کاروبار خراب شو؛ ځکه چې په هغه جګړه کې د قرېشو ستر شخصيتونه وژل شوي وو او د ګډا او سندرو محفلونه د وير پر محفلونو اوښتي وو او دا چې د خلکو په زړه کې د هغوى د مړيو کينه پاتې شي؛نو پر وير بنديز لګېدلى و؛نو ځکه “سارا” تر “بدر” دوه کاله وروسته مدينې ته راغله؛نو رسول اکرم وپوښتله: (( ايا مسلمان شوى يې؟))

ورته يې وويل: (( نه!))
 پېغمبر اکرم: (( نو څه ته راغلې يې؟ ))
 ويې ويل: ((“قرېش” مې اصل و نسب دى،چې ځينې يې مدينې ته راغلل او د بدر تر جګړې وروسته زما کار خراب شو؛نو اړتيا راوستى يم يم.))
 پېغمبر اکرم حکم وکړ، چې جامې او خواړه دې ورکړل شي.سره له دې،چې پېغمبر اکرم پردې ښځه ولورېد؛خو بيا هم له “خاطب ابن ابى بلنعه” نه يې لس دينار واخيستل او د اسلام  پر ضد يې جاسوسي وکړه. په ليک کې ليکل شوي وو: ((د “خاطب بن ابى بلنعه”  له لوري د مکې خلکو ته: رسول اکرم بريدته چمتو دى،وسلې راواخلئ او دفاع ته تيار شئ.))

پېغمبر اکرم درې ستر سرتېري راوغوښتل او دنده يې ورکړه، چې د مکې پر لور روان شي او هغه ښځه،چې مو وليده؛نو ويې نيسئ او ليک ترې واخلئ.

پېغمبر اکرم دا دنده حضرت “علي”، حضرت “زبير” او  حضرت “مقداد”(رضى الله عنهم) ته ورکړه. په “روضة خاخ”(يا حليقه) سيمه کې يې ښځه ونيوه او د هغې ګنډې يې ولټولې؛خو څه يې پکې پيدا نه کړل او ښځې  له ليکه بېخي منکره شوه.

حضرت “علي”:((پر خداى قسم پېغمبر اکرم رښتين دى،بايد ليک راکړې ګنې په هره بيه،چې وي ليک درنه اخلم.))

پر دې مهال “ساره” حس کړه،چې  حضرت “علي”(ک) د پېغمبر اکرم وفادار سرتېرى دى،څو يې خپله دنده سرته نه وي رسولي؛ لاس نه اخلي.
“علي” (ک) ته يې وويل:(( لږ شاته شه!))
او بيا يې د خپلو وېښتانو له چونټيو ليک راواويست او “علي” (ک) ته يې ورکړ.
پېغمبر اکرم ددې مخکښ مسلمان له دې کاره خورا غمجن شو ،چې په سختو حالاتو کې يې د اسلام مرسته کړې وه؛ژر يې “خاطب” راوغوښت او ورنه يې ددې کار په باب يې وپوښت. هغه پر خداى  او رسول يې قسم وخوړ او ويې ويل،چې په ايمان کې يې د وېښته هومره توپير هم نه دى راغلى او ويې ويل: (( رسول الله! ته په خپله پوهېږى، چې په مدينه کې ځانته اوسېږم او کورنۍ مې په مکه کې ده،چې قريشو پرې خورا فشار راوړى دى او دا خبر مې؛ځکه قريشو ته ولېږه، چې له دې لارې پر خپلې کورنۍ د قرېشو زور زياتى لږ کړم.))
د “حاطب”  له خبرو معلومېږي،چې قريشو به د مدينې پر احوال او د استخباراتو د ترلاسولو لپاره، په مکه کې د مسلمانانو خپلوان تر فشار لاندې نيول. سره له دې،چې د “حاطب” عذر سم عذر نه و؛خو پېغمبر اکرم د يو لړ مصالحو په اسلام کې مخينه له امله وباښه او ازاد يې کړ. آن حضرت “عمر” له پېغمبر اکرم څخه وغوښتل چې سر يې له تنې بيل کړه!

پېغمبر اکرم وويل: (( د بدر په جګړه کې يې برخه اخستې وه او يوه ورځ پرې د خداى پېرزوينه وه؛نو ځکه مې ازاد کړ.))؛خو چې داسې پېښې رانه شي، څو آيتونه راغلل؛لکه: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاء مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ= مؤمنانو! زما او ستاسې دښمنان، دوستان مه نيسئ! تاسې ورسره دوستي کوئ او حال دا، چې هغوى تاسې ته له راغلي حقه منکر دي او هغوى ( د خداى) استازى او تاسې له دې امله ( له مكې) باسي،چې تاسې پر خپل پالونكي “الله” ايمان راوړى دى؛ نو كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ تر لاسه کولو لپاره هجرت كړى وي (؛نو دوستي ورسره ونه کړئ) تاسې په پټه ورسره دوستي كوئ او حال دا چې تاسې، چې څه پټوئ او څه ښكاره كوئ، زه پرې ښه پوه يم او له تاسې، چې هر څوک دا (كار) وكړي؛نو په يقين له سمې لارې اوښتى دى. (ممتحنه/۱) په ټول کې ددې سورت له لومړي تر نهم آيته په دې باب رانازل شوي دي.(۳۴۴)

پېغمبر اکرم روانېږي

دا چې څوک پوه نه شي؛د تګ تر وخته د تګ وخت او لار نه وه ټاکل شوې. پر اتم هجري کال د “رمضان” مياشتې پر لسمه د روانېدا حکم وشو. البته د مدينې او شاوخوا ټولو مسلمانانو ته له پخوا د تيار شئ حکم ورکړل شوى و. پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم له مدينې ووت؛ نو حضرت”ابوذرهم غفاري” يې په مدينه کې خپل ځاېناستى کړ او مدينې ته نږدې يې د لښکر پرېټ وکوت،چې پېغمبر اکرم له مدينې لرې شو او د “کديد”سيمې ته ورسېد؛نو اوبه يې راوغوښتې او روژه يې ماته کړه او ټولو ته يې د روژه ماتي حکم وکړ. ډېرو روژه ماته کړه؛خو ځينو نه او انګېرل يې،چې که روژه وي او جهاد هم وکړي؛نو ثواب به يې دوه ګرايه وي.

دې ساده خلکو فکر نه کاوه،چې هماغه پېغمبر، چې په رمضان کې يې د روژې نيولو حکم کړى،هماغه درته د روژې ماتولو حکم هم کوي. هغه د نيکمرغۍ او د حق لارښوونکى دى؛نو په دواړو حالتونو او حکمونو کې د خپل امت نېکمرغي او خير غواړي او په حکمونو کې يې کله هم توپير نه شته.
پېغمبر اکرم له دې،چې ځينو روژه ماته نه کړه؛خورا خپه شو او و يې ويل: (( هغوى سرکښه ګناهکاره ډله ده.)) (۳۴۵)
له پېغمبر اکرمه داسې مخکې تلل له دين او حقه کږلېچ او سرغړاوى راښيي، چې داسې ډله پر پېغمبر اکرم او شريعت يې پوره ايمان نه لري او فکر کوي، چې تر پېغمبر اکرم زيات پوهېږي؛نو ځکه خداى داسې کسان رټلي دي او وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) وړومبى مه ګڼئ (او پر هغوى مه ور مخكې كېږئ) او (خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى. (۳۴۶) “عباس بن عبدالمطلب” په مکه کې و او له مسلمانانو ځنې و او د پېغمبر اکرم په حکم په مکه کې پاتې شوى و،چې پېغمبر اکرم د قريشو له هوډه خبر کړي. هغه د “خيبر” تر جګړې وروسته،خپل اسلام ښکاره کړ؛خو بيا يې هم له قريشو سره اړيکې وې او هوډ يې کړى و،چې د وروستي مسلمان په توګه له مکې څخه مدينې ته ولاړ شي. په همغو ورځو کې چې پېغمبر اکرم له مدينې راووت؛ نو حضرت”عباس” هم له مکې راوتلى و او په “جحفه” کې سره مخ شول. د حضرت”عباس” شتون دواړو لوريو ته ډېر ګټور و او که حضرت “عباس” نه و؛نو ښايي مکه بې له مقاومته تسليم شوې نه واى؛نو ځکه ويلى شم له مکې راخوځېدل يې د پېغمبر اکرم په حکم وو، چې د دواړو لوريو ترمنځ منځګړى وي.

د اسلام د لښکر تګلار

“مرالظهران” د مکې په څو کيلومټرۍ کې پروت دى. پېغمبر اکرم په داسې تګلار ځان د مکې شاوخوا ته ورساوه،چې د قرېشو جاسوسان پرې بيخي خبر نه شول. پېغمبر اکرم دا چې د کفارو په زړه کې وېره واچوي او دا سپېڅلى ځاى بې وينې تويونې تسليم شي؛نو خپلو سرتېرو ته يې حکم وکړ: (( خپاره شئ او په جګو ځايو کې هر يو بېل بېل اور ولګوئ.))

 “قريش” او هم ژمني يې ويده وو. د مکې د شاوخوا پر لوړو ځايو يې، چې پر هر ځاى اور وليد،چې ټوله مکه يې روښانه کړې؛نو خوبونه يې له سترګو وتښتېدل. د قريشو مشران؛ لکه “ابوسفيان بن حرب” او “حکيم بن حزام” پر خبره ځان پوهولو ته له مکې بهر راووتل.

حضرت”عباس بن عبدالمطلب” چې په “جحفه” کې له پېغمبر اکرم سره يو ځاى شوي و؛نو فکر يې وکړ،چې که “قريش” مقاومت وکړي؛نو ډېر “قريش” به پکې ووژل شي؛نو ښه به وي،چې داسې چاره وکړي،چې د دواړو لوريو پر ګټه وي او “قريش” تسليمېدو ته اړ کړي. هغه د پېغمبر اکرم پر سپنيه کچره سپور شو او د شپې مکې ته ولاړ، چې “قريش” د مسلمانانو له کلابندۍ خبر کړي او ورته د اسلام د سرتېرو د جنګي روحيي په باب خبرې وکړي او بالاخره پوه يې کړي،چې بې تسلمېدو بله چاره نه شته.

له لرې يې د “ابوسفيان” او “بديل ورقاء” خبرې واورېدې،چې يو بل ته وايي: (( ابوسفيانه! ما تر اوسه دومره لوى لښکر نه و ليدلى!))
“بديل بن ورقاء”: ((د خزاعه ټبر دى،چې جګړې ته راغلى دى.))
“ابوسفيان”: ((خزاعه دومره نه دى،چې دومره ډېر اور ولګوي او دومره لښکر راټول کړي.))

حضرت “عباس” يې په خبرو کې ورودانګل او “ابوسفيان” ته يې غږ کړ او ويې ويل:((“ابوحنظله!” )) (د “ابوسفيان” کنيه) “ابوسفيان” د حضرت”عباس” غږ وپېژانده او ويې ويل: (( ابوالفضله ! (د “عباس” کنيه) څه وايې؟))

حضرت”عباس”:(( پر خداى قسم دا لګېدلى اور د “محمد” سرتېرو لګولى دى. “محمد” له لوى لښکر سره راغلى،چې څوک ورسره مقاومت نه شي کړاى.))

د حضرت”عباس” خبرو پر “ابوسفيان” د وېرې رپ ولګاوه اوغاښونه يې کړچېدل او و يې ويل: (( مور و پلار مې دې درځار شي! اوس چاره څه ده؟ )) حضرت”عباس”: (( چاره دا ده،چې راسره پېغمبر اکرم ته ولاړ شئ او امان ترې وغواړئ؛ګنې ټول “قريش” په خطر کې دي.))

بيا يې پر کچره سپور کړ او د اسلام د لښکر پر لور روان شول.
“بديل بن ورقاء” او “حکيم بن حزام” مکې ته ستانه شول.
و مو ليدل،چې د “عباس” هلې ځلې د اسلام پر ګټه شوې او د قريشو نابغه “ابوسفيان” يې داسې د اسلام له ځواکونو ووېراوه،چې سرته يې بې له تسليېدو بل خيال هم رانغى او بل خوا يې ستنېدو ته هم پرې نه ښود او پر هماغه شپه يې له ځان سره د مسلمانانو لښکرتون ته راووست او که مکې ته يې پرېښى واى؛ نو د قريشو افراطي مشرانو به يې نظر اړولى  واى او هغه او “قريش” به يې مقاومت ته اړ کړي وو.

حضرت عباس ابوسفيان د مسلمانو لښکر تون ته وړي حضرت “عباس” د پېغمبر اکرم پر ځانګړې کچره سپور و او “ابوسفيان” يې هم په ځان پسې کېنولى و او “ابوسفيان” يې د اسلام د سرتېرو له بې خرته بلو اورونو تېر کړ. د اسلام سرتېرو د پېغمبر اکرم کچره او “عباس” پېژانده؛ نو د تګ مخه يې و نه نيوه؛بلکى لار يې ورته پرانسته. په نيمايي کې د حضرت “عمر” سترګې پر “ابوسفيان” ولګېدې، چې په حضرت “عباس” پسې سپور دى. و يې غوښتل هماغلته “ابوسفيان” ووژني؛ خو دا چې د پېغمبر اکرم تره ورته امان ورکړى و؛نو له دې کاره يې ډډه وکړه.

حضرت “عباس” او “ابوسفيان” د پېغمبر اکرم خېمې ته نږدې له کچرې راکوز شول. حضرت “عباس” بې له اجازې خېمې ته ورننووت هلته له ننوتو سره د حضرت”عباس” او حضرت “عمر” ترمنځ شخړه شوه.
حضرت “عمر” ټينګار کاوه، چې “ابوسفيان” د خداى دښمن دى او ځاى پر ځاى بايد ووژل شي.

حضرت”عباس”:((ما ورته پناه ورکړې او زما امان ته بايد درناوى وشي.))

پېغمبر اکرم “عباس” ته وويل:((تر سبا يې په خېمه کى وساته او سبا يې راوله.))
ابوسفيان د پېغمبر اکرم پر وړاندې

حضرت “عباس” سهار وختي “ابوسفيان” پېغمبر اکرم ته راووست. له پېغمبر اکرم نه انصار او مهاجر راتاو وو،چې د پېغمبر اکرم سترګې پر “ابوسفيان” ولګېدې؛ ورته يې وويل:((وخت نه دى رارسېدلى، چې پوه شې خداى يو دى؟)) “ابوسفيان”:((مور و پلار مې دې درځار شي! ته څومره پر خپلوانو مهربان يې .همدا اوس پوه شوم که بې له ((الله)) بل خداى واى؛نو اوس به يې زموږ مرسته کړې واى.))

“ابوسفيان” چې د خداى پر يووالي ايمان راوړو؛ نو پېغمبر اکرم ورته وويل: (( ايا وخت نه دى رارسېدلى،چې پوه شې د خداى استازى يم؟))
“ابوسفيان”:((مور و پلار مې دې درځار شي! ته څومره په خپلو خپلوانو مهربان يې. زه مو د رسالت په باب لا تر اوسه په فکر کې يم.))
حضرت “عباس” د “ابوسفيان” له دې شکه خپه شو او ويې ويل:((که ايمان را نه وړې؛نو و به وژل شې. ژر پر خداى او رسول يې ګواهي ورکړه.))

“ابوسفيان” ايمان راوړو او مسلمان شو. که څه هم “ابوسفيان” په وېره اسلام راوړو او د اسلام دين په داسې ايمان راوړو پسې نه ګرځي؛خو يو لړ مصلحتونو غوښتنه وه هر څنګه چې وي،د مکې د خلکو په اسلام راوړو کې دا لوى خنډ له لارې لرې کړي؛ځکه د “ابوسفيان” ، “ابوجهل” ، “عکرمه” او “صفوان بن اميه” په څېر کسان وو،چې خلک يې وېرولي وو او چا زړه نه کاوه د اسلام په باب فکر وکړي او خپل عقايد څرګند کړي.

که د “ابوسفيان” دا په ظاهره اسلام راوړل، ورته ګټور نه وو؛خو هغو کسانو ته ډېر  ګټور وو،چې تر لاس لاندې يې کار کاوه او يا يې خپلوان وو. هر څه چې وو؛پېغمبر اکرم سره له دې،چې “ابوسفيان” په ظاهره ايمان راوړى و، خوشى يې نه کړ؛ځکه د مکې تر سوبې وړاندې يې پېغمبر اکرم له حرکاتو ډاډمن نه و؛ځکه پېغمبر اکرم د يو لړ مصلحتونو له امله، چې وروسته به وويل شي،حضرت “عباس” ته حکم وکړ،چې په يوه تنګه دره کې يې تر څارنې لاندې وساتي.
حضرت “عباس” پېغمبر اکرم ته وويل:((د “ابوسفيان” رياست خورا خوښ دى او اوس يې،چې کار دې ځاى ته رسېدلى؛نو په دې بهير کى ورته يو مقام ورکړه.))
سره له دې،چې “ابوسفيان” په دې ۲۳ کالو کې پر اسلام خطرناک ګوزارونه کړي وو؛خو پېغمبر اکرم د يو لړ مصلحتونو له امله ورته يو مقام ورکړ او تاريخي جمله يې،چې د پېغمبر اکرم د روح ستروالى راښيي وويله:

((“ابوسفيان” کړاى شي،خلکو ته ډاډ ورکړي، چا “مسجدالحرام” ته پناه راوړه او يا وسله يې پر ځمکه کېښووه او يا يې خپله بې پلوي اعلان کړه او يا په ځان پسې ور وتاړه او يا يې د “ابوسفيان” کور ته (او ځينې وايې،چې د “حکيم بن حزام”) ولاړ؛ نو د اسلام له بريده به په امان کې وي.)) (۳۴۷) د مکې ښار بې له وينې تويېدنې تسلمېږي د اسلام ستر لښکر د مکې تر څو کيلومټرۍ پورې پرمختګ وکړ. پېغمبر اکرم هوډ کړى و،چې ښار بې له جګړې او مقاومته ونيسي او دښمن بې قېد و شرطه تسليم شي.

هغه لاملونه، چې له دې موخې سره يې مرسته وکړه:

۱ _ پېغمبر اکرم خپل لښکر پټ پر پټه له دې،چې څوک پرې خبر شي، د مکې خولې ته راووست. ۲_د حضرت “عباس بن عبدالمطلب” منځګړتوب او دا،چې “ابوسفيان” يې له قريشو راوشلاوه او د اسلام لښکرتون ته يې راووست او د قريشو مشرانو بې له ابوسفيانه سم هوډ نه شو کولاى. “ابوسفيان” چې د پېغمبر اکرم عظمت ته تسليم شو؛نو پېغمبر اکرم وغوښتل،مشرکان پرې ووېروي؛ځکه پېغمبر اکرم حضرت “عباس” ته وويل:

(( د درې په خوله کې يې کېنوه،چې د اسلام لښکر يې له مخې تېر شي، چې د اسلام ځواک په خپلو سترګو وويني او چې مکې ته ستون شو؛نو خلک د اسلام له زوره ووېروي او له مغزو يې د مقاومت کولو فکر وباسي.))

ځينو د اسلام د لښکر غونډونه داسې ليکلي: ١_د “بني سليم” د ټبر ۱۰۰۰ کسيز لښکر،چې بولندوى يې حضرت”خالد بن وليد” و،چې دې لښکر دوه بيرغه درلودل ،چې يو يې د “عباس مرداس” او بل يې د حضرت “مقداد” په لاس کې و. ۲_ دوه ۵۰۰ کسيزه ډلې، چې بولندوى يې حضرت “زبير عوام” و، چې تور بيرغ يې په لاس کې نيولى و،چې په دې ډلو کې ډېرى مهاجر وو. ۳_ ۳۰۰ کسيزه ډله،چې د “بني غفار” له ټبر وه،چې مشري يې حضرت”ابوذر غفاري” کوله،چې يو بيرغ يې په لاس کې و. ۴_ ۴۰۰ کسيزه ډله د “بني سليم” له ټبره و، چې مشر يې حضرت”يزيد بن الخصيب” و او يو بيرغ يې په لاس کې و. ۵_ دوه ۵۰۰ کسيزه ډلې د “بني کعب” له ټبره وې،چې بولندوى يې حضرت “بشر بن سفيان” و او يو بيرغ يې درلوده. ۶_ د “مزينه” د ټبر ۱۰۰۰ کسيز لښکر درې بيرغه درلودل. بيرغونه د حضرت”نعمان بن مقرن”، حضرت”بلال بن الحارث” او د حضرت”عبدالله عمرو” په لاسونو کې وو. ۷ _ د “جهينه” د ټبر ۸۰۰ کسيز لښکر،څلور بيرغه درلودل. بيرغونه د حضرت”معبد بن خالد”، حضرت”سويد بن صخره”، حضرت”رافع بن مکيث” او حضرت”عبدالله بدر” په لاسونو کې وو. ۸ _ د “بنو کنانه”،”بنوليث” او “نمره” د ټبرونو ۲۰۰ کسيز لښکر، چې بولندوى يې حضرت”ابو واقد ليثي” و او بيرغ يې هم په لاس کې و. ۹ _ د “بني اشجع” د ټبر ۳۰۰ کسيز لښکر،چې دوه بيرغونه يې د حضرت”معقل بن سنان” او حضرت”نعيم بن مسعود” په لاسونو کې وو.(۳۴۸)

دا ډلې چې د “ابوسفيان” له مخې تېرېدې؛نو عباس به يې د ډلو د ځانګړنو په باب پوښته او هغه به ورته ځوابونه ورکول،چې ددې لښکر عظمت او دبدبه نوره هم زياته شوه او هر لښکر به،چې د “عباس” مخې ته رارسېد؛نو د ډلې بولندوى به د ((الله اکبر)) نعره پورته کړ او ورپسې يې لښکر هم درې ځله د ((الله اکبر)) نارې وهلى.د  ((الله اکبر)) دې نارو د مکې په درو کې انګازې کولې،چې د اسلام د دوستانو د زړه قوت ؛ خو د اسلام په دښمنانو کې يې زهره چولې وه.

هر لښکر به چې تېرېده،”ابوسفيان”به پکې په پېغمبر اکرم پسې ګرځېده او “عباس” يې پوښت:(( پېغمبر په دې لښکر کې دى؟)) هغه به ځواب ورکاوه: (( نه!))

څو ستر لښکر راغى، چې ۵۰۰۰ تنه پکې وو او يوازې ۲۰۰۰ تنو يې “زغرې” اغوستې وې او په ټاکلو واټنونو کې يې بيرغونه درلودل. ددې لښکر نوم “کتيبه خضراء” و؛يانې “شين لښکر” چې تر وېښتو پورې په وسله سمبال وو.

پېغمبر اکرم ددې لښکر په منځ کې، په خپل ځانګړي اوښ سپور او د انصارو او مهاجرو ستر شخصيتونه ترې راتاو وو او خبرې يې ورسره کولې. ددې لښکر عظمت “ابوسفيان” دومره ووېراوه،چې بې واکه يې حضرت “عباس” ته وويل: ((يو قدرت هم له دې ځواکونو سره جنګېداى نه شي. عباسه! د وراره سلطنت او ځواک دې خورا زيات شوى دى!)) حضرت “عباس” د رټنې او نيوکې په دود وويل: (( زما د وراره د ځواک سرچينه خداى ورکړى نبوت او رسالت يې دى،چې په مادي مسائلو پورې اړه نه لري.))

ابوسفيان مکې ته ځي

تردې ځايه حضرت “عباس” ښې چارې وکړې او “ابوسفيان” يې د اسلام له پوځي قدرته ووېراوه. اوس پېغمبر اکرم مصلحت وليد،چې “ابوسفيان” د اسلام د ځواكونو له تګه مخکې مکې ته ولېږي او مكيان د مسلمانانو له ستر ځوااکه خبر كړي او د خلاصون لار هم وروښيي؛ځكه يوازې وېرولو د پېغمبر اکرم موخه عملې نه کړاى شو او بايد خلكو ته لار هم وښوول شي.

“ابوسفيان” ښار ته راننووت. خلكو چې کړۍ شپه په وېره تېره كړې وه او بې له ابوسفيانه يې هم هوډ نه شو کولاى؛  نو پرې راټول شول .
“ابوسفيان” په الوتي رنګ او رپرېدلي ځان مدينې ته اشاره وكړه او خلكو ته يې وويل:((د اسلام ځواكونو ښار كلابند كړى او څو شېبې وروسته به راننوځي،چې مقاومت ورسره نه شئ کړاى، مشر يې “محمد”راسره ژمنه كړې،چې كه چا “مسجدالحرام” ته پناه يووړه او يا يې وسله پر ځمكه كېښووله او په خپل ځان پسې يې د بې پلو په توګه د كور ور وتاړه او يا زما او يا د “حكيم حزام” كور ته ولاړ شي؛ نو ځان او مال به يې دروند وي او له خطره به ژغورلى وي.))

پېغمبر اکرم پردې هم بسنه و نه کړه او،چې ښار ته راننووت؛نو بې له معرفي شويو پناه ځايو يې يو بيرغ “عبدالله خثعم” ته وركړ او ورته يې وويل:((خلكو ته ووايه: څوك چې تردې بيرغ لاندې راغلل؛نو په امان كې به وي.)) (۳۴۹) د “ابوسفيان” دې پيغام د خلكو له ذهنه د مقاومت خيال بېخي واېست او د حضرت “عباس” هلو ځلو پايله وركړه او بې له وينې توييدنې يې د مکې د فتح زېرى وكړ. خلك په وېره ولاړل او ځانونه يې خوندي كړل. منډې ترړې او په ښار كې تېښته پېل شوه او د اسلام ستر دښمن،د پېغمبر اکرم په عقلمنه نقشه، تر ټولو د اسلام ستر خدمت وكړ. همدغه مهال د “ابوسفيان” ښځې،”هندې” خلك مقاومت ته راوبلل او خپل مېړه ته يې كنځل او سپكې سپورې وكړې. يو لړ افراطي مشرانو؛ لكه “صفوان اميه”،”عكرمه بن ابي جهل” او “سهيل بن عمرو” او د حديبې په تړون كې د قريشو استازيو قسم وخوړ،چې ښار ته د اسلام د ځواكونو د راننوتو مخه ونېسي او يوه ډله ساده خلك يې هم له ځان سره كړل او په ايستليو تورو يې د اسلام د لومړۍ ډلې د راننوتو مخه ونيوه.

د اسلام پوځي ځواكونه ښار ته راننوځي

مخکې له دې چې د اسلام پوځي ځواكونه پر ښار ورننوځي،پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسران راوغوښتل او و يې ويل: (( ټول كوښښ مې دا دى،چې مكه بې وينې تويدنې ونيسم؛نو ځكه يې مه وژنئ،چې درته نه خنډېږي او دغه لس تنه؛”عكرمه بن ابي جهل”،”هباربن لاسود”، “عبدالله بن سعد ابيسرح”، “مقيس حبابه ليثي”، “حويرث بن نقيذ”،”عبدالله بن خطل”،”معذان بن اميه”، “وحشي بن حرب”( د حضرت “حمزه” قاتل)،”عبدالله ابن الزبيري” او “حارث بن طلاطله” او څلور ښځې، چې وژنې او جنايتونه يې كړي وو او د جګړې اورونه يې بل كړي وو، هر چېرې مو چې ونيول؛ بې ځنډه يې اعدام كړئ.)) (۳۵۰) د پېغمبر اکرم دا حکم افسرانو سرتېرو ته ورساوه. سره له دې،چې پېغمبر اکرم د مکې د خلكو له روحي وضعيته خبر و؛خو د احتياط لپاره يې لاندې نقشه پلي كړه:

ټول پوځي ټولي “ذى طوى” (لويه سيمه ده) ته راورسېدل،چې د مکې كورونه او “مسجدالحرام” ترې ښكارېده. د پېغمبر اکرم سترګې،چې د مكې پر كورونو ولګېدې؛نو په سترګو كې يې د شوق اوښكې وغړېدې. پېغمبر اکرم له احتياط نه خپل ځينې ځواكونه څه له بره او څه له كوزه ولېږل او ځينې ځواكونه يې مكې ته ورغليو لار ته ولېږل. ټول پوځي ټولي بې له مقاومته ښار ته ورننوتل او يوازې د  حضرت”خالد بن وليد” په مشرۍ ټولي ته د “عكرمه” او “صفوان” په مشرۍ هڅوليو خلكو مقاومت وكړ؛خو چې ١٢ يا ١٣ تنه يې ووژل شول؛نور وتښتېدل.(۳۵۱)

يو ځل بيا “ابوسفيان” ناځانخبرى د اسلام په ګټه يو كار وكړ. تر اوسه پرې لا وېره ناسته وه او پوهېده،چې مقاومت ګټه نه لري؛نو ځكه يې وويل:(( قريشو! ځان د خطر په خوله كې مه اچوئ؛ ځكه د “محمد” له منظم او ستر لښكر سره جنګېدل او مقاومت بيخي ګټه نه لري،ولاړ شئ او وسلې مو پر ځمكه كېږدئ او په خپلو كورونو كې كېنئ او ورونه په ځان پسې وتړئ او يا “مسجدالحرام” ته پناه يوسئ، چې له خطره بچ شئ.))

د “ابوسفيان” خبرو اغېز وكړ او ډېرى خپلو كورونو ته ولاړل او ځينو “مسجدالحرام” ته پناه يووړه.

پېغمبر اکرم د “اذاخر” په سيمې كې د حضرت”خالد بن وليد” د ټولي د تورو پړكار وليده او علت يې ترې وپوښته او ويې ويل:(( د خداى رضا تر هر څه غوره ده.))

پېغمبر اکرم د مکې له لوړې څوکې “اذاخر” نه “حجون” ته او د خپل ګران تره حضرت”ابوطالب” د قبر تر څنګ راكوز شو او هماغلته يې ورته خېمه ووهله او څومره چې يې ورته ستونه وكړل،چې د چا كور ته ولاړ شه؛خو ورسره يې و نه منل.
د بوتانو ماتول او د کعبې پرېمينځل

د مکې ښار،چې كلونه كلونه د شرك او بوت لمانځنې مركز و، اسلامي ځواكونو ته تسليم شو او د ښار ټولې سيمې د اسلامي ځواكونو په ولكه كې شول. پېغمبر اکرم په خپله خېمه كې، چې د “حجون” په سيمه كې يې ورته وهلې وه استراحت وكړ، بيا پر خپل اوښ سپور، د طواف لپاره د “مسجدالحرام” پر لور روان شو. پوځي جامې يې پر تن او د جګړې خول يې پر سر وه او انصار او مهاجر ترې راتاو وو. د پېغمبر اکرم د اوښ مهار حضرت”محمد بن مسلمه” نيولى و.

د پېغمبر اکرم په لار كې مسلمانانو او مشركانو منظمې ليكې جوړې كړې وې.ځينې وېرېدل او ځينې خوشحاله وو. پېغمبر اکرم د يو لړ مصالحو له مخې، له اوښه راكوز نه شو او پر خپل اوښ سپور يې د کعبې طواف وكړ او ددې پر ځاى،چې پر “حجرالاسود” لاس ومښي،په امسا يې تيږې ته اشاره وكړه او تكبير يې ووايه. د پېغمبر اکرم يارانو هم ورپسې تكبير ووايه. د مسلمانانو غږ د هغو مشركانو غوږونو ته ورسېد، چې په غرونو كې پټ وو. په “مسجدالحرام” كې ګڼه ګوڼه وه او پېغمبر اکرم يې طواف ته په ارام خيال نه پرېښووه.
پېغمبر اکرم خلك چوپولو ته راوبلل. ټول چوپ شول،د ټولو سترګې پېغمبر اکرم پر لور شوې. پېغمبر اکرم پر طواف بوخت شو او په لومړي طواف كې يې سترګې پر “هبل” ، “اساف” او “نائله” بوتانو، چې د کعبې د وره له پاسه يې لګولي وو ولګېدې. پېغمبر اکرم په خپله سانګه (نېزه) پر بوتانو ګوزار وكړ او پر ځمكه يې راوغورځول او و يې ويل:
(( قل جا الحق و زهق الباطل ان الباطل كان زهوقا.))؛يعنې حق له پرتم سره بريمن راښکاره شو او باطل له منځه ولاړ.په رښتيا چې باطل خو له سره بې بنسټه و.

“هبل” د مشركانو په مخ كې د پېغمبر اکرم په حکم دړي وړي شو.

حضرت”زبير” په ملنډو “ابوسفيان” ته وويل: (( هبل؛ستر بوت مو مات شو.))
“ابوسفيان” په خپګان حضرت “زبير” ته وويل: (( پر خپل حال مو پرېږده! كه د هبل له لاسه څه كېداى؛ نو زموږ به دا حال نه و.))

د پېغمبر اکرم طواف پاى ته ورسېد او د “مسجدالحرام” په ګوټ كې يوه شېبه كېناست.

په هغو ورځو كې “عثمان بن طلحه” د کعبې كونجيوال و او د كونجي والۍ دا منصب ورته له پلار نيکه په ميراث كې پاتې و. پېغمبر اکرم خپل موذن، حضرت “بلال”(رض) ته دنده وركړه،چې د “عثمان” كور ته ولاړ شي او د کعبې كونجي ترې راوړي.
 حضرت”بلال” د پېغمبر اکرم پيغام ورساوه؛خو مور يې “عثمان” ته وويل:(( د کعبې د كونجي والۍ وياړ يوازې زموږ د كورنۍ دى،كونجي ورنه کړې.))
“عثمان” د مور لاس ونيو او كوټې ته يې دننه  كړه او ورته يې وويل: (( كه كونجي ورنه کړم؛ نو په زور به يې رانه واخلي.)) (۳۵۲)

د کعبې كونجي وال راغى او د کعبې ور يې پرانيست او پېغمبر اکرم کعبې ته ننوت او ورپسې حضرت”اسامه بن زيد”،حضرت “بلال” او حضرت”عثمان بن طلحه” ورننوتل او د پېغمبر اکرم په حکم د کعبې وره ته “خالد بن وليد” ودرېد،چې د خلكو د ګڼې ګونې مخه ونېسي.

د کعبې پر دېوالونو يې ډول ډول انځورونه کښلي وو. د پېغمبر اکرم په حکم يې، د زمزم په اوبو دېوالونه پرېمينځل او ټول رسمونه يې پاك كړل.
حضرت “علي” د پېغمبر اکرم پر اوږو

محدثان او تاريخپوهان وايي: ځينې په كعبه كې دننه او بهر بوتان حضرت “علي” (ک) مات كړل. پېغمبر اکرم،حضرت “علي” ته وويل:(( كېنه چې پر اوږه دې وخېژم او بوتان مات كړم.))

“علي” (ک) د کعبې د دېوال تر څنګ، پېغمبر اکرم په خپلواوږو جګ كړ. “علي” (ک) د دروندوالي او کمزورۍ احساس كړه. پېغمبر اکرم پوه شو، حضرت”علي” ته يې وويل:((پر اوږو مې وخېژه!))  “علي” د پېغمبر اکرم پر اوږو جګ شو او د قريشو د لوى مسين بوت يې راونړاوه او بيا پر نورو بوتانو لګيا شو.(۳۵۳)

“حله” او “ابن العرندس” د نهمې پېړۍ اسلامي شاعران دي،چې دا پېښه يې په خپلو قصيدو كې راوړې، چې ژباړه يې داده: (( د پېغمبر اکرم پر اوږو د “علي” (ک) ختل،د “علي” فضيلت دى،چې دا فضيلت پر خپلوۍ او ملګرتيا سربېره دى.)) پېغمبر اکرم حکم وكړ:(( د کعبې ور خلاص پرانځئ، لاسونه يې د وره پر چوكاټ اېښې وو،خلكو ته يې وويل:د هغه خداى شكر كاږم،چې پر خپله ژمنه يې عملي كړه او له خپل بنده سره يې مرسته وكړه او دښمنان يې په يوازې ځان وځپل .)) څښتن تعالى د قصص سورت په ۸۵ آيت كې پېغمبر اکرم ته ژمنه وركړې وه: إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ= بېشكه چا چې دا قرآن پر تا فرض كړى دى، تا هرومرو خپل ځاى (= ټا ټوبي) ته ستنوي)) پېغمبر اکرم ددې وينا په ويلو،چې:(خداى پر ژمنه عمل وكړ)د هغه د غيبي وعدې د عملي كولو خبره وکړه او يو ځل بيا خپله ريښتينولي په ډاګه کړه. ټول خلك چوپ وو او د هر چا مغزو ته ډول ډول فكرونه راتلل. اوس هغه ډله د پېغمبر اکرم تر واك لاندې ده،چې له پېغمبر اکرم سره يې ډول ډول خونړۍ جګړې وكړې او ځوانان او ياران يې ورته ووژل او هوډ يې کړى، چې د شپې د پېغمبر اکرم پر كور يرغل وكړي او په خپل كور كې يې ووژني. دې خلكو به يو بل ته پر پېغمبر اکرم كړي تېري رايادول او يو بل ته يې ويل: (( اوس به مو وژني،ځينې به مو بنديان كړي او ښځې او ماشومان به مو اسيران كړي.))

 دوی په خپلو شيطاني فكرونو كې ډوب وو،چې پېغمبر اکرم وويل:(( څه وياست او زما په باب څه فكر كوئ؟))

ټولو په وېره او لړزېدلي غږ وويل:((موږ يوازې ستا د نېكۍ‌ په باب فكر كوو، تا خپل ستر ورور او د ستر ورور زوى بولو.)) د پېغمبر اکرم د زړه سوي او لورېنې چينه راوخوټېده ويې ويل:

(( زه به هم هماغه تاسې ته ووايم،چې ورور مې “يوسف” خپلو ورونو ته وويل: ((لا تتريب عليکم اليوم يغفرلکم و هو ارحم الراحمين))؛يعنې نن پر تاسې ملامتي نشته،خداى به مو ګناهونه وبښي او هغه “ارحم الراحمين” دى.)) (۳۵۴)
له دې ويناوو مخکې،څه چې د مکې خلك هيله من كړي وو، د خپل بولندوى پر وړاندې د پېغمبر اکرم سخت غبرګون و،چې ويلي يې وو: (( نن د جګړې ورځ ده او نن مو مال او ځان حلال شمېرل کېږي.))
پېغمبر اکرم چې دا خبره واورېده؛نو ډېر سخت خپه شو او بولندوى يى تاديبا له خپل مقامه عزل كړ او “علي” (ک) ته يې دنده وركړه، چې ولاړ شي او بيرغ ترې واخلي. ويل كېږي،چې زوى يې پر ځاى بولندوى كړ. دا بولندوى حضرت”سعد بن عباده”،د “خزرج” د ټبر مشر و.
پېغمبر اکرم عمومي بښنه اعلان كړه

پېغمبر اکرم عمومي بښنه داسې اعلان كړه: (( تاسې زما ډېر ناوړه هېوادوال وئ،زما رسالت مو و نه مانه او له خپل كوره مو وشړلم او هغه لرې ځاى ته،چې ور مهاجر شوى وم،له ما سره وجنګېدئ؛خو له دې ټولو جرمونو سره مو بښم او له پښو مو د مريتوب زنځېرونه پرانيځم او اعلانوم،چې: “اذهبوا فانتم الطقاء” ولاړ شئ ! ټول ازاد ياست او خپل ژوند وكړئ !))

حضرت بلال اذان كوي

د ماسپښين د لمانځه وخت شو. د پېغمبراکرم رسمي موذن د کعبې پر بام وخوت او په خواږه غږ يې اذان وكړ. مشركانو خبرې كولې اوويل يې:(( پلانى څومره بختور و، چې مړ شو او د اذان غږ يې وا نه ورېد.)) “ابوسفيان” وويل:(( په دې باب څه نه وايم؛ځكه د “محمد” استخبارات دومره قوي دي،چې وېرېږم د جومات شګې يې هم جاسوسانې وي او خبره مې ور ورسوي.)) خو ده ته بايد وويل شي،چې:پېغمبر اکرم د وحې له لارې د نړۍ پر حالاتو پوهېده،نه د استخباراتو له لارې . پېغمبر اکرم د ماسپښين لمونځ وكړ،بيا يې “عثمان بن طلحه” راوغوښت او د کعبې كونجي ګانې يې وركړې او ورته يې وويل: (( دا مقام ستاسې دى او ستاسې په كورنۍ كې به خوندي وي.)) له پېغمبر اکرمه همدا تمه كېده؛ځكه خداى ورته ويلي وو: (( خلكو ته خپل امانتونه وروسپاره. ))(۳۵۵)

هغه كله هم په زور او پوځي ځواك د خلكو حقوق تر پښو لاندې نه کړل او خلكو ته يې په  ډاګه وويل: (( د کعبې كونجي والي د “ابن طلحه” څرګند حق دى او بل څوك پکې حق نه لري)) او همداسې پېغمبر اکرم د کعبې ټولې دندې،بې له هغو چې د خلكو پر ګټه وو،لرې كړې. پېغمبر اکرم د کعبې د كونجي والۍ، پر کعبې د څادر غوړولو او د “بيت الله” زايرانو ته د اوبو د ورکړې وظيفې پر خپل حال پرېښووې.

د مکې ښځې له پېغمبر اکرم سره بيعت كوي د “عقبه” تر تړون وروسته (هغه تړون،چې پکې اويا تنو ګډون كړى و او له هجرت مخکې تړل شوى و)، چې درې تنه يې ښځې وې دا لومړى ځل و، چې پېغمبر اکرم له ښځو څخه دغو دندو ته بيعت واخست. ۱ _ څوك له خداى سره شريك نه کړئ.

۲ _ خيانت ونه کړئ.
۳ _ په فحشاوو پسې به نه ګرځئ.

۴ _اولاد مو و نه وژنئ. ۵ _ د نورو زامن په خپلو مړونو پورې ونه تړئ. ۶ _ له پېغمبر اکرم سره په نېكو چارو كې مخالفت ونه کړئ. د بيعت تشريفات داسې ترسره شول: پېغمبر اکرم حکم وكړ: د اوبو ډك لوښى راوړيء،چې پکې يې عطر ګډ كړل او خپل لاس يې پکې كېښود او د “ممتحنه” سورت دولسم آيت يې پرې تلاوت كړ او له خپل ځايه پاڅېد او ښځو ته يې وويل: (( د چا چې ويل شوي شرطونه قبول وي او راسره بيعت كول غواړي؛نو لاس دې په هغه لوښي كې ننباسي او رسمي دې خپله وفا اعلان كړي.))

ددې بيعت اخستو علت دا و،چې د مکې په ښځو كې ځينې ناپاكه هم وې او كه پېغمبر اکرم ترې دا بيعت نه واى اخستى؛نو امكان يې درلود چې په پټه ناوړه کارونه وكړي.
د مکې او د چاپيريال بوت غالي يې ړنګېږي

د مکې په شاوخوا كې ډېرې بوت غالي وو، چې شاوخوا ټبرونو يې خورا درناوى كاوه. پېغمبر اکرم هم په مکه كې د بوت لمانځنې د جرړو را ايستلو ته يوه ډله د مكې شاوخوا سيمو ته ولېږله او په مكه كې يې هم اعلان وكړ،چې كه څوك په كور كې بوت لري؛نو مات دې يې كړي. (۳۵۶)

حضرت “خالدبن وليد” د يوې ډلې په مشرۍ د “جذيمه بن عامر” ټبر ته ولاړ، چې اسلام ته يې راوبلي. پېغمبر اکرم ورته ويلي وو،چې وينه يې تويه نه کړئ. په دې ډله كې د حضرت “خالد بن وليد” مرستيال  حضرت “عبدالرحمن بن عوف” و.
په جاهلي پېر كې د “بني جذيمه” ټبر د  حضرت خالد تره او د  حضرت “عبدالرحمن بن عوف” پلار له “يمنه” د راستنېدو پر مهال وژلى وو او مالونه يې لوټ كړي وو؛نو له هماغه وخته د “خالد” ورته په زړه كې كينه او دښمني وه؛نو چې “خالد” او “بني جذيمه” سره مخ شول؛ نو هغوى يې دفاع ته چمتو وموندل.
بولندوى غږ كړ: (( وسلې مو پر ځمكه كېږدئ؛ځكه د بوت لمانځنې دوران تېر شو او مكه د اسلام ځواكونو ته سلامي شوه.))
د ټبر مشرانو سلا په دې  كې وليده،چې تسليم شي. په دوى كې يو تن پوه شو،چې د بولندوى په زړه كې خيرى دى او خپلو مشرانو ته يې وويل: ((د تسليمېدو پايله اسارت او ورپسې مرګ دى))،چې بالاخره د ټبر د مشرانو خبره ومنل شوه او تسليم شول او وسلې يې پر ځمكه كېښووې.
دغه مهال د اسلامي ځواكونو بولندوى،د پېغمبر اکرم د وينا پر خلاف د ټبر د سړيو لاسونه له شا وتړل او ټول يې بنديان كړل. بيا سهار وختي له هغوى ځينې د “خالد” په حکم اعدام او ځينې يې  ازاد  شول.

د “خالد” د سرغړونې خبر پېغمبر اکرم ته راورسېد، چې خورا خپه شو. ژر يې “علي” ته حکم وكړ،چې نوموړي ټبر ته ولاړ شي او وينې بيه او تاوان يې وركړي.

حضرت “علي” په تاوان وركولو كې دومره پام او احتياط وكړ، چې ان د هغې لرګينې كاسې پېسى يې هم وركړې، چې سپي پکې اوبه څښلې، او د خالد ځواكونو ماته كړې وه، بيا يې ټول غمځپلي مشران راوغوښتل او ورته وويل:(( آيا د ټولو بې ګناه وژل شويو تاوان مو واخست؟ ))
 ټولو وويل: (( هو!))
بيا حضرت “علي” دا چې غم د خلكو له ياده وتلى وي؛ نو نورې پېسې يې هم د احتياط لپاره وركړې او مكي ته راستون شو.

پېغمبر اکرم د “علي” (ک) كار وستايه او خپل لاسونه يې اسمان ته پورته كړل او ويې ويل: (( خدايه! زه د “خالد” له كاره بېزاره يم، ما ورته د جګړې حکم نه وكړى.)) (۳۵۷) دا چې حضرت “علي” (ک) د پېغمبر اکرم په حکم په دقت غمځپلي ټبر ته تاوان وركړى و او په پوره عدالت يې چلن كړى و،و يې ويل:

(( “علي”! زه ستا دا كار د سرو له وېښتو هومره اوښانو سره نه بدلوم.(۳۵۸) “علي”! زه دې راضي كړم،خداى دې له تا راضي شي.”علي” ته د مسلمانانو لارښوونكى يې. نېكمرغه هغه دى، چې درسره به مينه كوي او لاروي به دې كوي او بدمرغه هغه دى،چې درسره مخالفت كوي او له لارې دې كوږ ځي. (۳۵۹) “علي”! ته ما ته داسې يې؛ لكه هارون، چې موسى ته و؛خو پردې توپير،چې له ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.)) (۳۶۰)
يادونه: “خالدبن وليد” د  حضرت “ابوبكر” د خلافت پر مهال حضرت د “مالك بن نويره” پر قبيله بريد وكړ،چې ټول د قبيلې وګړي دفاع ته چمتو وو او ټولو وويل:((موږ مسلمانان يو او بايد د اسلام ځواكونه راباندې يرغل و نه كړي.”خالدبن وليد” ټول بې وسلې كړل او د ټبر مشر  حضرت”مالك بن نويره” يې وواژه او د هغه مېرمن يې پر همغه شپه ځان ته په نکاح کړه.)) (۳۶۱)

۳۴۰_ امالى طوسى / ۲۳۹ ۳۴۱_ مغازى واقدى، ۲/ ۷۸۰-۷۹۴ او سيره ابن هشام ۲/ ۳۸۹-۳۹۷ ۳۴۲_ مغازى واقدى، ۲/ ۷۷۹-۸۰۰ ۳۴۳_(سوره ممتحنه/ ۱ ۳۴۴_مجمع البيان ۹/ ۲۶۹-۲۷۰ ، سيره ابن هشام، ۲/ ۳۹۹ ۳۴۵_ وسايل الشيعه ۷/ ۱۲۴ ، سيره حلبى ۳/ ۹۰ ۳۴۶_ (سوره حجرات/ ۱) ۳۴۷_ سيره ابن هشام، ۲/ ۴۰۰-۴۰۴ ، مجمع البيان ۱۰/۵۵۴-۵۵۶ او همداسې مغازى واقدى ۲/۸۱۶-۸۱۸ ،شرح ابن ابى الحديد ۱۷/۲۶۸ ۳۴۸_ مغازى واقدى ۲/ ۸۰۰-۸۰۱ او ۸۱۹ ابن ابى الحديد ۱۷/ ۲۷۰-۲۷۱ ۳۴۹_ امتاع الاسماع، ۱/ ۳۷۹ ۳۵۰_ سيره ابن هشام، ۲/ ۴۰۹ او تاريخ الخميس ۲/ ۹۰ – ۹۴ ۳۵۱_ سيره ابن هشام ، ۲/ ۴۰۸ او واقدى، ۲/ ۸۲۵-۸۲۶ ۳۵۲_ مغازى واقدى، ۲/ ۸۳۳ ۳۵۳_ الغدير، ۷/ ۱۰-۱۳ مخونه. ۳۵۴_مغاذى واقدى، ۲/ ۸۳۵ او بحار ۲۱/۱۰۷-۱۳۲ ۳۵۵_ مغاذى واقدى، ۲/ ۸۳۵ او بحار ۲۱/۱۰۷-۱۳۲٫ ۳۵۶_ بحار ۲۱/ ۱۴۰مخ. ۳۵۷_ سيره ابن هشام ۲/ ۴۳۰ ۳۵۸_حضال ۲/ ۱۲۵ ۳۵۹_مجالس ابن الشيخ / ۳۱۸مخ ۳۶۰_امالى صدوق/ ۱۰۵ مخ. ۳۶۱_النص والاجتهاد / ۶۱ – ۷۵ مخونه.