انس بن مالک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لنډه پېژندنه[سمول]

انس رضي الله تعالی عنه چي پوره لس کاله يې د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت کړۍ ، د انصارو دډېرو لويو علماوو په کتار کي راځي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د سترو مفتیانو په ډله کي يو دی هم وو .

د نسب لړۍ يې داسي ده : ـ انس بن مالک بن النَّضرالخزرجي الأنصاري الصحابي الجليل .

زوکړه[سمول]

انس رضي الله تعالی عنه تر هجرت نهه یا لس کاله مخکي په مدینه کي پيدا سوي دي .

زده کړه[سمول]

انس بن مالک په لس کلنۍ کي مور نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته سپارلۍ وو ، لس کاله يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت وکړ . د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خدمت پر مهال يې په ډېره ځيرکتيا نبوي اعمال څارل او وخت پر وخت به يې نبوي ویناوي اورېدلې ، يادولې او لیدلې .

له همدې امله دده په روايت کړيو حديثو کي ډېر يې داسي دي چي مستقيماً يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ، مګر داسي هم پېښ سوي دي چي د روايت لومړی مرجع يې صحابي وي .انس رضي الله عنه د خپل عمر پر مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم بشپړ خدمت وکړ او په دې لړ کي يې ډېر نبوي احاديث روایت کړي دي .

انس رضي الله عنه ته نبوي ډالۍ[سمول]

انس رضي الله عنه د خپل غوره خدمت له کبله له نبوي درباره داسي دعاء تر لاسه کړه : اللهم أکثر ماله وولده وبارک له ، و أدخله الجنة.

له انس رضي الله عنه له روایت سويو احاديثو شمېر : ـ

انس رضي الله عنه ( ۱۲۸۶ ) احادیث نقل کړي چي  ( ۱۶۷ ) احادیث يې شيخینو په ګډه ، ( ۸۳ ) يې یوازي امام بخاري په خپل صحیح او ( ۷۱ ) امام مسلم په خپل کتاب صحیح مسلم کي روایت کړي دي .

مړينه[سمول]

د انس رضي الله عنه د وفات دقيقه نېټه معلومول ځکه ګران کار دي ځیني وايې چي په ( ۹۰ ) ، ځيني وايي په ( ۹۲ یا ۹۳ ) کي وفات سوي دي . داسي هم ويل کيږي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه وو کي دی تر ټولو وروستی صحابي وو چي وفات سو .

روح يې ښاد او یاد يې ژوندی .