چېک جمهوريت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د چېک جمهوريت
Česká republika
بيرغ نښان
Location of  چېک جمهوريت  (dark green)– on the European continent  (green & dark grey)– in the European Union  (green)  —  [Legend]
نخشه
موقعيت
Location of  چېک جمهوريت  (dark green)

– on the European continent  (green & dark grey)
– in the European Union  (green)  —  [Legend]

پلازمېنه
(او لوی ښار)
پراگ (پراها)
50°05′N 14°28′E / Expression error: Unexpected < operator. Expression error: Unexpected < operator. / Expression error: Unrecognized punctuation character "[".; Expression error: Unrecognized punctuation character "[".{{#کوارډيناټونه:50|05|N|14|28|E|type:country||

| |name= }}

حکومت پارلماني جمهوريت
جوړښت
 -  د بوهېميا پرينسيپالېټي c. 870 
 -  چېکسولواکيا 28 October 1918 
 -  چېک جمهوريت 1 January 1993 
EU accession 1 May 2004
GDP (PPP)  اټکل
 -  ټولټال $258.959 billion[1] 
 -  Per capita $24.832.[1] 
GDP (nominal) 2010 اټکل
 -  ټولټال $199.012 billion[1] 
 -  Per capita $19.084[1] 
Gini (2008) 26 (low) (4th)
HDI (2007) 0.903 (very high) (36th)
پيسه چېکي کرون (CZK)
د وخت سيمه (UTC+1)
 -  اوړی (DST) CEST (UTC+2)
د موټر چلولو سمت right
د انټرنټ مخکښ شپول .cz³
1 30 June 2010 (See Population changes).
2 Rank based on 2009 IMF data.
3 Also .eu, shared with other European Union member states.
4 Shared code 42 with Slovakia until 1997.

د چېک جمهوريت يو صنعتي هېواد دی چې په مرکزی اروپا کېپروت دی. مساحت یی ۷۸۸۶۵ کېلومتره مربع دی او ۱۰۳۳۰۰۰۰ وگړی (نفوس) لری. پایتخت یی پراگ دی. د چک جمهوریت د اروپا د مشترکو هېوادو غړی دی. د چک جمهوریت په شمال کېله پولنډ سره، په سوېل کېله اتریش سره، په لویدیځ کېله آلمان سره او په ختیځ کېد سلواکيا له جمهوریت سره ګډې پولې لری. پراګ، برنو( Brno )، اوستراوا( Ostrava )، اولوموڅ( Olomouc ) او پلزن( Plzeň ) تر ټولو لوی ښارونه دی. د لابې سیند تر ټولو اوږد سیند دی. د چک جمهوریت صنعتی هېواد دی مګر په دغه هېواد کشې عصری کرهڼه هم شته.

تاریخ

د کلټ قبیلو په ۴۰۰ کال ق.م. کې په مرکزی اروپا کې یو دولت تاسیس کړ. هغه د کلټ قبیله د بویون ( په لاتین: بوهیم ) په نوم یادېږی. د دی لپاره د چېک دولت هم د بوهیما په نوم یادېږی. په پنځمه پیړی کې سلوانی قبیلې د آسیا څخه مرکزی اروپا ته راغللې او په بوهیما کې یی سلوانی دولت جوړ کړ. په ۷ پېړۍ کې په بوهیما کې لمړی قوی دولت تاسیس شو. هغه دولت په اوس وخت کې د سامو دولت په نوم یادېږی. په ۸۳۰ کال کې په بوهیما او موراوا کې یو لوی او قوی دولت تاسیس شو . دغه دولت په اوس وخت کې لوی موراویا په نوم یادېږی. دغه لوی دولت به ۹۰۷ کال کې په پوهیما او موراوا تقسیم شو. د لوی موراوا د تقسیمولو وروسته په بوهیما کې لمړی د چېک دولت د پږېمسل کورنۍ لخوا تاسیس شو.په ۱۰ پېړۍ کې د پږیمسل حکمرانانو موراوا او سلواکېا ونیول. په ۹۷۳ کال کې په بوهیمیا کې د اسقف مقر جوړ شو. په ۱۲۱۲ کال کې د چېک دولت په چېک پاچایۍ بدله شوه. په ۱۲۵۳ کال کې پښيميسل اوتاکار ۲ چېکی پاچا شو.پښيميسل اوتاکار ۲ د واده او توره په مرسته د چېک پاچایی پراخه وکړه او په دی ډول د چیک پاچایی د اروپا تر ټولو قدرتمن ( پیاوړی ) هېواد شو. مګر پاچا پښيميسل اوتاکار ۲ په ۱۲۷۸ کال کې په جګړه کې د اتریش د اردو لخوا ووژل شو. زوی یی واتسلاف دوهم په ۱۲۸۳ کال کې چېکی پاچا شو. پاچا واتسلاف دوهم پر پولند برید وکړ او په ۱۳۰۰ کال کې د پولند پاچا شو. په ۱۳۰۱ کال کې زوی یی واتسلاف ۳ د اوهری ( هنگری ) پاچا شو او په ۱۳۰۶ کال کې واتسلاف ۳ د خپل پلار تر وفات وروسته د چېک پاچا شو. واتسلاف ۳ په ۱۳۰۶ کال کې په اولوموڅ کې وژل شو. د پاچا واتسلاف ۳ تر وفات وروسته د چېک پاچایی د لوگزامبورگ د حکمرانانو لاس ته ورغله. په ۱۳۴۴ کال کې په پراګ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په ۱۳۴۶ کال کې کارل څلورم د چېک پاچا شو. پاچا کارل څلورم د چېک تر ټولو مشهور پاچا وو. کارل ۴ په پراګ کې یو مشهور پوهنتون تاسیس کړ. په اوس وخت کې دغه پوهنتون د کارل پوهنتون په نوم یادېږی او دغه پوهنتون په مرکزی اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون دی. پاچا کارل ۴ په پراګ کې هم یو مشهور پل جوړ کړ. په اوس وخت کې دغه پل د کارل د پل په نوم يادېږی او د پراګ تر ټولو مشهور یادګار دی. د پاچا کارل د حکومت په وخت کې پراګ د چېک د پاچایی او د مقدس روم دامپراطوری پایتخت شو. پاچا کارل څلورم دوه زامن لرل. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف څلورم چېکی پاچا شو او زوی یی زیکموند د اوهری پاچا شو. واتسلاف ۴ ډېر نالایق او عیاش پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری کاوه او پېغلې یی خوښی وی. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی یان هوس وو په پراگ کې په یوه کلیسا کې پر کاتولیکې روحانیونو انتقاد وکړ.یان هوس خلکو ته وویل چې کاتولیکې روحانیونه او چېکې اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نکوی او دغه روحانون پر خلکو ظلمونه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د مذهبی مشرانو ټولنې ته دعوت کړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورځی نو روحانیونو هغه ونیو. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس په اور کې ووژل شو. د یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو.په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو د چېک پاچایی ته ورسېده. مګر دغه اردو په پراګ کې د قیامکوونکې لخوا ماته وخوړله. په ۱۴۵۸ کال کې یرژی پودیبراد چېکی پاچا شو. په ۱۴۷۱ کال کې پولندی پاچا د یرژی پودیبراد تر وفات وروسته چېکی پاچا شو. په ۱۴۷۵ کال کې لمړی چېکي چاپخانه جوړ شوه. په ۱۵۱۶ کال کې لودیک یاګېلون د چېک پاچا شو. پاچا لودویک یاګیلون په ۱۵۲۶ کال کې په جگړه کې د ترکې پوځ لخوا وژل شو. په ۱۵۷۳ کال کې د هابسبورگ امپراتور رودلف ۲ په پراگ کې خپل مقر جوړ کړ. په دی وخت کې پراگ د علم او ثقافت مرکز وو. په ۱۶۱۵ کال کې دیرش کلنه جگړه پېل شوه.

د چیکسلواکېا جمهوریت

د چیکسلواکېا جمهوریت ( ۱۹۱۸-۱۹۳۸ ) په ۱۹۱۸ کال کې ېې بنسټ کېښودل شو. د چیکسلواکېا لمړی ولسمشر توماس ګاریک ماساریک ( Tomáš Garrigue Masaryk ) و چې د پراگ په کلا کې د ولسمشر اداره یې جوړه کړه . په ۱۹۳۹ زېږديز کال کې نازي پوځ چېک او موراوا ونیول. په ۱۹۴۵ کال کې روسی پوځ پراگ ته ورسېده او چکسلواکېا د روسي پوځ لخوا خپلواکه شوه. په ۱۹۴۸ کال کې د کمونسټ ګوند مشر کلمنت گوتوالد ( Klement Gottwald) د چکسلواکېا ولسمشر شو. په ۱۹۶۸ کال کې د چکسلواکېا حکومت سیاسی بیا جوړول اعلان کړ. مګر په ۲۱.۸.۱۹۶۸ کې روسي پوځ د چکسلواکېا په جمهوریت تیری وکړ. ډیر خلک مجبور شول چې د چکسلواکيا څخه کډه وکړي.

د چېک جمهوریت

د چېک جمهوریت په کال ۱۹۹۳زېږديز کې د چکسلواکېا تر وېشلو وروسته منځ ته راغی .

سياست

د سیاست سیستیم پارلماني دیموکراسي دی. د چېک پارلمان د خلکو لخوا انتخابېږی. پارلمان دوې ادارې لري. تر ملی ټول ټاکنو وروسته حکومت د بریالی شوی ګونډ له خوا ټاکل کېږی.د چېک جمهوریت یو ولسمشر لری چې د ۲۰۱۲ کال څخه د خلکو لخوا ټاکل کېږی.

انځورتون

سرچينې

  1. 1.0 1.1 1.2 1.3 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified چېک جمهوريت. International Monetary Fund. URL accessed on 2010-04-21.

باندنۍ تړنې