لومړنۍ نړېواله جگړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړۍ نړيواله جګړه، په دې ډول WWI  يا په دې ډول (the First World War (WW1 ) ) يې لنډيز لیکل کيږي، په اروپا کې پيل شوې يوه نړیواله جګړه وه، چې د ۱۹۱۴ ز کال د جولای په ۲۸ نېټه پيل او د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په يوولسمه نېټه پای ته ورسېده. دا جګړه د لويې جګړې په نوم هم پېژندل کېږي يا «د ټولو جګړو ختموونکې جګړه». په دې جګړه کې له اويا ميليونه څخه زيات پوځيان په خوځښت راوستل شول، په دوی کې شپېته مېليونه يې اروپايان وو، په دې ډول، دا د تاريخ له ترټولو سترو جګړو یوه وه. د تاريخ يوه خونړۍ  جګړه، چې د يوه اټکل له مخې، د جګړې د مستقيمې پايلې په توګه اته اعشاريه پنځه ميلیونه جګړه ماران او ديارلس ميليونه ملکيان په کې ووژل شول. د همدې جګړې له امله نسل وژنې رامنځته شوې.  د ۱۹۱۸ ز کال هسپانوي  زکام وبا رامنځته شوه، چې په ټوله نړۍ کې يې څو ميليونه نور انسانان ووژل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د ۱۹۱۴ ز کال د جون په اته وېشتمه نېټه، يو بوسنيايي د صربيا يوګسلاويايي ملتپال او د صربيا د تور لاس پوځي ټولنې غړي، په سارايوو کې د اتريش- هنګري وارث ارشيدوک فرانتس فرديناند وواژه او همدې پېښې د جولای د مياشتې کړکېچ رامنځته کړ. په ځواب کې د جولای په دروېشتمه نېټه  اطريش-هنګري صربيا ته وروستی وخت ورکړ. د صربيا له ځواب څخه اطريش خوښ نه و او دواړه د جګړې پر لور ولاړل. د بېلا بېلو ايتلافونو شبکې يو له بل سره يو ځای شوې او دا بحران له يوې دوه اړخيزې موضوع څخه په بالکان کې داسې پراخه شو چې ډېره اروپا يې په غېږکې راونغښته. د ۱۹۱۴ زکال د جولای په مياشت کې د اروپا دوه ستر ځواکونه په دوه ايتلافونو کې ووېشل شول: دری ګونی ائيتلاف چې د فرانسې، روسيې او برتانيې څخه جوړ و، او له وړاندې څخه رامنځ ته شوی درې ګونی ايتلاف چې له المان، اطريش-هنګري او ايټاليې څخه جوړ و. درې ګونی ائيتلاف په اصل کې دفاعي و، ايټاليې ته يې اجازه ورکړه چې د ۱۹۱۵ ز کال د اپريل تر شپږ وېشتمې له جګړې بهر واوسي، تر هغه وخته چې ايټاليا له ائيتلافي ځواکونو سره يو ځای شوه، کله يې چې له اطريشي هنګري ائيتلافي ځواکنو سره اړيکې پيدا کړې. روسيې له صربيا څخه ملاتړ اړين وباله او له هغې وروسته چې اطريش-هنګري د صربيا په پلازمېنې بلګراډ باندې په ۲۸ جولای ۱۹۱۴ ز کال کې بريدونه وکړل، کوم ځای چې له پولو څخه يوازې څو کيلو متره لرې موقعيت درلود، روسيې د خپل پوځ د يوې برخې خوځښت تصويب کړ، د دې ورځې په سبا اطريش-هنګري او المان هم همداسې وکړل، په داسې حال کې چې المان له روسيې وغوښتل چې، په دوولسو ساعتونو کې خپل تحرک ودروي. کله چې روسيې دا کار ونه کړ، المان د ۱۹۱۴ ز کال د اګست په لومړۍ نېټه د اطريش-هنګري په ملاتړ د روسيې پر ضد جګړه اعلان کړه، اطريش-هنګري هم د اګست په شپږمه نېټه په دې کې برخه واخسته. د اګست په دویمه نېټه ۱۹۱۴ زکال کې فرانسې د روسيې په ملاتړ خپل بشپړ ځواکونه په حرکت راوستل. په پايله کې د لومړۍ نړيوالې جګړې له امله، اروپا په دوو سترو مخالفو اتحادونو بدله شوه. ائيتلافي ځواکونه چې عمده برخه یې  له بریتانيې، او ايرليند، متحده ايالاتو، فرانسې، روسي سترواکۍ، ايټاليې، جاپان، پرتګال، يونان، صربيا اومونته نيګرو څخه جوړه وه او مرکزي ځواکونه په عمده توګه له الماني سترواکۍ، اطريش – هنګري سترواکۍ، عثماني سترواکۍ او بلغاريې څخه جوړ وو.[۸][۹][۱۰]

د جګړې لپاره  د المان تګلاره دا وه چې په دوه سنګرونو کې د فرانسې او روسيې په وړاندې په چټکۍ سره د خپلو ځواکونو زياته برخه په لويديځ کې د مخالفينو پر ضد متمرکزه کړي، تر څوپه شپږو اوونيو کې فرانسې ته ماتې ورکړې او بيا خپل ځواکونه د ختيځ پر لور وګرځوي. وړاندې له دې چې روسيه هلته ورسېږي، وروسته داتګلاره د شليفن په طرحې ونومول شوه. د اګست په دویمه نېټه، المان د بلغاريې له لارې د خوندي لارې غوښتنه وکړه، چې د فرانسې په وړاندې د بېړۍ بريا لپاره خورا مهم و. کله چې دا غوښتنه رد شوه، الماني ځواکونو د اګست په درېيمه نېټه بلغاريا ونيوله او په همدې ورځ يې د فرانسې پر ضد جګړه اعلان کړه. د بلغاريې حکومت د ۱۸۳۹ ز کال د لندن په تړون استناد وکړ اود همدې تړون تر مخې د خپلو مسئولينو سره سم، بریتانيې د اګست په څلورمه نېټه د المان پر ضد جنګ اعلان کړ.د اګست په دوولسمه نېټه، بریتانيې او فرانسې هم د اطريش-هنګري پر ضد جګړه اعلان کړه. د اګست په ۲۳ مه نېټه جاپان د بریتانيې اړخ ونيو، په چين او ارام سمندرګي کې يې د المان شتمنۍ ونيولې. د ۱۹۱۴ ز کال په نومبر مياشت کې، عثماني سترواکۍ د اطريش-هنګري او المان په پلوۍ جګړې ته ننوته او په دې توګه يې په قفقاز، بين النهرين او سينا په ټاپووزمه کې د جګړې سنګرونه پرانيستل. دا جګړه د هرې سترواکۍ په مستعمره کې هم  رامنځته شوه او په دې توګه جګړه افريقا او ټولې نړۍ ته خپره شوه.[۱۱][۱۲]

د فرانسې پر لور د المان پرمختګ د مارين په جګړه کې ودرېد او د ۱۹۱۴ ز کال په پای کې په لويدیځ سنګرکې جګړه په خونړي حالت واوښته، چې په ترڅ کې يې د سنګرونو يوه اوږده لړۍ رامنځته شوه او تر ۱۹۱۷ ز کال پورې يې لږ بدلون وموند (د ختيځ سنګرپه خلاف، په کوم کې چې زیاتې سیمې سره لاس په لاس شوې). په ۱۹۱۵ ز کال کې، ايټاليه د ائيتلافي ځواکونو سره يو ځای شوه او په الپس کې يې د جګړې مورچل پرانست. په ۱۹۱۵ ز کال بلغاريه د مرکزي ځواکونوسره يو ځای شوه او يونان په ۱۹۱۷ ز کال کې له ائيتلافيانو سره یو ځای شو او په دې توګه جګړه بالکان ته وغځېده. په لومړي سر کې متحده ايالات بې پرې پاتې شول، خو سره له دې چې بې پری و، بيا يې هم متحدينو ته د جګړې وسايل برابرول. په داسې حال کې چې امريکايي بېړۍ د الماني اوبتلونو له خوا ډوبې شوې، دا د المان له خوا داسې اعلان و چې الماني سمندري ځواکونه به په بې پری بېړيو انتقالاتو باندې هم بې توپيره بريدونه وکړي، او د دې موضوع څرګندېدل چې المان د متحده ايالاتو په وړاندې د مکسيکو د لمسولو هڅه کوي، متحده ايالاتو د ۱۹۱۷ ز کال د اپريل په شپږمه نېټه د المان پر ضد جګړه اعلان کړه. د ۱۹۱۸ ز کال تر نيمايي پورې روزل شوو امريکايي ځواکونو، په ستره شمېره کې د جګړې لومړۍ کرښې ته رسېدل نه و پېل کړي، خو په پايله کې د امريکا استول شوو ځواکونو شمېر شا و خوا دوه ميليونو سرتېرو ته ورسېد.[۱۳]

سره له دې چې صربيا په ۱۹۱۵ ز کال کې ماتې وخوړه او رومانيا په ۱۹۱۶ ز کال کې له اتحادي ځواکونو سره يو ځای شوه او په ۱۹۱۷ ز کال کې يې ماتې وخوړه، تر ۱۹۱۸ ز کال پورې هېڅ ستر ځواک له جګړې څخه ايستل شوی نه و. د ۱۹۱۷ ز کال د فبرورۍ په مياشت کې په روسيه کې انقلاب رامنځته شو او د سلطنت ځای لنډ مهالي حکومت ونيو، خو د جنګ د زیات لګښت څخه د ناخوښۍ له امله د اکتوبر انقلاب رامنځته شو، د شوروي سوسيال جمهوريت رامنځته کېدلو او د بريسټ-ليتوسکي د تړون رامنځته کېدو په ۱۹۱۸ ز کال کې په دې جګړه کې د روسيې ښکېلتيا ته د پای ټکی کېښود. پر دې مهال المان د ختيځې اروپا ډېرې برخې په واک کې درلودې او زيات شمېر جګړه یيز ځواکونه يې لويديځ سنګر ته ولېږدول. له نويو لارو چارو څخه په ګټې اخستنې سره، په ۱۹۱۸ زېږديز کال کې د المان بريد په لومړي سر کې بريالی و. ائيتلافي ځواکونه په شا شول او پاتې شول، خو د املان وروستۍ زېرمې له دې امله پای ته رسېدلې وې چې، هره ورځ ۱۰۰۰۰ تازه دمي امريکايي سرتيري رارسېدل. ائيتلافي ځواکونو په سل ورځنۍ جګړه کې الماني ځواکونه بېرته په شا وتمبول، دا سل ورځنۍ جګړه د پرله پسې بريدونو يوه لړۍ وه چې المان يې په غبرګون کې هېڅ راز خوځښت نه شو کولای. مرکزي ځواکونه يو پر بل پسې له جګړې ووتل: لومړی بلغاريا (سپتمبر ۲۹)، ورپسې عثماني سترواکي (اکتوبر۳۱)، اطريش-هنګري سترواکي (نومبر ۳). په داسې حال کې چې ائيتلافيانو يې ماتې خوړلې وه، په دننه کې انقلاب و او پوځ نوره په جګړه کې لېوالتيا نه درلوده، قيصر ويلهلم د نومبر په نهمه نېټه له واکمنۍ څخه ګوښه شو، المان د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په يوولسمه نېټه اوربند لاسليک کړ او جګړه يې پای ته ورسوله. [۱۴][۱۵]

سرچينې او ياداښتونه

  1. (په 10 November 1998 باندې). The war to end all wars. BBC News.
  2. "World War I – Killed, wounded, and missing". Encyclopædia Britannica. “The casualties suffered by the participants in World War I dwarfed those of previous wars: some 8,500,000 soldiers died as a result of wounds and/or disease. ... It has been estimated that the number of civilian deaths attributable to the war was higher than the military casualties, or around 13,000,000. These civilian deaths were largely caused by starvation, exposure, disease, military encounters, and massacres.” 
  3. Spreeuwenberg, P. (1 December 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Reassessing the Global Mortality Burden of the 1918 Influenza Pandemic."]. American Journal of Epidemiology 187 (12): 2561–2567. doi:10.1093/aje/kwy191. PMID 30202996. 
  4. Williams, Rachel (2014). Dual Threat: The Spanish Influenza and World War I. University of Tennessee Thesis: Trace: Tennessee Research and Creative Exchange. د کتاب پاڼي 4–10. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Willmott 2003، ص. 307.
  6. Bade او Brown 2003، صص. 167–168.
  7. Keegan 1998، ص. 8.
  8. "Le Président de la République, R. [Raymond Poincaré et al., 'A La Nation Française'"]. Journal Officiel de la République Française: 7053–7054. 2 August 1914. https://www.loc.gov/law/help/digitized-books/world-war-i-declarations/ww1-gazettes/France-doc-3-OCR-SPLIT.pdf. Retrieved 26 August 2018. 
  9. Martel, Gordon (2014). The Month that Changed the World: July 1914 and WWI (الطبعة Kindle). OUP. 6286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Djokić 2003، ص. 24.
  11. Zuber, Terence (2011). Inventing the Schlieffen Plan: German War Planning 1871–1914 (الطبعة 2014). OUP. د کتاب پاڼي 46–49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-871805-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Note Given 2 August 1914, at 19 hours, by M. de Below Saleske [Klaus von Below-Saleske], Minister of Germany, to M. Davignon, Minister of Foreign Affairs". Documents Diplomatiques 1914: La Guerre Européenne Diplomatic Documents 1914: The European War (PDF). Ministère des Affaires Étrangères (Ministry of Foreign Affairs). 1914. د کتاب پاڼې 201. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Coffman, Edward M. (1998). The War to End All Wars: The American Military Experience in World War I. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sheffield, Gary (2002). Forgotten Victory. Review. د کتاب پاڼې 251. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7472-7157-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gerwath, Robert (2016). The Vanquished: Why the First World War Failed to End, 1917–1923 (الطبعة Kindle). Penguin. 3323–3342. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-197637-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)