پراگ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
پراگ

پراگ ( په چیکی کې:Praha ) د چېک د جمهوریت پایتخت دی او د چېک تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی تقریبا ۵۰۰ کیلومتره مربع ده. په اوس وخت کې پراگ تقریبا ۱،۲ میلیونه نفوس لری. پراگ هم د چېک جمهوریت ثقافتی او سیاسی مرکز دی. په پراگ کې د چېک جمهوریت تر ټولو لوی هوایی اډه پرته ده. د پراگ د ترافیک ترانسپورت ډیر عصری دی.

تاریخ

پراگ په نهم پېړۍ کې د چېکی پرنس بوږیوی لخوا تاسیس شو. په ۹۷۳ کال کې په پراگ کې د اسقف مذهبی مقر جوړ شو. په ۱۲۵۷ کال کې پاچا پښیمیسل اوتاکار دوهم ( Přemysl Otakar II) د پراگ ښار پراخ وکړ. په ۱۴ پېړۍ کې د کارل ۴ د حکومت په دوره کې پراگ د مقدس روم دامپراتوری پایتخت شو.کارل ۴ د پراگ پایتخت پراخ کړ او په ښار کې یی ډیر ښایسته یادگارونه جوړ کړ. د کارل پل، د کارل پوهنتون او د مقدس ویټوس کليسا تر ټولو مشهور د پراگ يادگارونه دی. په ۱۳۴۴ کې په پراگ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په دی وخت کې د مقدس د ویټ کلیسا جوړول پېل شو. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف ۴ ( Václav IV )د چېک پاچا شو. واتسلاف ۴ ډیر نالایق پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری او پېغلې خوښ کړ. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی يان هوس ( Jan Hus ) وو په پراگ کې په یوه کلیسا کې د کاتولیک د روحانیونو انتقاد وکړ. یان هوس خلکو ته وویل چې د کاتولیک روحانیونه او چېکی اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او دغه روحانونو پر خلکو ظلمنه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت وکړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېدل نو روحانیونو یی ونیول. د یان هوس تر نیولو وروسته د کاتولیک روحانیونو وویل چی یان هوس کافر دی. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس د اور په وسطه وژل شو. یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو. په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو پر پراگ برید وکړ مگر قیامکوونکی د چیک پاچایی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راغلل او صلیبی اردو د قیامکوونکی لخوا ماته وخورله.

نوې زمانه

په ۱۵۲۶ کال کې د چېک هېواد د هابسبورگ پاچانو لاس ته راوړل. په ۱۵۸۳ کال کې د هابسبورگ امپراتور رودولف ۲ ( Rudolf II) ( ۱۵۲۲-۱۶۱۲ ) په پراگ کې خپل مقر جوړ کړ. رودولف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ. هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. په دی وخت کې پراگ د اروپا ثقافتی او علمی مرکز وو. په ۱۶۱۸ کال کې ددېرش کالو جگړه ( ۱۶۱۸-۱۶۴۸ ) پیل شوه. په ۱۶۴۸ کال کې د سویدن اردو پراگ ته ورسیدل او د هبزبورگ قیمتی ټولونه غلا وکړ.

چکوسلواکیا

په ۱۹۱۸ کال کې تر نړی جگړه وروسته د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او پراگ پایتخت یی شو. د چکوسلواکیا لمړی ولسمشر توماس گاریک ماساریک (Tomáš Garrigue Masaryk) وو چې د پراگ په کلا کې د ولسمشر اداره یی جوړ کړه. په ۱۹۳۹ کال کې نازی پوځ پراگ ونیول او پراگ د نازی پروټیکتور مقر شو. په دی وخت کې نازی د چېک پر خلکو ډېر ظلمنه کول. په ۱۹۴۵ کال کې شوروی پوځ پراک ته ورسېدل او پراگ د شوروی پوځ لخوا خپلواک شو. جگړه وروسته پراگ د چکوسلواک سوسیلیستی جمهوریت پایتخت شو.

د چېک جمهوریت پایتخت

پراگ د چېک د ولسمشر او حکومت مقر دی. د ولسمشر اداره د پراگ په کلا کې پروت دی. د مشرانو جرگه ( د سنات جرگه ) او پارلمان د پراک په مرکز کې پروت دی. په پراگ کې هم مهم وزارتونه، علی عدالت او د عسکرو اعلی قوماندانی پروت دی.

د پراگ لېږدونه ( ترافیک ترانسپورت )

میترو

د پراگ لېږدونه ډیر عصری ده. په پراگ کې د چېک تر ټولو لوی او عصری د نړیوال هوایی میدان پروت دی چې د روزینې ( Ruzyně) په نوم یادېږی. دغه هوایی میدان دوه ټیرمنالونه لری. میترو ( د ځمکې لاندی ښاری ریل ) د پراگ تر ټولو مشهور د ترافیک ترانسپورت دی. هره ورځ په ميترو کې تقریبا یو میلیونه مسافران سپرېږی. میترو درې خطونه او 57 تمځایونه لری. په پراگ کې هم د سرویس او ترام عصری لیږدونه شته. هر مسافر باید ټکټ رانسی. په اوس وخت کې د ټکټ قیمت د یو سفر لپاره ۲۶ کورونونه دی ( تقریبا ۲ ډالرونه ). مسافر کولای سی دغه ټکټ د ورځپانې په مغازه کې یا په سرویس کې رانسی. په پراگ کې پرته له سرویس، ټرام او ميترو نه مسافر په ټکسی کې سپرېدلای سی. د ټکسی تمځایونه د ښار په مرکز کې ، په هوایی میدان کې او داورگاډی په تمځایونه کې پراته دی. مگر په ټکسی کې عموما ډېر خلک نه سپرېږی ځکه د ټکسی کرایه ډېر زیاته ده.



پراگ د چېک جمهوريت پلازمېنه